مطبوعاتي اعلامیه
د
«امریکا – افغان مشورتي میکانېزم» د غرب د فرهنګي او استخباراتي یرغل لپاره یوه
بله لار!
د
امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د افغانستان د ښځو او بشري
حقونو په چارو کې د دغه هېواد د استازې رینا امیري په همکارۍ د جولای په ۲۸مه د
امریکا – افغان مشورتي میکانېزم پرانیست. دا داسې ګام دی چې امریکايي چارواکو ته
به وړتیا ورکړي ترڅو د افغانستان له ښځو او مدني ټولنې سره ډېره همغږي وکړي. بلینکن
د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل: «هغه کار چې موږ غواړو ترسره یې کړو دا دی چې د
افغانستان له مدني ټولنې سره خپله همکاري اغېزناکه، کره، رغنده او موخنه کړو او د
دغه نوښت موخه همدا ده».
د
حزبالتحریر – ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر په دې اړه د څو ټکو بیانول اړین ګڼي:
لومړی: امریکا له افغانستانه ووته؛ خو له استعمار څخه یې لاس نه دی اخيستی، بلکې له
«سخت ځواک» او مستقیم اشغال څخه تر لاس اخیستو وروسته پر افغانستان د «نرم ځواک»
له لارې د خپل نفوذ او قدرت د تحمیلولو په هڅه کې ده. امریکا په افغانستان کې له
نظامي ماتې وروسته اوس غواړي د اقتصادي بندیزونو، رسنيزو فشارونو او سیاسي ګواښونو
په ذریعه اسلامي امارت له خپل اسلامي دریځ څخه راښکته او منحرف کړي او همدارنګه
غواړي چې په دې خاوره کې د نړیوالو سازمانونو، مرستندویه بنسټونو او مدني ټولنې په
وسیله بیا نفوذ وکړي او له دې لارې غربي ارزښتونه ټولنې ته راننباسي او حتی د دغو
بنسټونو له ادرسه استخباراتي فعالیتونه وکړي. امریکا له مخکې هم په دا ډول فعالیتونو
کې پوره تجربه لري، چې څنګه خپل رقیبان د مدني او استخباراتي بنسټونو په وسیله
کمزوري کړي او له پښو یې وغورځوي.
دویم: کله چې بلینکن د مدني ټولنې خبره کوي، موخه یې په حقیقت کې د سیکولریزم عقیده
او غربي ارزښتونه دي. مدني ټولنه یو غربي مفهوم دی چې له ژونده د دین د بېلتون پر
مفکوره ولاړ دی. مدني بنسټونه تل د غربي ارزښتونو د رواجولو او دفاع وسایل پاتې
شوي، لکه څنګه يې چې د جمهوریت په۲۰ کلونو کې د رسنیو، ډيموکراټيکو ګوندونو، ټولنو،
څېړنیزو بنسټونو او ...
تر نامه لاندې د مدني بنسټونو له لارې غربي ارزښتونه لکه ازادي، بشري حقونه، د ښځو
حقونه او نور دود کړل. بلینکن په خپله وینا کې دا ډول ارزښتونه ستره لاسته راوړنه
وګڼله. آن تر دې چې دغه ارزښتونه او د
مدني ټولنې فعالیتونه د دې لامل شول چې حتی «همجنسپال د یوې ټولنې د جوړولو لپاره
لارې چارې ومومي!» خو د امارت راتګ دا هر څه چې دوی ۲۰ کلنې لاسته راوړنې؛ بشري او
د ښځو حقونه ګڼل، ګډوډ کړل.
درېیم: اسلامي امارت باید پوه شي چې غربي قدرتونه، نړیوال سازمانونه او مدني ټولنه د
سیکولریزم پر اساس ولاړ بنسټونه او فرهنګي او استخباراتي وسایل دي چې د سترو
قدرتونو د ګټو لپاره کارول کېږي. له اوسنۍ نړۍ او د هغې له بنسټونو سره تعامل په
حقیقت کې د سیکولرېزم له عقیدې سره تعامل دی. سیکولرېزم د اوسنۍ نړۍ سره کرښه ده
او غربي قدرتونه په ټوله نړۍ کې د خپلې دغې عقیدې دفاع او ساتنه کوي. په داسې حال
کې چې مسلمانان هم خپله سره کرښه لري، چې نن څوک په نړیواله کچه د هغې د بیانولو،
دفاع او ساتنې جرئت نه لري. د مسلمانانو سره کرښه اسلام او په کورني او بهرني سیاست
کې د هغه بشپړ تطبیق دی.
خو
د دې سرې کرښې ساتنه د واحد خلافت دولت له تاسیس پرته ناشونې ده؛ چې په وسیله یې
اسلام پلی شي، د دښمن فرهنګي او استخباراتي بنسټونه خنثی شي، مسلمانان د یوه ستر
امت او اسلام د نړیوال معیار په توګه يو ځل بیا د نړیوال قدرت او نړيوالو اړیکو په
ډګر کې راڅرګند شي.
﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ
مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَتُرِيدُونَ أَن تَجْعَلُوا لِلَّهِ عَلَيْكُمْ
سُلْطَانًا مُّبِينًا﴾ [النساء: ١٤٤]
اې
هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! کافران د مسلمانانو پر ځای په دوستۍ مه نیسئ. ایا
[په دغه کار سره] غواړئ له الله سره د خپل ځان پر ضد ښکاره دلیل پرېږدئ.
د
حزبالتحریر - ولایه
افغانستان مطبوعاتي دفتر