Pashto Farsi


ایا پر نړیوال اقتصاد د ډالر د واکمنۍ پای ته رسېدو « تنازلي شمېر» پیل شوی
12/15/2018 | حزب التحریر

پوښتنه:
په نړیواله سطحه په تېره بیا د روسيې، چین او اروپايي ټولنې له خوا داسې هڅې پيل شوي، چې په نړیوالو سوداګریزو راکړو ورکړو کې د ډالر پر ځای له یو بل پولي واحد څخه ګټه واخلي. په دې وروستیو کې ځیني تړونونه او راکړې ورکړې د ډالر پر ځای په محلي پولي واحدونو  ترسره شوې دي، چې غوره بېلګه يې د روسيې او هندوستان تر منځ د ایس ۴۰۰دفاعي سیسټم راکړه ورکړه وه. دا راکړه ورکړه د ۲۰۱۸م کال د اکتوبر پر ۳۱ مه ترسره شوه چې پولي واحد يې د روسيې روبل غوره شو. همدې ته ورته تړون یوه میاشت وړاندې له ترکيې سره وشو، چې د ډالرو پر ځای يې د دواړو هیوادونو پولي واحدونه د راکړې ورکړې لپاره غوره کړل.
همدا ډول چین اعلان وکړ، چې د ایراني تېلو د وارداتو پیسې به په «پيټرو-یوان» ورکوي یانې له ایران څخه به په خپل پولي واحد، یوان نفت رانیسي. په ورته وخت کې د چین مرکزي بانک له خپل سیال چاپان سره دوه اړخیزه تړون لاسلیک کړ چې دواړه هیوادونه به د کورنیو پولي واحدونو پر بنسټ ۲۰۰ میلیارده یوان (۲۹میلیارد ډالره) په ۳.۴ ټریلیونو ین(۳۱ میلیارد ډالرو) بدلوي. دې پېښو ته په کتو سره ایا د دې شونتیا شته، چې پر نړیوال اقتصاد دې د ډالرو واکمنې پای ته ورسېږي؟
ځواب:
د دې لپاره چې ځواب مو ښه روښانه او څرګند وي، اړینه ده چې په نړیوال اقتصاد کې د ډالر پر ارزښت رڼا واچوو:
لومړی: تر دوېمې نړیوالې جګړې وروسته چې نړیوال اقتصاد له سختو ټکانونو سره مخ شوی و او د امریکا متحده ایالات تر نورو هیوادونو له ښه دریځ څخه برخمن و. په ۱۹۴۴م کال کې د بریټن ووډز(Bretton Woods )د هوکړې له مخې، ډالر نړیوال اقتصاد ته راپورته شو او امریکا په نورو هیوادونو ومنله چې ډالر به په نړیوالو راکړو ورکړو کې د پولي واحد په توګه منل کېږي. همداسې يو مالي سیسټم ومنل شو او لسو صنعتي هیوادونو پر دې هوکړه وکړه، چې د خپلو پولي واحدونو ارزښت به د امریکايي ډالر پر اساس ټاکي. پر دې سربېره امریکا هوکړه وکړه، چې د امریکايي ډالر اساس به سره زر وي(یو اونس سره زر ۳۵ امریکايي ډالر ارزښت) وروسته به د سرو زرو له قیمت سره سم بهرنیو بانکونو ته ډالر ورکول کېږي. په هغه وخت کې د امریکا متحده ایالاتو د سرو زرو زېرمه ۲/۳ اټکل شوې وه او پاتې دریمه برخه سره زر له ټولې نړۍ سره و. خو د وخت په تېرېدو سره د امریکا د متحده ایالاتونو د سرو زرو زېرمه پر کمېدو شوه. د ۱۹۶۱ او ۱۹۷۰کلونو تر منځ نږدې ۵ میلیاردو ډالرو ته راوغورځېده. د دې لپاره چې د امریکا د متحده ایالاتونو د سرو زرو زېرمه وژغورل شي، ولسمشر نیکسون په ۱۹۷۱م کال کې پرېکړه وکړه، چې د ډالرو راکړه ورکړه به په سرو زرو دروي او اعلان يې وکړ چې نور د سرو زرو او ډالر تر منځ کومه اړیکه نه شته.
د نیکسون ادارې د دې نویو اقتصادي تغیراتو د مهارولو لپاره په ۱۹۷۲ او ۱۹۷۴کلونو کې له سعودي عربستان سره ځینې هوکړې وکړې. همدا وخت و چې د پيټرو ډالرو اصطلاح رامنځته شوه. سعودي چې د نړۍ ستر د نفتو تولیدونکی هیواد و، له امریکا سره د شوې هوکړې له مخې خپلې ټولې نفتي راکړې ورکړي په ډالرو کولې. هغو هیوادونو چې نفتو ته يې اړتیا لرله، دې ته اړ وه، چې له سعودي څخه د نفتو د پېرلو لپاره ډالر وکاروي. سعودي عربستان همدا ډول هوکړه وکړه، چې امریکايي ډالر به په دوران کې ساتي، د امریکا د وسلو په تجارت کې به ونډه اخلي او د امریکا د خزانې په وزارت کې به ونډې پېري. په ۱۹۷۷م کال کې د امریکا د خزانې وزارت نږدې ۲۰سلنه ونډې، سعودي عربستان پېرلې وې. هیوادونو نفتو ته اړتیا درلوده او نفت په ډالرو وه، نو ځکه ډالرو ته تقاضا ډېره شوه. په ۲۰۰۰م کال کې په نړیوالو مرکزي بانکونو کې د ډالرو ذخیره نږدې ۷۱سلنه وه، خو تر دې کال وروسته د اقتصادي بحرانونو له امله دا سلنه ۶۲ او ۴۰ سلنې ته راوغورځېده.
دویم: په اوس وخت کې پر نړیوالو راکړو ورکړو کې د ډالرو واکمني ده. دې کار د امریکايي ډالر لپاره یو لوی مصنوعي مارکېټ جوړ کړی دی. ډالر د پولي واحدونو تر منځ د يو دریمګړي حیثیت خپل کړی دی.
