Pashto Farsi


طالبان او له امریکا سره په معامله کې د پاکستاني چارواکو خاینانه رول
07/20/2019 | زمری افغان

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې له طالبانو سره د امریکا د خبرو له امله یې له واشنګټن سره اړیکې ښې شوې دي. شاه محمد قریشي ویلي چې امریکا له دې امله ترې خوشاله ده چې طالبان یې خبرو ته حاضر کړي دي. نوموړی ویلي چې د اړیکو د همدې ښه والي په پایله کې به د پاکستان لومړی وزیر واشنګټن ته ورځي او د نورو امریکايي چارواکو ترڅنګ به له ټرمپ سره هم ګوري.
لا معلومه نه ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ به د خبرو پایله څه وي، خو څه چې ښکاره دي، هغه دا چې امریکا بد پلان لري او ددې پلان په عملي کولو کې ورسره د پاکستان پوځ، استخبارات او ملکي حکومت پوره پوره مرسته کوي. امریکا په ۲۰۰۱ کال کې هم پر افغانستان برید هم د پاکستاني دولت په مرسته او همکارۍ وکړ. د پاکستان ځمکه او هوا د امریکا په خدمت کې وه چې پر افغانستان بمونه او توغندوي و اوروي او خلک ووژني. پاکستاني استخباراتو د طالبانو د مهمو مشرانو، ځایونو، مرکزونو او تاسیساتو نقشه او معلومات سي ای اې ته ورکول او هغوی یو مخ له منځه وړل. پاکستاني چارواکو پر دې هم بسنه ونه کړه، بلکې د طالبانو او نورو مجاهدینو ځیني مشران او غړي یې پر امریکا وپلورل. په دې کې آن ډیپلوماتان هم وو. تر دې بده یې لا دا چې آن پاکستاني چارواکو د مجاهدینو مېرمنې او ماشومان پر امریکايي لوري وپلورل چې ښه بېلګه یې عافیه صدیقي ده. که د پاکستاني دولت مرسته نه وی، له شک پرته چې امریکا به په افغانستان کې دومره وحشت او جنایت نه وای کړی او حتی له وړاندې به له ماتې سره مخ شوې وه.
اوس چې یو ځل بیا امریکا له طالبانو سره نرمه لوبه کوي، نو په دې کې هم پاکستان د امریکا په څنګ کې ولاړ دی او غواړي د طالبانو پښې ووهي. اوس چې په کلو او بانډو کې درنې بمبارۍ او شپني عملیات دي، ویل کېږي له امریکا سره ددې بمباریو په استخباراتي برخه کې پاکستان مرسته کوي. سلګونه طالب مشران او قوماندان اوس هم په پاکستان کې یا بندي دي او یا هم نظر بند دي او نه پرېښودل کېږي چې ازاد فعالیت وکړي او یا افغانستان ته را واوړي. طالبان به ډېرو مسایلو کې د امریکا غوښتنې نه مني او مقاومت کوي، خو پاکستاني چارواکي د طالبانو د ملاتړ پر ځای پر طالبانو فشار راوړي او د امریکا غوښتنو منلو ته یې اړ باسي. دا چې پاکستان به څومره وتوانیږي؟ دا بېل بحث دی، خو دا واضح ده چې پاکستان د امریکا په خدمت کې دی او غواړي د امریکايي ګټو لپاره یو ځل بیا د خپلو افغان او مسلمان وروڼو پښې ووهي.
له افغان مسلمانانو او نورو مجاهدینو سره په خیانت کې پاکستاني چارواکي غواړي امریکا خوشاله کړي، یو څو پیسې تر لاسه کړي، له ټرمپ سره وګوري، د هغه له غضب نه ځان خلاص کړي او په دې ډول ځان بریالی وګڼي. پاکستاني استخبارات، پوځ او حکومت به یو ځل بیا له مسلمانانو سره خیانت وکړي، لنډمهالې مرستې به تر لاسه کړي، د یو څه وخت لپاره به د امریکا له غضب نه خلاص شي، خو که امریکا د افغان مسلمانانو، طالبانو او نورو مجاهدینو پر ماتې بریالۍ شوه، نو بیا وار د پاکستان دی. دوی دې هم انتظار کوي، امریکا به یې کله هم دایمي دوست نه شي، بلکې هر وخت به یې په نورو پلمو ځوروي او له بد برخلیک سره به یې مخ کړي.



   


   ارسال نظر