د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مفهوم څه دی؟
09/19/2023 | محمد خالد

Print


الله سبحانه وتعالی په آل عمران سورت کې فرمایي:

﴿وَلْتَكُنْ مِنْكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنْ الْمُنْكَرِ وَأُوْلَئِكَ هُمْ الْمُفْلِحُونَ * وَلاَ تَكُونُوا كَالَّذِينَ تَفَرَّقُوا وَاخْتَلَفُوا مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَهُمْ الْبَيِّنَاتُ وَأُوْلَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ﴾.
[آل‌عمران: ۱۰۴-۱۰۵]
ژباړه: خامخا بايد ستاسو له منځه یوه ډله وي چې خیر ته به دعوت کوي او امر بالمعروف او نهی عن المنکر به کوي او همدوی بریالي خلک دي. د هغو خلکو غوندې نشئ، چې تیت پرک شول او اختلاف یې وکړ؛ وروسته له هغه چې د خپل رب ښکاره لارښوونې ورته ورسېدلې او چاچې دا کار وکړ، د هغوی لپاره ستر عذاب دی.

الله تعالی په دغه ایت کې له مسلمانانو څخه غواړي چې داسې یوه ډله جوړه کړي، ترڅو خیر ته دعوت وکړي او دلته له خیر څخه موخه اسلام دی. لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«الخیر اتباع القرآن و سنتی»
ژباړه: خیر په حقیقت کې له قرآن او زما له سنتو څخه پیروي ده.

په پورتني آیت کې امر بالمعروف او نهی عن المنکر د "خیر" د معنا د تشریح کولو لپاره راغلی دی، داسې چې خاص لفظ (امر بالمعروف او نهی عن المنکر) له عام لفظ (خیر) سره اړیکه لري او د دغې اړیکې موخه یوازې ډېره توضیح او تشریح ده؛ ځکه په ټوله کې اسلام ته دعوت دی یا د یوه عمل د کولو او یا د یوه عمل د نه کولو غوښتنه ده.
د عمل د ترسره کولو کومه غوښتنه چې په پورتني آیت کې راغلې، د هغه قطعي ترسره کېدل پکې غوښتل شوي دي؛ یعنې د هغه د واجب‌والي په معنا ده. هغه قرینه چې قطعي‌توب یې ثابتوي، په نورو آیتونو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په احادیثو کې یاده شوې ده؛ همداراز د هغه آیت په ګډون چې له پورتني آیت وروسته راغلی دی. الله سبحانه وتعالی په توبه سورت کې فرمایي:

﴿الْمُنَافِقُونَ وَالْمُنَافِقَاتُ بَعْضُهُمْ مِنْ بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمُنْكَرِ وَيَنْهَوْنَ عَنْ الْمَعْرُوفِ…﴾
[توبه: ۶۷]
ژباړه: نارینه منافقان او منافقينې ټول یوه ډله ده؛ هغوی په منکر امر کوي او له معروف څخه منعه کوي ...

او په همدغه سورت کې یو ځل بیا فرمایي:

﴿وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنْ الْمُنكَرِ...﴾
ژباړه: مومنان او مومنانې ټول يو د بل دوستان دي؛ هغوی په معروف امر کوي او له منکر څخه منعه کوي ...

رسول الله صلی الله علیه وسلم هم فرمایلي دي:

«والذي نفسي بيده لتأمُرنَّ بالمعروف ولتنْهَونَّ عن المنكر أو ليوشكنّ الله أن يبعث عليكم عقاباً من عنده ثم لتَدْعُنّه فلا يستجاب لكم»)ترمذی(
ژباړه: قسم په هغه ذات چې زما روح د هغه په لاس کې دی، یا به امر بالمعروف او نهی عن المنکر کوئ او یا به الله ډېر ژر پر تاسو داسې عذاب راولي، چې له هغه وروسته به له هغه سبحانه وتعالی څخه د مرستې غوښتنه کوئ، مګر ستاسو غوښتنه به نه منل کېږي. 

او همدارنګه فرمايي:

«لتأمرنّ بالمعروف ولتنهونّ عن المنكر ولتأخذنّ على يدي الظالم ولتأطرنّه على الحق أطراً، ولتقصرنّه على الحق قصراً أو ليضربنّ الله بقلوب بعضكم على بعض ثم ليلعننّكم كما لعنهم»)ابو داوود-ترمذی(.
ژباړه: تاسو به خامخا امر بالمعروف او نهی عن المنکر کوئ، د ظالم د ظلم مخه به نیسئ، حقې لارې ته به یې برابروئ او حق منلو ته به یې چمتو کوئ؛ که نه نو الله تعالی به په تاسو کې د ځینو زړونه پر ځینو نورو سخت کړي او وروسته به پر تاسو هم د هغو نورو "ظالمانو" په څېر لعنت ووایي.