جالبه دا ده، چې د نړۍ ۸۴.۹ سلنه ورځنۍ سوداګریزې راکړې ورکړې په امریکايي ډالرو ترسره کېږي، خو په دې کې د امریکايي راکړو ورکړو ونډه کمه ده، ځکه نوره نړۍ خپلې ګڼې راکړې ورکړې په ډالر ترسره کوي. د امریکايي ډالر اقتصادي ځواکمني امریکا ته دا توان ورکړی، چې خپل دښمن هیواد له اقتصادي او مالي پلوه وټکوي، کمزوره يې کړي او په ورته وخت کې نور هیوادونه هم وډاروي چې د امریکا له دښمن هیواد سره له معاملې لاس واخلي. امریکا دا چاره د سویفټ سیسټم (SWAFT) یانې د بانکونو تر منځ د نړیوالو مالي مخابراتو د ټولنې له لارې کولی شي.
د نړۍ هیوادونه ډالر د خپلو ذخیروي اسعارو په توګه ساتي، پر همدې بنسټ د سویفټ نړیوال سیسټم د ډالر لپاره آسانتیاوې او چوپړتیاوې چمتو کوي. د نړۍ هیوادونه خپلمنځي راکړې ورکړې په همدې اسعارو کوي او ټولې دوه اړخیزې هوکړې په ډالرو ترسره کېږي. د بېلګې په توګه روسیه او چین نه شي کولی، چې له ډالر پرته په خپلو کورنیو پولي واحدونو سره د مالونو یا خدمتونو راکړه ورکړه وکړي. امریکا د همدې سویفټ سیسټم له لارې سخت اقتصادي بندیزونه لګولی شي. په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵کلونو کې چې کله د روسیې او امریکا تر منځ اړیکې ترینګلې شوې، نو امریکا د همدې سویفټ سیسټم له لارې پر روسي بانکونو سخت اقتصادي بندیزونه ولګول. د امریکا متحده ایالاتونو د همدې سویفټ سیسټم له لارې د ۲۰۱۸ کال په نومبر کې پر ایران سخت بندیزونه ولګول. ګڼو اروپايي کمپنیو د امریکا له ډاره له ایران سره خپلې هوکړې او راکړې ورکړې لغوه کړې.
دا ټول لکه وړاندې چې مو يې یادونه وکړه، له دې امله دي چې نړیوال ډالر په خپلو ذخیرو کې وساتي، د تېر کال په يوه خبر کې راغلي چې د نړۍ د ۱۴۶معتبرو مرکزي بانکونو په ذخیره کې ۶۴سلنه ذخیره د ډالرو ده، چې تر بل هر پولي واحد ډېره ده.  ایرو په دویمه درجه کې وه چې ۲۰سلنه وه او د جاپان ین او د بریتانیا پونډ ۵سلنه وه.
درېیم: دې ته په کتو، هغه هیوادونه چې په نړیواله کچه وزن او ارزښت لري، له دوو لارو يې هڅې وکړې، چې ځانونه د ډالر له اغېزه وژغوري. لومړی اروپايي اتحادیه وه، چې په ۱۹۹۹ کال کې يې ایرو د خپل منځي راکړو ورکړو د ترسره کولو لپاره وټاکله او په ۲۰۰۲ کال کې يې له ډالر سره سیالي کوله. دا هرڅه اروپايي اتحاديې پر خپل قوي اقتصاد د باور له امله کولی شول. دویم هغه هیوادونه وو، چې له ډالر نه د ځان ساتنې په لاره کې پاتې راغلي وو، لکه چین او روسیه. تر هغو چې په ۲۰۰۸ کې نړیوال اقتصادي بحران رامنځته شو. دوی پر دې ډارېدل، که ډالر له خپلو ذخیرو وباسي، نو خپل ارزښت به له لاسه ورکړي. خو بیا هم د ډالر د اغېز د کمولو په موخه له اروپايي هیوادونو سره یو ځای شول. دا چې چین اوس په يو نړیوال اقتصاد اوښتی، ځکه يې نو د ډالر پر واکمنۍ هم اغېز ښندلی دی.
 له همدې امله د ۲۰۰۸ کال اقتصادي کړکېچ ټولو هيوادونو ته د خطر زنګ و چې د ډالر په تړاو فکر وکړي. خو هغه څه چې دغه کار يې نور هم چټک کړ د ټرمپ پاروونکې ويناوې او بنديزونه وو. د ټرمپ د ادارې نوې تګلارې نور لوی هيوادونه په نړيواله کچه د ډالرو محدودولو ته وهڅول. ټرمپ په ډېر غرور سره «لومړۍ امريکا» تګلاره پر مخ وړي، که څه هم ټولو امريکايي ادارو د امريکايي ګټو لپاره کار کاوه، خو د ټرمپ اداره د نورو هيوادونو ګټې په نظر کې نه نيسي. ټرمپ له اروپا څخه د تېر پوځي خونديتابه پيسې وغوښتلې او په تونده لهجه يې چين وګواښه چې سوداګريزه جګړه به ورسره پيل کړي. ده له جاپان او جنوبي کوريا څخه هم وغوښتل، چې د شمالي کوريا د توغنديزو ګواښونو پر وړاندې امريکا ته د خونديتابه پيسې ورکړي. کله چې ټرمپ پر ايران بنديزونه ولګول، دا يې پکې شامل کړل، هر هغه څوک چې په ډالرو ايراني تېل پيري، هم به له بنديزونو سره مخ شي. ځکه چې چين د نړۍ تر ټولو د تېلو لوی واردوونکی هيواد دی، د ټرمپ د ياد اقدام له امله چين د ډالرو کارول بند کړل، په ځانګړې توګه وروسته تر هغې چې له امريکا سره په سوداګريزه جګړه کې ښکېل شو. له همدې امله د ۲۰۱۸ د مارچ په مياشت کې د شانګهای د اسعارو د تبادلې بنسټ بهرنيو پانګوالو ته دوامداره قراردادونه ورکړل. د تېلو مخ ته بيولو قرارداد په ين باندې وشو، چې له برينټ (Brent) او ډبليو ټی آی (WTI) سره سيال دی، د تېلو نرخونه چې د ډالر پر بنسټ دی د یادو معيارونو په توګه کارېږي.
