د سویس بانک ته د افغانستان د اسعاري زېرمو انتقال، د امریکایي ښکیلاک نوی تکتیک او د فشار بله بڼه ده
09/18/2022 | خالد مشعل

Print


تېره اونۍ د امریکا متحده ایالاتو د خزانې او بهرنیو چارو وزارتونو په یوه ګډ بیان کې و ویل چې د افغانستان د پیسو له څه باندې ۹ ملیارده ډالرو څخه چې د امریکا په بانکونو کې ساتل کیږي، درې اعشاریه پینځه (۳.۵) ملیارده یې د سویس هیواد یوه بانک ته انتقالوي. په بیان  کې راغلي چې د افغانستان اړوند د یادو ۳.۵ ملیارده ډالرو د څارنې او مدیریت لپاره یوه څلور کسیزه کمیټه ګمارل شوې ده چې یادې پیسې به د افغانستان اړوند مسایلو کې مصرف او مدیریت کوي.
په ورته وخت کې، د امریکایي دولت دې پرېکړې ته د افغانستان اسلامي امارت (ا.ا.ا) په ګډون، ګڼو افغانانو تُند غبرګون وښود او د امریکایي دولت دا اقدام یې وغانده.
د افغانستان په اسعاري زیرمو بندیز د متحده ایالاتو د «تطمیع او تنبیه- Carrot & Stick» سیاست برخه ده چې په دې برخه کې عملي کوي. دا یوازې ارزي زېرمې نه دي چې په افغان ولس او افغان دولت یې د فشار د یوې پیاوړې حربې (Tool) په توګه کاروي. بلکې متحده ایالات په افغان ولس او اسلامي امارت باندې د فشارونو اوږد لیست جوړ کړی دی. په دې لیست کې د امارت په مشرانو د سفر بندیز، په تجارتي معاملاتو او د پیسو په انتقال بندیز، په بانکونو باندې بندیزونه او د رسمیت پیژندلو مسئله او داسې نور شامل دي.
په دې برسېره، متحده ایالات په خورا ځیرکتیا او مکر سره غواړي چې د بندیزونو او فشارونو تر څنګ، له اسلامي امارت سره د خبرو او مذاکراتو دروازه هم پرانستې وساتي. ځکه چې متحده ایالات له ا.ا. څخه ژوره ویره او انديښنه لري. هغه دا ده چې داسې نه شي چې ا.ا. خپل مسیر بدل کړي او د امریکا په مشری اوسنی نړیوال نظم و ننګوي او د افغانستان له اسیرې جغرافیې څخه ور اخوا جهاد اعلان او د اسلام په حمل او نشر لاس پورې کړي. دا هغه څه دي چې امریکا او نړۍ ور څخه سخت ویریږي. نو په همدې خاطر، غواړي چې له ا.ا. سره د تعامل او مذاکراتو دروازه  پرانیستې وساتي.
یوه خبره چې هم افغانان او هم ا.ا. باید ور باندې پوه وي، دا ده چې د امریکا متحده ایالات یو ښکېلاکګر دولت دی. ټول تاریخ یې په ښکېلاکي سیاست او ښکېلاکي جګړو را څرخي. که په نظامي ډګر کې په یوه ملک کې ماتې خوري، نو دا په دې معنی نه ده چې هلته یې اقتصادي، سیاسي او استخباراتي ښکېلاک پای ته رسیدلی دی. نه، بلکې خپل سیاسي، اقتصادي او استخباراتي استعمار ته ادامه ورکوي. همدا سیاست په افغانستان کې هم روان دی. د امریکا له نظامي ماتې او وتو وروسته، د امریکا سیاسي، اقتصادي او استخباراتي استعمار دوام لري او ورځ تر بلې یې پياوړی کوي. د اسعارو په زیرمو بندیز او په هغو کنټرول یې د اقتصادي استعمار ښه بېلګه دی.