الله سبحانه وتعالی په هغه آیت کې چې له پورتني آیت څخه وروسته راغلی، مسلمانان منعه کړي چې د هغو کسانو په څېر باید نه وي، چې د حق له راتګ او څرګندېدو څخه وروسته په تفرقې او اختلاف لاس پورې کوي؛ یعنې هغوی یې د معروف له پرېښودو او د هغو کسانو له تقلید څخه منعه کړي دي، چې معروف یې پرېښی دی. په حقیقت کې دا یهودیان، مسیحیان او ټول هغه کسان دي چې له ځان سره نوی شی راوړي، داسې چې هغه د الله په دین کې نه وي او یا هم یوه داسې شي ته دعوت وکړي، چې د الله سبحانه وتعالی له دین څخه نه وي. الله سبحانه وتعالی په هغه آیت کې هغو کسانو ته د لوی عذاب خبرداری ورکوي، چې له حق څخه لرې شوي وي او امر بالمعروف او نهی عن المنکر یې پرېښی وي.
 د داسې ډلې جوړول فرض کفایي دي، چې خیر یعنې امر بالمعروف او نهی عن المنکر ته دعوت کوي؛ لکه څنګه چې په آیت کې مسلمانانو ته خطاب شوی او له هغوی څخه غوښتل شوي، چې "ستاسو له منځه" یعنې دلته ټول نه، بلکې یو شمېر کسان هدف دي، ځکه «من» په «منکم» کې د ځینو یا یوې برخې په معنا دی. دلته ټولو مسلمانانو ته خطاب نه دی، چې هر فرد دې یوه ډله جوړه کړي، بلکې موخه دا ده چې د هغوی له منځه بايد یوه ډله موجوده وي. مګر امر بالمعروف او نهی عن المنکر په مطلق ډول پر هر مسلمان فرض عین دی، هغه که په ډله‌ییز ډول وي او یا هم په فردي ډول. لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«من رأى منكم منكراً فليغيّره بيده، فإن لم يستطع فبلسانه، فإن لم يستطع فبقلبه، وذلك أضعف الإيمان»)مسلم(
ژباړه: کله چې له تاسو څخه یوه کس منکر ولید، باید په لاس سره یې مخه ونیسي، که چېرې یې نشو کولی په ژبه یې دې مخالفت وکړي او که یې دا هم نشو کولی، نو په زړه کې یې دې بد وګڼي او دا د کمزوري ایمان نښه ده.

په یو بل روایت کې فرمایي:

