Pashto Farsi


سوله او د امریکايي چارواکو ضد او نقیض څرګندونې
08/31/2019 | زمری افغان

د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ په قطر کې خبرې روانې دي، خو ورسره سم امریکايي چارواکي ضد او نقیض څرګندونې کوي. له یوه اړخه امریکايي چارواکي له طالبانو سره پر خبرو بوخت دي، خو له بله اړخه داسې خبرې کوي چې د سولې او هغه څه ضد دي چې امریکا په ظاهره غواړي ورته ورسیږي. امریکايي چارواکي کله وايي چې په افغانستان کې دایمي پوځي حضور نه غواړي او که سوله راشي، نو له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي. د ځواکونو د ایستلو په اړه د امریکايي او طالب استازو خبرې هم روانې دي، خو له بله اړخه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د سولې له هوکړې سره سره به په افغانستان کې تر اته زره زیات ځواکونه پرېږدي. ټرمپ تر دې پخوا ویلي وو چې د ۲۰۲۰ کال تر پایه خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي، هو هلته به پیاوړې استخباراتي ډله پرېږدي.
دا او دې ته ورته ګڼې خبرې او نقل قولونه شته چې یو له بل سره په تضاد کې دي او یا هم د هغه څه خلاف دي چې خلیلزاد پرې له طالبانو سره خبرې او موافقه کوي. اوس پوښتنه دا ده چې رښتیا هغه څه دي چې خلیلزاد یې وايي او له طالبانو سره یې مني؟ که رښتیا هغه څه دي چې ټرمپ او نور امریکايي چارواکي یې وايي؟
امریکايان او امریکايي فکر؛ تړون، تعهد او توافق ته د یوه ارزښت نه، بلکې د یوه فرصت په سترګه ګوري. موږ په ختیځ کې او بیا په ځانګړي ډول په اسلام کې تړون ته د یوه ارزښت په سترګه ګورو، داسې چې که له خپل دښمن سره هم تړون وکړو، باید ورته ژمن پاتې شو او که سرغړونه کوو، نو د خپلو ارزښتونو خلاف کار کوو. په لوېدیځ او امریکايي فکر کې بیا خبره داسې نه ده. هغوی تړون ته د یوه فرصت په سترګه ګوري، داسې چې د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره یې کوي، د خپلو ګټو لپاره یې تر پښو لاندې کوي او هر وخت یې ماتولی شي. همدا زموږ او لوېدیځ ترمنځ توپیر دی.
اوس چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ خبرې روانې دي، ښايي توافقات وشي، ښايي تضمینونه ورکړل شي، خو واضح ده چې امریکا نه تړون ته ژمنه پاتې کېږي او نه هم تضمین ته ارزښت ورکوي. یوازې زور کولی شي امریکا د تړون منلو ته اړ کړي. دا چې اوس دا زور شته او که نه، جلا بحث دی، خو دا یوه جدي او اساسي وېره او اندېښنه ده چې امریکا به تړون ته ژمنه پاتې نه شي.
د امریکايي چارواکي ضد او نقیض خبرې هم ددې مانا لري چې دوی یوه خبره او یو تړون نه لري، بلکې هر وخت د خپل ګټو لپاره فکرونه، نظرونه او دریځونه بدلولی شي. دوی کولی شي تړون وکړي او تر وخت مخکې تړون مات کړي. له همدې امله پکار ده چې له امریکا سره په قاطعیت چلند وشي او پرې نه ښودل شي چې په خپله خوښه تړون وکړي او په خپله خوښه یې نقض کړي.


   


   ارسال نظر