د لویو او حتمي جګړو پر لور د اسلامي امت حرکت!
01/27/2025 | یوسف ارسلان

Print


اوسنی نړیوال نظم داسې نښې ښيي چې د لویو او حتمي جګړو پر لور د اسلامي امت حرکت ته اشاره کوي. په دغو پېښو کې، لکه څنګه چې په نبوي احادیثو کې وړاندوینه شوې ده، له یهودو سره جګړه، د لویدیځ روم فتح، او د هند غزا شاملېږي. په پایله کې یې دې ته زمینه برابرېږي چې د امین پیغمبر ﷺ د حدیث پر اساس به د اسلام قلمرو او حاکمیت د ځمکې ختیځو او لویدیځو برخو ته ورسېږي.
دلته پر څو مهمو پوښتنو خبرې کوو: ایا د دې جګړو رامنځته کېدل په نږدې راتلونکي کې ممکن دي؟ ایا ملي دولتونه دا وړتیا لرې چې یادې وعدې د دوی په لاسونو پوره شي؟ کوم شواهد څرګندوي چې دا مقابله به یوازې د افرادو یا ډلو په کچه نه وي، بلکې د لویو نړیوالو قدرتونو ترمنځ جګړې به وي؛ او یوازې خلافت دولت کولی شي په دې مقابله کې د مسلمانانو حقیقي استازیتوب وکړي؟
پیغمبر صلی الله علیه وسلم په یوه حدیث کې فرمایلي دي:

«لَا تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى تُقَاتِلُوا الْيَهُودَ، حَتَّى يَقُولَ الْحَجَرُ وَرَاءَهُ الْيَهُودِيُّ: يَا مُسْلِمُ، هَذَا يَهُودِيٌّ وَرَائِي فَاقْتُلْهُ».
ژباړه: «قیامت به تر هغه نه رامنځته کېږي چې څو تاسو له یهودو سره جګړه ونه کړئ، تر هغه چې ډبره ووایي: اې مسلمانه! دا دی زما تر شا یهودی دی، هغه ووژنه.» (صحیح مسلم)

همدارنګه، پیغمبر صلی الله علیه وسلم د راتلونکو فتحو په ترتیب کې فرمایلي دي:

«أَيُّ الْمَدِينَتَيْنِ تُفْتَحُ أَوَّلًا: قُسْطَنْطِينِيَّةُ أَمْ رُومِيَةُ؟" فَقَالَ: "مَدِينَةُ هِرَقْلَ تُفْتَحُ أَوَّلًا».
ژباړه: «له پیغمبر څخه وپوښتل شول: کوم ښار به لومړی فتح شي، قسطنطنیه که روم؟ ویې فرمایل: د هرقل ښار (قسطنطنیه) به لومړی فتح شي.» (الطبراني)

قسطنطنیه، چې د بیزانس یا ختیځ روم د مرکز په توګه مشهور و، فتح شو، خو د لویدیځ روم فتح لا پاتې ده. لکه څنګه چې په یوه بل حدیث کې، چې ابو داوود روایت کړی دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «تاسو به له روم سره د امن روغه کوئ، بیا به له هغوی سره د هغوی تر شا دښمن پر وړاندې جنګېږئ. تاسو بریالي کېږئ، غنیمت به ترلاسه کړئ او جوړ به راستانه شئ...». نن ورځ روم د ایټالیا پلازمېنه ده، خو دا حدیث د ټول غربي نظم او اړوندو قدرتونو ته اشاره کوي. د نن ورځې غربي تمدن (اروپا او امریکا) د لرغوني روم تاریخي او کلتوري تسلسل دی. د رنسانس له پیل سره د یونان او روم حقوقي، سیاسي او فکري مفاهیم بیا راژوندي شول، چې نن ورځ د معاصرو غربي ارزښتونو په رګونو کې جریان لري. روم د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په زمانه او ان له هغې مخکې هم د مسیحي تمدن سمبول ګڼل کېده، او اوسنی غرب سره له دې چې د سیکولر عقیدې پر اساس جوړ شوی، لا هم له مسیحیت څخه اغېزمن دی. غرب، لکه روم، یو نړیوال ځواک دی چې پراخ کلتوري، سیاسي، او اقتصادي نفوذ لري او په نړیوال نظم کې یې له رول څخه انکار نه شي کېدی.
د هند د فتحې په اړه هم رسول الله صلی الله علیه وسلم زیری ورکړی دی:

