اعلامیه مطبوعاتی
د افغانستان د
مسلمانانو وينه د سولې په پروسه کې د امتياز اخيستو وسيله ګرځېدلې ده
د کابل په لوېديځ کې د يوه واده په مراسمو
کې د چاودنې له امله نژدې سل کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپيان شوي دي. د حزب
التحرير – ولايه افغانستان مطبوعاتي دفتر دغه چاودنه په تر ټولو سختو ټکو غندي
او له الله سبحانه وتعالی څخه د وژل شوو لپاره جنت الفردوس، د ټپيانو لپاره بشپړه
او بيړنۍ شفا او متضررو کورنيو ته د جميل صبر غوښتنه کوي. هر چا چې دغه وحشيانه
عمل ترسره کړی، هېڅ انساني او اسلامي ارزښت ته ژمن نه دي.
د دغه وحشتناک جنايت عامل د سولې په پروسه
کې د سيمې او نړۍ د هېوادونو استخباراتي رقابتونه دي چې د دا ډول حيوان صفته
بريدونو په واسطه غواړي د افغانستان د سولې له کيک څخه د ځان وژونکو بريدونو او
چاودنو له لارې د دغه خاورې د ملکي وګړو د وينو په بيه ډېره برخه ترلاسه کړي. لکه
څنګه چې د سولې د پروسې له پيل څخه تر ننه کلي، ښارونه، مسجدونه، مدرسې، مکتبونه،
پوهنتونونه، د واده او غم مراسم او نور عامه ځايونه د جګړې پر لومړۍ کرښه بدل شوي
دي. په سوله کې ښکېل اړخونه د افغانستان د مسلمانانو وينې تويول په دغه پروسه کې د
لازياتو امتيازونو د ترلاسه کولو وسيله ګڼي.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې جګړه او
سوله د امريکا او غرب د ګټو لپاره ده. هغوی د خپلو ګټو د تامين لپاره کله د سولې
شعار ورکوي او کله هم د جګړې اورونه بلوي. لکه څنګه چې په وروستي ځل جمهور رییس
اشرف غني په پوره بې شرمۍ سره امنيتي ځواکونو ته وویل: «نن ستاسو له برکته په
واشنګتن او نيويارک کې چاوده نه کيږي. تاسو د نړيوال امنيت مسووليت لرئ.» حال دا
چې په دې اړه واقعیت دا دی چې د افغانستان د مسلمانانو وينه د استخباراتي رقابتونو
له لارې د واشنګټن، نيویارک، لندن، پاریس، برلين، بیجنګ، مسکو، ډيلي، تهران او
اسلام آباد د ګټو او امنيت لپاره تويېږي. په دې اړه په وارر- وار امريکايي مقاماتو
ويلي چې د دوی لومړيتوب په افغانستان کې د امنيت او ثبات ضمانت نه، بلکې خپله د
امريکا او د هغې د متحدو هېوادونو ګټې او امنيت دي.
نو دغه وحشتناک سریال هغه وخت پای ته رسېږي
چې د استعمار نظامي، فکري، سياسي، استخباراتي، اقتصادي او فرهنګي جرړې له بېخه له
افغانستان څخه راوایستل شي او په هغو سوله ييزو شعارونو و نه غولېږو چې تر شا يې
جګړه او ستر استعماري پروګرامونه پټ دي. دقيقاً دغه موخه هغه وخت ترلاسه کېدای شي
چې خاين چارواکي له واکه ليرې او کافر يرغلګر د هغوی له ټولو ډلو ټپلو سره يو ځآی له
دغه خاورې څخه وشړل شي او پر ځای يې د نبوت په طریقه راشده خلافت زموږ د ځپل شوو
خلکو پر برخلیک حاکم شي.
د حزبالتحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر