د ډېورند کرښې دواړو غاړو ته د افغانستان او پاکستان د امنیتي ځواکونو تر منځ نښتې
02/01/2023 |

Print


پوښتنه:
هر وخت د ډېورند کرښې دواړو غاړو ته د افغانستان او پاکستان د امنیتي ځواکونو تر منځ نښتې کېږي، چې په پایله کې یې لسګونه کسان خپل ژوند بایلي. په ۲۰۲۱م د اګسټ میاشتې په نیمايي کې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو راهیسې مرزي شخړې زیاتې شوې دي، دلیل یې څه دی او دا چې ایا دغه شخړې داخلي عوامل لري که بهرني؟
ځواب:
د دغو شخړو د لاملونو د روښانه کېدو لپاره لاندې موارد څېړو:
لومړی) د افغانستان او  پاکستان تاریخي او جغرافیايي واقعیت:
۱.
په ۱۹۸۳م کال کې د انګلیس د وخت د بهرنیو چارو وزیر سرمورټیمر ډېورنډ او د افغانستان پاچا امیر عبدالرحمن خان یو تړون لاسلیک کړ چې پر اساس یې د افغانستان او پاکستان تر منځ د ۲۶۴۰ کیلومتره په اوږدوالي چې شمال ختیځ څخه جنوب لودیځ ته ادامه لري، د ډيورنډ په نامه کرښه منځ ته راغله. دغه پوله د پاکستان او افغانستان تر منځ د رسمي پولې په توګه وپېژندل شوه او د پولې دواړو غاړو ته یې پښتانه قبایل پر دوو برخو ووېشل. د معلوماتو لپاره باید ووایو چې د دواړو خواوو د مرزي سیمو اوسېدونکي اکثریت پښتانه دي او پښتانه د افغانستان اکثریت نفوس هم جوړوي؛ د دې خاورې شاخوا ٪۴۰ اتباع پښتانه او د دوو پېړیو په جریان کې یې ټول چارواکي هم پښتانه دي. په پاکستان کې پښتانه تر پنجاب ایالت وروسته ډېر نفوس لري. په هر صورت، افغانستان دغه مرزي پوله په رسمیت نه ده پېژندلې، په ځانګړې توګه دې ته په پام چې انګلیس د ۱۸۹۳م کال د نومبر په ۱۲مه د ډېورنډ کرښې د ترسیم پر مهال د سیمې جیوسیاسي، نژادي او قبیلوي جوړښت په پام کې نه دی نیولی او په خپله خوښه او د انګلیس استعماري ګټو په پام کې نیولو سره یې ترسیم کړې ده. انګريزانو تر دوی د مخکنیو ډېرو قدرتونو غوندې هڅه وکړه چې پر دغو مرزي سیمو ولکه پيدا کړي؛ دا هغه سیمې دي چې سرکښه قبایل یې غرونو ته ختل او هېڅکله د فارس توسعه غوښتونکو هڅو او د هند چارواکو ته تسلیم نه شول. انګلیس پر افغانستان د تېري پر مهال په ۱۸۳۹- ۱۸۴۲م کلونو کې په دې خاوره کې شرموونکې نظامي ماتې وخوړه. بیا یې په ۱۸۷۸م کې یو ځل بیا پر افغانستان تېری وکړ؛ خو دوه کاله وروسته یې خپل ځواکونه بېرته وایستل. خو د افغانستان د چارواکو په وسیله د انګلیس نفوذ، چې په ۱۸۷۹م کې یې د ګندمک تړون لاسلیک کړی و، په افغانستان کې پاتې شو او د دغه تړون پر اساس افغانستان د خپلې خاورې پراخې سیمې د استعمارګرو انګلیسانو، چې د اسلامي هند پر نیمه جزیره یې حکومت کاوه، په ګټه وبایللې. د افغانستان چارواکو ومنله چې انګلیس یې د خاورې پر بهرنیو چارو ولکه ولري؛ په داسې توګه چې انګلیس د یوې اندازې نغدي مرستې په بدل کې د افغانستان بهرنۍ اړیکې په خپل ځان پورې محدودې کړې وې.
