خلافت؛ د بدلون لپاره د امت پروګرام!
01/24/2025 | لیکوال: استاد حاتم جعفر

Print


(ژباړه)
په دې څېړنه کې د درېیو کلمو ارزونې ته کتنه کوو؛ خلافت، امت او بدلون.
خلافت؛ لکه څنګه چې د اسلام ځینې دښمنان ادعا کوي، یوازې له تاریخ څخه اخیستل شوې کلمه نه ده چې د اوښ او تورې تر زمانې محدوده شي. خلافت د موډرن تمدن له مظاهرو سره په ټکر کې نه دی، بلکې هغه عملي دولت دی چې د موډرن تمدن په ټولو بڼو او وسایلو کې پراخه ونډه لري؛ ځکه علم د دوام او تراکم پر بنسټ ولاړ دی. خلافت څه خیال او خوب نه دی؛ بلکې هغه دولت دی چې دیارلس پېړۍ یې دوام کړی او شپږ پېړۍ د نړۍ لومړۍ قدرت و.
د روان کال د رجب میاشتې راتګ د ټولو مسلمانانو د غیرت پارولو لپاره یوه انګیزه او تحرک دی؛ ځکه په ۱۳۴۲هـ.ق (۱۹۲۴م) کال عرب او ترک خاینانو د مکارې برېتانیې د کینې په لمسون، خلافت رانسکور کړ او د غوره او لوړ شي پر ځای یې هغه څه غوره کړل چې ټیټ او ذلیلانه وو؛ یعنې هغه ناتوانه ملي دولتونه چې مسلمانان یې د کمزورۍ، خوارۍ او فقر په لوري روان کړل. اسلام یې له ژوند څخه حذف کړ، د مسلمانانو یووالی یې وپاشه او مزدور حکام یې پرې وګومارل؛ په دې توګه یې هغوی سخت وربړول، غرب یې زموږ پر شتمنیو مسلط کړ او خپل اصل ته زموږ د بیرته تګ مخه یې ونیوله. اوس د رجب دغه میاشت موږ ته د خلافت د دردناک سقوط ۱۰۴مه کلیزه را یادوي. د روان کال رجب میاشت چې له جنورۍ سره سمون لري او د سوډان د دروغجنې خپلواکۍ ۶۹مه کلیزه هم ورسره برابره ده، په حقیقت کې یوه کرښه رسموي چې د حق او د هغه د احکامو (خلافت او اسلام) او د باطل او د هغه د دروغو (ډیموکراسۍ او له ژوند څخه د دین د بېلوالي) تر منځ توپیر څرګندوي.
د موضوع د روښانه کولو لپاره، د نږدې تاریخ د یوې پېښې یادونه کوو چې د خلافت مقام او عظمت څرګندوي. په ۱۹۲۴م کال د برېتانیې د عوامو له شخړې ډک یوه مجلس کې، استازو اعتراض وکړ او اپوزیسیون حکومت تورن کړ، چې ولې برېتانیې د ترکیې خپلواکي په رسمیت وپېژندله؟ د برېتانیې د بهرنیو چارو وزیر جورج ناتانیال کرزن په ځواب کې وویل: «موږ ترکیه له منځه وړې ده؛ دا هېواد نور هېڅکله نه شي راپورته کېدلی، ځکه موږ د هغه د قدرت دوې سرچینې له منځه وړې دي: اسلام او خلافت.»
د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر جورج کرزن د ۱۹۲۲م کال د نومبر په ۲۹مه په لوزان کنفرانس کې د ترکیې د خپلواکۍ لپاره څلور شرطونه وټاکل: د خلافت لغوه کول، د خلیفه شړل، د خلیفه د شتمنۍ ضبطول او د سیکولر دولت اعلان.
له دغو شرطونو څخه درېیو یې په مستقیم ډول له خلافت سره تړاو درلود او څلورم شرط یې د ژوند د نظام په توګه اسلام په نښه کاوه. خلافت دغه زهرجن جام په سر واړاوه او ترکيه چې ۳۰۰ کاله د نړۍ لومړی قدرت و، امر به یې کاوه او اطاعت به یې کېده، په یوه سیکولر دولت بدله شوه؛ هغه هېواد چې زموږ په خاورو کې یې د غربي پروژو د پلي کولو لپاره کار پیل کړ، ترڅو لومړی قدرت یعنې امریکا ترې راضي شي!