نو د ۲۰۰۸ کال مالي کړکېچ، د هغه اغېز د ډېرو هيوادونو پر اقتصاد باندې او په تعقيب يې د ټرمپ له لوري امريکا ته پر وارداتو ماليه لګول (protectionism)، سوداګريزه جګړه، مالي او اقتصادي تګلارې... يادو ټولو د ډالر ستروالی تر پوښتنې لاندې راووست.
څلورم: له همدې امله دغو کړنو ځينې هيوادونه په ځانګړې توګه خپلواک پياوړي هيوادونه او ځينې وختونه آن هغه هيوادونه چې د امريکا د ګټو پر مدار څرخي، مخالفت وښود. که څه هم د خپلواکو هيوادونو حرکت اغېز او اهميت زيات و. خو د هغو هيوادونو اغېز چې د امريکا د ګټو پر مدار څرخي يوازې د يوه ځانګړې موخې لپاره و او وروسته دوی خپل مخالفت پرېښود ځکه چې د امريکا له اغېز څخه په وېره کې دي، تر هغه وخته چې دوی د امريکا د ګټو پر مدار څرخي، د دوی ګټې به قرباني وي. موږ د يادو ټولو هيوادونو کړنې ارزوو:
د خپلواکو هيوادونو غبرګون د ټرمپ د ادارې د ورستيو اقداماتو پر وړاندې:
الف: روسيه: په ۲۰۰۹ کال کې د روسيې ولسمشر ديمدري ميدويدوف د اتو سترو صنعتي هيوادونو (G8) سرمشرېزه په لندن کې د ډالر پرځای د يو نوي نړيوال بانک نوټ وړانديز وکړ، چې بايد وکارول شي. چين، روسيې، هند، ترکيې او نور تېل توليدوونکي هيوادونه په دې وروستيو کې هوکړې ته ورسېدل چې «ټولې سوداګريزې او پانګونې به په خپلو ملي بانک نوټونو کوي».
پر دغو ټولو سربېره، د سرو زرو او ناتصفيه شويو تېلو بيه په ډالر ده! د روسيې دوامداره ټينګار د دې لپاره و چې د ډالر بدلون پر ملي بانک نوټونو باندې او د روسيې د تېلو بيه بايد له ډالر پرته په نورو اسعارو وي. امريکا پر روسيې باندې د کريميا او ختيځ اوکراين د نيواک له امله بنديزونه ولګول او همدا رنګه د امريکا د ۲۰۱۶ م کال ټاکنو کې د روسيې د لاسوهنې له امله وه.
امريکا په تدريجي ډول له ۲۰۱۵ کال راهېسې پر روسيې باندې بنديزونه ډېر کړل، کانګريس بنديزونه پراخ کړل او د «بنديزونو له لارې د امريکا له دښمنانو سره د مخ کېدو قانون یې» د ۲۰۱۷ کال د اګسټ په مياشت کې خپور کړ، له دغه قانون څخه په استفادې سره یې پر روسيې ډېر سخت بنديزونه ولګول. دغه د روسيې پر ضد ډېر سخت اقدامات وو او په دې سره د روسيې د لويو بانکونو اړيکه له ډالر سره پرې شوه، چې په پايله کې روبل د ډالر پر وړاندې ۱۸ سلنه ولوېد...
په داسې حال کې چې روسيې خپل ۵۸ سلنه پورونه د ډالر په کارولو تاديه کول، يانې خپل نيمايې پورونه يې په ډالر اخيستي و، له همدې امله روسيه په ستونزه کې ښکېله شوه او اړ شوه چې د ډالر کارول کم کړي او ځان له مالي، اقتصادي او سوداګريز پلوه له ډالر څخه خلاص کړي.
پوتين د روسيې پارلمان (دوما) ته په خپله وينا کې وويل: «موږ بايد خپل اقتصادي حاکميت پياوړی کړو... د تېلو سوداګري د اسعارو د تبادلې په مارکېټ کې په ډالرو ده او البته موږ په دې تړاو فکر کوو چې څرنګه له دې پېټي څخه اوږه سپکه کړو... ده د خپلو خبرو په دوام وويل، په تېرو لسيزو کې موږ بې تجربې وو، هيله لرم  چې دوی به د سوداګرۍ نړيوالو اصولو او نړيوال اقتصاد ته  ژمن وي او اوس زه وينم چې د سوداګرۍ نړيواله اداره د ډېرو سرغړونو شاهده ده او پر سياسي افکارو يو شمېر محدوديتونه شته، چې دوی ورته بنديزونه وايې». (دنيا الوطن، ۲۰۱۸ د مې ۹ مه). وروسته روسيې په تدريجي توګه خپل ملکيتونه د امريکا د خزانې په مالياتي تضمينونو کې کم کړل. پر روسیې باندې د امريکا د بنديزونو په پایله کې چې په ۲۰۰۸م کال کې وروستي حد ته چې ۲۲۳ ميليارده وه، رسېدلي و او آن کابو سل ميليارده ډالرو ته تېر کال ورسېدل. ، روسيې د ۲۰۱۸ ز کال د اپريل او مې په مياشتو کې ځان له دغو مالياتي تضمينونو څخه خلاص کړ او روسيه اوس ۱۴.۵ ميليارده ډالر ياد مالياتي ضمانتونه لري...
