په دې وروستیو کې د افغانستان پر
ځینو ولایتونو د بې پیلوټه الوتکو الوتنو ګنګوسې رامنځته کړې. ذبیح الله مجاهد د دغو
الوتنو په هکله ویلي: «له شک پرته چې دا الوتکې د امریکا دي او د ځینو نیږدې
هېوادونو له فضا څخه افغانستان ته دننه کېږي؛ ټول باید په دې هکله خپل مسولیت
وپېژني او تېری ودروي».
له شک پرته چې له افغانستان څخه د
امریکا تر ذلیلانه وتلو وروسته د افغانستان فضا د امریکا د جاسوسۍ سازمان (CIA) او پوځ تر
مستقیم څار لاندې ده. امریکا تر وتلو وروسته خپل سیاست بدل کړی او د افغانستان له
اوسنیو حاکمانو سره د تعامل سیاست تر څنګ له لرې لارې د څار سیاست (Over the Horizon) هم پر مخ وړي تر څو پر دې خاوره خپل استخباراتي نفوذ او استعمار
وساتي. جو بایډن له افغانستان څخه د وروستي امریکايي پوځي د وتلو پر ورځ، د ۲۰۲۱
کال د اګسټ پر ۳۱مه وویل: «موږ په افغانستان او نورو هېوادونو کې د ترهګرۍ پر
وړاندې خپلې مبارزې ته دوام ورکوو. موږ تر دې وروسته په افغانستان کې میداني جګړې
ته اړتیا نه لرو؛ له موږ سره بل انتخاب شته چې له لرې لارې څار (Over the Horizon) دی او له دې لارې به د جګړې په ډګر کې د امریکایی پوځیانو له
فزیکي شتون پرته پر ترهګرو بریدونه وکړو.»
د یادونې وړ ده چې د دغه نوي
سیاست په پایله کې ایمناظواهري شهید او د بې پیلوټه الوتکو ګرځېدل اوږدمهاله شوي.
له شک پرته دا سیاست د سیمې دولتونو (قطر، پاکستان، عراق، متحده عربي اماراتو، د منځنۍ اسیا هیوادونو او نورو) له مرستې او همغږۍ پرته د امریکا
لپاره ستونزمن او ډیر لګښت لرونکی دی. ځکه امریکايي الوتکې معمولاً له خلیج
هېوادونو یا بحر څخه الوتنه کوي؛ د سیمې د هېوادونو، په ځانګړې توګه د پاکستان له
فضا څخه تېرېږي او د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې الوتنې کوي. باید پوه شو
چې د سیمې هېوادونه اوس هم د ۲۰۰۱ کال په څېر، چې د طالبانو حکومت یې راوپرځاوه،
له امریکا سره د نویو پالیسیو په پلي کولو کې مرسته کوي؛ دا هېوادونه امریکا ته د
خدمت لپاره ان له یو بل سره سیالي کوي.
تر ټولو مهمه مسله دا ده چې د دغې
موضوع اساسي حللاره څه ده؟ آیا امریکا به د اوسني حکومت د چارواکو په نیوکو له
خپلې پالیسۍ لاس واخلي؟ او آیا د سیمې دولتونه به له امریکا سره مرستې ته د پای
ټکی کېږدي؟
لومړی دا چې امریکا د خپل نوي
سیاست له لارې په افغانستان کې د استخباراتي معلوماتو ترلاسه کولو او فضايي حریم ماتولو
ته دوام ورکوي. په داسې حالت کې د سیمې هېوادونه د دغو کړنو مخنیوی نه کوي، بلکې
امریکایي ډرون او بې پیلوټه الوتکو ته لار هواروي. دغه راز د افغانستان د اوسني
حکومت لخوا هېڅ ډول نیوکه او اعتراض په افغانستان کې د امریکایي سیاست د پلي کېدو
مخه نه نیسي. ځکه امریکا د عصري ټېکنالوژۍ پر مټ خپل سیاست پلی کوي. نو تر هغه چې
اوسنی حکومت په پیاوړو نظامي تجهیزاتو، ځمکني او هوايي پرمختللي صنعت او عصري ټېکنالوژۍ
سمبال نه شي او په دې هکله پر ټېکنالوژيکي انجنیرانو او ساینسپوهانو اوږدمهاله
پانګونه ونه کړي، د دغو ډرونونو د الوتنې مخه نه شي نیولی؛ له دې پرته به دا تېري
او استعمار دوام لري.
دویم دا چې د سیمې هېوادونه د
افغانستان حکومت پر وړاندې پرګماټیک او دوهګونی سیاست لوبوي او منافقت کوي. هغوی
له یوه لوري د افغانستان حکومت ته داسې ورین تندی ښيي چې ته به وايي د افغانستان
پر خلکو تر ټولو زړهسوانده دوی دي؛ له بل لوري د امریکايي سیاست په پلي کولو (په
سیکولر نظم کې د افغانستان بیا ذوب کېدلو، استعمار ته لار هوارولو او په افغانستان
کې د امریکا نفوذ خوندي کولو) کې له هېڅ کاره درېغ نه کوي. نو د افغانستان اوسني
حاکمان باید پوه شي چې د سیمې هېوداونه امریکا ته خورا ښه خدمت کوي، نو له هغوی
څخه دې د خیر، مرستې او مخلصانه اړیکو تمه نه کوي.