 ۲. د شلمې پېړۍ په نیمايي کې انګلیس پر افغانستان او پاکستان دواړو خاورو او د هغوی پر سیاست مسلط شو او دغه وضعیت په پاکستان کې د نظامي انقلابونو له لارې چې امریکا طرحه کړي وو انګلیس د نفوذ تر سقوط او په افغانستان کې د شاهي نظام تر راپرځېدو او د شوروي اتحاد پر مهال پر افغانستان د روسانو تر ولکې او د ۱۹۷۹م کال په پای کې د روسانو له لوري د دې خاورې تر اشغال پورې دوام درلود؛ خو روسانو په افغانستان کې شرموونکې ماتې وخوړه او ذلیلانه ترې ووتل. بیا امریکا فعالیت پیل کړ، ترڅو ځان په دغه سیمه کې د روسانو ځایناستی کړي او خپل نفوذ د پاکستان او سعودي عربستان له لارې، چې د امر تابع یې وو، په افغانستان کې پراخ کړي. وروسته په ۱۹۹۶م کې په افغانستان کې د طالبانو لومړی حکومت جوړ شو؛ دغه حکومت امریکا په ۲۰۰۱م کال کې راوپرځاوه او په دې توګه یې افغانستان اشغال کړ. خو همدا امریکا د دې خاورې تر شل کاله اشغال او په ۲۰۲۱م کې تر نظامي ماتې خوړلو وروسته له افغانستانه ووته او په دغه ترتیب د طالبانو ډله د ۲۰۲۱م کال د اګسټ په ۱۵مه یو ځل بیا پر افغانستان حاکمه شوه.
دویم) د افغانستان او پاکستان تر منځ وروستۍ نښتې:
۱.
وروسته تر هغې چې امریکا د دوحې تړون پر اساس د ۲۰۲۱م کال په اګسټ کې له افغانستانه ووته او د طالبانو ډلې په کابل کې قدرت په لاس کې واخیست، په ډاګه یې د پاکستان له مرزي اقداماتو سره مخالفت وکړ او په دې توګه د پولې دواړو غاړو ته د دواړو اړخونو تحریکوونکي مرزي فعالیتونه زیات شول. پاکستان هر وخت پر افغانو مهاجرینو او پښتنو کورینو په فشار راوړلو، چې مخکې یې په اسانۍ په پوله کې تګ راتګ کاوه او څوک یې نه مانع کېدل، شخړو ته لمن وهله او دا شخړې کله د پولې د پرانیستلو او د توکو او خلکو د تګ راتګ لپاره له نښتو سره ملې وې، چې په ځينو مواردو کې د ځينو کسانو د وژل کېدو او ټپي کېدو لامل هم کېدې. وروسته پاکستان فشارونه زیات کړل او د دې پولې په تاریخ کې یې د لومړي ځل لپاره پاکستان ته د تګ لپاره ویزه درلودل پر افغانانو لازمي کړل. د میلیونونو ډالر په لګښت د ۳ متره لوړ او سلګونو کیلومتره اوږده مرزي مانع د جوړولو لپاره د پاکستان اقدام کشمکشونه زیات کړل. پاکستان دغه مرزي مانع د صادراتي او وارداتي توکو، د خلکو د تګ راتګ او د «تروریستانو» ورتګ د کنټرول په پلمه پيل کړ. نو په دې توګه دغه مرزي مانع یوه وسیله وه چې د دغو دوو خاورو په مرزي سیمه کې د شخړو او نښتو لامل شو. وروسته د طالبانو حکومت د شاوخوا ۲۷۰۰ کیلومتره په واټن کې د پاکستان په وسیله د مرزي مانع د نصبولو د دوام مخنیوی وکړ، دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا ٪۹۰ کار یې بشپړ شوی و. د اشرف غني حکومت تر سقوط وړاندې د دغه مرزي مانع له نصبولو سره هوکړه کړې وه؛ خو اوس چې هرکله پاکستاني ځواکونه د دغه مانع د نصبولو هڅه