«وليس وراء ذلك من الإيمان حبة خردل»)مسلم(
ژباړه: له هغه وروسته به ایمان د سپیلني د دانې په اندازه هم نه وي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم په دغه حدیث کې هغه کس چې په لاس او ژبې سره د منکر د مخنیوي توان نه لري او پردې سربېره په زړه کې یې هم بد نه ګڼي، بې ایمانه بللی دی.
که چېرې داسې یوه ډله وي چې خلک خیر ته رابولي، امر بالمعروف او نهی عن المنکر کوي او عملاً په مستقیم ډول په دعوت بوخت وي؛ مګر د منکر د مخنیوي او د معروف د پر ځای کولو توان ونه لري، یعنې د دغې ډلې پر فعالیت سربېره بیا هم منکر پر خپل ځای پاتې وي او معروف له صحنې څخه لرې وي، په داسې حال کې به ټول امت تر هغه وخته ګناهکار وي، ترڅو چې منکر له منځه نه وي تللی او ځای یې معروف نه وي نیولی. لامل یې دا دی، هغه ډله عملاً جوړه شوې، چې په آیت کې ورته اشاره شوې ده، مګر د هغې پر فعالیت سربېره بیا هم منکر شته دی او معروف لا هم له صحنې ایستل شوی دی. دا ګناه یوازې له هغو کسانو څخه ساقطېږي، چې عملاً د منکر په له منځه وړلو او د معروف په عملي کولو کې بوخت وي. مګر که چېرې دغه ډله په دې وتوانېږي، چې منکر له منځه یوسي او معروف عملي کړي، د بېلګې په ډول؛ که چېرې د اسلام د حمل په برخه کې نیمګړتیا وویني او وروسته یې د حل غوښتنه وکړي، اسلام حمل کړي او دا چاره په عملي ډول ترسره کړي یا دا چې په عملي ډول معروف ترسره کړي او منکر له صحنې څخه لرې کړي؛ په داسې حال کې به د داسې ډلې جوړول کفایي فرض وي، ځکه د دغې ډلې په مرسته فرض ترسره شوي او د آیت په امر عمل شوی دی.
همدارنګه که چېرې معروف نه ترسره کېږي او ځای یې منکر نیولی وي، د امت ټول افراد مکلف دي چې د منکر د له منځه وړلو او د معروف د پرځای کولو لپاره لاس پکار شی. په دې برخه کې د هېچا عذر نه منل کېږي، پرته له هغو کسانو چې عملاً په مستقیم ډول د امر بالمعروف او نهی عن المنکر پر چاره بوخت وي. په دې حالت کې د امت له ټولو افرادو څخه د داسې عمل غوښتنه کېږي، چې په مرسته یې هغه منکر له منځه لاړ شي، چې د معروف د ګوښه کېدو لامل شوی دی. له همدې امله که چېرې د یو منکر عمل منکروالی یوازې په غوښتنه او وینا سره له منځه ځي، نو همدغه غوښتنه او وینا واجب ده او که چېرې منکر په فردي فعالیتونو سره له منځه ځي، یعنې د افرادو په توګه افراد کولی شي، چې هغه منکر له صحنې څخه لرې کړي، نو همغه فردي عمل واجب دی. مګر که چېرې منکر له ډلې پرته نه ګوښه کېږي، نو په دې حالت کې د ډلې جوړول واجب دي، ترڅو منکر ګوښه او له منځه لاړ شي. په دې اړه شرعي قاعده وایي: «هر هغه څه چې له هغه پرته واجب نه ترسره کېږي، پخپله هم واجب دی» او موږ پوهېږو چې د منکر له منځه وړل واجب دي او په دې اړه هېڅ اختلاف نشته.
امر بالمعروف او نهی عن المنکر د هر هغه معروف په معنا دی چې باید امر پرې وشي او د هر هغه منکر په معنا دی، چې باید مخنیوی یې وشي؛ ځکه په معروف امر کول، په حقیقت کې د همغه شي حکم دی، چې پر هغه یې امر کړی دی، نو که چېرې هغه شی پخپله واجب وي، چې امر پرې شوی، پر هغه امر کول هم واجب دي او که چېرې هغه شی مستحب وي، پر هغه امر کول هم مستحب دي. په دې اړه ځینو مثالونو ته اشاره کوو، د نفل لمانځه د ادا کولو امر مستحب دی او د رمضان میاشتې پر روژه امر کول واجب دي، خو د شوال میاشتې پر شپږو روژو امر کول مستحب دي او همداراز د الهي حاکمیت د تاسیس او د هغه د حدودو د تطبیق لپاره امر کول واجب دي او همداسې پر جهاد او د اسلام پر خپراوي امر کول واجب دي، خو د ږېرې پر پرېښودو، د سهار او ماښام د اذکارو پر ویلو، مسواک وهلو، له هر لمانځه مخکې د اوداسه پر کولو او داسې نورو مسایلو امر کول مستحب دي. مګر له منکر څخه منعه واجب دي، حتا پر هغه کس هم واجب دي چې هغه منکر عمل یې پخپله ترسره کړی وي، ځکه نوموړی د هغه منکر په ترسره کولو سره یوازې پر یوه ګناه مرتکب شوی او که چېرې له هغه عمل څخه د نورو کسانو مخه ونه نیسي او د هغه پر وړاندې چوپتیا غوره کړي، پر همدې دلیل پر یوې بلې ګناه هم مرتکب کېږي.