که څه هم روسي روبل د ډالر ځای نه شي نيولی، ځکه چې د روبل اعتبار کم دی له همدې امله يې هيوادونه ملاتړ نه کوي. په نړۍ کې ډېر هيوادونه نه غواړي چې روبل وپيري، ځکه چې د اسعارو د تبادلې په مارکېټونو کې لوړ او کښته کېږي او په اساسي توګه نړۍ روسي روبل ته د خوندي اسعار په توګه اعتبار نه ورکوي. خو هغه څه چې روسيه کولی شي دا دي چې ځينې هيوادونه وهڅوي، ترڅو روسي انرژي په روبل وپيري، خو روسي اسعار د ډالر ځای ناستی نه شي جوړېدلی... نوموړې څرګندونې د پوتين وياند ديمدري پسکوف له روسيا تلويزيوني چينل سره په يوه مرکه کې وکړې، دخ وويل:
«ګڼ هيوادونه نه يوازې په ختيځ بلکې په اروپا کې پر هغو لارو فکر کوي، چې پر ډالر باندې خپله تکيه کمه کړي... دوی ژر پوه شول؛ خو ایا دا امکان لري، ایا دا بايد وشي او  که کولی شې ځان وژغورې نو ژر تر ژره بايد دا کار وشي». له بل لوري د روسيې د مرکزي بانک پخواني مرستيال اوريشکين وويل: «د ډالر بندول تر يوه حده امکان لري، خو نه شي کولی چې ډالري ساحه له منځه يوسي، نو بديل څه شی دی: يورو ده؟ ين دی؟ يا برېښنايي پيسه ده؟ له دغو انتخابونو څخه هر يو خپله بيې لري، موږ بايد د ډالر سره د پاتې کېدلو بيه او د يو نوي حالت د پيدا کولو بيه سره پرتله کړو». (د پايننشل ټايمز ورځپاڼه، ۲۰۱۸ د اکټوبر ۳ مه). دغه ټولې نښې نښانې په ډاګه کوي چې روسي چارواکو ته د ډالر پرځای د روبل کارول د نړيوال پولي واحد په توګه ناممکن ښکاري!
ب: چين: چين کولی شي چې ين په نړيواله کچه يو سيال بانک نوټ وګرځوي، خو سياسي فضا يې ډېره پيکه ده، ځکه نو له امريکا سره د سيالۍ او مخ کېدو په تړاو يې نړيوال اقتصادي ساحه اغېزمنه ده. له همدې امله نه شي کولی چې په نړيواله کچه په سوداګريزو او مالي مارکېټونو کې سربېره پر خپل پراخ اقتصادي پوښښ خپله ملي پيسه وتپي، خو ډالر يې منلی او د ۳ او ۴ تريليونونو په اندازه ډالر يې په دې وروستيو کلونو کې ټول کړي دي! چين هڅه کړې چې د امريکا له مالي بنسټونو څخه ځان لرې وساتي او د بريکس په نامه يو اقتصادي بلاک چې روسيه، هند، برازيل او جنوبي افريقا په کې غړيتوب لري، تشکيل کړی دی. د بريکس سازمان ټوله بودیجه له ۱۵ تریليونو ډالرو څخه اوړي او د نړيوال اقتصاد چې ۷۴ تریليونه ډالر کېږي، ۲۰ سلنه تشکيلوي... چين همدارنګه د ۲۰۱۵ د جولای په مياشت په شانګهای کې د بريکس بلاک لپاره د مالي ملاتړ او پور ورکولو په موخه د ۵۰ ميلياردو  ډالرو په پانګه يو پرمختيايي بانک تاسيس کړ، چې په پایله کې به یې پانګه ۱۰۰ ميليارده ډالرو ته په رسېدو سره د نړيوال بانک بديل شي. خو ډالر يې تراوسه لا نه دی بند کړی!
  کله چې ولسمشر ټرمپ پر ایران بندیزونه ولګول او د بندیزونو تر سیورې لاندې یې هغه څوک هم راوستل چې له ایران څخه د تېلو په رانیولو کې ډالر کاروي، دا چې چین اوس په نړۍ کې د تېلو تر ټولو لوی واردوونکی هیواد دی، نو د ټرمپ کړو وړو چین وهڅوه چې په دې اړه ګامونه واخلي تر څو د ډالرو کارول ودروي، په تېره بیا داسې مهال چې چین له امریکا سره په اقتصادي جګړه کې ښکېل دی. ځکه نو په ۲۰۱۸ م کال په مارچ کې د شانګهای د راتلونکې راکړې ورکړې ادارې د بهرنیو پانګه اچوونکو لپاره خپل لمړی راتلونکی تړون جوړ کړ. دا تړون او د تېلو راتلونکی تړون په چینایي ین ترسره شول، ترڅو له برنټ او WTI قراردادونو سره سیالي وکړي چې د اوسنیو معیارونو پر بنسټ په ډالرو تر سره کېږي، ټول لوړ مقیاسونه مهم دي او ډالر بې ثباته کولی شي.
هغه څه چې د چین سختې هڅې محدودوي، ترڅو په موثره توګه ډالر لیرې او یا بې ثباته کړي هغه د امریکا پر اقتصاد او ډالرو د چین تکیه ده. د چین او امریکا تر منځ د سوداګرۍ کچه ډېره لوړه ده او په کال کې ۵۰۰ ملیارد ډالرو ته رسيږي، اوس مهال د چین ۱۱۷۰ میلیارد ډالره د امریکا په خزانه کې د پورپاڼو په بڼه پراته دي(د چین اقتصادي ورځپانه ژینهوا ویب پاڼه 20/9/2018 ) او په ۲۰۱۳ کې یې کچه له ۱۳۰۰ ملیارد ډالرو څخه یادې کچې ته را ټیټه شوې ده. په دې سره چین د نړۍ په کچه تر ټولو زیاتو پورپاڼو لرونکی هیواد دی. د چین د ډالرو ذخیرې د درې او څلورو ټریلیونو ډالرو تر منځ دي. پر دې سربېره د سوداګرۍ نړیوال سازمان په وینا په ۲۰۱۶ م کې د چین د صادراتو کچه ۲.۱ ټریلیون  ډالره او واردات یې ۱.۶ ټریلیونو ته رسېدلي و. په دې سره تر امریکا وروسته د نړۍ دویم ستر سوداګریز دېب ترې جوړ شوی...