دا د خلافت حقیقت دی؛ یعنې په اسلام کې حکومتي نظام او هغه شرعي طریقه چې د اسلام نظامونه د مسلمانانو په ژوند کې پلي کوي. خلافت هغه بنسټ دی چې اسلامي احکام او نظامونه د خلکو په ورځني ژوند کې ژوندي او عملي ساتي. له همدې امله کېنه‌کښ کافر کرزن، خلافت د اسلام له جوهر سره په یوه کچه وګاڼه. که څه هم خلافت د اسلام یو حکم دی او هغه شرعي طریقه ده چې اسلام د مسلمانانو په ژوند کې پلی کوي.
د امت کلمې لغوي معنا دا سې ده: «د خلکو هغه ډله چې په یوه مشخص لوري حرکت کوي». خو په اصطلاح او شریعت، قرآن او نبوي حدیثونو کې څو بېلابېلې معناوې ورکړل شوي دي، چې تر ټولو مهمه یې دا ده: امت د خلکو هغه ډله ده چې واحد پیغام لېږدوي؛ یعنې پر یوه واحده عقیده باور لري. پر همدغه اساس او له هر ډول تحریف پرته، هېڅ امت د وطن، سیمې، نژاد او قبیلې پر بنسټ نه جوړېږي، بلکې امت یوازې د یوه اصل یا عقیدې پر بنسټ رامنځته کېږي.
له همدې امله په دې څېړنه کې یاد شوی امت اسلامي امت دی؛ هغه امت چې د خلکو لپاره غوره امت ګڼل شوی دی، د اسلام پر عقیده باور لري، د هغې په رڼا کې ژوند کوي او همدا عقیده خلکو ته رسوي، ترڅو هغوی له تیارو څخه د رڼا لور ته راولي. دغه امت پر انساني او جني دسیسو سربېره بیا هم یو ژوندی امت دی. د دغه امت ژوند د یو واحد امت په توګه جریان لري، چې له پولو، خنډونو، زندانونو او د زندان له ساتونکو څخه تېرېږي.
همدا دلیل و چې کله د عرب پسرلي انقلابونه پیل شول، د وچو وښو په څېر یې د سایکس-پیکو سرحدونه وسوځول، د دومینو نظریه یې په عملي توګه څرګنده کړه او د واحد امت حقیقت یې، چې د ظالمانو په زندانونو کې ټوټه ټوټه شوی دی، څرګند کړ. د عرب پسرلي لومړۍ سپرغۍ په تونس کې د ۲۰۱۰م کال د ډسمبر په ۱۷مه بله شوه، چې د دغه هېواد ولسمشر وتښتېد. بیا د ۲۰۱۱م کال د جنوري په ۲۵مه مصر ته ورسېده او د دغه هېواد د ولسمشر په استعفا پای ته ورسېده. له هغه وروسته د ۲۰۱۱م کال د فبروري په ۱۱مه یمن ته ورسېده او هلته هم ولسمشر استعفا ورکړه.
دا سپرغۍ د ۲۰۱۱م کال د فبروري په ۱۳مه بحرین ته ورسېده او خلکو د خپل ژوند د ښه‌والي لپاره اعتراض وکړ. په همغه وخت کې لېبیا ته هم لاړه او لومړۍ سپرغۍ یې د ۲۰۱۱م کال د فبروري په ۱۷ تازه شوه، چې د معمر قذافي په وژلو سره پای ته ورسېده. وروسته دا سپرغۍ د ۲۰۱۱م کال د مارچ په ۱۵مه سوریې ته ورسېده، چې د هغې انقلاب بیا توپیر درلود؛ ځکه د اسلام پلي کول یې د خپلې غوښتنې په توګه مطرح کړل. له همدې امله کفر پرې له هرې خوا برید وکړ او بيه يې ډېره درنه وه، چې دا لړۍ تر اوسه دوام لري.