د معروف او منکر یو بل ډول هم شته دی، چې الله سبحانه وتعالی یې د امر او نهی کولو حق یوازې حاکم ته ورکړی دی، ځکه یوازې حاکم د هغه صلاحیت لري. الله سبحانه وتعالی له حاکم پرته هېچا ته د دغه ډول واک حق نه دی ورکړی؛ لکه د حدودو تطبیق، د جهاد اعلان، د اړیکو په برخه کې د اسلام تطبیقول، قانون جوړول او له اسلام څخه د احکامو تبني کول او پر مرتکبینو یې د حدودو عملي کول؛ یعنې پر هغو کسانو چې زکات نه ورکوي یا هغو کسانو چې د جګړې له ډګر څخه تښتي یا هغو کسانو چې دښمن ته جاسوسي کوي او یا هم هغو کسانو چې سود خوري او یا سود ورکوي. هېڅ فرد او هېڅ ډله حق نه لري چې هغه ډول چارې تطبیق کړي، چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر لپاره لازمي دي، ځکه دا احکام له شرعي اړخه یوازې د حاکم حق دی، ترڅو په داسې حالاتو کې امر بالمعروف او نهی عن المنکر وکړي. که چېرې د صلاحیت خاوند (حاکم) نه وي، چې دغه احکام عملي کړي، په داسې حال کې بیا امر بالمعروف او نهی عن المنکر دا دی، چې لومړی د صلاحیت خاوند (حاکم) رامنځته شي، ترڅو په مستقیم ډول پخپله د هغه منکر په له منځه وړلو لاس پکار شي، چې معروف یې له صحنې څخه ګوښه کړی دی. دا هغه وخت کېږي چې د صلاحیت خاوند نه وي، خو که د صلاحیت خاوند وي، اصلي مسؤلیت بیا دا دی چې نوموړی د پورتنیو مسایلو او د هغو په څېر نورو موضوعاتو په برخه کې متوجه کړو، ترڅو امر بالمعروف او نهی عن المنکر وکړي او تل یې باید تعقیب کړو چې خپل دغه مسؤلیت په ښه ډول ترسره کړي.
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر لپاره دا اړینه ده، چې پخپله فرد باید د همغه معروف او منکر په اړه پوهاوی ولري او له دې پرته ښايي د خپلې ناپوهۍ په سبب پر منکر امر وکړي؛ د بېلګې په توګه ښايي یو کس پر دې دلیل فاسق وګڼي، چې د ده له اجتهاد او تقلید سره یې مخالفت کړی دی او یا نوموړي چې کوم شی نهی کړي، هغه ښايي د بل مجتهد په اجتهاد کې صحیح وي. په داسې حال کې نوموړي بیا داسې شی نهی کړي او پکې بوخت دی، چې منکر نه دي او حقیقت کې یې منکر هېر کړي دي، ځکه منکر هغه څه دي چې حرام وي او حرام بیا هغه څه دي چې په قرآن یا سنتو کې تحریم شوي وي او یا دا چې د حرام والي دلیل یې د قرآن او سنتو له لارښوونې سره سم په صحیح اجتهاد سره استنباط شوی وي.
لکه څنګه چې وړاندې یادونه وشوه، چې ټول مسلمانان پر امر بالمعروف او نهی عن المنکر مکلف دي، هغه که خاص مسلمانان دي او که عام. داسې هېڅ دلیل نشته دی، چې د دغه حکم خلاف امر ثابت کړي. د اصحابو کرامو په ډله کې ټول هغه کسان موجود وو، چې ایمان یې راوړی و او له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یې خبرې کړې وې. په دوی کې داسې کسان هم وو چې ځانګړی مهارت یې درلود لکه، شاعران، لیکوالان او یا عالمان او داسې کسان هم وو چې د عامو وګړو، بازاريانو، خدمتګارانو او داسې نورو په ډله کې راتلل؛ دوی ټول د رسول الله صلی الله علیه وسلم اصحاب وو، چې پر هغه او د هغه پر رسالت باندې راټول شوي وو. د دوی همدغه راټولېدل د دې لامل شوي وو، چې دوی ته يې دا ځانګړتيا ورکړې وه او یو لوړ مقام یې ترلاسه کړی و. پر همدې اساس خیر ته دعوت د ټولو خلکو دعوت ګڼل کېږي او هېڅ داسې ځانګړتیا نه لري، چې د هغې پر اساس دې یوه ډله یا ټولی دا ادعا وکړي، چې دغه خیر عام نه دی او یوازې دوی ته مخصوص شوی دی. همدارنګه تر ټولو مهم کس چې لومړی باید امر بالمعروف او نهی عن المنکر شي، هغه څوک دی چې د خلکو چارې په لاس کې لري. د دغه کس په اصلاح کېدو سره د هغه پیروان هم اصلاح کېږي او په فاسد کېدو سره یې پیروان هم فاسدېږي. بله خبره دا ده چې تر ټولو لوی امر بالمعروف او نهی عن المنکر هغه دی، چې د خلکو د چارو مسؤلین مخاطب شي، لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې اړه فرمایي:

