مهم
Pashto Farsi


د امریکا د بودیجې کمښت
11/24/2018 | حزب التحریر

(ژباړه)

پوښتنه:
 پوهېږو چې د امریکا بودیجه شاوخوا ۲۰ ترېلیون ډالره راټیټه شوې؛ پوښتنه دوې برخې لري:
۱ـ ایا امریکا پوروړې ده او که وي، د چا پوروړې ده؟
۲ـ که امریکا پوروړې وي، د پورونو د ورکړې لپاره ولې ډېر ډالر نه چاپوي؛ په داسې حال کې چې د امریکایي ډالر ملاتړ د طلا او نقرې په واسطه نه کېږي او امریکا پر نړۍ تپلی دی. 
ځواب:
مخکې هم دا ډول پوښتنه له موږ څخه شوې وه او ځواب مو یې د ۱۴۳۰هـ.ق کال د جمادي الاول په ۲۲مه چې د ۲۰۰۹م کال د مۍ له ۱۶مې سره سمون لري، ورکړی و. اوس یو ځل بیا همغه ځواب تکراروم:
کومه پوښتنه چې هغه وخت شوې وه، دا ډول وه: «د اقتصادي ناورین لمن لا تر اوسه پر ټوله نړۍ خوره ده او امریکا د یو شمېر هېوادونو په ځانګړې توګه د چین ډېره پوروړې ده. ایا امریکا دا توان نه لري چې ډالر ډېر چاپ کړي او د چین پور ورکړي او که د پیسو نړیوال صندوق قوانین د ډېرو ډالرو چاپولو اجازه نه ورکوي؟»
ورکړل شوی ځواب دا ډول و: «بېشکه امریکا د ډېرو پیسو د چاپ توان لري او دا کار د پیسو د نړیوال صندوق له توافق وروسته کولی شي. دا کار د دغه صندوق له توافق پرته هم په پټه او هم په ښکاره کولی شي؛ ځکه د دغه صندوق عملي او اصلي واک د امریکا په لاس کې دی او په خپلو دروغجنو پلمو سره یې واقعیت پټولی شي، ترڅو صندوق یې تایید کړي. ستونزه دا ده چې د ډېرو نغدو پیسو په چاپ سره د ډالر ارزښت ټیټېږي او په پایله کې د ډېر تورم (د قېمتونو لوړېدو) لامل کېږي او همدا دلیل دی چې امریکا له هغو حالاتو پرته چې ډېره ګټه پکې وي، داسې کارونو ته لاس نه اوږدوي.
د بېلګې په توګه: رسنیو اعلان کړه چې د نفتي فشارو په جریان کې چې د یوې بوشکې نفتو بیه تر ۱۵۰ ډالرو ته لوړه شوه، امریکا له ۲ تر ۴ تریلیونه ډالر چاپ کړل او امریکا له دغو فشارونو لرې نه وه. امریکا ځکه دومره پیسې چاپ کړې، چې په مستقیم او غیر مستقیم ډول زیات نفت وپېري او ذخیره کړي. امریکا په دې کار یعنې د قېمتونو په لوړېدو او د ډالر د ارزښت په ټیټېدو کې لویه ګټه لیدلې وه، خو د دغه ناورین له سختېدو سره یې هممهاله د زیات ډالر له چاپولو لاس واخیست؛ ځکه د امریکا بازارونو د ډېری شرکتونو د سقوط او د پورونو د ډېرېدو، د تولید او لګښت د کمېدو له امله نور د زیات تورم توان نه درلود.  
امریکا اوسمهال له مخ پر ودې اقتصادي بدیل پرته ډېرې پیسې نشي چاپولی او دا تګلاره ښایي د یوه ټاکلې وخت لپاره دوام پیدا کړي.
خو واقعیت دا دی که امریکا هر وخت له بدیل پرته د ډېرو پیسو په چاپ کې خپله ګټه وویني، په چټکۍ سره دا کار کوي؛ ځکه یوازنی دولت دی چې پولي واحد یې په پراخه توګه د نورو دولتونو پر ذخایرو واک لري او د دې تر څنګ د پیسو د نړیوال صندوق عملي نفوذ هم په واک کې لري. پر دغه اساس که امریکا اوسمهال د پورونو د ورکړې لپاره زیات ډالر چاپ کړي، په لاندې دوو دلایلو سره به امکان ونه لري:
اول: د ډالر ارزښت را لوېږي؛ ځکه په هره اندازه چې عرضه شوی ډالر زیات شي، په همغه کچه یې ارزښت ټیټېږي او دا کار ښايي د پوروړي او د پور د خاوند تر منځ ستونزه رامنځته کړي. په داسې حال کې د چې د پور خاوند د چین په څېر یو لوی هېواد وي، بېشکه چې دا کار به د دواړو هېوادونو تر منځ په اقتصادي اړیکو منفي اغېز ولري او په پایله کې به د امریکا اقتصادي ناورین نور هم پراخ شي. په ځانګړې توګه دې ته په پام سره چې امریکا او اروپا له چین څخه غواړي، ترڅو د روان اقتصادي ناورین په حل کې برخه واخلي، نه دا چې ځان ترې ګوښه کړي.
دویم: له اقتصادي بدیل پرته د نغدو پیسو ډېرېدل ښايي په امریکا کې د توکو د بیو د لوړېدو لامل شي او دا هغه څه دي چې د امریکا اقتصادي بازارونه یې نور نشي زغملی. 
پورتنیو دلایلو ته په پام سره، امریکا ښايي له مخ پر ودې اقتصادي بدیل پرته ډېرې نغدې پیسې چاپ نه کړي؛ خو دا حالت ښایي په نژدې راتلونکي کې په لږه کچه صدق وکړي.
خو لکه څنګه چې پورته ورته اشاره وشوه، په دا ډول کار لاس پورې کول هم احتمال لري، ځکه که امریکا د ډېرو نغدو پیسو په چاپولو کې خپله زیاته سیاسي او اقتصادي ګټه وویني، دا کار به بې له شکه وکړي، ځکه هم یې پولي واحد د ډېری هېوادونو پر ذخایرو واکمن دی او هم خپله د پیسو پر نړیوال صندوق واک لري. ۱۴۳۰هـ. ق، د جمادي الاول ۲۲مه چې د ۲۰۰۹م، د مۍ له ۱۶مې سره سمون لري.» دغه ځواب چې د پورتنۍ پوښتنې لپاره وړاندې شوی و، ښايي ستاسو د پوښتنې لپاره به هم کافي وي.

ژباړن: منصور دریځ


   


   ارسال نظر