د اونۍ خبره: له شیطان څخه د وفا هیله؛ امریکا تر ۱۰۰۰ ځلو ډېر د دوحې هوکړه‌لیک مات کړی دی!
08/10/2022 | یوسف ارسلان

Print


الله سبحانه وتعالی اسلام د دې لپاره را نازل کړی، چې بشر د دنیا له تنګۍ څخه د آخرت پراخۍ ته هدایت کړي. دا هدایت تر دې کچې بشپړ او کامل دی، چې له عبادت څخه نیولې ان تر سیاست پورې هر څه پکې رانغاړل شوي دي. الله سبحانه وتعالی انسانان په قبیلوي بڼه پیدا کړي او د انسانانو تر منځ په اړیکو کې یې اصل دا ټاکلی، چې مسلمانان باید په خپلو کې مهربانه او د کفارو پر وړاندې سخت وي. رعیت باید د حاکم او حاکم باید د رعیت په اړه نیک ګومان ولري، خو د کفارو پر وړاندې باید تل بدګومانه او بې‌باوره وي.
د دوحې هوکړه‌لیک چې د فبرورۍ په ۲۹مه د اسلامي امارت او امریکا تر منځ لاسلیک شو، د دوو کلونو په بهیر کې د امریکا له لوري څو ځله مات شوی دی او لا هم ماتېږي، خو امريکا په دې اړه ځان حتا ځواب ویونکی هم نه ګڼي. ویل کېږي چې امریکا تر ۱۰۰۰ ځلو ډېر دغه هوکړه‌لیک مات کړی دی، چې وروستی ځل یې پر کابل د بې‌پیلوټه امریکايي الوتکې برید و، چې ادعا کېږي په دغه برید کې ډاکتر ایمن الظواهري په نښه او شهید شوی دی. د دې مانا دا ده، چې امریکا هېڅ ډول اصولو ته ژمنه نه ده او ان هغه سېکولر حقوق او قوانین هم تر پښو لاندې کوي، چې پخپله دوی یې ترویجوي.
امریکا او نور غربي - شرقي قدرتونه چې کله تړون کوي، په حقیقت کې هغه داسې یو تړون نه دی چې دوی دې ورته ژمن وي؛ بلکې هغه یو بل فرېب او چل دی، ترڅو د خپل دوښمن د ماتې لپاره ځان ته وخت پیدا کړي او یا ځان له سترې او شرموونکې ماتې څخه وژغوري. له بلې خوا حقوقي متنونه او پر نړۍ حاکم قوانین نن ورځ تل د لویو قدرتونو په خدمت کې دي. دا د لویو قدرتونو سیاست دی، چې نړیوال حقوق تعریفوي، جوړوي او حتا ځینې وخت یې ماتولی هم شي. په داسې حال کې چې د هېچا پر وړاندې ځان ځواب ‌ویونکی نه ګڼي، ځکه زور لري؛ له همدې امله پخپله حق ټاکي او تفسیروي یې. حتا نن ورځ هم د دوحې د هوکړه‌لیک د متن تفسیر او تعبیر امریکا پر غاړه اخیستی او یوازې خپل تعبیر حق ګڼي او پر نورو یې هم تحمیلوي.
امریکا د خپلو تړونونو په ماتولو کې اوږد تاریخ لري؛ د برجام د هوکړه‌لیک له ماتولو نیولې، بیا د پاریس له اقلیمي تړون څخه وتل او له شوروي سره د هغه تړون ماتول، چې پر اساس یې د منځني واټن ویشتونکو هستوي توغنديو جوړول منعه وو ... دا هغه بېلګې دي، چې له حقوقي هوکړه‌لیکونو سره د امریکا یو اړخیز او خپلسری چلند څرګندوي. امریکا ځان تر هغه وخته یوه تړون ته ژمن بولي، چې ګټه یې پکې وي؛ نن ورځ هم امريکا د دوحې تړون پر اسلامي امارت د فشار د وسیلې په توګه کاروي او هڅه کوي چې د هغه په مرسته اسلامي امارت له خپل دریځ څخه راښکته کړي او په نړیوال لېبرال نظم کې یې ذوب کړي.
کله چې کفار خپل تړون مات کړي، نو مسلمانان هېڅ تکليف نه لري، چې خپلې ژمنې ته دوام ورکړي؛ په ځانګړې توګه هغه مهال چې د مسلمانانو حریم، ځان او عزت ته پکې زیان ورسېږي او کفار لاس ور وغځوي. مسلمانان پر ژمنه وفا کولو کې مشهور دي، خو د ژمنې له ماتوونکو سره سخت چلند کوي. ایا د بني قریظه یهودان مو هېر دي، چې کله یې د خندق د غزا پر مهال خیانت وکړ او د قریشو له مشرکینو سره یو ځای شول، رسول الله صلی الله علیه وسلم د اسلامي دولت د رئیس په توګه له هغوی سره څه ډول چلند وکړ؟ ایا د هغوی غاړې یې ونه وهلې او مال یې د غنیمت په توګه ترې وانه‌خیست؟! په داسې حال کې چې مسلمانانو د خندق تر غزا وروسته خپلې وسلې پر ځمکه نه وې ایښې، چې د یهودانو لخوا د تړون د ماتې خبر راغی او الله سبحانه وتعالی امر وکړ چې د بني قریظه په لوري لاړ شي او د خپلو اعمالو پر جزا یې ورسوي.
په همغه ورځ کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د احزاب له غزا څخه مدینې ته را وګرځېد، ماسپښین مهال جبرائیل (ع) ورته راغی او په داسې حال کې چې هغه صلی الله علیه وسلم د ام سلَمه په کور کې غسل کاوه، ورته وویل: ایا وسله دې پر ځمکه ایښې؟ پرښتو لا تراوسه وسله نه ده غورځولې او زه همدا اوس د دغه ټولي له تعقیب څخه راګرځم! له خپلو اطرافیانو سره قیام وکړه او پر بني قریظه بريد وکړئ. زه له تاسو وړاندې حرکت کوم، کلاوې یې ورباندې لړزوم او په زړونو کې یې وېره او وحشت اچوم!
پکار ده وپوهېږو چې زموږ مسلمانانو لومړنۍ او اساسي ژمنه له الله سبحانه وتعالی سره ده. له الله سبحانه وتعالی زموږ په ژمنه کې راغلي، چې یوازې د هغه اطاعت وکړو، یوازې د هغه دین ته نصرت ورکړو، یوازې پر هغه توکل وکړو او یوازې له هغه څخه غوښتنه وکړو. له الله سبحانه وتعالی سره زموږ میثاق دا دی، چې هغه خپل رب او پالونکی وبولو، د هغه دین حاکم کړو او د هغه د دین په لاره کې جهاد وکړو، ترڅو دوښمن مو ذلیل شي او د اسلام دین پر ټولو دینونو او نظامونو ظاهر او برلاسی شي. دا له الله سبحانه وتعالی سره زموږ تړون دی او هر هغه تړون چې دغه تړون ماتوي او خلاف یې وي، هغه بايد پر دېوال وولو.

