Print


دفتر مطبوعاتی
حزب التحریر
ولایه افغانستان
 
ګڼه: ح.ت.افغ ۱۲/۱۴۳۶ ۲۱ شعبان، ۱۴۳۶ه ۰۸-۰۶-۲۰۱۵م

مطبوعاتي اعلاميه

لاسپوڅي او يرغلګر زموږ په وينو يو ډول لوبې کوي!


امريکايي بې پيلوټه الوتکې تېره جمعه، د خوست ولايت د عليشېرو ولسوالۍ د بټۍ تاڼې په سيمه کې، د تېر په څېر د جنازې د مراسمو پر مهال شاوخوا ۳۰ تنه ملکي وګړي شهيدان کړل. د پېښې په اړه د بېلابېلو اړخونو له لوري متناقضې څرګندونې ترسره شوې. چې تر ټولو مهمې يې؛ د افغان دولت د رسمي ويندويانو چوپتيا او د پخواني جمهور رييس حامد کرزي د دفتر غندونکې اعلاميه وه، چې له امله يې د اشرف غني د مطبوعاتي دلالانو غصه را وپاروله. هغوی هڅه کوله ترڅو د دغه بريد قربانيان د ملکي وګړو پرځای «تروريستان» وښيي. تر هغه چې د ولسي جرګې غړو؛ فريدې کوچۍ او حيدر جان نعيم زوی پېښه تاييد او ويې ويل چې: امريکايي ځواکونو ملکي وګړي وژلي او اکثريت يې په سيمه کې مېشت کوچيان دي. له دې وروسته د پارلمان غړو خبرداری ورکړ، چې که دا ډول بريدونه او د حکومت غفلت دوام وکړي؛ دوی به د امنيتي تړون د لغوه کولو پرېکړه وکړي.

اوباما هم د روان ميلادي کال په لومړۍ ورځ په افغانستان کې د خپل جنګي ماموريت پای ته رسېدل اعلان کړل. خو له هماغه ورځې تر ننه يې د بې پېلوټه الوتکو بمباريو ته دوام ورکړی، هره ورځ د خلکو پر کورونو باندې چاپې اچوي او بګرام زندان يې بېرته تر خپلې ولکې لاندې راوستلی، چې په ترڅ کې يې ګڼ شمېر بې ګناه مسلمانان وژلي او يا يې هم د خپل وحشي زندان د تورو تمبو شاته اچولي دي.

د حزب التحرير ولايه افغانستان مطبوعاتي دفتر غواړي؛ د پورتني واقعيت په بيانولو سره امت ته ثابته کړي، چې زموږ پر برخليک باندې د صليبي ښکېلاک وحشي يرغلګر او د هغوی ګواډګيان يو ډول لوبې کوي. پخوانۍ جمهور رييس چې د همدغو يرغلګرو پر مټ د ارزګان په غرونو کې په پراشوټ کې را وغورځول شو، شاوخوا ۱۳ کاله يې خپل بادار ته زموږ وينې ورکړې، ورپسې يې ستراتيژيک تړون ورسره لاسليک کړ او د امنيتي تړون د لاسليک لپاره يې په غير مستقيم ډول د عامه افکارو د برابرولو هڅو ته دوام ورکړ، تر هغه چې د جان کري له خوا د هغه ځايناستي اشرف غني ۲۴ ساعته وروسته نوموړی تړون پرته له کوم سرخوږي ورسره لاسليک کړ.  نو د کرزي دا ډول اعلاميه او د پارلمان خبرداری، د عامه افکارو له غولولو او د ډول – ډول امتيازاتو له ترلاسه کولو پرته بله کومه د ستاينې وړ هڅه نه ده.

 

د حزب التحرير - ولايه افغانستان مطبوعاتي دفتر




   ارسال نظر