مهم
Pashto Farsi


ولې باید رایه ور نه کړو؟
10/16/2018 | انجنیر فرید احرار

د سیاسي زعامتونو او همدارنګه د پارلمانونو د غړو د ټاکنې لپاره د رایې ورکول او د یوه هېواد د زعیم ټاکل په اوس وخت کې یوه مروجه لاره ده. د نړۍ زیاتره هېوادونه د کلونو راهیسې له هرو څو کلو وروسته د خپل هېواد زعیم او د پارلمان استازي په خپلو رایو سره ټاکي. که څه هم خلکو ته د دې اسلوب د منلو قناعت ورکړل شوی دی، مګر که د نړۍ د سیاسي مشرانو د ټاکلو او همدارنګه د پارلمانونو د غړو د ټاکلو واقعیت ته وګورو زیاتره وخت دوی د خلکو د اکثریت لخوا نه، بلکې د اقلیت استازي وي. د بېلګې په توګه په افغانستان کې  تر ۱۷ میلیونو زیات وګړي د رایې ورکولو حق لري، مګر د کره شمېرو پر بنسټ سږ کال د پارلماني ټاکنو لپاره یوازې څلور میلیونه شاوخوا خلکو نوملیکنه کړې دي، که څه د افغانستان د انتخاباتو کمیسیون دا دا شمېرې زیاتې ښيي. یعنې د پارلمان استازي یوازې ۲۳.۵ سلنه خلکو لخوا ټاکل کېږي چې د دې ۲۳.۵ سلنې خلکو رایې په ۲۵۰۰ کسه نوماندانو باندې وېشل کېږي چې په اصل کې په منځنۍ کچه د پارلمان یو وکیل یوازې د ۱۶۰۰ کسانو استازی وي. په داسې حال کې چې د پارلمان ۲۴۹ وکیلان لري چې د پورته شمېرو او ارقامو پر بنسټ دا شمېر وکیلان په ټول افغانستان کې د ۳۹۸۴۰۰ کسانو لخوا ټاکل شوي دي. ایا دا کوم سالم عقل مني چې د پارلمان وکیلان چې په اصل کې یوازې د ۳۹۸۴۰۰ کسانو لخوا ټاکل شوي وي، د ټولو افغانانو استازيتوب دې وکړی شي؟!

له بل اړخه دا اوس ټولو خلکو ته څرګنده خبره ده چې په ټوله نړۍ کې د ولسمشرۍ او پارلمانونو ټاکنې هسې خلکو ته دوکه ورکول دي. په ټولنه نړۍ کې خلک د خلکو په رایو نه، بلکې تقلب، جعل او دروغو سره ټاکل کېږي. په افغانستان کې خو موږ څلور کاله مخکې د لسمشرۍ ټاکنې ولېدلې چې څومره له تقلب او جعل څخه ډکې وې او د دې ترڅنګ د افغانانو رښتیا او تقلبي رایو ته هېڅ ارزښت ورنه کړل شو، بلکې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په یوه پرېکړه د افغانستان ټوله سیاسي رهبري وټاکل شوه.

دا خو د ټاکنو شته حالت دی. مګر که داسې فکر وکړو چې ټاکنې سمې دي، د خلکو اکثریت رښتیا هم په ټاکنو کې ګډون کوي، رښتیا هم د خلکو رایه حسابېږي، جعل او تقلب نه کېږي، هغه کسان نه بریالي کېږي چې مخکې تر مخکې له امریکايي پروژو سره یې تعهد کړی وي. د یوه مسلمان شخصیت په توګه که له ځان څخه پوښتنه وکړو چې زه د څه ډول نظام د حاکمیت لپاره رایه ورکوم او همدارنګه که دا پوښتنه له ځان څخه وکړو چې د پارلمان د تشکیل لپاره چې د قوانینو جوړول یې اصلي دنده ده، جواز لري چې د ځان لپاره خپل استازی وټاکم؟

ایا له ځان څخه مو دا پوښتنه کړې ده چې زه پارلمان ته په اصل کې د خپل ځان په استازیتوب یو بل کس استوم او هغه هلته د ژوند کولو لپاره قوانین جوړوي، په داسې حال کې چې د قانون جوړولو حق یوازې له الله سبحانه و تعالی سره دی او دا قانون یې د قران او سنتو په چوکاټ کې موږ ته مخکې له مخکې را استولی دی او د نویو موضوعاتو لپاره یوازې مجتهدین د قران او سنتو څخه قوانین راوباسي، په داسې حال کې چې په پارلمان کې قوانین پر ته له دې چې قران او سنت په نظر کې ونیسي د رایو د اکثریت پر بنسټ جوړېږي. د الله پر ځای خپل ځان یا بل انسان ته د دې اختیا ورکول چې قوانین جوړ کړي، یوه لویه ګناه او ظلم دی.

دویم دا چې ځینې خلک داسې استدلال کوي چې رایې ورکول وضعیت بدلولی شي او د فساد مخنیوی کولی شي، چې په اصل کې دا خبره یوازې تشه هیله کېدلی شي، ځکه داسې هېڅ ثبوت نشته چې رایې ورکول دې وضعیت بدل کړي، بلکې نور هم فاسد حکومتونه تقویه کوي او که یې بدلون راوستلی دا ټاکنې خو مخکې هم شوې دي، نو تېرو ټاکنو به کوم بدلون راوستلی و.

نو همدا لاملونه دي چې باید د ډيموکراسۍ د حاکمیت لپاره په ټاکنو کې ګډون ونه کړو، د دې پر ځای باید د اسلامي دولت د تاسیس لپاره کار وکړو، څو په رښتینې توګه د فساد جرړې وباسي او انسانان د خیر او فلاح خواته بوځي.

لیکنه: انجنیر فرید احرار


   


   ارسال نظر