د اونۍ خبره: د رمضان په مبارکه میاشت کې د نرخونو لوړېدل؛ لاملونه او حل‌لارې یې
03/26/2023 | عبدالله جسور

Print


د رمضان مبارکې میاشتې په را رسېدو سره هر وخت د غذایي توکو نرخونه د پام لوړېږي، چې خلک په دغه میاشت کې د اړتیا وړ غذایي توکو په اخیستلو کې له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي. د قېمتونو لوړېدل له اقتصادي اړخه ډېر لاملونه لري، مګر تر ډېره د یوه هېواد پر اقتصادي شرایطو او پالیسیو پورې تړاو لري.
افغانستان د خپلې اړتیا ډېره برخه خوراکي توکي له نورو هېوادونو، په ځانګړې توګه له ګاونډیو هېوادونو څخه واردوي او تراوسه د غذايي توکو د تولید په برخه کې د ځان‌بسیاینې کچې ته نه دی رسېدلی، له همدې امله د خوراکي توکو قېمت په مستقیم ډول د نرخونو د ټاکلو له پالیسیو او د نورو هېوادونو د مالیاتو له اخیستلو سره تړاو لري. د دې ټولو ترڅنګ د رمضان مبارکې میاشتې په را رسېدو سره د غذایي توکو لپاره تقاضا ډېرېږي او په یوه وخت کې د ډېرو خلکو لخوا د غذايي توکو پېرل په بازار کې د تقاضا د زیاتوالي او د عرضې د کمښت لامل کېږي، چې د خوراکي توکو په عرضه کې دغه کموالی د قېمتونو د لوړوالي سبب کېږي. نو دې پدیدې ته په پام سره د رمضان په مبارکه میاشت کې د خوراکي توکو د قېمت لوړېدل یو نورمال او طبیعي چاره ده، مګر د دغو ټولو تر څنګ ځینې نور مسایل هم شته چې د خوراکي توکو د قېمت پر لوړوالي اغېز کوي. لومړی دغو مسایلو ته لنډه کتنه کوو او وروسته په دې برخه کې لنډمهالې او اوږدمهالې حل‌لارې وړاندې کوو.
د قېمتونو د لوړوالي په اړه د سوداګرو، د حکومت د مسوولینو او د عامو خلکو ذهنیت په یوه وخت کې اغېزناک وي. که چېرې مسلمان سوداګر د رمضان میاشت د ثواب او خیر د ترلاسه کولو فرصت ونه ګڼي او یوازینی معیار او پام یې په دې میاشت کې له هرې ممکنې لارې د ډېرې ګټې لاسته راوړل وي، نو احتکار او انحصار ته لاس اچوي ـ په داسې حال کې چې هغه حرام دی ـ او د ډېرې د ګټې په خاطر د غذايي توکو قېمت لوړوي. مسلمان سوداګر د مادي ارزښت تر څنګ باید د روحي، اخلاقی او انساني ارزښتونو په لاسته راوړلو کې هم هڅې وکړي او د رمضان میاشت باید د صدقې ورکولو او په جنت کې د مقام د ترلاسه کولو لپاره یو غوره فرصت وګڼي. د مسلمانانو تېر تاریخ ثابته کړې، چې شتمنو مسلمانانو او سوداګرو به د رمضان په مبارکه میاشت کې د اسانۍ راوستو لپاره فقیرانو ته خپل پورونه وربښل. په غربي هېوادونو کې د مذهبي او فرهنګي مراسمو لکه، کرسمس، د مینانو ورځ ... پرمهال د قېمتونو ټیټېدل او د شرکتونو او سوداګرو لخوا تخفیف راوستل یو معمول کار دی، که څه هم یوازینۍ انګیزه یې د شهرت او ډېرې ګټې ترلاسه کول دي؛ نو د مسلمان سوداګر لپاره به ولې ممکن نه وي، چې په دې میاشت کې د دایمي ثواب د لاسته راوړلو (جنت ته تګ) لپاره له لنډمهالې او دنیوي ګټې څخه تېر شي؟
مسلمانان باید رمضان ته د مغفرت او رحمت د ترلاسه کولو، د دوزخ له اور څخه د ژغورلو او د خپلو نفسي عادتونو د بدلولو لپاره د یوه فرصت په سترګه وګوري، نه د خوراک او څښاک د میاشتې په توګه چې د (صیام – بندول) له کلمې او د دې میاشتې له روحیې سره په ټکر کې وي. د رمضان پرمهال د نرخونو له لوړېدو څخه نه وېرېدل او د کم خوراک او کم څښاک روحیه د دې لامل کېږي، چې خلک دې له بازارونو څخه په یوه وخت کې توکي وانه خلي او په دې توګه نرخونه تر ډېره ثابت پاتې کېږي. مسلمانان باید په دې میاشت کې د یو او بل لاسنیوی وکړي او د ډوډۍ او صدقې په ورکولو سره دې له یو او بل سره مرسته وکړي.