«سيد الشهداء حمزة ورجل قام إلى إمام جائر فأمره ونهاه فقتله»)الحاکم(
ژباړه: حمزه او هغه کس د شهیدانو سرلاري دي، چې د ظالم امام پر وړاندې ودرېږي او هغه ته په "معروف" امر وکړي او له "منکر" څخه یې منعه کړي او هغه ظالم امام یې بیا ووژني.

نو دغه کس بیا لوړ ځای او مقام لري.
همدارنګه فقهاوو خلافت یعنې اسلامي دولت د شرعي احکامو راټولوونکی ګڼلی دی، په دې معنا چې د دولت په شتون کې احکام راټولېږي او پلي کېږي؛ خو په نشتون کې یې بیا احکام هم له تطبیق څخه پاتې کېږي. له همدې امله د اسلامي دولت لپاره دعوت او کار کول په حقیقت کې د هر معروف لپاره دعوت دی او د هغه د ړنګېدو او له منځه تلو پر وړاندې چوپتیا غوره کول بیا په حقیقت کې د هر ډول منکر پر وړاندې چوپ پاتې کېدل دي؛ پر همدې اساس د اسلامي دولت لپاره کار کول تر ټولو لوی امر بالمعروف او نهی عن المنکر دی. له شک پرته دا لیدلوری په بشپړه توګه سطحي دی او د اسلام له شان او دبدبې سره نه ښايي، چې امر بالمعروف یوازې تر فرعي احکامو پورې محدود شي او د دعوتګرانو ټوله هڅه یوازې د علماوو تر منځ په فقهي اختلافاتو متمرکزه وي.
  دا چې اسلام اوسمهال نه تطبیق کېږي او حتا ډېری مسلمانان ګومان کوي چې اسلام د اوسنيو ستونزو د حل توان نه لري، باید وویل شي چې که چېرې اسلام اوسمهال زموږ د ستونزو د حل اصلي سرچینه نه ده او که غواړو چې خپل ژوند ته یې راوګرځوو او احکام یې پر ځان او ټولنه پلي کړو او هغه د خپلو عملونو، ګټو او اړیکو په برخه کې د ځان او نورو امتونو تر منځ معیار وټاکو، لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی موږ ته امر پرې کړی؛ نو که چېرې همدا خپل مکفلیت وبولو، یعنې د معروف د ترسره کولو او د منکر د له منځه وړلو او خیر ته د دعوت کولو په لټه کې وو، نو په دې حالت کې یوازینۍ لاره دا ده چې د اسلام عقیده باید حمل شي، داسې چې اسلام په عملي ډول زموږ د ټولو عملونو معیار شي او د خپل ژوند د ستونزو د حل په موخه باید له اسلام پرته هېڅ بلې سرچینې ته مراجعه ونه کړو. همدارنګه د خلکو تر منځ د اړیکو د تنظیم او د هغوی د ستونزو د حل په برخه کې باید د اسلام قدرت څرګند کړو. پر دې سربېره د دغو اړیکو د تنظیم څرنګوالی او د اسلام په واسطه د ستونزو حل باید د خلکو لپاره بیان کړو. هر کله مو چې اسلام په دې ډول حمل کړ، هغه مهال بیا دغه ادعا کولی شو چې هم مو د عقیدې پر اساس او هم مو د نظام پر اساس پر اسلام عمل کړی دی. اسلام باید په همدې ډول د مسلمانانو لخوا د مسلمانانو، حکامو او عامو خلکو لپاره حمل شي او وروسته بیا د نړۍ نورو خلکو ته ورسول شي. پر همدې اساس اسلام باید داسې حمل شي، چې عقیده یعنې د ژوند لیدلوری او د ستونزو او اړیکو لپاره حللارې یعنې نظام یې باید په واضح ډول بیان شي؛ داسې چې هر ډول ګرد باید ترې پاک شي، ترڅو له کفر سره ګډ نشي. د اسلام همدغه عقیدوي حمل د دې لامل کېږي، چې د افرادو او ټولنو چلند بدل کړي، ځکه هرکله چې یوه عقیده او باور عملي کړنلاره ولري او هغه انسانان چې قناعت یې پرې کړی او زړه یې ورباندې ډاډه شوی دی، هغوی به هېڅکله بیا پر بله عقیده او باور عمل ونه کړي؛ مګر که داسې ونه کړي، ژوند به یې له اندېښنو او لارورکیو څخه ډک وي.
د یادونې وړ ده چې اسلام یوه خیالي مفکوره او یا فلسفي فرضیه نه ده، بلکې هغه مفکوره ده چې محسوس واقعیت او واضح منهج لري، خو د بشر اوسنۍ بدمرغي ده چې له امله یې د بشر په ژوند کې نه تطبیقېږي. دا څنګه منلی شو او یا څنګه باور کولی شو، چې دغه عملي مفکوره له خپل نظم څخه بېلېدلی شي؟ او څنګه ګومان کولی شو چې د خپل ژوند چارې د هغه څه پر اساس روانې کړو، چې نظام یې نه پېژنو او حتا د نظام پر شتون یې باور نه لرو؟ او دا به څنګه ممکن وي، چې افراد او امتونه دې د خپلو ستونزو د حل لپاره هغو حللارو ته لېوالتیا وښيي، چې له شتون څخه یې بې خبره وي او حس کولی یې نشي؟ پوهېږو چې یو ناروغ یوازې هغه ډاکتر ته ځي، چې پوهېږي له هغه ډاکتر سره هم اړین درمل شته دي او هم یې په اړه بشپړ پوهاوی لري. خیر ته دعوت کول باید داسې وي چې خیر واضح کړي او په اړه یې خلکو ته معلومات ورکړي، ترڅو خلک پوه شي، یعنې هغه څه چې امر پرې کېږي، یو معروف دی او همدارنګه منکر هم باید بیان شي او بدي یې خلکو ته ښکاره شي، ترڅو خلک پوه شي، یعنې هغه څه چې مخنیوی یې کېږي، یو منکر عمل دی. د دې ترڅنګ اړینې حللارې باید واضح او څرګندې شي، ترڅو د معروف صلاح او د منکر فساد خلکو ته ښکاره شي او پر دې اساس په پوره پوهې او بشپړې لېوالتیا او احسان سره له معروف څخه پیروي وکړي او له منکر څخه ځانونه وساتي.
