د اونۍ خبره: پاکستان؛ د جذري حل او ګمراه کوونکو اقداماتو پر دوه‌لارې!
03/18/2023 | لیکوال: خالد مشعل

Print


پاکستان په ډیر ژور سیاسي، اقتصادي او امنیتي کړکیچ کې راګیر دی. ناورین تر دې حده ژور شوی چې اوس یې سیاسي- نظامي رهبري له حل کولو عاجزه شوې ده. تر ټولو وروستۍ هڅه یې، د پخواني لومړي وزیر عمران خان د نیولو په موخه، د هغه په کور  د نظامي ځواکونو برید وو چې د هغه د ملاتړو له غبرګون سره مخ شو او په ناکامۍ سره پای ته  ورسېده. په اقتصادي لحاظ، د پاکستان سیاسي – نظامي واکمنو د یاد هیواد وضعیت دومره خراب کړی چې څه موده وړاندې لومړي وزیر شهباز شریف په یوه غونډه کې و ویل؛ «هیواد مو په بد اقتصادي وضعیت کې دی، کله چې د بهرنیو هیوادونو مشرانو ته  زنګ وهم، نو زنګ مې نه ځوابوي. هر یو فکر کوي چې مرسته/قرضه ترې غواړم.»
د پاکستان روان سیاسي، اقتصادي او امنیتي بحران د دې دولت د تېر تاریخ په ځانګړي ډول د تېرو ۲۲ کلونو د ناکامو او خاینو سیاستونو او ستراتيژيو پایله ده. د پاکستان سیاسي – نظامي مشرتابه په تېرو ۲۲ کلونو خپل کورنی او بهرنی سیاست د امریکا له سیمه‌ییزې ستراتیژۍ  او ګټو سره سم عیار کړی و. پرته له دې چې دې ته وګوري چې دا ډول سیاست د پاکستاني ولس په ګټه دی او که په زیان. د  پاکستان خاینو سیاسي –نظامي مشرانو د امریکا متحده ایالاتو د خوشالولو لپاره، داسې سیاستونه او اقدامات وکړل چې په اوږدمهاله توګه د پاکستان د تضعیف او تباهۍ سبب شول. د امریکا لپاره د پاکستان د سیاسي – نظامي مشرانو د دې خدمتونو په مقابل کې به د امریکا دولت له دغو سیاسي – نظامي مشرانو سره مالي او سیاسي مرستې او تر ډېره به یې د هغوی ملاتړ کاوه او همداراز به یې دوی او د دوی کورنۍ خوشاله ساتلې.
په دغو ناوړه سياستونو کې تر ټولو ستر خیانت؛ د تروریزم تر نامه لاندې د امريکا او ناټو د جګړې ملاتړ،‌ د افغانستان له اشغال سره هرراز تجسسي، لوژيستيکه، هوايي او ځمکنۍ مرسته، په اشغالګرانو باندې د مسلمانو مشرانو او آن د مسلمانو مبارزو ښځو پلورل او شهيدانول او ...‌وو. ددې تر څنګ په پاکستان کې پوځ او قبايل دوه هغه پیاوړي قدرتونه وو، چې د شوروي په ماتې او په کشمير کې له جهاد سره یې دوامداره مرسته کوله. خو د امريکا په لارښوونه او د پوځي – سياسي مشرتابه د خيانت پر اساس یې پوځ له کشمير څخه قبايلو ته راووست او هلته یې ورباندې خپل وروڼه شهیدان او د هغوی کورونه ویجاړ کړل. حال دا چې دغه پوځ باید په کشمير کې له هند سره جګړه کړې وای او په افغانستان کې يې د امريکا او ناټو پر وړاندې د جهاد هرراز ملاتړ کړی وای، مګر امريکا او خاينو پاکستاني مشرانو د پوځ سياسي او جګړه‌ییزه عقيده بدله کړه او د پاکستان او افغانستان په مسلمان ولس کې یې هغه بدنام کړ، چې نور یې تقريباً په ټول اسلامي امت کې خپل اعتبار تر ډېره له لاسه ورکړی دی.
دغو خاينو پاکستاني مشرانو پر دې هم بسنه ونه کړه، آن په افغانستان کې د امريکا او ناټو له ماتې وروسته یې هم خپلو دغو ناوړه سياستونو ته دوام ورکړ. امريکايي بې‌پیلوټه او جاسوسي الوتکو ته یې اجازه ورکړه چې د پاکستان له فضا څخه د افغانستان فضا ته داخلې شي، په افغانستان کې د امت مشران په شهادت ورسوي او آن له هوا څخه د پاکستاني نظامي تاسيساتو څارنه هم وکړي.‌
د پاکستان تېرو او اوسنیو واکمنو په تېرو ۲۲ کلونو کې د دې پر ځای چې د اسلامي عقيدې پر بنسټ د پاکستان د مسلمان ولس ګټې او مصلحتونه د خپل کورني او بهرني سیاست اساس وګرځوي، خپل شخصي مصلحت او د امریکا ستراتیژیک او سيمه‌ییز اهداف یې اساس وګرځول. دغو خاینو او مفسدو مشرانو د خپلو شخصي مصلحتونو د تحقق لپاره، د امریکا هرې غوښتنې ته لبیک وویل. دوی د پاکستاني ولس سیاسي، اقتصادي او امنیتي هوساینه د امریکا د سیمه‌ییزو ګټو قرباني کړه. هغه څه چې اوس یې ولس مرګونې بیه پرې کوي.
