د اونۍ خبره: د پاکستان-افغانستان کړکیچ د امریکا د ستراتیژی برخه ده، چې اساسي حل ورته په کار دی
03/27/2024 | خالد مشعل

Print


تېره اونۍ (کب ۲۷مه ۱۴۰۲) د پاکستان هوایي ځواکونو د افغانستان په خوست او پکتیکا ولایتونو کې په یو شمېر سیمو هوایي بمبارۍ وکړې چې د رپوټونو له مخې، یوشمېر ملکي وگړي پکې مړه او ټپیان شول. دا هوایي بریدونه په داسې حال کې ترسره شول چې د افغانستان او پاکستان اړیکې د افغانستان د اوسني نظام له رامنځته کیدو را پدېخوا، خړې پړې او تر وسلوالو نښتو رسېدلې دي.
دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان پوځ د افغانستان پر خاوره هوایي بریدونه کوي. تر دې وړاندې، هم څو ځله د پاکستان پوځ په افغانستان کې هوایي او هدفي بمبارۍ کړي، چې ځاني او مالي زيانونه يې هم لرل.
د افغانستان او پاکستان اوږدې کشالې او خرابو اړیکو کې له یوې خوا د «نشنلیزم زهرجنه مفکوره» بنسټيز تخریبي رول لري او له بلې خوا د امریکا متحده ایالاتو د «اسلام ضد» پالیسي ده چې، په سیمه کې د پاکستان د نظامي-سیاسي دستگاه لخوا پلې کیږي.
د پاک-افغان کړکیچ کې څو مسئلې نغښتې دي. دا مسئلې د دې لامل کیږي چې دغه کړکیچ په دایمي توگه روان وي او هیڅکله د کرښې دوه خواوو ته پراته ورونه او خویندې  په سوله او هوساینه کې ژوند و نه شي کړی. هغه مسایل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دایمي تربگنۍ لامل شوي، دا دي:
۱ – د امریکايي دولت د اسلام ضد پالیسي: د امریکا متحده ایالاتو د پاکستان له دولته غوښتي او دنده یې ورکړې چې پر افغان دولت خپل فشارونه ډېر او روان وساتي. پر دې مسله د پاکستان د پوځ مشر عاصم مونیر واشنگټن ته په  خپل وروستي سفر کې له امریکایی لوري سره تفاهم ته رسېدلی دی. د دغه تفاهم له مخې، پاکستاني دولت منلې چې پر افغان دولت فشارونه (سیاسي، نظامي، اقتصادي او تجارتي) روان وساتي او ورځ تر بلې يې ډېر کړي. ځکه چې دا د افغانستان پر وړاندې د امریکا د ستراتیژۍ برخه ده او پاکستان یې باید عملي کړي.
۲ – د هند هوساینه: په سيمه کې د امریکا سیاست دا دی چې هند د پاکستان او نورو دولتونو له مزاحمتونو خلاص وي او دې ته فارغ وي چې خپله ټوله پاملرنه د چین پر وړاندې پر مبارزې ورټوله کړي. د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره، د هند تاریخي دښمن (پاکستان) باید له هند سره د کشمیر قضیه هېره کړي او نور د کشمیر د آزادۍ او د مجاهدینو له ملاتړه لاس واخلي. د هند پر ځای بايد خپله انرژي د پاکستان د قبایلو، اسلامي- جهادي ډلو او د افغان دولت پر تضعیف او ځپلو ولگوي.
۳ – د افغانستان د فعلي نظام کمزوري کول: د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د نظامي- سیاسي دستگاه پالیسي دا ده چې په افغانستان کې هیڅکله یو قوي دولت رامنځته نه شي. ځکه چې دا د دولت-ملت (نشنلیزم) د فکر پر اساس د پاکستان په زیان تمامیږي. همدا شان، د افغانستان د فعلي نظام پر وړاندې د پاکستان سیاست دا دی چې پرېنږدي چې دغه نظام غښتلی او په خپلو پښو و دریږي. ځکه چې قوت يې د ضعیف او کاواکه پاکستان په معنی دی. نو د اوسني افغان دولت سیستماتیک کمزوري کول، د پاکستان د نظامي دستگاه اوږدمهاله پالیسي ده چې په مختلفو بڼو یې پلي کوي.
پورته مسئله یوازې د پاکستاني دولت فکر نه، بلکې د ټولې نړۍ د دولتونو فکر دی. ځکه چې نه امریکا او نه نور دولتونه منلی شي چې یوه اسلامي-جهادي ډله دې قدرت ته ورسیږي او هغه دې بیا ځواکمنه شي. مگر دا چې له خپلو ارزښتونو لاس واخلي.
د پورته موخو د تعقیب او تحقق لپاره، د پاکستان نظامي-سیاسي مشرانو له افغانستان سره د خصومت او دښمنۍ سیاست غوره کړی دی او د دغه وضعیت د دوام لپاره زمینه سازي کوي. که افغان دولت هر څومره نرمښت و ښیي او وغواړي چې له پاکستان سره وضعیت کابو او د تفاهم ژبه رامنځ ته کړي، بیا هم پايله نه ورکوي. ځکه چې د پاکستان دولت د امریکا له متحده ایالاتو څخه په افغانستان کې د فعلي نظام پر ضد د «فشار او کمزوري کولو»  پروژه اخیستې ده او هغه باید پلي کړي. که د امریکا گټې ایجاب کړي او پاکستان ته ووایي چې له افغانستان سره د جگړې تر بريده مخکې ولاړ شي، نو د پاکستان پوځ دا کار کوي او دا ټاکنه هم د میز پر سر ده.
نو اصلي خبره دا ده چې له پاکستان سره روان کړکېچ د یوې لويې ستراتیژۍ برخه ده چې تر شا یې د امریکا متحده ایالات ولاړ دي او د پاکستان دولت یې د یوه اجیر په توگه د عملي کولو مسؤولیت لري.
خو تر ټولو اساسي، واقعي او دایمي حل لاره دا ده چې د افغانستان اوسنی حکومت خپل ټول ځواکونه او انرژي منظم او راټوله کړي. تر څنگ یې د پاکستان مجاهدین، په افغانستان کې شته مهاجر مجاهدین، په امت کې شته نور  سیاسي-فکري ظرفیتونه سره منسجم او راټول کړي او د یوې عملي ستراتیژۍ له مخې، له سیکولریزم او اجیرو رهبرانو څخه د پاکستان د آزادۍ طرحه جوړه او ژر عملي کړي. پاکستان له سیکولریزم او د امریکا له ښکېلاکه آزاد کړي. په افغانستان، پاکستان او منځنۍ آسیا کې دويم راشده خلافت اعلان او دا درې مؤمن ولسونه له کفري نظامونو، د غرب له فکري، سیاسي، اقتصادي او فرهنگي ښکېلاکه خلاص او د آرامه او با عزته ژوند خاوندان کړي. له دې پرته، بله هره حل لاره، موقتي او بې پایلې ده.
دا حل‌لاره د الله تعالی، د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم، د سیمې د مجاهدینو او د دې سیمې د لوی امت غوښتنه ده. په دې سره به د دنیا او آخرت عزت او سرلوړي زموږ په برخه شي او دا سیمه به د امریکا او د امریکا د لاسپوڅو حکامو له روان شر او فساد څخه خلاصه او د اسلام په نور به منوره شي، انشاءالله.




   ارسال نظر