که چېرې د اسلام تاریخ ته وګورو، نو وینو چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دعوت هغه مهال د خلکو ډېر ملاتړ خپل کړ، چې خلکو ته د هغه د نظام ښېګڼې څرګندې شوې او خلکو د هغه حللارې د خپل ژوند لپاره په عملي ډول احساس کړې. په پایله کې یې خلک ډلې ډلې اسلام ته داخل شول او ډېری امتونه بیا داسې وو، چې کله یې د اسلام عدل او نظم لیدلی و، په همغه وخت یې منلی و. کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خلک د خیر لوري ته رابلل او امر بالمعروف او نهی عن المنکر به یې کاوه، نو معروف به یې ښه واضح کړ او ښېګڼې به یې بیان کړلې. همدارنګه کله به یې چې منکر رد کړ، نو د هغه فساد به یې هم خلکو ته په هراړخیز ډول بیان کړ. همداراز رسول الله صلی الله علیه وسلم به خلک یوازې د بتانو له عبادت څخه نه منعه کول، بلکې له هغوی څخه به یې غوښتل چې پر ځای یې د واحد الله عبادت وکړي. د دې ترڅنګ خلک به یې د طاغوت له حاکمیت څخه منعه کول او دا یې ورته واضح کړې وه چې له الهي حاکمیت پرته بل هېڅ حاکمیت نشته دی. خلک به یې له منکر څخه منعه کول او امر به یې ورته کاوه چې پر معروف منګولې ټینګې کړي او خلکو ته به یې د پېر او پلور د څرنګوالي په اړه هم لازمې لارښوونې کولې او د خپل رب په حواله به یې ورته وویل: (ویل للمطففین). رسول الله صلی الله علیه وسلم یوازې پر دې بسنه ونه کړه، چې خلک دې د بتانو عبادت پرېږدي او هغوی دې یوازې د لمانځه او روژې په برخه کې د الله تعالی عبادت وکړي، بلکې خلکو ته یې امر وکړ چې په لمانځه، روژه، زکات، جهاد، پېر او پلور، د حدودو په تطبیق، د مالونو په وېش، د مالونو په پراختیا او لاسته راوړلو کې باید له اسلام سره سم عمل وکړي. د الله تعالی عبادت ته یې د ژوند له ټولو چارو سره ټینګ تړاو ورکړ، داسې یې نه کول چې له ځینو اعمالو سره اړیکه ورکړي او ځینې نور بیا پر خپل حال پرېږدي. هغه صلی الله علیه وسلم هر شي ته خپل حق ورکړ، پرته له دې چې له کوم قدرت او حاکمیت څخه ووېرېږي او پرته له دې چې له چا سره په دې اړه جوړجاړی وکړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم هېڅکله د خلکو د پاملرنې او رضایت هڅه نه کوله او نه هم د هغوی د تایید په لټه کې و، بلکې ټوله هڅه یې دا وه چې خپل مسؤلیت د حق په اظهار او د باطل په له منځه وړلو کې په ښه ډول ادا کړي؛ مهمه نه وه چې خلک یې مني او که یې ردوي، ځکه د هغه صلی الله علیه وسلم هدف یوازې دا نه و چې خلک پر ځان راټول کړي، بلکې اصلي موخه یې دا وه چې خلک باید نه یوازې پر ده، بلکې د هغه صلی الله علیه وسلم پر منهج هم باید راټول شي. دا هغه منهج و، چې له یوه ځانګړي جوړښت او طریقې څخه رامنځته شوی و. 
پر همدې اساس امر بالمعروف او نهی عن المنکر باید داسې وي، لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چې ترسره کړي دي او که چېرې امر بالمعروف او نهی عن المنکر له دې پرته په بل هر ډول ترسره شي، دا په حقیقت کې د منکر د تایید او د معروف د پرېښودو په معنا دي. مهمه نه ده چې د دغه امر او نهی مظهر څه ډول دی، ځکه معروف د اسلام له ټولو احکامو څخه پیروۍ ته وایي؛ داسې نه چې پر ځینو عمل وشي او ځینې نور بیا پرېښودل شي او یا دا چې په هغو چارو کې اجتهاد وشي، چې نص پکې راغلی دی. پر همدې اساس باید پوه شو چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم طریقه یو شرعي حکم دی، چې عمل کول پرې واجب دي.
