Print


  دفتر مطبوعاتی
حزب التحریر

دحزب التحریر مطبوعاتی
دفتر

 
 2014-08-12   سه شنبه، 16 شوال 1435 هـ.ق

مطبوعاتي اعلامیه

د ایغور مسلمانې ښځې له هر لوري له ظلم او کړاو سره مخ دي 

 

د روان کال د اګېست په شپږمه د آزادې آسیا راډيو رپوټ ورکړ چې د چین هېواد د سین کیانګ د ولایت د کرامایه په ښار کې د مسلمانانو ښځو د اسلامي حجاب پر اغوستلو او په عامه ترانسپورت کې یې پر سفر کولو ممنوعیت اعلان کړی. د ډیلي کرامایه د ورځپانې د رپوټ پر بنسټ ددې ښار چارواکو ویلي دي چې حجاب لرونکې، چادري لرونکې او هغه لباس اغوستونکې ښځې چې اسلامي نښه ورباندې لګېدلې وي، په ملي بسونو کې یې سورېدل منع دي. یاده ورځپاڼه زیاتوي چې ږيره لرونکي نارینه هم په دې ممنوعیت کې شامل دي او نه شي کولی په ملي بسونو کې تګ راتګ وکړي. یاده ورځپاڼه زیاتوي چې؛ هر چا که د څارنې له ټيمونو سره مرسته او همکاري ونه کړه، نو پولیسو ته یې رپوټ ورکول کېږي او نیسي یې.

 

په ورته وخت کې بلومبرګ خبري آژانس خبر ورکړی چې د سین کیانګ د ایالت د کمونست ګوند رئیس ژانګ چونژین ویلي دي چې د ایغور مسلمانانو د ماشومانو په هکله څېړنه کوي او غواړي د دې ماشومانو د زېږدنې کچه را ټیټه کړي. نوموړي د کمونست ګوند د قیوشي په مجله کې په یوه مقاله کې لیکلې وو چې د سین کیانګ په جنوبي ایالت کې د کورنۍ د پالیسۍ پلان په ټولو قومي او مذهبي ډلو باندې پلی کوي، ترڅو د ماشومانو د زیات زېږون مخه ونیسي او د ماشومانو د زیږون میزان خپلې ټېټې کچې ته راټيټ کړي. دا په داسې حال کې ده چې چین مخکې د یوه زوی درلودلو پالیسي پلې کړې ده.

 

د چین دیکتاتور او د اسلام ضد دولت له ډېر پخوا راهیسې د ایغور د مسلمانانو په وړاندې سختې، له عقل لرې او له تبیعض ډکې پالیسۍ تحمیل کړې دي او ښکاره بېلګه یې د کرامایه په ښار کې د ایغور پر مسلمانو ښځو د حجاب، چادرۍ او نورو اسلامي لباسونو ممنوعیت دی. د چین دیکتاتور او د اسلام ضد دولت مسلمانان نه پرېږدي چې د خپلې عقیدې پر بنسټ عمل وکړي. د ایغور مسلمانې مېرمنې نه یوازې له حجاب اغوستلو محرومې شوې، بلکې د زوی درلودلو له الهی نعمت څخه هم بې برخې شوې. د چين دولت د ماشومانو د زېږونې شمېر محدود کړی دی او ددې سېمې پر مسلمانانو یې سختې پالیسۍ تحمیل کړې دي! له دې سختو پالیسیو څخه په دې هېواد کې پر مسلمانو لږکیو باندې برېدونه هم وو. همدارنګه چین غواړي چې له دې لارې د اسلام د ظهور او د اسلام سره د خلکو د مینې د زیاتوالي مخه ونیسي. له دې مخکې هم د ایغور مسلمانې مېرمنې دې ته مجبورې شوې وې چې خپل اولادونه سقط کړي، حتی هغه مېرمنې چې د امیندوارۍ نهه میاشتې یې پوره کېدونکې وې هم د جنین سقط ته مجبورې شوې وې. سربېره پر دې د چین قاتل رژیم د روان کال د جولای د میاشتې پر ۲۸ مه د سین کیانګ د ایالت د یرکند او ساچي کونتي په سیمو کې ایغور مسلمانان قتل عام کړل.

