Pashto Farsi


  دفتر مطبوعاتی
حزب التحریر
د صدور ګڼه: PR18015 ۱۴۳۹هـ.ق، د جمادي الثاني ۷مه ۲۰۱۸م، د فبروري ۲۳مه

مطبوعاتي اعلامیه

ځواکونه مو د سوریې د ظالم رژیم ړنګولو ته ولېږئ

د سوریې مسلمانان په داسې حال کې تر بمونو لاندې پرېښول شوي، چې د پاکستان حکام زموږ ځواکونه د سعودي عربستان د داسې پاچا مرستې ته لېږي، چې د مسلمانانو پر وړاندې د یمن په جګړه کې پیسې اخلي

په سوریه کې د بشار الاسد ظالم رژیم د دې خاورې پر مسلمانانو د بیرلي بمونو باران وروي، چې په پایله کې یې جوماتونه، روغتونونه او ښوونځي په بې ساري ډول ویجاړ شوي او کورنۍ د خپلو بچیانو او د زړه ټوټو جسدونه په اوښلنو سترګو او له قهره په ډک زړه له یوه ځایه بل ځای ته وړي. مسلمانان په سوریه کې د مرستې چیغې وهي، چې څوک یې غږ واوري. خو د پاکستاني حکامو غوږونه کاڼه شوي او د غمځپلو مسلمانانو د مرستو چيغې نه اوري او په بدل کې یې زموږ ځواکونه د امریکا د غلام، د عربستان د پاچا مرستې ته لېږي چې لاسونه یې د یمن د مسلمانانو په وینو ککړ دي او پر هغوی هوایي او ځمکني بریدونه کوي او پر دوی له ظلم څخه لاس نه اخلي.

له بلې خوا د پاکستان حکام په ډېرې بې شرمۍ سره د سوریې مظلوم مسلمانان نړیوالې ټولنې ته پرېږدي، که څه هم روسیه او امریکا د وسلوالو مسلمانانو پر وړاندې چې د الهي شریعت د پلي کولو غوښتونکي دي، د بشار الاسد له ظالم رژیم څخه ملاتړ کوي. دا هغه کسان دي چې پر مسلمانانو بمونه وروي، خو د مسلمانانو حکام په سلګونو زره هغه عسکر چې الله سبحانه وتعالی او پیغمپر صلی الله علیه وسلم ته مخلص، وفادار او په داسې راکټونو سمبال دي، چې د بشار الاسد د واکمنۍ تخت په نښه کولی شي او په خپلې بې سارې مېړانه او مهارتونو سره نړۍ لړزولی شي؛ خو  له بده مرغه دوی ته د کفارو او د هغوی د  غلامانو د ګټو ساتلو فرمان ورکوي.

له دغو حکامو څخه هېڅ تمه نه شي کیدی، ځکه هغوی د مسلمانانو د مرستو د چیغو پر وړاندې کاڼه او په اشغال شوي کشمیر، برما، افغانستان او سوریه کې زموږ د دښمنانو د جنایتونو پر وړاندې ړانده شوي دي. ان هغوی د رسول الله صلی الله علیه وسلم دې خبرې ته شا کړې، چې له بیت الله شریف څخه یې د طواف پر مهال وفرمایل:

 

«مَا أَطْيَبَكِ وَأَطْيَبَ رِيحَكِ مَا أَعْظَمَكِ وَأَعْظَمَ حُرْمَتَكِ وَالَّذِي نَفْسُ مُحَمَّدٍ بِيَدِهِ لَحُرْمَةُ الْمُؤْمِنِ أَعْظَمُ عِنْدَ اللَّهِ حُرْمَةً مِنْكِ مَالِهِ وَدَمِهِ وَأَنْ نَظُنَّ بِهِ إِلاَّ خَيْرًا.»

(ابن ماجه)

ژباړه: څه پاکي، څه ښایسته بوی او څه لویي لري؛خو  قسم په هغه ذات چې د محمد روح یې په لاس کې دی، د الله سبحانه وتعالی په نزد د مومن د مال او وینې حرمت له تا څخه لوی دی او موږ د مومن له خیر پرته د بل څه فکر نه کوو.

همدارنګه هغوی ان د الله تعالی دې خبرې ته شا کړې:

﴿وَمَا لَكُمْ لَا تُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَالْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الرِّجَالِ وَالنِّسَاءِ وَالْوِلْدَانِ﴾

[نساء:٧٥]

ژباړه: ولې تاسې د الله تعالی په لار کې د هغو بېوسو نارینوو، ښځو او ماشومانو لپاره نه جنګېږئ، چې کمزوري کړل شوي دي؟

موږ له دغو حکامو څخه په پوره اندازه نافرمانۍ او ګمراهۍ لیدلې دي او له هغوی څخه کومه تمه نه لرو. نو ځکه زموږ تمه یوازې هغه چا ته ده، چې د دغه شرموونکي او ناوړه حالت د تغیر توان لري. پر موږ ټولو مسلمانانو لازمه ده، چې په وسلوال مسلمان پوځ کې خپل پلرونه، وروڼه او زامن دعوت کړو چې د سوریې د مظلومو مسلمانانو د ملاتړ لپاره سره یو شي او د الله سبحانه وتعالی د رضا لپاره یې د ژغورلو هڅه وکړي. پر موږ ټولو مسلمانانو لازمه ده چې پر هغوی ټینګار وکړو چې هغه مزدور حکام له خپلې لارې لرې کړي، چې د بریاوو یا شهادت خنډ دي او د نبوت پر منهج د خلافت د بیا تاسیس لپاره نصرت (مالي ملاتړ) وکړي.

د حزب التحریرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر


   


   ارسال نظر