د اونۍ خبره: د استانبول کنفرانس او د علماوو اصلي رول
10/22/2022 | فرید احرار

Print


اسلامي امت، له سیاسي اسلام سره د غرب دښمني، اسلامي ارزښتونه، نهضت، کافران او دې ته ورته نور اصطلاحات، لومړی ځل وو چې  له افغانستان څخه بیرون په یوه مهم کنفرانس کې مطرح شول. دغه کنفرانس تېره اونۍ د ترکیې په هېواد کې جوړ شو او د اسلامي امارت د استازو ترڅنګ د ځینو اسلامي هېوادونو یو شمېر علماوو هم پکې ګډون درلود. دا کنفرانس په داسې حال کې جوړ شو چې د اسلامي خاورې په زیاترو هېوادنو کې سېکولر یا لبرال ډیموکرات حکومتونه واکمني کوي او چارواکي یې د اسلام او اسلامي امت د مصالحو د تامین پر ځای د غرب او ډیموکراسۍ چوپړ کوي. په دې غونډه کې د اسلامي خاورو د هېوادونو علماوو د داسې هېوادونو په استازیتوب ګډون درلود، چې  کابو سل کاله وړاندې یې په یوه واحده جغرافیه کې د اسلامي خلافت تر رهبرۍ لاندې د اسلام د بشپړ تطبیق تر سیوري لاندې ژند کاوه. د اسلامي خاورې د ځینو هېوادونو یو شمېر علما په داسې حال کې په یوه کنفرانس کې راټولېږي، چې له افغانستان پرته په نوره ټوله اسلامي نړۍ کې د علماوو رول دومره پیکه شوی دی چې یوازې د مذهبي ورځو په نمانځلو کې ګډون کوي او د چارواکو د جنازو امامت کوي او د اسلامي امت په رهبرۍ، تثقیف او وحدت کې هېڅ رول نه لري.
که څه هم ددغو ډول کنفرانسونو اعلامیې هېڅ ډول اجرايي او عملي اړخ نه لري او زیاتره وخت په دغو ډول کنفرانسونو کې هڅې کېږي چې د اسلامي امارت چارواکي له غرب سره پخلاینې او منځلاري اسلام ته راوبولي؛ هغه پخلاینه او منځلاری اسلام چې د اسلامي خاورو په نورو هېوادونو کې دود شوی دی او غرب یې هم غواړي. مګر بیا هم دغه ډول کنفرانسونه او په ځانګړې توګه چې کله د اسلامي امت علما پکې ګډون کوي ددي فرصت رامنځته کېږي چې د اسلامي امارت چارواکي د اسلامي امت علما خپلو اساسي مسوولیتونو لکه د اسلامي امت سیاسي او جغرافیوي وحدت، د کفر پر وړاندې یوووالی، د اسلام هر اړخیز تطبیق او د اسلامي امت د مصالحو تامین ته راوبولي.
په دغه کنفرانس کې بله مهمه خبره دا وه چې د اسلامي امارت استازي د اسلامي خاورو له علماوو غوښتنه وکړه چې د خپلو هېوادونو له سیاسي چارواکو وغواړي چې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني. په داسې حال کې چې د اسلامي خاورو د ټولو هېوادونو مشران د غرب له اجازې پرته هېڅ هم نه شي کولی. نو پر همدې بنسټ د اسلامي امارت استازي ته په کار وه چې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو پر ځای یې له مسلمانو علماوو څخه د اسلامي امت د وحدت او له اسلامي امارت سره یې د بیعت کولو غوښتنه کړې وئ.
د اسلامي خاورې وضعیت داسې دی چې له یوې پېړۍ زیات وخت کېږي په کوچنیو ملي دولتونو باندې وېشل شوې ده او یوه پېړۍ کېږي چې کله ورباندې کمونیستي حکومتونه واکمني کوي، کله ورباندې نشنلیستي حکومتونه، کله ورباندې دیکتاتور حکومتونه او کله هم ورباندې سېکولر او لبرال - ډیموکرات حکومتونه او چارواکي یې د غرب د ګټو پر اساس سیاست کوي. مګر د اسلامي خاورې په همدغه وېشل شوې لویه جغرافیه کې د افغانستان اسلامي امارت یواځینی حکومت دی چې تر دې مهاله غرب ورباندې کنټرول نه لري او د اسلام د بشپړ تطبیق ژمنه کوي. دا د اسلامي امارت لپاره یو لوی چانس دی چې افغانستان او اسلامي امارت د اسلامي امت د وحدت او یووالي لپاره محور وګرځوي. اسلامي امت خپل مطلوب نهضت ته چې په کور دننه او بیرون یې سیاست او اړیکې د اسلام او اسلامي ارزښتونو پر بنسټ وي، ورسوي او بلاخره د اسلامي خاورې د وېشل شوې جغرافیې ښکېلاکي پولي له منځه یوسي او د کفر د واکمنۍ پر وړاندې د امت ټوله انرژي واحده کړي، نړۍ او په ځانګړې توګه اسلامي خاورې ته د اسلام عدل او سوکالي راوړي او د تل لپاره یې د غرب له ښکېلاکه ازاده کړي.




   ارسال نظر