مهم
Pashto Farsi


امریکا ولې خپله جګړه نه کموي، چې له طالبانو یې غواړي؟
05/08/2019 | زمری افغان

امریکا له طالبانو او حکومت بیا بیا غواړي چې جګړه ودروي. کله چې طالبانو خپل پسرلني عملیات اعلان کړل، نو خلیلزاد په یوه ټویټ کې دا اعلان وغانده. وروسته یې په کابل کې وویل چې باید حکومت او طالبان جګړه را کمه کړي. اوس یې تازه بیا ویلي چې طالبان باید خپل عملیات ودروي. که څه هم اوربند د رسمي خبرو اجنډا ده، خو خلیلزاد هڅه کوي ووايي چې تر اوربند وړاندې هم باید جګړه کمه شي. له دې سره همهاله امریکايي نظامي چارواکي د جګړې او عملیاتو د دوام خبره کوي. امریکايي چارواکي وايي پر طالبانو نظامي فشار ډېروي او په عمل کې هم شپني عملیات، هوايي بریدونه او چاپې زیات شوې دي. دا عملیات یا خپله امریکایان کوي او یا هم د دوی په امکاناتو کېږي. د سې شنبې په ورځ بیا د امریکايي ځواکونو قوماندان سکاټ مېلر ویلي چې دوی به نظامي عملیاتو ته دوام ورکړي. له دې سره په فراه، کندوز او ګڼو نورو ولایتونو کې درنې بمبارۍ هم شوې دي. امریکا له یوه اړخه د جګړې د کمولو خبره کوي، خو له بله اړخه پر افغانانو بمبارۍ او وحشت ته زور ورکوي.
امریکا له طالبانو غواړي چې جګړه کمه کړي، خو خپله یې نه کموي. که امریکا غواړي چې جګړه ختمه شي او د سولې او خبرو اترو په چارو کې رښتیني وي، نو هغه وحشت دې ودروي چې دوی یې کوي. امریکا نه یوازې دا چې خپله شپني عملیات، بمبارۍ او وحشت نه دروي، بلکې زیاتوي، له دې ښکاري چې دوی د جګړې د ختمولو، کمولو او اوربند خبرې یوازې د عامه ذهنیت د غولولو لپاره کوي. امریکا په دې چاره کې هم یو سیاسي هدف لري او غواړي وښيي چې دوی رښتیني دي او روانه جګړه  د دوی غوښتنه او خوښه نه ده. رښتیا دا دي چې امریکا غواړي جګړه دوام وکړي. هر نوی بدلون زموږ هغه مرکزي تحلیل رښتیا کوي چې امریکا د رښتینې سولې په لټه کې نه ده، بلکې غواړي جګړه په یو بل ډول وغځوي. امریکا د سیاسي خبرو له لارې غواړي طالبان کمزوري کړي، تجزیه یې کړي، په لیکو کې یې درځ راولي او د همدې لپاره له طالبانو سره سیاسي خبرې اترې کوي. دا سمه ده چې امریکا تر اوسه په دې چاره کې بریالۍ شوې نه ده، خو روښانه ده چې هدف یې همدا دی او ددې لپاره واضح دلایل شته. همدا څو ورځې وړاندې خلیلزاد په کابل کې په یوه مرکه کې وویل چې له طالبانو سره خبرې به ټوله جګړه ختمه نه کړي. دا هغه څه دي چې د امریکا نیت او اراده ترې څرګندیږي او ښکاري چې دوی نه غواړي افغانستان ته امن او ثبات را وګرځي.
اوس چې امریکا د جګړې د کمولو او اوربند خبرې کوي، ددې نور اهداف دي، خو که امریکا رښتیني وي، له خپله اړخه دي هوايي بریدونه او وحشت ودروي. له دې پرته باید طالبان او ټول خلک پوه شي چې امریکا سیاسي لوبه کوي او غواړي چې د داسې مسایلو په مطرح کولو سره عامه ذهنیت اغوا کړي.

زمری افغان


   


   ارسال نظر