که دا پیسې د سویس بانک ته انتقال او هلته یوه بې طرفه نظارتي کمیټه ورته وټاکل شي، بیا هم د دې معنی دا نه ده چې دا پیسې په رښتیا هم د دې کمیټې په واک کې دي. دا کمیټه امریکا ټاکلې او د امریکایي دولت تابع او مخلص مامورین دي. دوی یوه لوېشت هم د امریکا له سیاستونو او قوماندې څخه لرې کیدلی نه شي. دا کمیټه فقط د عامه افکارو د اغوا په موخه رامنځته شوې ده. نو د متحده ایالاتو له فریبه ډک دا ډول اقدامات څوک نه شي خطا اېستلی.
کوم شرایط چې د امریکا دولت د افغانستان بانک اړوند مطرح کوي، په پوره معنی سره سیاسي او ښکېلاکي شرایط او اصول دي. د امریکا دولت غواړي چې د افغانستان بانک غیر سیاسي او د بې طرفه اشخاصو له خوا مدیریت شي. خو دا قطعا غلطه او مغرضانه غوښتنه ده. د امریکا دولت غواړي چې د اسلامي نظام په زړه کې، یو ډیر هم نهاد په خپل کنټرول کې ولري او هغه کسان یې رهبرۍ  ته راشي چې امریکا پورې تړلي وي. دا ډول استعماري غوښتنو ته  ا.ا. باید په هیڅ قیمت سر ټیټ نه کړي او په شدت سره یې باید رد کړي.
که چېرته ا.ا. د امریکا دا ډول ښکېلاکي غوښتنو او د شرایطو منلو ته حاضر شي، نو دا به له ځان سره لوی لوی زیانونه ولري. له یوه طرفه به د ا.ا. حیثیت د افغان ولس او ټول امت په منځ کې سخته را ټیټ  کړي او له بل طرفه به، د ا.ا. اعتبار هم له منځه ولاړ شي. د دې تر  څنګه به، د ا.ا. او د ولس ترمنځ لوی واټن رامنځ ته کړي.
د حل اساسي لار دا دی چې موږ د استعمار سیاستونه، اصول او اسالب پوره وپیژنو او دا درک کړو چې اوسنی پولي سیاست په بشپړ ډول یو استعماري سیاست دی. دا چې د افغانستان د پیسو پشتیوانه ډالر منل شوې، دا په لوی لاس د امریکا مالي او اقتصادي استعمار ته لار برابره وي. ډالر د افغانۍ د پشتیوانې په توګه منل، د زهرو غړپ دی. دا هغه مسئله دی چې تل تر تله د افغانستان په زیان تمامه شوې ده او زموږ د اسعارو کنټرول او ارزښت یې زموږ د دښمن ( د امریکا متحده ایالتو) په لاس کې ور کړی دی.
 د دې لپاره چې له دا ډول پولي استعمار او اسارته خلاص شو، نو د ا.ا.ا مشرتابه ته په کار دی چې په دې اړه جدي غور وکړي او ډالر د افغانیو د پشتیوانې په حیث په مکمل ډول لرې او په ځای یې اصلي ارزښت او پشتیوانه (طيلا او نقره) د افغانیو اسعارو د زېرمو او پشتیوانې په توګه اعلان کړي. په دې ډول به موږ له یوه لوري د اسلامي شریعت یو مهم حکم عملي کړی وي او له بل لوري به په پولي/مالي برخه کې له امریکایي استعمار او اسارته خلاص شو. دا یوازنی عملي لار دی چې اسلامي شریعت موږ ته را په ګوته کړې او موږ یې په عملي کیدو مکلف یو. کنه نو د امریکا اقتصادي/پولي استعمار به روان وي او زموږ د اسعارو او د هغو د زیرمو کنټرول به زموږ د دښمن په لاس کې وي او زموږ په ضد به یې د  فشار د یوې موثرې حربې په توګه کاروي، لکه څرنګه چې همدا اوس هم کارول کیږي.



   ارسال نظر