وَ إِذْ أَخَذَ رَبُّک مِن بَنی ءَادَمَ مِن ظُهُورِهِمْ ذُرِّیتهَمْ وَ أَشهَدَهُمْ عَلی أَنفُسِهِمْ أَ لَسْتُ بِرَبِّکمْ قَالُواْ بَلی شَهِدْنَا أَن تَقُولُواْ یوْمَ الْقِیامَةِ إِنَّا کنَّا عَنْ هَذَا غَافِلِین * اوْ تَقُولُوا إِنَّما أَشْرَک آباؤُنا مِنْ قَبْلُ وَ کنَّا ذُرِّیةً مِنْ بَعْدِهِمْ أَ فَتُهْلِکنا بِما فَعَلَ الْمُبْطِلُونَ * وَ کذلِک نُفَصِّلُ الْآیاتِ وَ لَعَلَّهُمْ یرْجِعُونَ
او هغه وخت په ياد کړه، کله چې ستا رب د ادم د اولادونو له ملاګانو څخه د هغوی اولادونه رامنځته کړل او دوی يې پر ځان شاهدان ونيول (اور ورته ويې ويل) ايا زه ستاسو رب (مربي او قانون جوړوونکی) نه یم؟ ویې ویل: «هو، شاهدي مو ورکړه» (خدای داسې وکړل) هسې نه چې د قیامت په ورځ ووایي، چې موږ له دغه امر او تړون څخه بې خبره وو. یا ووایي چې زموږ پلرونه له دې وړاندې مشرک وو او موږ تر دوی وروسته د هغوی اولادونه وو. ایا موږ د هغه څه له امله هلاکوې، چې منحرفو خلکو کړي دي؟ او په دې توګه په تفصيل سره ايتونه بیانوو، ترڅو هغوی [د حق لور ته] راوګرځي. (اعراف سورت: ۱۷۲ـ۱۷۴)




   ارسال نظر