مهم
Pashto Farsi


د حزب‌التحریر-ولایه افغانستان وېبپاڼه په نوې بڼه ډيزاین شوه!
11/21/2018 | علی عمر صدیقی

د حزب‌التحریر-ولایه افغانستان وېبپاڼه له مخکې په بشپړه متفاوته بڼه او ډيزاین د اسلامي امت د ويښتابه په ډګر کې لا زیاته فعاله شوې ده. په دغه وېبسایټ کې مهمې برخې لکه: د مطبوعاتي دفتر اعلامیې او د حزب‌التحریر رسمي بیانونه، د افغانستان، سمیې او نړۍ سیاسي تحلیلونه، خبر و تبصرې او د حزب‌التحریر ولایه-افغانستان د غړو او نورو پياوړو لیکوالو مهمې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مقالې په خورا غوره پيرایه او محتوا ستاسو ګرانو لوستونکو د مطالعې لپاره چمتو شوې دي.
د دغه وېبسایټ بله برخه د هغو ښکلو کتابونو یوه مهمه ټولګه ده، چې د سیاست، اقتصاد، ټولنې، ښوونې او روزنې او د بشري ژوند نور ټول ډګرونه په بر کې نیسي او د اسلامي ژوند یو بشپړ تصویر وړاندې کوي.
د مجلو په برخه کې هم د حزب‌التحریر-ولایه افغانستان د رسمي مجلو ټولې ګڼې خپرې شوې دي؛ چې فکري، سیاسي، اقتصادي، ټولنیزې او ثقافتي مقالې یې د سلیم زړه خاوند انسانان سوچه اسلامي سیاست ته رهنمايي کولی شي.
د ویډیو په برخه کې تاسو محترمو لیدونکو ته د حزب‌التحریر د نړیوالو فعالیتونو، د امت د بالقوه ظرفیتونو او لسګونو نورو هغو مواردو یو تصویر وړاندې کوي، چې په اسلامي سیاست او د امت د مصالحو په خوندي کېدو پورې تړاو لري، ترڅو د مسلمانانو د اذهانو په روښانتیا کې مهم رول تر سره کړي.
د دغه وېبپاڼې د غږیزو په برخه کې د حزب‌التحریر غړي د قرآن‌کریم تفسیر او د رسول الله ﷺ سیرت وړاندې کوي، چې د افغانستان او نړۍ موجودو واقعیتونو ته په کتو د مسلمانانو د اوسنیو ستونزو په حل کې یې خورا مهم استنباطونه کړي دي. همدارنګه فقهي پوښتنې چې احتمالاً د زیاتو مسلمانانو په ذهن کې به وي، د حزب‌التحریر امیر یې ځوابوي، په دري او پښتو ژباړل کېږي او د اوسني عصر د ستونزو د حل لپاره خپرېږي.
په پایله کې که په منظم او دقیق ډول د دغه وېبسايټ مطالب مطالعه کړئ، ويډیوګانې یې وګورئ او غږیز یې واورئ، وبه پوهېږئ چې اسلام یو سیاسي دین دی، سیاست یې یوه نه بېلېدونکې برخه ده او داسې څه نه دی چې د کفارو په دیکته یې نن سیکولران او دیني اصلاح غوښتونکي په افغانستان کې تریجوي.

علی عمر صدیقی
ژباړن: خالد ایثار


   


   ارسال نظر