د دعوت حمل په داسې کیفیت سره دی، چې سیاسي حمل ورته ویل کېږي، ځکه سیاست که هر ډول تعریف شي، بیا هم د اړیکو له تنظیم سره ټینګ تړاو لري؛ هغه که د چارو تنظیم تعریف شي او یا که د حکومتولۍ هنر، په هر حالت کې د ګټو خونديتوب او د اړیکو تنظیم رانغاړي. سیاست د عمل د ځانګړنې لپاره صفت دی، نو که چېرې یو عمل د چارو له تنظیم او سمبالښت سره تړاو ولري، هغه یو سیاسي عمل دی؛ یعنې له هغه عمل څخه هدف د خلکو سیاست او د هغوی تر منځ د اړیکو تنظیم دی. د خلکو د ګټو خوندي کول او د هغوی د چارو تنظیمول پخپله یو سیاسي عمل دی؛ د بېلګې په توګه د حاکم محاسبه کول یو سیاسي عمل دی، حاکمیت کول یو سیاسي عمل دی او په امت مجلس کې د خلکو استازیتوب یو سیاسي عمل دی. د یوه سیاسي عمل هویت او واقعیت له هغې مرجع څخه څرګندېږي، چې د تنظیم څرنګوالي یې ورڅخه سرچینه اخیستې ده، یعنې له هغې قاعدې او قانون څخه سرچینه اخلي، چې د دغه تنظیم اسالیب او نظم ورڅخه اخیستل شوی دی؛ د بېلګې په توګه تعلیمي سیاست هغه دی چې اکاډمیکې چارې تنظیم کړي او اقتصادي سیاست هغه دی چې اقتصادي چارې تنظیم کړي، یعنې په مالونو، معاملو او ملکیتونو پورې اړوندې چارې تنظیم کړي. دا توپیر نه کوي چې دغه تنظیم په کوم کیفیت او کوم اساس دی، مګر که چېرې د اکاډمیکو چارو تنظیم داسې وي، چې د تدریس د چارو اساس یې له اسلام سره په ټکر کې نه وي، نو دا یو اسلامي تعلیمي سیاست دی. همدارنګه هغه اقتصادي سیاست چې د اسلام د احکامو پر اساس رامنځته شوی وي، لکه د مالونو د ملکیت څرنګوالی، هغوی ته د رشد ورکولو څرنګوالی او هغه معاملې چې له اسلام سره په ټکر کې نه دي؛ په دې حالت کې بیا دا یو اسلامي اقتصادي سیاست دی. همداراز په عامه توګه سیاست هم یوازې هغه وخت اسلامي کېږي، چې د ژوند ټولې چارې د اسلام پر اساس مخته یوسي، هغه که فردي چارې وي او یا غیر فردي. پر همدې اساس باید اسلام په سیاسي ډول حمل کړو، یعنې اسلام باید په دې هدف حمل کړو چې زموږ د ژوند چارې د خپل نظم پر اساس مخته یوسي. د دې کار لپاره اړتیا ده چې د اسلام حللارې، د کفر فساد او هغه طریقه ښه واضح کړو، چې اسلامي حللارې د هغې پر اساس رامنځته کېږي او په پایله کې یې ګټې خوندي کېږي او چارې یې تنظیمېږي. که چېرې دعوت له پورتنۍ طریقې پرته ترسره شي، بیا به نیمکړی وي او هېڅکله به خپل هدف ته ونه رسېږي.
د اسلام د حمل طریقه داسې ده، چې د چارو له بشپړ وضاحت او ښکارندویۍ وروسته به خلک په پوره لېوالتیا سره پر ځانونو د اسلامي احکامو د تطبیق غوښتنه کوي، ځکه دا طریقه د اسلام ټولې حللارې په ځان کې رانغاړي او د یوه فرد یوازې عبادات نه، بلکې ټول عملونه باید د الهي احکامو په چوکاټ کې وي؛ لکه څنګه چې افراد خپل لمونځ او روژه د الله سبحانه وتعالی لپاره ترسره کوي، همداسې سودي او حرامې معاملې هم باید د الله تعالی لپاره پرېږدي، د اسلامي خاورو د له لاسه ورکولو پر مهال باید چوپ پاتې نشي، د اسلام د دعوت په حمل کې باید ټمبلي ونه کړي او تل باید هڅه وکړي چې اسلام قدرتمند شي، ترڅو د اسلام پر اساس د خپلو اړیکو تنظیم ته لار هواره کړي، خپل حقوق خوندي کړي او په پایله کې د الله سبحانه وتعالی حدود پلي شي.
باید پام مو وي چې سیاست د عمل صفت دی، نه د هغه مفکوره؛ ځکه سیاست یوه عقیده نه ده، بلکې د اسالیبو لپاره یو صفت ګڼل کېږي. پر همدې اساس سیاست د عمل روح نه دی او دا روا نه ده چې سیاست د عمل روح وګڼو، بلکې د عمل روح اسلام دی او دا سمه نه ده چې له اسلام پرته بل شی دې د عمل روح وبلل شي. د دې خلاف هر سیاست به، یو کفري سیاست وي، ځکه یو عمل باید هېڅکله له خپل روح یعنې اسلام څخه بېل نشي، هغه که هدف یې د چارو تنظیم وي او که نه. پر پانګوالۍ زموږ د نیوکې اصلي لامل دا دی چې هغه یو کفري نظام دی، نه دا چې فساد او ستونزې زیږوي؛ یعنې که چېرې یوه ستونزه په ښه ډول حل کړي او یا په یوه مسله کې د اسلام له مسایلو سره جوړ راشي، خو بیا هم زموږ له نظره یو کفري نظام بلل کېږي. د بېلګې په توګه کله چې سهامي شرکتونو ته پانګوال شرکتونه وایو او له هغوی سره کار کول ناروا بولو، یوازینی دلیل یې دا دی چې پانګوال شرکتونه له شرعي اړخه باطل دي او د کفري نظام یوه برخه ګڼل کېږي. موږ ته روا نه ده چې له هغوی