وکړي، د طالبانو له ممانعت سره مخ کېږي او دا چاره د دواړو اړخونو تر منځ د مرزي شخړو لامل کېږي، چې په ځينو مواردو کې یې دواړو خواوو ته د مرګ ژوبلې تلفات هم اړولي دي. د افغانستان د خوست ولایت والي په دې اړه په خپلو څرګندونو کې ویلي: «په دې اړه د طالبانو دریځ د پولې د دواړو غاړو د قبایلو له طبیعت سره سم دی، د یوه قوم او قبیلې د اولادونو تر منځ چې یو دین، عرف او ټولنه لري، مرزي خنډ نه شو درولی. د پولې دواړو خواوو ته مېشت خلک کورنۍ اړیکې لري او قبایل له لومړیو د دغه خنډ له جوړولو سره مخالف وو؛ خو څه یې په وس کې نه وو. د اشرف غني حکومت د دغه مرزي مانع له جوړولو سره هوکړه کړې وه؛ خو طالبانو د قبایلو اهمیت درک کړی او خپل ټول ځواک یې له دغو قبایلو اخیستی دی.» (سرچینه: العربي الجدید ۲۰۲۲م، د اپریل ۱۹مه)
۲. نو په دې توګه د دوو خاورو تر منځ اوضاع کړکېچنه شوه؛ په ځانګړې توګه کله چې پاکستان د طالبانو حاکمه ډله تورنه کړه چې د پاکستان پر اردو د پاکستاني طالبانو ډلې د بریدونو مخنیوی نه کوي؛ وروسته پاکستان د افغانستان په داخل کې ځينې سیمې په توغنديو وویشتې او ادعا یې وکړه چې د طالبانو ډلې پاکستان هدف ګرځولی دی. د دواړو اړخونو تر منځ دښمنۍ شدیدې شوې؛ بیا طالبانو د پاکستان حکومت تورن کړ، چې پاکستان اوس هم د افغانستان د هدف ګرځولو لپاره د امریکايي الوتکو لاره ده؛ مثلاً هغه برید چې په کابل کې د القاعده د رهبر ایمن الظواهري د مړینې لامل شو. د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب په خپلو څرګندونو کې وویل: پاکستان باید اجازه ورنه کړي، چې د امریکا بې‌پيلوټه الوتکې د افغانستان اسمان ته د راتګ لپاره د پاکستان له فضا څخه ګټه واخلي. تېره میاشت یو توغندی چې بې‌پيلوټه امریکايي الوتکې وغورځاوه، په کابل کې یې د القاعدې رهبر ایمن الظواهري وواژه. ملا یعقوب یې په اړه وویل چې دا الوتکې له پاکستانه افغانستان ته راځي.» (سرچینه: بي بي سي ۲۰۲۲م، د اګسټ ۲۸مه)
۳. د پاکستاني طالبانو ډلې د پاکستان ګټې په پاکستان او افغانستان کې په نښه کړې. د پاکستان اردو په افغانستان کې د دې ډلې پر مواضعو برید وکړ او د ۲۰۲۲م په مارچ کې یې په هوايي بریدونو په خوست او د افغانستان په ختیځ کونړ ولایت کې ځينې سیمې په نښه کړې، چې په پایله کې یې ۴۷ کسان ووژل شول. د پاکستان دغه هوايي بریدونه د هغو بریدونو په ځواب کې وو چې د افغانستان له مرزي سیمو یې د پاکستان په خاوره کې سیمې په نښه کړې وې او د وزیرستان په سیمه کې یې ۷ سرتېري وژلي وو. هغو کسانو چې دا برید یې ترسره کړی و، وسله‌وال کسان وو چې په پوره اسانتیا او له هېڅ خنډ پرته د افغانستان په خاوره کې تګ راتګ کوي. د طالبانو حکومت د پاکستان حکومت ته خبرداری ورکړ چې غلي به پاتې نه شي او که دا ډول بریدونه تکرار شي، په ټول قوت به ځواب ورکړي. که څه هم د افغانستان