د امریکا لخوا د افغانستان فضایي
حریم ته د ګواښونو د له منځه وړلو لپاره باید لاندې ګامونه واخیستل شي:
لومړی: د افغانستان د مجاهدینو او مسلمانانو تر منځ د اعداد
مفهوم راژوندي کول اړین دي. په حقیقت کې د اعداد مفکوره په اسلام کې ډیر ارزښت لري
او پر مسلمانو حاکمانو واجب ده چې د دښمن د ګواښونو د مخنیوي لپاره ځان چمتو کړي.
اعداد په اسلام کې یوه هر اړخیزه او ژوره مفکوره ده چې سیاسي، اقتصادي، نظامي او
استخباراتي برخې رانغاړي. که د اعداد فکر نه وي، څه چې اوس په لاس کې دي هم له
منځه ځي. ځکه په اوسني نړیوال نظم کې حاکمه مفکوره داسې ده چې «یا برید وکړه یا
برید دربانې کېږي». نو باید له کفر سره د مقابلې لپاره چمتو وو. د اعداد مفکورې د
راژوندي کولو لپاره لومړی د اعداد د موخې درک اړین دی او په دویم پړاو کې یې باید
د پلي کولو لپاره اړین ګامونه واخیستل شي. په دې هکله د حکومت او خلکو ترمنځ
همکاري ډېره اړینه ده.
دویم: اوسنی حاکمیت باید تحصیلي او تعلیمي سیسټم ته جدي پام
وکړي. له بده مرغه، دوهنیم کاله کېږي چې د اوسني حکومت ځینې چارواکي لا د شرعي او
عصري علومو له بحثه نه خلاصېږي. د افغانستان په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د
ښوونکو، زدهکوونکو او محصلینو تر منځ لېوالتیا او انګېزه کمه شوې ده. له دې ناوړه
تعلیمي او تحصیلي وضعیت سره سخته ده چې داسې نسل وروزلی شو چې په ۲۱مه پېړۍ کې
داسې ټېکنالوژي او تجهیزات رامنځته کړي چې له امریکا او د اسلام او مسلمانانو له
نورو دښمنانو سره مقابله وکړي. اړتیا ده چې د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ داسې تحصیلي
او تعلیمي سیسټم رامنځته شي چې متخصص او پر اسلامي عقیده او ارزښتونو سمبال نسل
ټولنې ته وړاندې شي تر څو د دغه ګواښ د له منځه وړلو لپاره ګام پورته کړای شي.
باید پوه شو چې جمعي تعلیم ته پام په یوه ټولنه کې د صنعتي انقلاب له عناصرو ګڼل
کیږي.
درېیم: په یوه ټولنه کې د متخصصینو ساتل او روزل ډیر اړین دي.
له بده مرغه په تېرو دوو نیمو کلونو کې ډېری متخصصین یا له افغانستان څخه وتلي یا
د وتلو په فکر کې دي او لار یې سنجوي. اوسنی حاکمیت نه دی توانېدلی چې دا قشر له
خپل ځان سره وساتي او د اوسني حاکمیت د ادارو لار ورته پرانیزي. له بده مرغه، په
ځینو ادارو کې داسې تعصب حاکم دی چې متخصص ته د جاسوس او خاین په سترګه ګوري. دا
حالت متخصصین او کادرونه نهیلي کوي او له افغانستان څخه د وتلو فکر کوي؛ بیا له
بده مرغه د دې پر ځای چې دا ظرفیتونه د مسلمانانو په خدمت کې وي، غرب پرې پانګونه
کوي او د خپل د اقتدار لپاره یې کاروي. اوسنی حاکمیت باید متخصصینو ته غېږ پرانیزي
او د متخصصینو روزلو ته پام وکړي.
څلورم: د اسلامي ډلو او احزابو پر ظرفیتونو باور یوه حللاره
ده. ځینې اسلامي احزاب چې نړیواله تجربه لري او په بېلابېلو هېوادونو کې کادرونه،
ساینسپوهان او متخصصین لري باید باور پرې وشي چې د استعمار دا ګواښ په ګډه لرې
کړي.
«وَأَعِدُّوا
لَهُمْ مَا اسْتَطَعْتُمْ مِنْ قُوَّةٍ وَمِنْ رِبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ
عَدُوَّ اللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ» [ انفال:60]
ژباړه: او څه چې ستاسې له وسې
پوره وي، د دوى [دښمنانو] مقابلې ته يې چمتو كړئ او (همداراز د جګړې ډګر ته) تكړه
اسونه (چمتو كړئ) چې د الله دښمن او خپل دښمن پرې ووېروئ...