ځکه نو، په ډالرو سره د دوی د سوداګرۍ زیاتوالی، د امریکا په خزانه کې د چین اړوند پورپاڼو شتون، چین اړ باسي چې په جدي توګه د ډالرو بې ثباته کولو لپاره یو قدم مخکې او یو قدم شا ته لاړ شي. د امریکا په دې بریالیتوب سره چې چین یې په نړیوالې راکړې ورکړې کې په ډالرو سوداګرۍ ته را جذب کړی، چین هم په دې کې خپله ګټه نه ویني چې ډالر زیات وښوروي. چین پوهېږي چې په دې سره به د ډالرو د ښورېدا له امله په نړۍ کې تر ټولو لوی قرباني همدوی وي. له همدې امله دوی اړ دي چې خپل رول ورو ورو او په احتیاط سره را کم کړي، ترڅو خپل د ډالرو لویي ذخیرې او پورپاڼې وژغوري. که د چین او روسیې تر منځ ټوله سوداګري له ډالرو څخه پرته په کوم بل پولي واحد تر سره شي بیا به هم ستونزه حل نه کړي، ځکه د دې سوداګرۍ کچه د دواړو لورو لخوا ۱۲۰ میلیارډو ډالرو ته رسيږي. (عرب چین23/9/2018). دا د نړیوالې سوداګرۍ په پرتله ډېره محدوده کچه ده، چې په کال کې تر ۲۰ ټریلیونو زیاته ده. ځکه نو چین تر روسیې لږ زړه ور او ډېر محتاط دی، ترڅو د ډالرو د نفوذ را کمولو لپاره هڅې مخ ته یوسي.
داسې ښکارې چې چین پوه شوی د ډالرو سره ډغرې وهل کوم زیانونه ورته رسولی شي، په دغو دواړو حالتونو کې لکه: د چین د ډالرو ذخیرې او د امریکا په خزانه کې د چین شته پورپاڼې او داسې نور. چین اوس مهال په نړۍ کې د زیاتو سرو زرو رانیونکی هیواد ګرځېدلی، د چین د سرو زرو ذخیرې په ۲۰۰۸ کې له ۶۰۰ ټنو څخه په ۲۰۱۸ کې ۱۸۴۲ ټنو ته رسېدلي.
دا ښیي چې د چین د ډالرو په هغه ذخیرو کې لوی کمښت راغلی چې په ۲۰۱۴ کې خپل اوج ته رسېدلې وې او تر څلور ټریلیونو ډالرو اوښتې وې. (د سوداګرۍ اقتصادي ویبپاڼه). باید یادونه وشي چې چین یوازې په ۲۰۱۵ کې ۷۰۰ ټنه سره زر رانیولې. د امریکا د خزانې په وینا، په ۲۰۰۸ م کال کې له اقتصادي بحران وروسته چین د سرو زرو رانیولو ته را ودانګل. د سرو زرو د ذخایرو بیې له اقتصادي بحران وروسته تر دوو کلونو پورې کښته روانې وې، خو کله چې امریکا له چین سره د سوداګرۍ بندولو ګواښ وکړ، کوم چې هغه مهال د چین له لورې امریکا ته د لویو د توکو د خوندي توب د موضوع له امله رامنځ ته شوی وو، چین اړ شو چې بېرته یې د ډالرو په مقابل کې وسپاري. دې کار تر ۲۰۱۳م  پورې دوام وکړ، خو د ټرمپ ادارې له سوداګریزو ګواښونو وروسته، چین بیا د پردې تر شا د سرو زرو په خرڅلاو  لاس پورې کړی.
چین په غیر متنارعه ډول هڅه وکړه چې د خپلو پورپاڼو ذخیرې را کمې کړي... بیا یې د داسې لارو چارو موندلو هڅه وکړه ترڅو په خپلې سوداګرۍ کې د ډالرو رول را کم کړي. چین له چاپان، روسیې او نورو سره تړونونه لاس لیک کړل چې په سیمه‌ییزو پولي واحدونو سره سوداګري وکړي. چین د تېلو د سوداګرۍ لپاره د شنګهای د ونډو بازار رامنځته کړ چې د سرو زرو ملاتړ لرونکي چینایي ین سره برې راکړه ورکړه کېږي، له تاسیس یې وروسته په لمړنیو شپږو میاشتو کې د دغو ونډو به بازار کې د نړۍ د لس سلنه تېلو سوداګري ترسره شوه، چین د  پیسو ایستلو ځانګړو حقونو لرونکې ډلې یا SDR غړیتوب هم تر لاسه کړ (ین د امریکایي ډالر، یورو، جاپاني ین او بریتانوي پاونډ سره د SDR په کڅوړه کې له شته پولي واحدونو سره یو ځای شو، ین له 1/10/ 2016 نېټې څخه له هغو پولي واحدونو سره په کڅوړه کې یو ځای کېږي چې د (SDR) پیسو ایستلو ځانګړي حقونه لري. https://www.imf.org 30/9/2016))
په هر حال، له دې ټولو سره سره د ډالرو پراخو ذخیرو، پورپاڼو او ... د چین  له لوري د ډالرو لیرې کولو چاره بې ګټې کړې؛ ځکه نو په نړیوالو ورکړو کې چینایي ین یوازې ۱.۷ سلنه کارېږي، خو په ډالرو د نړیوالو ورکړو کچه بیا ۴۰ سلنه ده.
ج- اروپایي اتحادیه:
په ۱۹۹۹م کال کې یورو را منځته شوه، یورو په بانکونو کې وکارول شوه او د غړیو هیوادونو د سیمه‌ییزو پولي واحدونو ځای یې ونیوه او  ۲۰۰۲ م کال کې یې په اروپايي اتحادیه کې د بدیل پولي واحد په توګه کارول پیل شول. داسې ګڼل کېده، چې یورو به له ډالرو سره سیالي وکړای شي، ځکه د یورو تر شا په نړیواله کچه ځواکمن اقتصاد لرونکي هیوادونه ولاړ وه، لکه آلمان او فرانسه او دغو ته ورته نورو صنعتي او بډایه هیوادونو هم د یورو کارول پیل کړل. له همدې امله یورو په نړیواله کچه ځواکمن پولي واحد شو. د یو ځای شوي ځواک تر شا چې کولای یې شوای داسې نړیوال سیاسي نفوذ پیدا کړي چې له امریکا سره سیالي وکړي، او دا ظرفیت هم لري چې ځواکمن خپلواک پوځ لکه څنګه چې یې غوښته، رامنځته کړي. یورو له ۲۰-۲۳ سلنه پورې په نړیوالو بانکونو کې د ذخیرې په توګه کارول کېږي. هغه مهم لامل چې یورو له دې څخه را ګرځوي، ترڅو په نړیوال اقتصاد کې واکمنه شي، هغه د امریکا پر وړاندې د اروپا د سیاسي، نظامي او اقتصادي نفوذ کمزورتیا ده. اروپايي ټولنه اوس هم د خپل شتون په ساتلو بوخته ده، که څه هم داسې عوامل شته چې په اسانۍ سره یې شتون نه شي ګواښلی، خو له اروپایي ټولنې څخه د برتانیې وتل او همدا راز د دې ټولنې په غړیو هیوادونو کې د بېلتون غوښتنکو نژادي حرکتونو را پورته کېدل د دې ټولنې د باور لپاره ټکان ورکوونکي وه... پر دې سربېره په سیاسي پرېکړو کې د یووالي نه شتون ټول هغه فکتورونه او لاملونه دي، چې د یورو د را برسېره کېدلو او باور مخه یې نیولې ده.