حکومت په منځګړیتوب د ۲۰۲۲م کال د جون په ۲مه د پاکستاني طالبانو ډلې او پاکستان حکومت تر منځ د اوربند هوکړه وشوه؛ خو کله چې د ۲۰۲۲م کال په اګسټ کې پاکستاني الوتکو د پاکستان د طالبانو ډلې یو مشر له دریو نورو کسانو سره وواژه او ادعا یې وکړه چې دغه مشر د نظامي محصلینو د وژنې مسوول و، چې هغه پېښه په ۲۰۱۴ کې شوې وه او د ۱۲۶ نظامي محصلینو د وژنې لامل شوې وه، دغه هوکړه نقض شوه او ورپسې د ۲۰۲۲م د ډیسمبر په ۱۵مه وروستۍ نښتې وشوې او ۱۶ ملکي پاکستانیان پکې ټپیان شول؛ هغه نښتې چې تر یوې اونۍ په کم وخت کې دوه ځله د پاکستان او افغانستان د مرزي ځواکونو تر منځ وشوې. بیا د چمن مرزي لاره یوه اونۍ وتړل شوه؛ دا لاره یوه له ګڼې ګوڼې ډکه او اصلي تجارتي لاره ګنل کېږي. وروسته د ۲۰۲۲م د ډیسمبر په ۲۰مه د دواړو اړخونو لوړپوړو نظامي او ملکي چارواکو د پاکستان- افغانستان د دوستۍ په دروازه کې ملاقات وکړ، ترڅو د دواړو اړخونو په پوله کې د سولې او ارامۍ هڅې وڅېړي؛ هغه ارامي چې په مرزي سیمو کې په شته کشمکشونو پسې د دواړو اړخونو په ګڼو متقابلو نښتو او بریدونو ګډوډه شوې ده او پاکستان یې په جریان کې خپله پوله په موقتي توګه وتړله؛ خو دغه لیدنه او خبرې اترې ناکامې شوې او هېڅ اغېزناکه پایله یې نه درلوده.
درېیم) د دغو نښتو انګېزه او د دوو اړخونو تر منځ د ګرمو شخړو دلیل:
دې پوښتنې ته ځواب دوو مهمو مسئلو ته دقت غواړي: د پاکستان او امریکا له لوري فشارونه او تحریکوونکي اقدامات، چې جزیات یې په لاندې ډول دي:
الف) په پاکستان کې د حاکم نظام فشارونه او تحریکوونکي اقدامات:
۱.
هغه تحریکوونکي اقدامات چې پاکستان یې په خپلو پولو کې د افغانانو پر ضد ترسره کوي، لکه فشار راوړل او د تګ راتګ مخنیوی، د افغانستان خاورې ته توغندي ویشتل، مرزي مانع جوړول او د یوه ترسره شوي کار په توګه یې عملي کول او د پولو سخت استحکام. د پاکستان دغه تحریکوونکي اقدامات په افغانستان کې حاکمه د طالبانو ډله غبرګون ته اړ کوي؛ په داسې توګه چې د توغندي د ویشتلو په غبرګون کې هغوی هم د پاکستان خوا ته توغندي توغوي او د هغه مرزي مانع ځينې برخې چې د پاکستان اردو نصب کړی، ویجاړوي او دغه غبرګونونه د ګرمو نښتو او شخړو د زیاتوالي لامل کېږي او دواړه لوري چمتو حالت ته راولي.
۲. همدارنګه په پاکستان کې د پښتنو په اړه د پاکستان د اردو جګړه او دا ډول نور موارد لکه د افغانستان داخل ته د مرزي کرښې انتقال او پر افغانو کډوالو او پښتنو کورنیو چې په اسانۍ یې د پولې دواړو غاړو ته تګ راتګ کاوه، د چا له ممانعت پرته فشار راوړل. دغو ټولو مواردو اوضاع دومره حساسه کړه چې د پولې د پرانیستو او د خلکو د تګ راتګ او توکو د لېږد رالېږد لپاره د سختو خونړیو نښتو لامل شوه، بیا پاکستان خپل فشارونه سخت کړل او لومړی ځل یې افغانان اړ کړل چې د تګ راتګ لپاره باید ویزه ولري.