«عِصَابَتَانِ مِنْ أُمَّتِي أَحْرَزَهُمَا اللَّهُ مِنْ النَّارِ: عِصَابَةٌ تَغْزُو الْهِنْدَ، وَعِصَابَةٌ تَكُونُ مَعَ عِيسَى بْنِ مَرْيَمَ».
ژباړه: «زما د امت دوې ډلې به له اور څخه خوندي وي: هغه ډله چې د هند پر لور به لښکرې خوځوي او بله هغه چې له عیسی بن مریم سره به وي.» (نسائی)

که څه هم پخوا د مسلمانانو لښکرې د هند نیمې وچې ځینو برخو ته رسېدلې وې، خو د هند بشپړه فتح لا پاتې ده. تاریخي فتحې یوازې د هند تر محدودو سیمو، لکه سند او پنجاب، پورې غزیدلې وې او ټول هند یې په خپل واک کې نه و راوستی. سربېره پر دې، د هند لویه برخه (چې نن ورځ په څو هېوادونو وېشل شوې ده) لا هم د نا اسلامي او ظالم حکومت تر واک لاندې ده، دا څرګندوي چې د وروستۍ او بشپړې فتحې وعده لا نه ده پوره شوې.
نن ورځ مسلمانان په داسې حال کې د دغو جګړو پر لور روان دي چې له تفرقې، مظلومیت او ذلت سره مخ دي. اسلامي امت په کوچنیو ملي دولتونو وېشل شوی، او لاسپوځي حکام یې تر هر څه ډیر د غربي قدرتونو د رضایت ترلاسه کولو په لټه کې دي. د یهودي رژیم تر بریدونو لاندې غزه او لبنان، د چین لخوا د اویغور پر مسلمانانو ظلم، او د هند پر مسلمانانو باندې د مودي د حکومت جنایتونه؛ د اشغال، ټول‌وژنې او د اسلامي امت د کمزورتیا څرګندونه کوي. اسلامي امت په مختلفو لارو ځپل کېږي؛ کله په اشغال، کله په تحقیر او سپکاوي، او کله په بندیزونو او فشارونو. دلته وایو چې اسلامي امت، پر دغه مظلومیت سربېره، څنګه  د الهي وعدو او لویو جګړو پر لور حرکت کوي او په پای کې به بریالی شي.
د نږدې راتلونکو نښتو نښې
له لویو نړیوالو قدرتونو سره د اسلامي امت نږدې راتلونکې مقابله څرګندې نښې او تاریخي مخینه لري. له دغو نښو یوه د نړۍ په کچه د مسلمانانو شدیده مظلومیت دی. له غزې او لبنان څخه، چې د یهودي رژیم تر پرله‌پسې بریدونو لاندې دي، په چین کې د اویغور مسلمانانو او په هند کې د کشمیر مسلمانانو پر وړاندې ظلمونو پورې، دا پراخ مظلومیت د مسلمانانو له حقونو او کرامت د سرغړونې څرګندونه کوي. په هر حال، د الله تعالی سنت داسې دی چې د هغه نصرت له ستونزو او مشقتونو څخه راپورته کېږي. له بلې خوا، مسلمانان په تدریجي ډول د نهضت او ویښتابه پر لور روان دي او خپله اساسي حل‌لاره پیژني، چې د اسلامي خلافت تاسیس دی؛ هغه نظام چې امت له تفرقې ژغورلی او بیا د وحدت او عزت خاوند کولی شي.
د مسلمانانو پر وړاندې د لویو قدرتونو دښمني په څرګند او پلان شوي ډول روانه ده. یهودي رژیم، د غرب په ملاتړ، په فلسطین، لبنان، او سوریه کې مسلمانان په نښه کوي او پراخ جنایتونه یې ترسره کړي دي. هند هم په خپلو ځپونکو سیاستونو، په کشمیر کې له ټول‌وژنې نیولې د مسلمانانو پر وړاندې پراخ تبعیض پورې، پر همدغه مسیر روان دی. امریکا د دغو دواړو قدرتونو د اصلي ملاتړ کونکي په توګه، د مسلمانانو پر وړاندې د فشار په زیاتولو کې مهم رول لري او د اسرایلو د جنایتونو او د هند د ظلمونو ملاتړ کوي.
د دغو دولتونو اقتصادي او نظامي ځواکمنتیا ښيي چې اسلامي امت به یې پر وړاندې د ډلو او چریکي جګړو له لارې نه، بلکې د یو ځواکمن دولت له ادرسه مقابله وکړي، او دا ځواکمن دولت به خلافت وي. په هند کې د نظامي ټکنالوژۍ پرمختګ، په منځني ختیځ کې د یهودي رژیم پراخ نفوذ، او په نړیوالو چارو کې د غرب اغېز څرګندوي چې دوی د یوې لویې مقابلې لپاره تیاری نیسي. د هند د واکمنانو او خلکو، د یهودي رژیم، او غرب - چې د اسرایلو لخوا د فلسطینیانو پر وړاندې د جنایتونو ملاتړ کوي- ترمنځ نږدې اړیکې، د دې لویې نښتې لپاره د لارې هوارولو یوه برخه ګڼل کېږي. خو پر دغو قدرتونو سربېره، اسلامي امت د الهي وعدې او هغو نصرتونو په مرسته چې په احادیثو کې یې وړاندوینه شوې ده، د نهضت او د خلافت د تاسیس لپاره د حرکت په لور روان دی، څو په متحد ډول د دغو دښمنانو پر وړاندې ودریږي او دا ستره وعده پوره کړي.
کله چې د جګړې خبره کېږي، زموږ ذهن په طبیعي ډول منفي لور ته ځي. خو هغه لویې جګړې چې د خلافت پوځ به یې وکړي، په حقیقت کې د اسلام د عدالت یو مظهر دی، چې د ظالمو، جابرو او فاسدو نړیوالو بنسټونو سره به مقابله وکړي. د دغو بنسټونو تر ماتېدو وروسته به د اسلام حاکمیت ته د پراختیا زمینه برابره شي، او بشریت به خپل فطرت ته بېرته را وګرځي. دا جګړې یوازې د مسلمانانو د ژغورنې لپاره نه دي، بلکې د ټول بشریت، طبیعت، او ټولو ژوندیو موجوداتو د ژغورنې لپاره دي، چې د پانګوال نظام د ظلم او فساد له امله کړېږي. قرآن کریم دا ظالم، کافر او فاسد ځواکونه د «فتنې» په نامه یاد کړي دي او د بقرې سورت په ۱۹۳ام آیت کې امر شوی چې د دغو فتنو پر وړاندې تر هغه جګړه وشي، څو چې ختمې نه وي:

"وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّىٰ لَا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ لِلَّهِ
ژباړه: «او له هغوی سره تر هغه وجنګېږئ چې نور فتنه (کفر او کفري نظامونه) پاتې نه شي او دین (نظام او حاکمیت) یوازې د الله لپاره شي.»

خلافت او لویې جګړې
تاریخي دلایل او نصوص څرګندوي چې راتلونکې لویې جګړې، چې د پېښېدو وعده يې په نبوي احادیثو کې شوې ده، یوازې د اسلامي خلافت له لارې ممکنې دي. د لویو فتحو په اړه ټولې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم نورې وعدې د خلافت او جهاد له لارې پوره شوې دي. په دغو فتحو کې، د راشده خلفاوو په لاس د عرب جزیرې فتح، د عمر رضی الله عنه د خلافت په وخت کې د فارس سترې امپراتورۍ ماتې، او د عثماني خلافت په لاس د قسطنطنیې فتح شامل دي.
د نبوي احادیثو سیاق هم په دغو جګړو کې د جهاد او خلافت پر رول ټینګار کوي. کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د قسطنطنیې او روم فتحو د ترتیب په اړه وفرمایل: «مدینة هرقل (قسطنطنیه) به لومړی فتح شي».
دا وعده په ۱۴۵۳ میلادي کال کې د محمد فاتح په لاس، چې د عثماني خلافت خلیفه و، د جهاد له لارې پوره شوه. له دې څخه څرګنده ده چې د لویدیځ روم فتح لا پاتې ده، چې یوازې د خلافت په وسیله ممکنه ده، ځکه چې د خلافت بهرني سیاست، د ملي او سیکولر دولتونو پرخلاف، د دعوت او جهاد پر بنسټ ولاړ دی.
سربېره پر دې، د هند، یهودي رژیم، او غربي نړیوال نظم په څېر د ودې په حال کې قدرتونه په ډاګه کوي چې یوازې یو ځواکمن او واحد دولت، چې تر شا یې اسلامي ایډیالوژي وي، کولی شي د دغو زبرځواکونو پر وړاندې ودرېږي او دا لویه او حتمي جګړه رهبري کړي. اسلامي خلافت، چې الهي سیاست، د جهاد ځواک، او د امت ملاتړ لري، دا وړتیا او توان لري چې د دغو قدرتونو پر وړاندې مقابله وکړي او نبوي وعدې پوره کړي. نو، یوازې خلافت دا جګړې د اسلامي امت په بریا او د الله تعالی د دښمنانو په ماتې سره پای ته رسولی شي.
په پایله کې، د ملي دولتونو له دجال (نړیوال نظم) سره تعامل، او د ملي ګټو پر بنسټ ریالیسټیکو سیاستونو له لارې، د الهي وعدو تحقق ته نه شو رسېدی. دا احادیث په څرګنده ښيي چې د اسلامي امت اصلي دښمنان هغه قدرتونه دي چې د الله تعالی د دین د اظهار مخه نیسي او بشریت د هلاکت پر لور بیايي. د دغو دښمنانو پر وړاندې حللاره نه تعامل دی او نه نرمښت؛ یوازینۍ لاره قتال دی. دا قتال باید د اسلامي خلافت پوځ وکړي، ځکه یوازې خلافت دی چې بهرنی سیاست یې د دعوت او جهاد پر بنسټ ولاړ دی.
نو، د الله تعالی د وعدو د تحقق لپاره، باید د راشده خلافت د تاسیس لپاره بیړه وکړو. رسول الله صلی الله علیه وسلم د ګڼو وعدو تر څنګ د راشده خلافت د بیا راتګ وعده هم راکړې ده. هغه صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