دغو انقلابونو د بدلون لپاره د امت تمایل ثابت کړ؛ خو له هغه پروګرام څخه بشپړ پوهاوی نه لرل چې د بدلون سبب کېږي؛ یعنې داسې چې له اوسني واقعیت سره توپیر ولري، د واقعیت ځنځیرونه مات کړي او بشپړه خپلواکي ترلاسه کړي، په حقیقت کې د بدلون پر وړاندې خنډ وګرځېد. دغه ډول بدلون یوازې دغو پوښتنو ته د ژور او څرګند ځواب په ویلو سره ممکن کېدلی شي:
موږ انقلابیون څوک یو؟
که چېرې ځواب دا وي، چې موږ د سایکس-پیکو دولتونو وګړي یو؛ هغه دولتونه چې دین یې له ژوند څخه بېل کړی او خپل نظامونه د خپلو جوړو کړو فکرونو پر بنسټ رامنځته کوي او د حق او باطل معیار اکثریت ګڼي، په دې صورت کې به زموږ انتخاب له ژوند څخه د دین د بېلوالي چوکاټ وي. په دې توګه به زموږ د هڅو پایله د دیکتاتورۍ پر ځای د ډیموکراسۍ او تئوکراسۍ پر ځای د ډیموکراسۍ ځایناستي کول وي او زموږ وضعیت به همغه وي چې اوسمهال ورسره مخ یو.
که چېرې زموږ ځواب دا وي چې موږ مسلمانان یو او اسلام زموږ عقیده ده، چې نظام ورڅخه راټوکېږي؛ یعنې اسلام هغه دین دی چې دولت ورڅخه رامنځته کېږي. په دې صورت کې موږ د فاسد واقعیت له چوکاټ څخه وتلي یو او د کافر غرب فرېب او چل مو باطل کړی دی. په دې حالت کې به موږ د هغه پروګرام په لټه کې یو، چې زموږ د هویت ښکارندویي کوي او تر شا یې د الله سبحانه وتعالی رضا نغښتې وي.
دویم ټکی؛ د ناروغۍ د واقعیت تشخیصول دي، چې د بدلون لپاره پروګرام او د دې ناروغۍ د پیل وخت ته اړتیا لري.
د ناروغۍ واقعیت: موږ د استعمارګر کافر، د شر د منبع او د بندګۍ او بدبختۍ د لامل تر واک لاندې یو.
د ناروغۍ تاریخ: دا ناروغي د ۱۳۴۲هـ.ق کال د رجب په ۲۸مه د خلافت په نسکورېدو سره پیل شوه.
د دې ناروغۍ درملنه؛ یعنې له استعمار څخه خلاصون. خلاصون یوازې په عقیدې او د ژوند په هغو نظامونو سره امکان لري، چې له هغو مسایلو سره توپیر ولري چې استعمارګر زموږ خاورو ته راوړي او عملي کړي دي. دا په حقیقت کې موږ اسلام او خلافت ته ورګرځوي.
له همدې امله هره داسې بلنه چې د غرب د کافر تمدن د هرې برخې د منلو لپاره وي، یا د ناپوهۍ او یا هم د خیانت له امله ده. دا ډول بلنې خلک په دروغجنیو انقلابونو تېرباسي، د ناوړه شرایطو دوام او تکرار ته زمینه برابروي او د ظلم او ستم تر دې سختې نسخې بیا تولیدوي، چې د خلکو تر منځ ناهیلي خپروي او هیله له منځه وړي.
پر همدغه بنسټ هر هغه پروګرام چې ډیموکراسۍ، سېکولرېزم، مدنیت یا نورو حکومتي شکلونو ته دعوت وکړي، چې د غرب تمدن یې رامنځته کړی؛ نو اصلي ریښه یې ناروغي او بلا ده او یوازې د استعمارګر غرب لپاره بندګي ثابتوي.
نو د بدلون هغه پروګرام چې له فاسد واقعیت سره توپیر ولري او د ژوند ټولو پوښتنو ته او ان له هغه څخه مخکې او وروسته پوښتنو ته ځواب ووایي، یا هغه پروګرام چې د ژوند د ټولو جزیاتو لپاره په تېر، حال او راتلونکي کې نظامونه وړاندې کړي، ستونزې له نیمګړتیاوو پرته حل کړي، یوه تلپاتې منبع وي او د پېښو له بدلون سره سم د هغو اړوند احکام او نظامونه وړاندې کړي؛ یوازې او یوازې اسلام دی. 
له همدې امله هغه پروګرام چې امت یې باید د بدلون د وسیلې په توګه د ځان او نړۍ لپاره ولېږدوي، د خلافت پروګرام دی. خلافت د اسلامي احکامو او نظام د پلي کولو لپاره شرعي طریقه ده او موخه یې دا ده چې زموږ په خاورو او وروسته په ټوله نړۍ کې د کافر غرب نفوذ، د هغه رژیمونه، تمدن او د ژوند بڼه پای ته ورسوي.
د داسې کار لپاره باید هڅه وکړو؛ ځکه په هغه کې د دنیا او آخرت خیر نغښتی دی.




   ارسال نظر