Print


  دفتر مطبوعاتی
حزب التحریر
د صدور ګڼه:۳۱/ ۱۴۴۴ ۱۴۴۴ هـ.ق، د شعبان ۱۸مه ۲۰۲۳م کال، د مارچ ۱۰مه

 

مطبوعاتي اعلامیه
د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د فرانسوي ژبې وېبپاڼې پرانیسته

د حزب التحریرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر خوښ دی چې په فرانسوي ژبه د وېبپاڼې د پرانیستې خبر ورکوي؛ دغه وېبپاڼه به د یوه پورټال په توګه د فرانسوي‌ژبو کسانو لپاره د نبوت پر منهج راشده خلافت د بیا تاسیس لپاره د هڅو منځپانګې تر پوښښ لاندې راولي.  
دا نېک ګام د حزب التحریر او د دغه حزب د غړو د نه ستړي کېدونکو هڅو یوه پایله ده، چې له خلکو سره د اړیکو د ډېرولو لپاره پورته کېږي، ترڅو هر ممکن ځای ته د اسلامي امت تر پیروانو پورې ورسیږي.
د نبوت پر منهج د دویم راشده خلافت د تاسیس پروژه په کلک هوډ او پوره ځيرکتیا سره مخ پر وړاندې روانه ده.
د خلافت سقوط او هغه وياړ چې له دې سره له اسلامي امت څخه واخیستل شو؛ د ټولو لپاره دردوونکی دی. له دې سره پر اسلام او د اسلام د حکومتولۍ پر نظام د سم پوهېدلو ارزښت د اسلامي امت د ځوانانو ترمنځ پر یوه پام وړ او جدي موضوع بدلېدونکی دی.
دلته باید د رسنیو او مطبوعاتو رول درک شي، چې د اسلام پیغام د یوې حیاتي موضوع په توګه وړاندې کوي؛ د اسلامي نظام ځانګړتیاوې او د خلافت د تاسیس معنی رانغاړي او دا چې د دغه نظام لپاره د نبوت له منهج څخه څنګه ګټه اخیستل کېږي.  
له همدې امله موږ د مطبوعاتو له ټولو مخلصو متخصصینو څخه غواړو چې د نبوت پر منهج د راشده خلافت د بیا تاسیس په لټه کې شي؛ په ځانګړې توګه د فرانسوي ژبو مطبوعاتوله متخصصینو غواړو چې د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د فرانسوي ژبې وېبپاڼه کې پر خپرو شوو منځپانګو او موادو بیاکتنه وکړي. له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې دوی ته د دوی په غوره چارو کې انګېزه ورکړي او له دې څخه هغه څه ترلاسه کړي چې د خلافت د بیا تاسیس لپاره کار بشپړوي.
موږ د الله سبحانه وتعالی په فضل د حزب التحریر  مرکزي مطبوعاتي دفتر د فرانسوي ژبې وېبپاڼه پیل کړه او له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې موږ ته د هغه څه لارښوونه وکړي چې هغه سبحانه وتعالی پرې راضي کېږي. الله سبحانه  وتعالی فرمايي:

(وَيَوْمَ نَبْعَثُ فِي كُلِّ أُمَّةٍ شَهِيداً عَلَيْهِم مِّنْ أَنفُسِهِمْ وَجِئْنَا بِكَ شَهِيداً عَلَى هَؤُلاء وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَاناً لِّكُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً وَبُشْرَى لِلْمُسْلِمِينَ)
ژباړه: «[اې محمد صلی الله علیه وسلم، دوی له هغې ورځې څخه خبر کړه] چې کله موږ په هر امت کې په خپله د هغه له منځه یو شاهد راپاڅوو چې پر هغوی شاهدي ووايي؛ پر دغو خلکو د شاهدۍ ویلو لپاره موږ تا راولو. (دا د هماغه شاهدۍ تیاری دی) چې موږ دغه کتاب پر تا نازل کړی دی، چې په ډاګه ښکاره شي د هر شي څرګندوونکی دی. د هغو خلکو لپاره هدایت، رحمت او زیری دی چې د امر منلو ته يې غاړه یې اېښې ده.» [نحل: ۸۹]

د وېبپاڼې لېنک: https://www.hizb-ut-tahrir.info/fr/

انجنیر صلاح الدین عضاضه
 د حزب التحریرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر مشر




   ارسال نظر