…" ثُمَّ تَكُونُ مُلْكًا جَبْرِيَّةً، فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ." (مسند أحمد)
ژباړه: ...بیا به جبریه حکومت وي او تر هغې پورې به دوام وکړي چې الله وغواړي، بیا چې وغواړي هغه به لرې کړي. بیا به یو ځل بیا د نبوت پر منهج (راشده) خلافت تاسیس شي.

لکه څنګه چې د اسلام په تاریخ کې، خلفاوو په حرص او ډیره لیوالتیا د الهي وعدو او نبوي بشارتونو د پوره کولو لپاره هڅې کړې دي؛ نن ورځ هم له مسلمانانو (په ځانګړي ډول د قدرت له څښتنانو) څخه د ورته هڅې غوښتنه کېږي. لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د قسطنطنیې د فاتح په اړه فرمايي: قسطنطنیه به هرو مرو فتح کېږي، هغه امیر به تر ټولو غوره امیر او هغه لښکر به تر ټولو غوره لښکر وي. (مسند احمد). په دغه حدیث کې واضح ویل شوي چې ورکړل شوې وعده به پوره شي، خو څوک چې دا وعده پوره کوي، هغه تر ټولو غوره امیر او تر ټولو غوره لښکر دی. نو ځکه، قسطنطنیه له وعدې سره سم عثماني خلافت فتح کړه. د دغه امت د لویو او برخلیک ټاکونکو جګړو وعدې، د راشده خلافت بیا تاسیس، او د اسلامي نړیوال حاکمیت پراختیا به په ټاکلي وخت کې هرو مرو ترسره شي. خو دلته مهمه پوښتنه دا ده: څوک به دا حرص ولري چې د غوره امیر او غوره لښکر برخه وګرځي او د دغو وعدو د تحقق لپاره به وسیله شي؟ نو څرګنده ده چې څوک دا لیوالتیا او حرص نه لري او ځانونه یې د ملي دولتونو او ریالیسټیکو سیاستونو په زندان کې محدود کړي دي، له محرومینو او زیانمنو څخه به وي.ایا دا ممکنه ده چې دغه الهي وعدې د ملي دولتونو، منفعت‌محوره او اقتصاد محوره سیاستونو، او له دجال (دجالي نړیوال نظم) سره د تعامل په چوکاټ کې پوره شي؟ یو وار بیا ټینګار کوم، دا وعدې به بلاخره پوره شي، خو مهمه خبره دا ده چې په دې لار کې زموږ رول څه دی او د وعدو د تحقق په ورځ به موږ په کوم صف کې وو؛ د بریالیو او د الهي وعدو په پوره کولو کې د برخه اخیستونکو په صف کې، او که د محرومینو او پاتې شویو په صف کې؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«إِنَّ اللَّهَ زَوَى لِيَ الْأَرْضَ فَرَأَيْتُ مَشَارِقَهَا وَمَغَارِبَهَا، وَإِنَّ أُمَّتِي سَيَبْلُغُ مُلْكُهَا مَا زُوِيَ لِي مِنْهَا». (صحیح مسلم)
ژباړه: الله تعالی ځمکه زما لپاره لنډه کړه او ما د هغې مشرقونه او مغربونه ولیدل. او په یقین سره زما د امت قلمرو به هغو برخو ته ورسېږي چې ماته ووښودل شول.




   ارسال نظر