د افغانستان حکومت د نرخونو کنټرول د حل‌لارې په توګه غوره کړی دی، په داسې حال کې چې د دولتونو لخوا د نرخونو کنټرول یوه ناکامه تجربه ده، چې غوره بېلګه یې د شوروي متمرکز اقتصادي نظام و. دا تګلاره د دې لامل کېږي چې سوداګر دې په هغو برخو کې، چې دولت نرخونه کنټرولوي، کمه پانګونه وکړي او پانګونه نه کول د دې سبب کېږي چې خوراکي مواد دې په کمه کچه عرضه شي، په داسې حال کې چې د خوراکي توکو تقاضا د نفوس له زیاتوالي سره سم زیاتېږي؛ پایله دا شوه چې په بازار کې د نرخونو د کنټرول پالیسي پخپله په اوږدمهال کې د نرخونو د زیاتوالي او د تورم د رامنځته کېدو لامل کېږي.  
د دولت لخوا د احتکار او انحصار د مخنیوي تر څنګ د خوراکي توکو د نرخونو د ثابت ساتلو لپاره یوه لنډمهاله اغېزناکه لاره دا ده، چې له وارداتي خوراکي توکو څخه دې مالیات او ګمرکي محصول نه اخیستل کېږي او پر صادروونکو خوراکي توکو دې ګمرکي محصول ډېر شي، مګر دا کړنلاره هم خپل محدودیتونه لري، ځکه دغه خوراکي مواد په بهرنیو اسعارو په ځانګړې توګه ډالر اخیستل کېږي او له بل اړخه په اوږدمهال کې د اقتصادي رکود لامل کېږي، ځکه په دې سره د وارداتو کچه لوړېږي او د صادراتو کچه ټیټېږي.
ترڅو چې ډالر د توکو په سوداګرۍ کې د منل شوې پیسې په توګه پاتې وي، نرخونه به تل د ډالر د ارزښت له بدلون سره بدلېږي. په افغانستان او نورو اسلامي خاورو کې د اقتصادي ستونزې د حل او د نرخونو د لوړېدو د مخنیوي لپاره یوازینۍ حل‌لاره دا ده، چې دغه خاورې د خلافت نظام او واحد حاکم تر چتر لاندې سره متحدې شي او د اسلام اقتصادي نظام په ټولو جزیاتو سره تطبیق شي. دغه یووالی غذایي توکو ته د خلکو تقاضا پوره کوي، ځکه اسلامي خاورې په ترکیبي توګه د غذایي موادو کافي تولیدي ظرفیت لري، مګر اوسنۍ ملي پولې د دغو سرچینو د عادلانه وېش او سمې استفادې پر وړاندې خنډ ګرځېدلې دي او په پایله کې یې هره اسلامي خاوره له دې اړخه په بېل ډول ځورېږي.
لکه څنګه چې مسلمانان د خپلو عبادتونو لکه د رمضان مبارکې میاشتې په ترسره کولو کې واحد نظر لري او پرته له دې چې مذهب، قوم، نژاد، ژبه او ملیت په پام کې ونیسي، دغه یووالی د پيشلمي، روژه‌ماتي، د تراویحو د لمانځه او قیام پرمهال تمثیلوي؛ همداسې په اقتصادي او سیاسي برخه کې هم باید سره متحد شي او پخپل اقتصادي نظم کې باید د واحدې خاورې په توګه عمل وکړي.
سربېره پر دې له یوې خوا د اسلامي خاورو تر منځ د مالیاتو او درنو ګمرکي محصولاتو له منځه وړل او له بلې خوا د پیسو د پشتوانې په توګه د سرو او سپينو زرو ټاکل، د دې لامل کېږي چې نرخونه دې د پیسو د ذاتي ارزښت پر اساس تر ډېره ثابت پاتې شي. پر همدې اساس د افغانستان د حکومت لپاره لازمه ده، چې د اقتصادي ستونزو حل‌لاره باید یوازې د افغانستان د جغرافیې په محدوده کې ونه لټوي او هغه لاره باید انتخاب نه کړي چې ټولو اسلامي خاورو په یوازې توګه تراوسه عملي کړې، مګر هېڅ کومه ځانګړې پایله یې نه ده ترلاسه کړې.
د اسلام د هراړخیز اقتصادي نظام د تطبیق په واسطه د اقتصادي ستونزو حل یو شعار نه، بلکې یو څرګند حقیقت دی؛ لکه څنګه چې د مسلمانانو د خلیفه عمر ابن عبدالعزیز د حاکمیت پرمهال هېڅ فقیر نه پیدا کېده چې زکات واخلي.




   ارسال نظر