ملتپالنه او قومپالنه د امت لپاره خواږه زهر!
08/15/2022 | عمرملګری

Print Print


«من دعا الی عصبية فليس منا.» رواه مسلم!
     زه ولې تر « زه» يعنې (خپل وطن، خپل قوم، خپلې ژبې، خپلې خاورې ...) پورې محدود يم؟  زما په څېر بل مسلمان هم همدا احساس لري او تر ځانه محدود دی. ولې هغو سيمو ته چې بايد ازادانه ورتللای نه شو ورتلای؟ آن هغې خاورې ته چې د مقدس اسلام وړانګې ترې راپورته شوې، هم بې اجازې نه شو ورتلای. مسلمانان ولې په افغاني، ايراني، عرب، پاکستاني، سوريايي، ترکي او ... نومونو بېل شوي، حال دا چې د وحدت پرېمانه ګډ ټکي هم لري؟
     د مسلمانانو د شيندلو، بې اتفاقه کولو او په ټوله کې د اسلامي نظام د له منځه وړلو لپاره کفارو پر حربي لارې سربېره فکري هغه هم پاللې او له دې لارې تر ډېره بريالي هم دي. ګورئ! خلافت (د اسلام سياسي نظام)، شريعت( د اسلام ټولنيز سيستم) او د امت وحدت د سپېڅلي اسلامي مثلث درې څنډې دي. کفر د مسلمانانو د له منځه وړلو لپاره د دې مقدس مثلث په وړاندې د ډيموکراسۍ، سيکولاريزم او نيشنليزم خبيث مثلث رامخته کړ او دومره کار يې ورته وکړ، چې له بده مرغه نن ټول مسلمانان پرې د افراط تر سرحده باورمند هم دي. د نيشنليزم او ملت پالنې فکر خو دومره ژورې ريښې کړې دي، چې ان د يو قوم وګړي هم په خپلو کې په «خېلونو» او «زيو» تقيسم شوي دي. زموږ په غم و ښادي کې لومړی بايد زموږ د خپل قوم هغه وګړي ګډون وکړي، چې په «خېل او زي» کې سره يو يو. (له بده مرغه!!!) بده لا دا ده، چې ډېر لوستي کسان په دې مرض مبتلا دي. نالوستي وګړي د قومپالنې په کاذب فکر په غيرارادي ډول مبتلا وي.
     انسان په فطري لحاظ په يوې ډلې پورې تړلی وي.يا به يې له دغو ډلو سره اړيکه وطني، هېوادنۍ او ملي وي يا به قومي وي يا به روحاني او يا به بله؛ خو اړيکه به يې له يوې نه يوې سره خامخا وي. انزوايي يا ګوښه توب يې د فطرت خلاف عمل دی او په وخت سره ورته ستونزې راولاړېدای شي.
     که زه له يوې داسې ډلې سره په اړيکه کې واوسم، چې رابطه يې وطني وي؛ نو بايد دا تعريف کړم، چې وطن يا هېواد يعني څه؟ کومه خاوره او کوم ځای؟ زموږ افغانانو لپاره د وطن تعريف داسې شوی دی: هغه ځای چې موږ پکې اوسو، خاص تاريخ لري، مشخص مساحت لري، ټاکلي سرحدات لري او له افغانانو پرته يا له هغه چا پرته چې افغاني تابيعت ولري، بل هيڅوک ورته نه شي راتلای. په لنډ ډول که ووايو د بل غيرافغاني مسلمان راتګ ورته شونی نه دی. عامه ملکيتونه خو يې بيخي تر ستوني ولاکه راڅخه تېر شي. له بده مرغه اکثره او آن ټول افغانان په همدې فکر دي؛ خو د الله سبحانه وتعالی دا قول يې هېر کړی، چې وايي:«ټول مومنان سره وروڼه دي.» رسول الله صلی الله عليه وسلم په څنګ کې د روم صهيب رضی الله تعالی عنه، د فارس سلمان فارسي رض او د حبش بلال رض شتون د وطن دا تعريف تر سوال لاندې راولي. دا راته وايي، چې مسلمان په هره خاوره کې چې وي ستا ورور دی او ستا د وطن دی. د غرب د فکري استعمار له پاتې شونو يو هم د هېواد او وطن دا کاذبه مينه ده، چې مسلمانان يې له يو بله بېل کړي او آن يو د بل دښمنان يې ګرځولي دي. داسې اړيکه په څو دلايلو باطله او فاسده ده: يو، د دغسې اړيکو منشا غريزوي وي او د بقا له غريزې څخه سرچينه اخلي او بهرنی محرک لري. مثلاً:  که پاکستان، ايران يا هند او نور وي؛ نو ته هېوادنۍ يا وطني اړيکه لرې که دا نه وي نو ته يې نه لرې. دوه، که له عقلي زاويې ورته وګورو نو لنډمهالې اړيکه هم ده. يعنې که محرک له منځه لاړ، دا ورسره له منځه ځي. درې، اساسي او بنسټيزه خبره دا ده، چې په دې اړيکه د الله سبحانه وتعالی رضايت نه حاصلېږي. زه له وطن سره مينه لرم، را باندې ګران دی او نور... نو ايا دا به د الله سبحانه وتعالی د رضايت سبب شي؟ فکر نه کوم. د الله سبحانه وتعالی رضا د مسلمان د ژوند اساسي هد ف دی، چې له دې لارې جنت ته تګ اسانېږي؛ خو په داسې رابطو محال ده. د وطن مروج کاذب تعريف د غرب له لوري شوی او مسلمانو هېوادونو کې پيچکاري شوی دی؛ خو اسلام په دې اړه څه وايي. دا چې دا اړيکه غريزوي ده؛  نو انسان ترې چاره نه لري؛ خو اسلام دې ته معقوله حللاره لري. اسلام را ته دارلاسلام د وطن په نامه تعريفوي. بې له دارلاسلامه د مسلمان لپاره بل وطن نه شته؛ نو له همدې به دفاع کوي، جهاد به کوي، همدلته به اسلامي احکام بشپړ تطبيقوي او عامه ملکيتونو څخه به يې ټول مسلمانان برخمنېږي. که د دارلاسلام په هره څنډه د کفر يرغل او حمله کېږي؛ ټول مسلمانان به يې په وړاندې جهاد ته چمتو کېږي. له همدې داره به د دين دحمل او انتقال ځواک جوړېږي. د جهاد او دعوت له لارې به د اسلام سپېڅلی دين، چې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم امانت دی، نورو غيرمسلمانانو ته رسېږي. دا وطن دی او دا يې له اسلامي ديده تعريف. په دې سره د الله سبحانه وتعالی رضايت حاصلېږي، د بقا غريزه دې په مشروع لاره اشباع شوه او د لنډمهالۍ څخه دې په تلپاتې اړيکه بدله کړه.
ډېری مسلمانان او په خاص ډول افغانان نور هم کوچني او واړه شي. د قومپالنې په لومو کې نښتي وي. فکر کوي، چې قوم و نه لرې څوک دې ولاکه پوښتنه لا وکړي. په سخته کې به قوم درپسې ولاړ وي. نو بايد وپالل شي. خو درېغه!! دا ناخبره وګړي اسلامي احکامو نه ښکاره سرغړونه کوي. فکر وکړئ، چې دا ملتپالنه او قومپالنه مو په اخرت کې د کوم درد دوا کېږي. که ستونزه رامنځته شي، دا قوم به د لنډ مهال لپاره متحد شي؛ خو باور ولرئ، چې د ستونزې د حل نه وروسته به  بېرته پاشل شوی وي. که په همدې قوم کې يو تر بل درته لږ نږدې وي؛ نو ايا همدې کس ته به تر هغه بل ترجيح ور نه کړئ؟ نو چې داسې ده، ولې  اسلامي اصل  او احکامو ته رجوع نه کوو، چې هم مو د دنيا او هم مود اخرت سرخ رويي تر لاسه کړې وي. د اسلامي خلافت د ړنګېدو پر نورو عواملو سربېره يو عامل همدا ملتپالنه او نشنليزم وو. نن به مسلمانان په دې حال نه وای که يې د يو واحد امت په سترګه هر مسلمان ته کتلای او ټول عامه ملکيتونه يې د ټولو مسلمانانو ګڼلای او يو بهرنی دښمن (کفر) يې په ګډه ننګولی او ماتولی. دين يې اظهارولی او د الله سبحانه وتعالی دين يې د دعوت او جهاد له لارې نورو ته رسولی. که دې هېواد همداسې تعريف کړ، بريا دې مبارکه او که د غرب په کاذب تعريف پسې نښتی وې او د رسول الله صلی عليه وسلم د دې خبرې مصداق وې، چې وايي: « څوک چې عصبيت (قومي، ملي او ژبني تعصب) ته دعوت کوي زموږ له ډلې څخه نه دی.»ترکستان ته دې مخه ده. واحد اسلامي دولت(خلافت) لرل مو له دې ټولو ناخوالو د خلاصون يوازينۍ لاره ده.


   


   ارسال نظر