Pashto Farsi


د سي آی اې جنایتونه چې افغاني رنګ ورکړل شوی
11/03/2019 | زمری افغان

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په خپل نوي راپور کې وایي، په افغانستان کې هغو ځواکونو چې د سي ای اې ملاتړ ورسره دی، له بشري حقونو جدي سرغړونې کړې دي او په عملیاتو کې یې ملکي وګړي په نښه کړي دي. په دې راپور کې د ولسو وګړو وژنې صحرایي محاکمې یادې شوې دي. شپني عملیات، هوایي بریدونه، نیونې، د ځینو کسانو تري تم کول او پر روغتیایي مرکزونو بریدونه هغه تکتکیونه یاد شوي دي چې دغه ځواک ور څخه کار اخلي او د ملکي مرګ ژوبلې لامل ګرځېدلي دي. سازمان په دې تړاو په خپل رپوټ کې ددغه ځواکونو د منحل کولو غوښتنه کړې ده. په راپور کې د د صفر یو، صفر دوه، صفر درې او صفر څلور په نامه قطعې، د کندهار یرغلیز ځواک، د خوست ساتونکی ځواک یا کمپاین یادونه شوي چې ظاهراً د افغانستان د ملي امنیت ریاست په چوکاټ کې فعالیت کوي، خو راپور کاږي چې د دغو ځواکونو د ګومارنې، روزنې، سمبالښت او مدیریت واک له 'سي ‌ای ‌اې' سره دی.
له اوږده وخت راهیسې ددغو ځواکونو جنایتونه روان دي. په دې اړه خلک هر وخت چیغي پورته کوي، خو نه یې رسنۍ غږ منعکسوي او نه هم د بشري حقونو سازمانونه په دې تړاو څه وايي. دا لومړی ځل دی چې ددغو وحشتونو په اړه داسې یو رپوټ خپریږي. د افغانستان کلی کلی ددغو وحشتونو شاهد دی. په ځانګړي ډول ۱۷ ولایتونه ددغه جنایتونو قرباني دي. د سي ای اې دغه قراردادیان چې تل هڅه شوې د افغان رسمي ځواکونو برخه وښودل شي، له خلکو سره ریکارډ ټینګوونکي ظلمونه کوي. دوی ډېر وخت همغسې تکتیکونه کاروي چې داعشیان یې کاروي. د بېلګې په ډول دوی په لوګر کې یو پلار او زوی په بمونو کېښنول او انفجار یې ورکړ، دوی په لغمان کې خلک په برچو ووهل او ویې وژل، په وردګو کې یې له خلکو سرونه پرې کړل، په ګڼو نورو لایتونو کې یې ښځې، ماشومان او نور بې ګناه وګړي وژلي، ځیني یې ژوندي تر خاورو لاندې کړي، پر ځینو یې کورونه را نړولي دي. له دوی جومات، ښوونځی، کور، روغتون او بل هېڅ ځای خوندي نه دی. دوی چې هر ځای ته ځي، هلته خلک وژني او جنایتونه کوي. دوی آن د یوې کورنۍ ټول غړي وژلي دي. مثلا په وردګو کې یې د مسیح الرحمن د کورنۍ ۱۲ غړي شهیدان کړل، په ننګرهار کې یې څلور وروڼه ووژل، په زرمت کې یې د اختر په شپه یوولس بې ګناه وګړي شهیدان کړل، په خوست کې یې پوره کورنۍ تباه کړې، په کندهار کې بیا خلک نیسي او مړی او ژوند یې ورک کوي. هر ډول جنایتونه چې انسان یې تصور کولی شي، دغه ځواکونه یې کوي.
لوېدیځې رسنۍ وايي چې آن دا وحشتونه که امریکايي رسمي ځواکونه وکړي، په کور دننه تر عدلي تعقیب لاندې راځي، خو اوس یې یوه لاره ځان ته برابر کړې ده. دوی دغه جنایتکارې ډلې جوړې کړي، افغاني رنګ یې ورکړی او داسې ښيي چې ګواکي دا د افغانانو خپل ځواکونه دي، د رسمي امنیتي ځواکونو برخه ده، نو جنایت یې په امریکا، د امریکا په پوځ، سي ای اې او بل امریکايي اړخ پورې نه دی تړلی، نو ځکه دوی ځواب ویونکي نه دي. خو واقعیت دا دی چې ددغو ځواکونو هر څه د سي ای اې په لاس کې دي. ددغو ځواکونو تنخوا، وسلې او هر څه سي ای اې ورکوي. ددغو وحشانو مشر سي ای اې ټاکي، امریکایان پکې دي، دوی قومانده ورکوي، دوی یې رهبري کوي، دوی ورته هدف ټکي او ټول کارونه یې د دوی په غاړه دي. آن د ملي وحدت په حکومت کې چارواکي نه پوهېږي چې ددغو ځواکونو شمېر څومره دی، څومره معاش اخلي، مشر یې څوک دی او څه ډول تجهیزات لري. له همدې امله دا په واقعیت کې د سي ای اې جنایتونه دي چې هڅه یې کړې، افغاني رنګ ورکړي. دا چې چارواکي خیانت کوي، دا هر څه پټوی او آن مني چې دا وحشیان د امنیتي ځواکونو برخه ده، دا نو بیا د دوی خیانت او مزدوري ښيي.
اوس چې د امریکایانو د وتلو بحثونه دی، که امریکایان ووځي، ښايي دغه ځواکونه د امریکايي ځواکونو ځای ناستي شي، خو افغانان باید هوښیار وي. د امریکا له وتلو سره باید د دوی پاتې شوني، جنایتکارې ډلې او د دوی قراردادیان او کرايي قاتلین ټول له دې پاکې خاورې ورک شي، ځکه چې د دوی پاتې کېدل د امریکا د پاتې کېدلو په مانا دي او جنایتونه به یې دوام کوي.


   


   ارسال نظر