Pashto Farsi


په مشورتي جرګه کې به مخالف غږ څنګه غلی کېږي؟
04/27/2019 | زمری افغان

ټاکل شوې چې راتلونکې دوشنبه په کابل کې مشورتي لویه جرګه جوړه شي. دا جرګه د اشرف غني په هڅو جوړیږي، چې غواړي خپل دریځ ته ولسي رنګ ورکړي. که څه هم جرګه اشرف غني د خپلو ګټو لپاره جوړوي، خو امریکا هم هڅه کوي چې له دې جرګې د خپلو ګټو لپاره کار واخلي.
د افغانستان په تاریخ کې موږ دوه ډوله جرګې لرو. یو دولتي جرګې دي چې هېڅ وخت یې مثبته پایله نه ده ورکړې، بلکې تل د واکمنو او د هغوی د بادارانو د ګټو لپاره کارول شوې دي چې د حامد کزري د وخت او تر هغه پخوا شوې جرګې یې غوره بېلګې دي. دویم هغه جرګې دي چې ولس جوړې کړې دي او مهمې پرېکړې یې کړې دي.
دلته یوه خبره باید په وضاحت وشي او هغه دا چې د افغانستان په تاریخ کې جرګې مهم رول لوبولی، خو جرګه هېڅکله مشورتي نه وه، بلکې تل یې پرېکړه کړې او پوره واک یې درلود. اوسنۍ جرګه چې غني یې جوړوي، نه یوازې حکومتي ده، بلکې مشورتي هم ده چې د پرېکړې واک نه لري.
له دې ټولو سره سره بیا هم هڅې شوې او کېږي چې په جرګه کې د حکومت او امریکا خلاف غږ پورته نه شي. ددې لپاره درې بندونه اچول شوي دي.
لومړی: هڅه وشوه چې جرګې ته یوازې حکومتي او حکومت پلوي کسان راشي. که څه هم حکومت تر ډېره په دې هڅه کې بریالی و، خو بیا هم ځیني داسې کسانو جرګې ته لاره موندلې ده چې د حکومت د هر غږ بدرګه نه کوي، بلکې مخالف نظر لري او ښايي د ولس غږ هم پورته کړي.
دویم: حکومت هڅه کوي چې د جرګې غړي او په ځانګړي ډول مخالفین تطمیع کړي. دوی مخالفین پیدا کوي، ژمنې ورسره کوي او پیسې ورکوي، څو په جرګه کې مخالف غږ پورته نه کړي.
درېیم: حکومت هڅه کوي چې جرګې ته د ازادو رسنیو د ورتګ مخنیوي وکړي. که په جرګه کې مخالف غږ پورته کېږي، نه به یې کومه رسنۍ خپروي او نه به یې هم اواز د باندې راوځي. په دې ډول به مخالفت یوازې په جرګه کې دننه پاتې کېږي او د باندې به ترې خلک نه خبریږي.
په ټوله کې دا یوه حکومتي جرګه ده چې د حکومت له خوښې، ارادې او غوښتنې پرته به بل څه پکې نه ویل کېږي، نه به په اجنډا کې داخلیږي او نه به هم د جرګې د نظر او مشورې په توګه د باندې راوځي. جرګې ته حکومتیان وربلل شوي او مخالفین به هم یا تطمیع کېږي او یا به یې غږ غلی کیږي. په دې سره به جرګه هغه پرېکړه کوي چې حکومت یې غواړي. البته د هېرولو نه ده چې یوازې حکومت نه، بلکې امریکا هم له دې جرګې ګټه پورته کوي.
له جرګې به دا غږ را پورته شي چې طالبان دې له حکومت سره خبرې وکړي. دا هغه څه دي چې طالبانو تر اوسه نه دي منلي، خو حکومت او امریکا دواړه همدا غواړي. جرګه به د اوربند غږ وکړي چې د حکومت او امریکا دواړو غوښتنه ده، خو طالبان یې نه مني. جرګه به دغه راز د اتلسو کلونو سېکولر لاسته راوړنو او شته نظام د ساتنې غږ هم پورته کړي او دا ټول هغه څه دي چې حکومت او امریکا یې بیا بیا یادوي. په دې ډول جرګه د حکومت او امریکا د غوښتنو د تکرارولو دنده لري او هېڅ داسې غږ به ترې را ونه وځي، چې د حکومت او امریکا د غوښتنو خلاف وي.

زمری افغان


   


   ارسال نظر