۳. بله مسئله چې شخړې یې زیاتې کړې دا وه چې په پاکستان کې حاکم نظام افغانستان ته د امريکايي الوتکو د تګ زمینه اسانه کړه، ترڅو په افغانستان کې پر اهدافو برید وکړي، لکه هغه برید چې په کابل کې د القاعده ډلې د رهبر ایمن الظواهري د مړینې لامل شو، لکه څنګه چې مخکې د ملا یعقوب په څرګندونو کې اشاره ورته وشوه.
ب) د طالبانو پر حکومت د امریکا فشارونه:
۱.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت په نړیواله کچه په رسمیت نه پېژندل او همدارنګه هغه پرېمانه شرطونه چې په رسمیت د پېژندو لپاره یې ټاکلي دي. په حقیقت کې د نړۍ په وسیله په رسمیت پېژندل پر داسې وسله بدل شوي، چې د طالبانو پر حکومت یې نصب کړې او په وسيله يې دغه حکومت دې ته اړباسي چې نړیوال شرطونه ومني؛ داسې شرطونه لکه په حکومت کې د افغانستان ځينو سیکولرانو او د امریکا پخوانیو مزدورانو ته ونډه ورکول، د ښځو حقونه، ساختګي غوښتنې او په اړه یې د طالبانو پر ډله نیوکې.
۲. په بهر کې د افغانستان شتمنۍ بندول او نوی حکومت د هغه له ګټې اخیستنې څخه منع کول؛ حتی په غیر حکومتي چارو کې د هغې د یوې برخې د مصرف مخنیوی، یعنې د طالبانو ډلې د حاکمیت د کمزوري کولو او په افغانستان کې د مدني ټولنې د سازمانونو د ایجاد  لپاره چې له غرب سره اړیکې ولري، د فشار راوړلو په موخه.
۳. متحده ایالات غواړي له پاکستان سره د هند پولې ارامې وي، ترڅو هند پر چین تمرکز وکړي. د دغه کار لپاره اړینه ده چې پاکستان له افغانستان سره په خپلو مرزي پېښو کې راګیر وي. نو نه پرېږدي چې د پاکستان او افغانستان تر منځ نښتې ارامې شي. په دې توګه د پاکستان او هند تر منځ د جګړې جبهه ارامه پاتېږي او په پایله کې هند فرصت مومي چې پر چین تمرکز وکړي.
ج) کله چې د امریکا او پاکستان په وسیله پر طالبانو راوړل شوي فشارونه وڅېړو، په ځانګړې توګه دې ته په پام سره چې پاکستان اوسمهال د داسې نظام تر حاکمیت لاندې دی، چې په شدت سره په امریکا پورې تړلی؛ هغه نظام چې د ۲۰۲۲م کال د اپریل په ۱۱مه نېټه قدرت ته د شهباز شریف تر رسېدو وروسته کار پيل کړ او په پایله کې یې د پاکستان شته حکومت د امریکا د غوښتو له اډانې بهر هېڅ نړیوالې اړیکې او بهرنی سیاست پر مخ نه وړي. که دغه ټول موارد سره راټول کړو، لاندې پایلې به په لاس ترې راشي:
۱. پر دې سربېره چې امریکا په ۲۰۲۰م کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو له ډلې سره د سولې تړون لاسلیک کړ او د افغانستان د اسلامي امارت په نامه د طالبانو ډلې ژمنه وکړه چې "هېڅکله به اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان له خاورې د امریکا او د هغې د متحدینو امنیت ته کوم ګواښ متوجه شي او په افغانستان کې به د هغو ډلو او وګړو مخنیوی وکړي چې د امریکا او د هغې د متحدینو امنیت ته ګواښ وي او همدارنګه اجازه به ورنه کړي چې دا ډول ډلې او وګړي په افغانستان کې سرتېري جذب کړي، نظامي تمرینونه ترسره کړي یا تمویل شي او هېڅکله به یې هرکلی ونه کړي" او دا چې "امریکا او  اسلامي امارت به هڅه وکړي چې یو له بل سره مثبتې اړیکې ولري." په دوحه کې پر شوو ټولو دغو هوکړو سربېره بیا هم د افغانستان خاوره تر اوسه د امریکا تر بریدونو لاندې ده؛ لکه څنګه چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د۲۰۲۲م کال د اګسټ په لومړۍ اعلان وکړ چې «امریکا د افغانستان په پلازمېنه کابل کې په یوه هوايي برید کې د القاعدې مشر ایمن الظواهري وژلی دی.» او د ملامحمد یعقوب په پورتنیو څرګندونو کې هم اشاره ورته وشوه. دغه ټول واقعیتونه د دې بیانوونکي دي چې امریکا اوس هم له خپلې استخباراتي دستګا څخه په ګټې په افغانستان کې خپل جاسوسان او مزدوران فعال ساتلي او دا چې اوس هم پاکستان د امریکا تر نفوذ لاندې دی؛ امریکا یې له خاورې حرکت کوي او په افغانستان کې یې فعالیتونه له هغه سره په همغږۍ پر مخ بیايي.