۲- هغه دولتونه چې له روسیې، چین او اروپا سره پر تړون سربېره د امریکا پر مدار را څرخي:
ترکیه، ایران، هند او چاپان:
د ایران مرکزي بانک مشر عبدالنصیر همتایي اعلان وکړ، چې د روسیې او ترکیې له استازو سره په ناسته کې یې په سوداګرۍ کې د ډالرو پر ځای د سیمه یزو پولي واحدونو پر کارولو بحث کړی (تهران ټایمز9/9/2018)
د اناتولیا خبري اژانس د راپور پر بنسټ ترکیې، روسیې او ایران هوکړه وکړه چې د خپل منځي سوداګرۍ لپاره به د ډالرو پر ځای خپل سیمه یز پولي واحدونه کاروي. دې دولتي اژانس د ایران مرکزي بانک مشر عبدالنصیر همتایي څرګندونې را اخیستي چې وایي: سوداګریزې معاملې به د تبادلې د ځانګړي نرخ په کارولو سره تر سره کېږي. (https://ahvalnews.com/ar 9/9/2018)
په ۲۰۱۸ م کال په اکتوبر کې چین او جاپان هوکړه  وکړه چې د ۳۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت د پولي واحد راکړه ورکړه ترسره کړي، چې دا د جاپان ټر ټولو ستره راکړه ورکړه ده.
د روسیې مرستیال لمړي وزیر، یوري بوریسوو په 31/10/2018 مه نېټه وویل:«هند ته د S-400 توغندیز سیستم د ورکړې قرارداد به د روسي روبل پولي واحد په کارولو سره تر سره شي».
دا هیوادونه کوم چې چین او روسیه ورسره غواړي د سیمه‌ییز پولي واحد پر مټ د راکړې ورکړې پالیسي پر مخ ورسره یوسي تر اوسه د امریکا پر مدار را څرخي او د امریکا لاس پوڅې دي. دوی په سیاسي ډول په امریکا پورې تړلي دي او په چټکۍ سره د امریکا لور ته راګرځي، د دې پرېکړه نه شي کولی چې په ډالرو راکړه ورکړه ودروي او نه هم د دې پرېکړه کولای شي چې د خپلو ذخیره شویو پولي واحدونو پر مټ راکړه ورکړه تر سره کړي. په اقتصادي ډګر کې خپلواکي باید له سیاسي خپلواکۍ سره مله وي، لکه: خپلواک چین او روسیه.
که دوی له چین او روسیې سره د محلي پیسو راکړه ورکړه ومنله، نو دا مانا چې دوی د بېړني حالت له امله د امریکا له لورې اړایستل شوي او تر فشار لاندې راغلي، خو کله چې دا پای ته ورسېږي، هرڅه به بېرته خپل عادي حالت ته راوګرځي.
له کوم وخته چې پر ترکي پولادو بندیزونه ولګېدل او له کومه راهیسې چې د امریکا متحده ایالتونو د ترکيې پر پولي واحد برید وکړ، اردغان کورنۍ عامه رایې ته په کتو پر ډالر نیوکې پیل کړې. د ترکیې ټول پورونه چې تر ۴۰ میلیاردو ډالرو اوړي او اداینه یې باید په ډالرو ترسره شي، دا په دې مانا ده چې هرکله د ترکیې پولي واحد د ډالر پر وړاندې خپل ارزښت و بایلي، نو د پور بېرته اداینه لازیاتو لیرو ته اړتیا لري او بیا  بیې لوړېږي او پېټی یې د خلکو پر اوږو لوېږي او اردغان یوازې او یوازې له خپلې اغېرمنې وینا څخه په غیر عادي ډول ګټه اخلي! د سپټمبر پر دریمه، په قزاقستان کې د روح اردو په کلتوري مرکز کې د ترکي کونسلګرۍ په ښپږم کنفرانس کې اردغان یو لړ څرګندونې وکړي: «د امریکایي ډالر پرځای موږ په راکړه ورکړه کې د خپل ترکي پولي واحد وړاندیز کوو». 
د اردغان دغه څرګندونې له هيڅ حقیقت څخه برخمنې نه دي او په راتلونکي کې هم له هیڅ ډول عملي رښتنولۍ څخه استازیتوب نه شي کولی، ځکه ترکیه اساسا له اروپايي اتحادیې سره سوداګري لري! ترکیه په ډالرو راکړه ورکړه کوي، پورونه په ډالرو کوي او د بهرنیو اسعارو ډېره سپما یې په ډالرو ده، وارداتي تېل، طبعي ګاز او خام مواد یې ټول په ډالرو دي... موږ د ترکیې حالت له نږدې ولید، کله چې امریکا خپل بندیزونه تر هغې وروسته لرې کړل چې امریکايي پادري آزاد شو او پر بنسټ یې هرڅه خپل عادي حالت ته راوګرځېدل. خو د بندیزونو تر پورته کېدو وړاندې یې هغه لیوالتیا  له لاسه ورکړه چې په کورنیو اسعارو یې راکړه ورکړه کوله... په مرکزي اسیا کې په ترکي ژبه خبرې کوونکي هیوادونه د روسیې له تګلارو او پالیسو څخه ګټه اخلي او له دوی سره د ترکیې سوداګري که څه هم په کورنیو یا ملي اسعارو یې ترسره کوله، خو د مرکزي اسیايي هیوادونو د حاشیوي اقتصاد لمخې دوی په نړیوالې سوداګرۍ کې نړیوال دریځ ته و نه رسېدل.