 

ددې ناوړه حالت رپوټ په داسې وخت کې خپرېږي چې موږ په غزه، سوریه، پاکستان، میانمار او د نړۍ په نورو سیمو کې د مسلمانو مېرمنو د عام وژنو شاهدان یو. په اسلامي نړۍ کې د سیاسي رهبرۍ د نشتوالي له کبله ددې امت پاک لمنې او پتمنې لورګانې د کفارو او د اسلام د دښمنانوله خوا تر وژونکو برېدونو لاندې دي او ددې پېړۍ د لیوانو ښکار ګرځېدلې دي. نن هېڅوک د اسلامي نړۍ د لورګانو پر حالت باندې د غم اوښکې نه تویوي. په تېرو نهو لسیزو کې پر مسلمانانو باندې ډېر ناوړه حالت راغلی دی چې موږ یې د اسلامي خلافت په حاکمیت کې بیلګه نه شو لیدلی. د مسلمانانو د ډال(خلافت) له نسکورېدو سره د مسلمانو مېرمنو د ژوند داستان له بې عزتۍ، بې عدالتۍ، کړاوونو، بې امنۍ، څارنې او نیونې، مړينې او هلاکت څخه ډک دی او دا ټول په دغو تېرو نهو لسیزو کې شوي دي. دا د بهترین امت د میندو، خویندو او لورګانو حالت دی! په دې ترڅ کې د ډيموکراتو او دیکتاتورو دولتونو د واکمنۍ لاندې مسلمانې مېرمنې بې چاره او بې سرپرسته شولې او هېچا یې فریاد ته لبیک ونه وایه او کافر ظالم رژیمونه هم په دوی هېڅ ډول کړاو نه درېغوي. اوسني نړیوال نظم د مسلمانو مېرمنو پر عفت او عزت ملنډې وهي او بس. په اوسني نړیوال نظم کې د اسلامي خاورو خاینو چارواکو مسلمانې مېرمنې له خپلو حقه حقوقو څخه بې برخې کړې دي او غربي نظامونو ته یې خدمت کړی او واکمني یې د سیکولریستي او ديکتاتوري نظامونو پلي کولو ته وقف کړې ده. له شک پرته د دغو خاینو حکامو لاسونه د مسلمانو مېرمنو په وینو او عام وژنو کې ککړ دي. دغو خاینانو ددې امت د خویندو په وینو تویولو کې هېڅ دریغ نه دی کړی.

 

اې د اسلامي خاورو پوځونو! آیا د خویندو په کړاو او ځورولو باندې په خوځښت نه راځئ، آیا د خویندو ستونزې ستاسو په سرونو کې د فکر کولو لامل نه ګرځي؟ آیا د دوی اوښکې ستاسو زړونه نه غوڅوي، آیا د دوی اوښکې ستاسو زړونه نه لړزوي؟ دوی له تاسو د شام څخه تر چین پورې د آزادۍ غوښتونکي دي، په لس ګونه کاله کېږي، چې دوی سوزونکی فریاد کوي او له تاسو د آزادی غوښتنه کوي. دوی له تاسو غواړي چې د خلافت له پروژې څخه خپل ملاتړ اعلان کړی او ددې امت مخلصو بچیانو ته نصرت ورکړی، ترڅو الهی دین ته لوړوالی وربښي او یو ځل بیا سوله او امنیت خوندي کړي. دوی خپلې د هیلو سترګې تاسو ته نیولې دي او یوازینۍ هیله یې تاسو یاست. تاسو د دوی وروڼه یاست، نو دوی له ظلم او استکبار څخه وژغورئ.

 

نور مه پرېږدئ چې له دې زیات ظلم ورباندې وشي. الله ج تاسو محاسبه کوي. تاسو د اسلامي امت په وړاندې لوی مسؤلیت لری او په اړه یې له تاسو پوښتنه کېږي. تاسو د اسلام او اسلامي امت ساتونکي یاست، نو د الله  ج له دین او اسلامي امت حخه ساتنه وکړئ. اطاعت او طاعت مو په الله سبحانه وتعالی پورې اړه لري او باید له الله ج څخه اطاعت وکړی. له اوسنیو رژيمونو څخه مو اطاعت حرام دی، ځکه دوی ثابته کړې ده چې د الله ج دښمنان دي. یو ځل بیا خپل عزت ژوندی کړئ او د الله ج خوښي تر لاسه کړئ تر څو الله ج درته په بدل کې جنت درکړي او خپل وخت له انصارو څخه وګڼل شئ او دخلافت سرتېري شئ.

 

ومَن يُطِعِ اللّهَ وَالرَّسُولَ فَأُوْلَئِكَ مَعَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللّهُ عَلَيْهِم مِّنَ النَّبِيِّينَ وَالصِّدِّيقِينَ وَالشُّهَدَاء وَالصَّالِحِينَ وَحَسُنَ أُولَئِكَ رَفِيقًا 

[نساء: 69]

او چا چې له الله او د هغه له رسول څخه پيروي وکړه، نو دوی به له هغو کسانو څخه وي چې الله ج ورباندې انعام کړی چې هغوی انبیاء، صدیقین، شهیدان او صالحین وي او دوی ډېر ښه ملګري دي!

 

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

د ښځو څانګه

سه شنبه، 16 شوال 1435 هـ.ق

2014-08-12




   ارسال نظر