Pashto Farsi


د اونۍ خبره: اشرف غنی پاکستان ته د څه لپاره تللی دی؟
06/29/2019 | زمری افغان

محمد اشرف غني له څه باندې څلور کاله ځنډ وروسته د خپلې واکمنۍ په پای کې پاکستان ته تللی او هلته له پاکستاني چارواکو سره خبرې کوي. ارګ وايي چې اشرف غني له پاکستاني چارواکو سره د سیمه ییز اتصال، سوداګرۍ، ټرانزیټ، امنیت او سولې په اړه هر اړخیز بحثونه کوي. خو ددې سفر اصلي موخه څه ده او ولې اشرف غني له څلور کلن ځنډ وروسته پاکستان ته ځي؟
اشرف غني څلور کاله د پاکستان د منزوي کولو چیغي وکړې او دا چاره یې بریالۍ وګڼله، خو اوس ورسره پر داسې چارو د بحث خبرې کوي چې د پخوانیو ادعاوو خلاف دي. سیمه ییز اتصال پاکستان له انزوا باسي، نو دا د اشرف غني د پخوانیو خبرو خلاف نظر دی. له پاکستان سره د سوداګرۍ کمول هم اشرف غني خپله لاسته راوړنه ګڼله، نو اوس پرې له پاکستانیو چاروکو سره د خبرو اړتیا څه ده!؟ امنیت او سوله اوس د افغانستان د حکومت له دایرې بهر ښکاري او د امریکا او طالبانو د بحث موضوع ده چې د اشرف غني حکومت پکې نشته، نو دا ټول یا د بحث موضوعات نه دي او یا هم بې پایلې دي. دا چې اشرف غني ولې متضادې خبرې او عمل کوي، بېل بحث دی، خو اوس پر دې بحث کوو چې ددې سفر اصلي هدف څه دی؟
د اشرف غني سفر په واضح ډول له راتلونکو ټاکنو سره تړلی چې د پاکستان مرسته پکې د نوموړي لپاره حیاتي ارزښت لري. د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې له اشرف غني سره د پاکستان مرسته محسوسه وه. وروسته یو سیاستوال او د اشرف غني د اوسني حکومت د کابیني یوه غړي فاروق وردګ ادعا وکړه چې د پاکستان پوځ او استخباراتو اشرف غني ته اویا میلیونه ډالره ورکړي دي چې ۴۰ میلیونه یې اشرف غني او ۳۰ میلیونه یې دوو نورو چارواکو اخیستي دي. دغو خبرو ته په غبرګون کې اشرف غني فاروق وردګ په ټولنیزو چارو کې خپل ستر سلاکار وټاکه او وروسته یې د پارلماني چارو پر وزارت ونازاوه. له دې سره نه، له فاروق وردګ څخه د شوې ادعا په اړه اسناد وغوښتل شول او نه هم هغه دا اسناد له خلکو سره شریک کړل. پاکستان د اشرف غني په واکمنۍ کې ځیني مهم کارونه کړي او د اشرف غني د حکومت له خوا هم ځیني امتیازات ورکړل شوي دي چې دلته یې په لنډه توګه یادوو:
ازادې قبایلي سیمې په رسمي ډول د پاکستان برخه شوې او د اشرف غني حکومت پرې غبرګون ونه ښود.
پر نوي سلنه ډیورنډ کرښه اغزن سیم او نور تاسیسات جوړ شول، خو اشرف غني غبرګون ونه ښود.
د پاکستاني طالبانو مشر په کونړ کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو او ارګ اعلامیه خپره کړه چې دا کار د دوی په مرسته شوی دی.
په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو بندي مرستیال مشر لطیف مسود، د پاکستان استخباراتي ادارې ته وسپارل شو.
د استخباراتو پخواني مشر او په راتلونکو ټاکنو کې د غني مرستیال امرالله صالح ادعا وکړه چې د ای اېس ای څېړونکو د افغانستان په ملي امنیت کې له بندیانو تحقیقات کړي دي.
پاکستاني پوځیانو په ننګرهار کې ځمکني عملیات وکړل، خو د اشرف غني حکومت غلی و.
د ملي یووالي حکومت له پاکستان سره د بارډر منجمنټ پټ تړون لاسلیک کړی و، چې وروسته رسوا شو.
له پاکستان سره د استخباراتي همکاریو پټ هوکړه لیک لاسلیک شوی و، چې وروسته رسوا شو.
افغان ځوانان په لومړي ځل د نظامي زده کړو لپاره پاکستان ته ولېږل شول.
له پاکستان سره د نورو پټو تړونونو د لاسلیک کولو ادعاوې هم شته، چې لا یې ردول او تاییدول سخت دي.
پاکستاني پوځ پر کونړ زرګونه توغندي وورول، خو حکومت هېڅ جدي غبرګون ونه ښود.
پاکستان پر افغانستان د ټولو قوانینو خلاف هوايي حریم بند کړ، خو افغانستان هېڅ جدي غبرګون ونه ښود.
همداسې ګڼ نور امیتازونه هم پاکستان ته ورکړل شوي، چې دا د پاکستان د هغه مرستې بدل ګڼل کېږي چې په تېرو ټاکنو کې یې له غني سره کړې وه. اوس چې یو ځل بیا ټاکنې را نږدې شوې دي، غني هڅه کوي چې پاکستان یې یو ځل بیا په ولسمشر کېدو کې مرسته ورسره وکړي او د همدې لپاره پاکستان ته تللی دی.
خو دا ځل اشرف غني پاکستان ته څه ورکولی شي؟
اشرف غني د واک د دوام لېونۍ مینه لري. له همدې امله هر ډول معاملې ته تیار دی. اوس چې امریکا هم ترې یو ډول مخ اړولی، نو له پاکستان سره به هر ډول معامله ومني. اشرف غني دا ځل پاکستان ته دوې مهمې ډالۍ لري:
لومړنۍ ډالۍ یې دا ده چې په راتلونکې دوره کې ډیورنډ د یوې رسمي کرښې په توګه ومني. اشرف غني به وغواړي چې دا کار وکړي، خو د کرښې دواړو غاړو ته پراته ولسونه به جدي غبرګون وښيي، نو دا چاره تر ډېره عملي نه ښکاري.
دویم: اشرف غواړي د پي ټي ام (د پښتنو د تحفظ غورځنګ) په کمزوري کولو او له منځه وړولو کې له پاکستان سره مرسته وکړي. که څه هم پي ټي ام د اشرف غني ایجاد نه دی او نه هم پرې ځانګړی اغېز لري، خو په تخریب کې یې ډېر څه کولی شي. اشرف غنی د ځینو ناسمو دریځونو په نیولو سره پي ټي ام د افغانستان، هند یا بل چا پروژره ښکاره کولی شي، چې دا چاره به پر دغه حرکت منفي اغېز وکړي. په دې وروستیو کې په افغانستان کې د هغو کسانو نیول او ځورول هم پیل شوي چې د پي ټي ام په ملاتړ غږ پورته کوي. اشرف غني به له پاکستان سره دا ژمنه هم وکړي چې د پي ټي ام ملاتړ د افغانستان له خاورې د نورو د مرستې مخه نیسي.
اشرف غني د همدې لپاره پاکستان ته ورغلی، خو دا چې پاکستان پرې باور کوي او که نه؟ ایا پاکستان د اشرف غني د بیا ولسمشر کولو توان لري او که نه؟ دا یو جلا بحث دی، خو د اشرف غني غوښتنه همدا ده او د همدې لپاره پاکستان ته ورغلی دی.


   


   ارسال نظر