سره کار وکړو، ځکه د دغه کار معنا دا ده چې له الهي نظام پرته یو بل نظام د منځګړي په توګه منو. پر همدې اساس د اسلام له نظره په معاملو کې برخه اخیستل پنځه ډوله دي او سهامي شرکتونه د دغو پینځو ډولونو خلاف دي؛ یعنې په اسلام کې معامله د دوو کسانو یا ډېرو کسانو تر منځ ایجاب او قبول دی، په دې شرط چې دغه کسان د تصرف وړتیا ولري، مګر په سهامي شرکتونو کې معامله د مال او انسان تر منځ ده. دا چې مال د تصرف وړتیا نه لري، نو دا معامله د دوو کسانو یا ډېرو کسانو تر منځ نه ده، بلکې لکه څنګه چې ادعا کوي پخپله دغه شرکت د خپلواکې ارادې خاوند دی او پر همدې اساس په هغه کې ایجاب او قبول نه ترسره کېږي، بلکې یوازې قبول دی او بس. له همدې امله سهامي شرکتونه په لومړي قدم کې له اسلام سره د مخالفت له اړخه ارزول کېږي، وروسته یې بیا فساد، ستونزې او ناوړه استفادې واضح کېږي؛ د بېلګې په توګه دغه شرکتونه د دې لامل کېږي، چې مالونه او شتمنۍ یوازې پانګوالو ته په واک کې ورکړي او دا چې دغه نظم د استعمارګرو او د هغوی د نظامونو د فرهنګ یوه برخه ده او یا دا چې څومره فساد به یې نن او څومره به یې سبا څرګند شي؛ په هر حالت کې فاسد دی، ځکه د انسانانو لخوا جوړ شوی دی. د دغو چارو درک او عمل پرې کول په دې معنا دي، لکه په سیاسي او عملي ډول چې له اسلام سره سم عمل وشي او اړیکه یې د اسلام له روح سره وساتل شي؛ چې په حقیقت کې دا همغه د کایناتو له خالق سره اړیکه ده.
دا ادعا به څنګه وکړای شو چې موږ اسلام حمل کوو او په سیاست کې یې پر خپلو چارو حاکموو، په داسې حال کې چې په سیاسي ډول یې حمل نه کړو؟ او اسلام به څنګه زموږ د ژوند ستونزې حل کړي، په داسې حال کې د اسلام حللارې د هغه پر اساس واضح او څرګندې نه کړو؟ له همدې امله اسلام باید لومړی په واضح او څرګند ډول درک کړو او وروسته یې د امت لپاره وړاندې کړو، ترڅو په ښه ډول له هغه سره بلد شي او په سمه لاره حرکت وکړي. که چېرې اسلام په دغه ډول امت ته وړاندې نه شي، بلکې نیمګړی ورسول شي او د اسلام یوازې احساساتي اړخونه وړاندې شي، په دې حالت کې د اسلام لوري ته د امت حرکت او د هغه فعالیت هم یوازې له احساساتو او عاطفي غبرګون څخه سرچینه اخلي، چې په پایله کې له اسلام څخه د دوی د وتلو او یا له کفر سره د اسلام د ګډولو لامل کېږي. په دې توګه به کفر د اسلام په جامه کې امت ته داخل شي، لکه څنګه چې اسلامي دولت په نولسمه پېړۍ کې د عثمانیانو د حاکمیت پر مهال د مدني احکامو په نامه ځینې غیر اسلامي احکام واخیستل او یا لکه نن ورځ چې مسلمانان د سهامي شرکتونو، بیمې او سودي معاملو پر اساس عمل ترسره کوي. دا ټولې هغه معاملې دي چې له کفري نظامونو څخه سرچینه اخلي او له اسلام سره هېڅ اړیکه نه لري، که څه هم اسلامي جامې ور اغوستل کېږي. پر همدې اساس موږ یو فساد د بل فساد ځای ناستی کړی دی او کفر مو پر یو بل کفر بدل کړی دی، که څه هم د حق او باطل دغه یوځایوالی به د اندازې له مخې سره متفاوت وي.
په پای کې غواړم یادونه وکړم، چې یو لوی ناوړه فساد دا دی، چې کله په ټولیز ژوند کې له اسلام پرته بل نظام ته مخ واړول شي، ځکه د هغه پایله یو ټولیز فساد دی. دا سمه ده چې اسلام فردي فساد منعه کړی دی او پر وړاندې یې جنګیږي، مګر ټولیز فساد تر هغه ډېرې ناوړه پایلې لري او د فساد د مخنیوي په لاره کې باید پر ټولیز فساد ځانګړی تمرکز وشي، ځکه همدا ټولیز فساد دی چې امتونه یې له منځه وړي دي او شان او دبدبه یې ور ختم کړي دي. یو فاسد کس په اصلاح شوې ټولنه کې ذوب کېږي او نشي کولای چې سر پورته کړي او اغېزناک واقع شي؛ بلکې نوموړی اړ کېږي چې خپل فساد پټ کړي او ممکن فاسد کسان له اصلاح شوې ټولنې څخه اغېزمن شي او د دوی د اصلاح سبب شي. برعکس یې هم پر همدې اساس دی، یعنې که چېرې صالح کسان په فاسدو ټولنو کې ژوند وکړي، له هغو ټولنو څخه اغېزمنېږي؛ ځکه د ټولنې د فساد اغېز پر افرادو زیات وي، حتا که یو کس هر څومره ورڅخه د ځان ساتلو هڅه وکړي.

نویسنده: محمد خالد
ژباړن: سليمان يوسف
سرچینه: الوعی مجله ۱۳مه ګڼه
شوال 1408هـ.ق
جون 1988م




   ارسال نظر