له ډېرو کلونو را په دېخوا پر ایران د سختو مالي بندیزونو د لګېدو له امله او وروسته له امریکايي بانکي سیستم څخه د وتلو له امله، ایران پر ډالرو باندې له راکړې ورکړې څخه منع شوی... خو وروسته چې کله په ۲۰۱۵م کال کې ترې بندیزونه پورته شول، خپل تېل یې په ډالرو خرڅول او له نړیوالو کمپنیو سره یې لوی قرارداونه په ډالرو لاسلیک کړل په ځانګړې توګه له اروپايي کمپنیو سره، د بېلګې په توګه د ایربس او ټوټال فرانسوي کمپنۍ. دا لکه هیڅ چې نه وي پېښ شوي! بندیزونه او د هغوی لرې کېدل د ایران پر کړنو په ټاکلو وختونو کې اغېز کوي. امریکا یو له هغو  هیوادونو څخه ده، چې ایران د ډالر د سوداګریز سیستم له لارې(SWIFT) وباسي یا یې ننباسي. کله چې امریکا د ایران پر وړاندې خپلې څرګندونې زیاتې کړې او د ډالرو پر مخ یې د دوی دروازي بندي کړې، نو ایران یې په غبرګون کې اعلامیې وړاندې کړې چې پر بنسټ به يې په ډالرو راکړه ورکړه نه کوي.
د هندوستان په څېر هیواد چې ډېر پخوا یې له روسیې څخه د وسلو واردات لرل او امریکا په دې اړه هیڅ اندېښنه نه لرله. هندوستان د امریکا پر وړاندې له ځانګړي دریځ څخه برخمن و ځکه امریکا غوښتل چې هندوستان د امریکا لپاره داسې مهم ځواک وي، ترڅو په اسیا کې د چین د زیاتېدونکي نفوذ مخه پرې ونیسي. هندوستان په دې ښه پوهېده، له هندوستان څخه دا تمه نه کېږي چې په دې لټه کې شي، ترڅو د ډالر پر ځای روبل او یوان د یو نړيوال پولي واحد په توګه واړوي.
د جاپان په اړه چې له امریکا سره تړلی، اړتیا نه لیدل کېږي په اړه یې جزیات وړاندې شي. جاپان له روسیې سره راکړه ورکړه کوي دا په دې مانا نه ده چې دوی به د ډالر پر وړاندې عمل کوي یا دا چې روبل به د ډالر د بدیل په توګه مني.
په پایله کې، باید و ویل شي هغه هیوادونه چې د ډالر په ګوښه کېدو او زوال کې له ځانګړې اغېزمنتیا څخه برخمن دي، هغه روسیه، چین او اروپايي اتحادیه ده. خو هر یو له دغو هیوادونو څخه یو لړ لاملونه او ننګونې لري، چې د دوی حرکت کاواکه کولی شي، لکه موږ چې مخکې ترې یادونه وکړه. خو که دوی پر دغو لاملونو او ننګونو بریالي شي، نو کولی شي چې ډالر له خپل حالت څخه راو پرځوي. که امریکا پر دې موضوع سخت کار و نه کړي، ژر ده چې د «کمزوري ډالر» له ټکان سره مخ شي، د ډالرو سپما او شتمني به یې په سیند لاهو شي. امریکا د پورونو له ستر پېټي څخه ځورېږي. د ۲۰۱۸م کال د اکتوبر پر لمړۍ نېټه د Washington Examiner امریکايی مجلې د خبر لمخې: «د یوې حکومتي ویبپاڼې د خبر پر بنست چې د پورونو څارنه کوي، د مالي کال په ترڅ کې د امریکا د حکومت پورونه ۱.۲ ټریلیون ډالرو ته جګ شول  چې د ۲۰۱۸م کال د سپټمبر پر ۳۰مه پای ته ورسېدل.
د ۲۰۱۷م مالي کال د امریکا کورني پورونه ۲۰.۲۵ ټریلیونو ډالرو ته رسېدل او د ۲۰۱۸م مالي کال په پای کې یې کچه ۲۱.۲۵ ټریلیونو ډالرو ته زیاته شوه...» له لسیزو را په دېخوا د امریکا د پورونو زیاتوالي نوموړی هیواد له مالي بحران سره مخ کړی. د ۲۰۰۸م کال له مالي بحران څخه وروسته چې کله د پورونو کچه مخ پر زیاتېدو شوه او ۸ ټریلیونو ډالرو څخه ۲۱ ټریلیونو ته لوړه شوه، نو د امریکا مالي حالت مخ پر ځوړ روان شو چې بولټن دغه روان حالت د ملي امنیت لپاره یو ګواښ وباله  او د چټک حل غوښتنه یې وکړه یانې په نږدې او منځ مهال وخت کې نه په اوږد مهال راتلونکې کې... د دغه واقعیت په رڼا کې د امریکا لپاره پاتې حللاره د مالیاتو د تنظیم لپاره دا ده چې د پورونو د خلاصون لپاره مالونه په نغدو بدل( ډالرونه چاپ) کړي. شتمني په نغدو اړه ول یا د ډالرو چاپ هغه مقدار چې له دولتي بودیجې سره سر وخوري یوازې د پورونو د بیرته اداینې لامل ګرځېدای شي، خو له بله اړخه د ډالر د زوال لامل کېدای شي چې د امریکا د ماليې وزیر په وینا «کمزوری ډالر». په دې مانا، هغه دولتونه چې په ډالر سوداګري ترسره کوي، مالي سپما یې په ډالرو وي، د امریکا د ماليي له وزارت سره د پورونو ګډ رسمي سند یا پور پاڼې هم لري، نو د ډالر په کمزوري کېدو سره به د دوی شتمنۍ هم اغېزمنې شي او دا به یې د اقتصاد لپاره سخت ګذار وي.
