Pashto Farsi


امریکايي وسلو ولې سعودي خوندي نه کړ؟
09/17/2019 | زمری افغان

د سعودي د تېلو پر زخیرو له برید وروسته اوس دا بحثونه ګرم دي چې دا برید ایران کړی او باید غچ یې واخیستل شي. نه یوازې امریکايي چارواکي دا خبرې کوي، بلکې سعودي چارواکي او نور متحدین یې هم په دې چاره کې ایران پړ ګڼي. دغه بریدونه تېره شنبه په بقیق چاڼځي او خریض تېلي زېرمو شوي دي. د برید مسوولیت حوثیانو اخیستی چې سعودي ورسره په یمن کې پر جګړه بوخت دی. په دغه برید کې بې پیلوټه الوتکې کارول شوې دی چې ورسره په سعودي کې د تېلو استخراج کم شو او په نړیوالو بازارانو کې هم د تېلو بیې لوړې شوې.
له برید څو ورځې وروسته هم اصلي بحث دا دی چې دا برید ایران کړی او باید ځواب ورته وویل شي. دا چې برید ایران کړی، که خپله حوثیانو او یا هم بل چا، دا یو بحث دی، خو تر دې مهم او اساسي بحث چې نه په سعودي کې پرې بحث کېږي او نه هم نور څوک ورته پام کوي، دا دی چې په لویه کچه امریکايي وسلو ولې سعودي خوندي نه کړ؟
سعودي له امریکا د میلیاردونو ډالرو وسلې پېرلې دي. په دې کې ځیني معاملې پټې او ځیني یې ښکاره دي. یوازې د اوباما په وخت کې سعودي له امریکا سره د ۶۴ میلیاردو ډالرو په ارزښت د وسلو پېرلو یو تړون وکړ. دا سوداګري پخوا هم وه، خو د ټرمپ په وخت کې د ۱۱۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت د سعودي او امریکا ترمنځ د وسلې د معاملې تړون لاسلیک شو. په دغو وسلو کې ټانګونه، له ځمکې څخه ځمکې ته توغندي، له ځمکې هوا ته توغندي، د الوتکو ضد وسلې، د راکټي بریدونو ډالونه، دفاعی سیستم او ګڼې نورې وسلې وې چې معلومه نه ده څومره یې سعودي ته رسېدلي دي او څومره یې نه دي رسېدلي. اوس اساسي پوښتنه همدا ده چې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت دغو امریکايي وسلو ولې سعودي خوندي نه کړ؟
څو اساسي ټکې د یادولو وړ دي:
لومړی: امریکا پر سعودي هغسې پرمختللې وسله نه ده پلورلې چې رسنۍ یې وايي. دا یوازې د سعودي او امریکا ترمنځ معامله وه چې ډېره ګټه یې امریکا ته رسېدلې ده او میلیاردونه ډالره یې ترلاسه کړي دي.
دویم: امریکا پر سعودي وسله پلورلې ده، خو ددې وسلې د کارونې اجازه یې نه ده ورکړې. آن ویل کېږي چې د پلورلو په تړون کې همدا لیکل شوي چې سعودي پر خپل سر ددې وسلو د کارونې حق نه لري او د کارولو پر وخت یې د امریکا اجازې ته اړتیا شته.
درېیم: امریکا پر سعودي وسله پلورلې ده، خو په سعودي کې ددې وسلو د استعمال ظرفیت نشته. دوی ددغو وسلو د کارولو لپاره مسلکي کسان نه لري او امریکا هم نه غواړي چې سعودیان په خپله ددې وسلو د کارولو وړتیا پیدا کړي.
ښايي نور لاملونه هم وي، خو اساسي لاملونه یې همدا دي. اوس پر سعودي خطرناک بریدونه کېږي، خو سعودي نه خوندي دی او نه هم ځواب ویلی شي. له امریکا څخه پېرل شوې وسلې چې سلګونه میلیارده ډالره پرې امریکا ته ورکړل شوې دي سعودي ته هېڅ ګټه نه ده رسولې. له سعودي، اماراتو، قطر او نورو مزدورو دولتونو سره د امریکا معامله همداسې ده چې میلیاردونه ډالره ترې اخلي، خو په بدل کې یې داسې څه نه ورکوي چې دغه هېوادونه ترې ګټه واخلي. دا یوازې د سعودي مثال نه دی، بلکې امارات، قطر او ګڼ نور هېوادونه هم له همدې برخلیک سره مخ دي. د هغوی لپاره چې له امریکا سره په معاملو کې دي، همدا ستر درس دی او همداسې هر مسلمان باید پوه شي چې امریکا زموږ له مزدورو دولتونو سره څه ډول لوبه کوي.


   


   ارسال نظر