۲. همدارنګه د افغانستان او پاکستان تر منځ مرزي شخړې دا بیانوي چې د امریکا په هڅونه او انګېزې ورکولو کېږي او موخه یې په مرزي نښتو کې د پاکستان بوخت ساتل دي، ترڅو هند پر چین تمرکز وکولی شي. بله موخه دا ده چې طالبان په ځانګړې توګه حقاني شبکه مجبوره کړي، چې ځينې هوکړې یا نړیوال افکار ومني او امریکا ته تسلیم شي. د یادونې وړ ده چې حقاني شبکه د طالبانو ډلې یوه برخه ده او ډېر بریدونه چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو او ناټو پر ضد ترسره شوي، دې شبکې ته یې نسبت ورکول کېږي.
څلورم: په پای کې باید ووایو چې امریکا او پیروان یې چې د مزدورانو په صفت عمل کوي، د مسلمانانو په خاورو کې د فساد اصل او اساس ګڼل کېږي؛ ځکه امریکا او پيروان یې هېڅ مومن ته هېڅ ډول اهمیت نه ورکوي.

﴿هُمُ الْعَدُوُّ فَاحْذَرْهُمْ﴾ [منافقون: ۴]
ژباړه: هغوی دښمنان دي، نو له هغوی څخه وېره ولره (د هغوی په اړه ويښ او ځير اوسه)

نو پر دغه اساس د تعجب ځای دی چې د طالبانو د حکومت مسوولین پر پورتنیو مواردو سربېره له امریکايي مسوولینو سره لیدنه کوي؛ هغه امریکا چې تل افغانستان او ټولو مسلمانانو ته په کمین کې ناسته ده او خپلو تړونونو ته هېڅ احترام نه لري؛ لکه څنګه چې د دوحې تړون پر خلاف یې د افغانستان شتمنۍ  کنګل کړې او د هغه هوايي او ځمکنی حریم یې نقض کړ! هو، استعمارګر کافر دولتونه همداسې دي، ځکه کفر واحد ملت دی او هېڅ عهد او تړون ته ژمن نه دی.
شک نشته چې د اوسنیو مسلمانانو واقعیت به ښه‌والی ومومي؛ خو دا کار یوازې په هغه څه کېږي چې لومړی یې ښه‌والی ورباندې موندلی؛ یعنې د نبوت پر منهج د خلافت په اډانه کې حاکمیت؛ هغه خلافت چې کفار به وشړي او او تېښتې ته به يې اړ کړي.

﴿ فَإِمَّا تَثْقَفَنَّهُمْ فِي الْحَرْبِ فَشَرِّدْ بِهِم مَّنْ خَلْفَهُمْ لَعَلَّهُمْ يَذَّكَّرُونَ ﴾ [انفال: ۵۷]
ژباړه: که هغوی د جګړې (په ډګر) کې ومومې، داسې برید ورباندې وکړه، چې هغه ډلې چې تر شا یې دي، خورې ورې شي؛ ښايي پند او عبرت واخلي.