که څه هم اوسنی واقعیت دا دی چې دغه هیوادونه نه شي کولی چې د ډالر پر ځای بل پولي واحد د نړیوال پولي واحد په توګه ومني. پر دې سربېره د دې شونتیا شته کومې هڅې چې روسیې او چین په دې موخه په لاره اچولې چې راکړه ورکړه به په  کورني پولي واحد ترسره کوي او له نورو هیوادونو سره به قراردادونه په کورنیو پولي واحدونو ترسره کوي، د ډالر حاکمیت او اغېز مات کړي. که له سستوالي پرته په پیاوړې توګه مبارزې ته دوام ورکړل شي د اروپايي خوځښتونو او هڅو ترڅنګ به چینايي هڅې هم له سترې اغېزمنتیا څخه برخمنې وي.
د سرو زرو رانیولو غوښتنه دغه بهیر پیاوړی کوي، خو تر هغې ستونزه نه شي حلولی چې په مرکزی بانک کې  سره زر د سوداګریز مال یا جنس په توګه د ډالرو د رانیولو په موخه پراته وي یا دا چې دا دولتونه ورته اړتیا لري، یا  د کاغذي پیسو د ملاتړ لپاره وي چې و سپمېږي، ترڅو سختو اسعارو ته لاس رسی شونی شي. بیا هم ستونزه د حل وړ نه ده، که سره او سپین زر د راکړې ورکړې د یو معیار په توګه په پام کې ونیول شي، په بدل کې یې بانک نوټونه یا کاغذي پیسې چاپ او و وېشل شي او له نوموړو سرو یا سپینو زرو څخه په بانکونو کې د سوداګریز مال یا جنس په توګه ګټه وا نه خستل شي،  په دې مانا چې د هر هیواد مرکزي بانک باید خپل پولي واحد  د سرو او سپینو زرو پر بنست و وېشي، نو د بانک له لوري کاغذي پیسې یا بانکي نوټونه به  د سرو زرو یا سپینو زرو په ارزښت وېشل شوي وي او د دغه بانکي نوټ لرونکی به د دې مستحق وي چې هر کله بانک ته ولاړ شي د نوموړي بانک نوټ په بدل کې سره یا سپین زر ترلاسه کړي. د بېلګې په توګه، پر کاغذي پیسو یا بانک نوټونو چې څه مقدار لیکلي وي ور څخه به د سرو زرو او سپینو زرو معادل ګټه اخیستل کېږي. پر همدې بنسټ، په راکړه ورکړه کې به رښتنی واک له سرو او سپینو زرو سره وي. 
بیا به هیڅ هیواد و نه شي کولی چې د بل هیواد  شتمني چور او لوټ کړي یا د دوی له هڅو څخه د خپل جنګي ماشين په توګه ناوړه ګټه واخلي او د څو بې ارزښتو کاغذونو پر مټ یرغلګر جنګونه په لاره واچوي.
نني واقعیت ته په کتو، هیڅ داسې دولت نه شته چې دا چاره سرته ورسولی شي(په سرو او سپینو زرو راکړه ورکړه وکړي)، پرته له خلافت څخه چې د دې چارې د سرته رسولو بشپړ توان لري. ځکه خلافت یو شرعي حکم دی چې د الله له لورې یې د پلې کېدو غوښتنه کېږي او پېغمبر صلی الله علیه وسلم په خپل ژوند کې د دولت په اډانه کې پلی کړی. له هغه صلی الله علیه وسلم وروسته راشده خلیفه ګانو یې پر پل پل ایښی او ورپسې خلیفه ګانو د شرعي حکم په توګه تر ۱۹۲۴م پورې چې له ۱۳۴۲هـق سره سمون لري، پرې عمل کاوه او بیا باطل حکومتونه را څرګند شول... پانګواله ایډیولوژي پر نړۍ واکمنه شوه، د دې ايډویولوژۍ مشران یوازې او یوازې د شتمنیو په لوټولو، په ناحقه د خلکو د پیسو په خوړلو او د میلیاردونو ډالرو په ټولولو پوهېږي. هغه ايډیولوژي چې پر بنسټ یې ناعادلانه بشري قوانین جوړېږي او موږ یې د ورانونکو مالي بحرانونو پایلې، اقتصادي نیمګړتیاوي وینو او ترڅنګ یې د خلکو له وړتیاوو څخه ناوړه ګټه اخلي، د دوی شتمني ورڅخه اخلي او آن له پیسو يې د بې ارزښتو کاغذونو په توګه ګټه اخلي! اوس اړینه ده چې د دې باطلې ایډیولوژۍ مخه ونیول شي او پر ځای یې د اسلام ریښتینې او عادلانه ايډیولوژۍ د واکمنۍ لپاره کار وکړل شي، چې پر بنسټ یې یو دولت رامنځته شي. هغه دولت چې الله سبحانه و تعالی یې له مخلصو مومنانو او ریښتینو لارویانو سره ژمنه کړې:

﴿وَعْدَ اللَّهِ لَا يُخْلِفُ اللَّهُ وَعْدَهُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ﴾
[الروم:۶]
ژباړه: دا ژمنه الله کړې، الله هیڅکله له خپلې ژمنې څخه نه اوړي، خو ډېری خلک نه پوهېږي.

نړۍ به تر هغې له مالي او اقتصادي سختیو سره لاس او ګریوان وي چې د الله قوانین نه وي پلي شوي او الله سبحانه و تعالی ریښتینی ذات دی.

﴿وَمَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنْكاً﴾
[ طه:۱۲۴]
ژباړه: او څوک چې زما له ذکر څخه مخ واړوي، د هغه لپاره به په دنیا کې تنګ ژوند وي او د قیامت په ورځ به موږ هغه ړوند را پاڅوو.
۱۴۴۰هـق، د ربیع الاول ۱۸ مه
۲۰۱۸م، د نومبر۲۶مه


   


   ارسال نظر