مطبوعاتي اعلامیه
د جنیوا کنفرانس؛ بادار ته
د مزدور حساب ورکول
د افغانستان لپاره د جنیوا کنفرانس د نومبر په ۲۷ او ۲۸مه په سویس کې جوړ شو، چې د ۶۲ هېوادونو او ۳۵ نړیوالو
سازمانونو استازو، د افغانستان د حکومت رهبرانو، د خصوصي سکتور او مدني ټولنو
استازو پکې برخه واخیسته، چې په ترڅ کې يې د افغانستان حکومت په تېرو کلونو کې د کړو
ژمنو پایلې او د مرستو د مصرف د څرنګوالي راپور نړیوالې ټولنې ته وړاندې کړ.
د جنیوا کنفرانس د تېرو کنفرانسونو په څېر چې کله به د افغانستان د اشغال په موخه، بیا د
اشغال د دوام او د افغان دولت د مالي او سیاسي ملاتړ لپاره جوړېدل، نړیوالې ټولنې
او په هغې پورې اړوندو سازمانونو ته د افغانستان له لوري د راپور ورکولو یو
میکانېزم دی، چې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې په وسیله د تعین شوو موخو او
پالیسیو د پرمختګ کچه ارزوي.
دغه کنفرانس د خلکو پر ژوند هېڅ مثبت
اغېز نه لري او د افغانانو هېڅ درد یې نه دی دوا کړی. حتی هغه ستونزې چې د
افغانستان دولت افغانانو ته جوړې کړې دي، په دغه کنفرانس کې د لاستهراوړنو په
توګه وړاندې شوې. لکه پر سوداګرو او صنعتکارانو د درنو مالیاتو وضع کول، پر
وارداتو د ګمرکي تعرفې درې برابره کول، پر تلیفوني مکالمو مالیه لګول، د پانګونې د
جلب په پلمه د ډالر او نورو بهرنیو اسعارو په مقابل کې د افغانۍ ارزښت کمول او
بالاخره افغانستان د نړیوال بانک، د پيسو نړیوال صندوق او بهرنیو پانګوالو د پور
ورکونې شرایطو ته تیارول. په داسې حال کې چې پورتنيو ټولو مواردو د افغانانو د
ژوند حالت خورا ناوړه کړی او فقر، بېکاري او جنايي جرمونه یې زیات کړي دي.
د دې تر څنګ هغه لاسته راوړنې چې له
اداري فساد سره د مبارزې او په دولت کې د اصلاحاتو په ډګر کې سترې ښودل کېږي،
واقعیت یې دا دی چې فساد یې له غیر رسمي حالته د رسمي دولتي ادارو په چوکاټ کې
قانوني حالت ته اړولی، چې د نورو مفسدینو لاسونه یې ورلنډ کړي او د ارګ په کړۍ او
حاکمه طبقه پورې یې محدود کړی دی او د اداري اصلاحاتو په ډګر کې په دولتي بنسټونو
کې د پخوانیو مجاهدو او کمونیستو عناصرو پر ځای په غرب کې روزل شوي عناصر ځای پر
ځای شوي دي.
نو د دغه کنفرانس پایله د یو اړخیزو
اصلاحاتو په ترسره کولو، درنو مالیاتو لګولو او د ناسمو اقتصادي سیاستونو له لارې
د افغانستان د دولت لخوا د خلکو د وینې زبېښل دي، ترڅو د افغانستان دولت د خپلو
خلکو د جیب او دسترخوان په لوټلو خپله اتکا له بهرنیو مرستو څخه کورنیو عوایدو ته
متمرکزه کړي او په افغانستان کې جګړه خپله د افغانانو له عوایدو څخه د دوی په وینه
دوام ومومي.
د حزبالتحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر