د دعوت خبرونه: اشغالګرو ځواکونو، «دوکتور ابراهیم التمیمي» په الخلیل کې له خپل کوره نیولی!
02/24/2024 |

Print


یهودي اشغالګرو ځواکونو د ۲۰۲۴م کال د فبروي په څلورمه چې د ۱۴۴۵هـ.ق کال د شعبان له ۱۱مې سره سمون لري؛ په الخليل سيمه کې د فلسطین سپېڅلې خاوره کې د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر غړي پر کور برید کړی؛ دی یې نیولی او ټلیفون او شخصي کمپیوټر یې مصادره کړي.
دا نیول ځکه کېږي چې د غزې د خلکو پر وړاندې د یهودي دولت د تېریو په اړه د التمیمي دریځونه صریح او ښکاره وو او په دوامداره توګه یې د اسلامي خاورو له پوځونو څخه د غزې د مرستې او فلسطین د ازادۍ غوښتنې کولې.
یهودي جنایتکار رژیم تل د هغو غږونو د خاموشولو په هڅه کې دی چې د غزې د خلکو پر وړاندې د دوی جنایتونه او وحشتونه افشا کوي؛ یهود په خپل ټول ځواک هڅه کوي چې د فلسطین د مرستې او ملاتړ لپاره د امت او امت د ځواکونو د حرکت مخه ونیسي. یهود پوهېږي چې تش په نامه دولت یې ماتېدونکی او د غڼې کور ته ورته دی چې نه شي کولی د اسلامي امت یا ان د هغه د یوه لوی پوځ پر وړاندې ودرېږي.
څه چې تر ټولو زیات یهودي اداره، امریکا او د دغې وحشي ادارې غربي ملاتړي هیوادونه په وېره کې اچولي، دا دي چې اسلامي امت او پوځونه یې یوه ورځ د غزې د ملاتړ او فلسطین د ازادۍ لپاره حرکت کوي؛ دوی درک کړې چې د ضعف او کمزورتیا تر ښکاره کېدو وروسته یې دا مسله د اسلامي امت ترمنځ په یوه نوې مسله بدله شوې. یوازینی خنډ چې د فلسطین د ازادۍ لپاره د اسلامي امت د پوځونو په لار کې دی، د اسلامي خاورو په رهبرۍ کې د خاینو حکامو شتون دی.
یهودي اداره فکر کوي چې د دوکتور ابراهیم او د فلسطین د داسې نورو بچیانو په نیولو په امت کې د واک څښتنانو او پوځونو ته د نصرت غوښتنې د غږ مخه نیولی شي. اسرایل باید پوه شي چې نابودي او له منځه تګ یې پیل شوی او دا اقدامات یې تش وهم دی؛ د حق لارې ته دعوات روان دی او غږ یې لویه انګازه لري؛ الله سبحانه و تعالی د دغه دعوت بری تضمین کړی.

https://www.pal-tahrir.info/flash/13725




   ارسال نظر