هغه خلافت چې اساسي قانون یې اسلام، د الله سبحانه وتعالی د کتاب او رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو او نورو هغو سرچینو څخه جوړ شوی چې قرآن او سنتو یې لارښوونه کړې ده؛ د اصحابو د اجماع او شرعي قیاس په ګډون؛ نه وضعي قانون. که څه هم دغه قانون د ۱۹۶۴م د افغانستان د ظاهرشاه د وخت وي چې اعتبار یې په ۱۹۷۳م کې پای ته ورسېد؛ خو طالبانو د ۲۰۲۱م کال د سپټمبر په ۲۸مه د خپل عدلیې وزیر په وسیله اعلان وکړ چې دغه اساسي قانون ته اعتبار ورکوي. (سرچینه: الجزیره او انادولو، ۲۰۲۱م، د سپتمبر ۲۸مه) او یا نور وضعي اساسي قوانین وي چې د مسلمانانو په نورو خاورو کې پلي کېږي. دغه ټول قوانین د الله سبحانه وتعالی د دستورونو خلاف دي.

﴿وَأَنِ احْكُمْ بَيْنَهُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ وَاحْذَرْهُمْ أَنْ يَفْتِنُوكَ عَنْ بَعْضِ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ إِلَيْكَ ۖ فَإِنْ تَوَلَّوْا فَاعْلَمْ أَنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ أَنْ يُصِيبَهُمْ بِبَعْضِ ذُنُوبِهِمْ وَ إِنَّ كَثِيرًا مِّنَ النَّاسِ لَفَاسِقُونَ ﴾ [ماءده: ۴۹]
ژباړه: (اې پیغمبره!) څه چې الله نازل کړي د دوی په منځ کې حکم ورباندې وکړه او د دوی د غوښتنو تابع مه کېږه او ځير اوسه چې هسې نه فرېب درکړي او په ځينو احکامو کې چې الله تاته درلېږلي د بدلون غوښتنه یې وکړي؛ نو که د الله له حکم څخه یې مخ واړاوه، پوه شه چې الله غواړي هغوی ته د خپلو ځينو ګناهونو سزا ورکړي او ډېر خلک فاسقان دي.

د مسلمانانو په خاورو کې د دغو ټولو مصیبتونو، فتنو او د کفارو د حرص دلیل دا دی، چې دغه امت د نبوت پر منهج د راشده خلافت په اډانه کې د الهي قوانینو له حاکمیت څخه لرې شوی. دا هغه واقعیت دی چې د چا له سترګو پټ نه دی او هر چا ته چې درک، بصارت او بصیرت ولري، معلوم او ښکاره دی.
افغانستان او پاکستان، امریکا یو له بل سره په نښتو اخته کړي دي او دواړه اړخونه نه پوهېږي چې د مسلمانانو تر منځ نښته ډېره سخته او درنه ده او نه پوهېږي چې په اصل کې دواړه باید په ګډه په خپلو واقعي دښمنانو پسې، چې امریکا او هند دي، ولاړ شي. امریکا او هند چې د دغو نښتو  اور یې بل کړی او د خپلو خبیثانه موخو د ترلاسي لپاره ګټه ترې اخلي. افغانستان او پاکستان ته ښايي او اړینه ده چې په خپل منځ کې د اسلامي ورورولۍ اړیکې پياوړې کړي او له امریکا سره چې د کفارو رهبري یې پر غاړه ده او له نورو استعمارګرو او حریصو کفري دولتونو سره هر ډول اړیکه پرې کړي او د هغو کسانو د نصرت بلنه ومني چې د خلافت د تاسیس لپاره کار او مبارزه کوي، ترڅو اسلام او مسلمانان یو ځل بیا خپل عزت تر لاسه کړي او کفر او کفار خوار او ذلیل شي!

﴿وَيَومَئِذٖ يَفرَحُ ٱلمُؤمِنُونَ * بِنَصرِ ٱللَّهِۚيَنصُرُ مَن يَشَآءُۖوَهُوَ ٱلعَزِيزُ ٱلرَّحِيمُ﴾ [روم: ۴-۵]
ژباړه: هغه ورځ چې مومنان د الله په نصرت خوشالېږي؛ الله هر چا ته چې وغواړي نصرت او بری ورکوي او هغه برلاسی او مهربان دی.
1444هـ.ق، د رجب ۶مه2023 م، د جنورۍ ۲۸مه




   ارسال نظر