دوی د امريکا په سياسي او مالي ملاتړ د سيمې د وروڼو ولسونو پر سينه د ډیورند پر کرښه اغزن تار نصب کړ او هغه نژدې‌والی چې د پاکستاني او افغان ولس تر منځ د شوروي‌اتحاد پر وړاندې د جهاد پر مهال رامنځ ته شوی و، ونه زغمه او هڅه یې وکړه، چې پر دغه شومه ملي-استعماري کرښه باندې داسې پېښې ترسره کړي، چې د دواړو وروڼو ولسونو ترمنځ د وحدت مخه ونیسي او آن تر دښمنۍ یې ورسوي.‌
د پاکستان سیاسي – نظامي واکمنانو د پاکستان په ټول تاریخ کې ګمراه‌کوونکی سیاست کړی. کله چې حاکمان ناکام شوي او خبره د ګړنګ تر څنډې رسېدلې، نو بیا یې هڅه کړې چې د احزابو او یا سیاسي مُهرو په تغییر او تبدیل سره، داسې و ښیي چې ستونزه په یوه شخص یا یوه حزب کې وه او د دوی په تغییر سره به رامنځته شوی ناورین حل شي. په داسې حال کې چې ستونزه تر دې ډیره ستره او ژوره ده چې د احزابو او سیاسي مُهرو په ښکته او پورته کیدو سره هېڅ امکان نه لري چې حل شي.
د پخوانیو حاکمانو په زنداني کولو، له افغانستان سره پر پوله د عمدي جګړو رامنځته  کولو او داسې نورو اقداماتو سره، د پاکستان اوسنی ناورین نه شي حل کېدی او نه هم واقعي حل‌لاره ده. په دې ډول اقداماتو سره، حاکمه کړۍ یوازې عامه افکار اغوا کوي او د لنډ وخت لپاره، د عامه افکارو او رسنیو ذهنیت له اصلي ستونزې، بل لوري ته اړوي. سره له دې چې دا لومړی  ځل نه دی چې د پاکستان سیاسي – نظامي واکمنان دا ډول عوام فریبي کوي او خپله بربنډه ناکامي پټوي.
خو د پاکستان مسلمان ولس نور نه غولیږي. د پاکستان ولس ته د دوی د تېرو او اوسنیو حاکمانو خیانت او ظلم ډیر  ښه واضح دی. په دا ډول سیاستونو سره، حاکمه کړۍ یوازې ځانونه تېر اېستلی شي او بس.
د پاکستان روان بحران اساسي، سیمه‌ییز او آن د اسلامي امت په کچه پراخ حل غواړي. د پاکستاني ولس له عقیدې او ارزښتونو سره سم نظام او مخلصه رهبري غواړي. د پاکستان د جوړېدو فلسفه په دې ولاړه وه چې دلته باید اسلامي نظام حاکم او اسلامي شریعت مکمل تطبیق شي. خو خاينو چارواکو له استعماري قدرتونو سره په ګډه، تر ننه د دغه ستر هدف مخه ونيوله. خو نور دغه قدرتونه هم نشي کولای د اسلامي امت په ټولو جزئیاتو کې مداخلې وکړي، بلکې الله سبحانه وتعالی په نړيواله کچه هغوی په خپلو منځونو کې سره اخته کړي او په کور دننه یې هم له سختو ناورینونو سره مخ کړي دي. نو اوس د بل هر وخت په پرتله سیمه ییز او بین المللي شرایط دې ته آماده دي چې په پاکستان او سیمه کې جذري تغییر راشي. هغه تغییر دا دی چې پاکستان، افغانستان او منځنۍ آسیا د واحد اسلامي دولت تر چتر لاندې یوځای او په پاکستان او منځنی آسیا کې شته ظالم او سیکولر دولتونه له بنیاده ړنګ شي. په دې توګه به نه یوازې دا چې  د پاکستان مسلمان ولس د خاینو او سیکولر نظامونو له شر او فساده خلاص شي، بلکې ټوله سیمه به د اسلام په نور منوره او د مخلصو رهبرانو تر قیادت لاندې راشي. هغه مخلص قیادت چې د ټولو  تصرفاتو او کړنو بنسټ به یې د الله سبحانه وتعالی رضا، د هغه د شريعت تطبیق، نړۍ ته د دغه رسالت رسول او د امت په مشروع ګټو او مصلحتونو بنا وي. له دې پرته، هره بله حل‌لاره ناکامه او د پاکستان او سيمې د ولسونو په سترګو کې له خاورو شيندلو او د عامه ذهنیت له ګمراه کولو پرته، بل څه نه دي.





   ارسال نظر