د اسلامي نظام اساس عدل دی، نه استبداد
07/28/2022 | خالد مشعل

Print


د عامو مسلمانانو او کفارو په اذهانو کې یوه پوښتنه چې ډيره راپورته کیږي او لا هم سمه نه ده ځواب شوې، دا ده چې ایا اسلامي نظام (اسلامي خلافت، امارت، امامت) د استبدادي نظام مترادف دی او که نه؟ یعنې دا چې  اسلامي نظام یو استبدادي او دکتاتور نظام دی که یو عادل نظام؟ دا بحث او پوښتنه له کابو یوې پیړۍ څخه را په دې خوا د سیاسي او فکري بحثونو اساسي موضوع ده او اوس یې هم بازار توود دی.
اسلامي ډلې او احزاب په وروستۍ یوه پیړۍ کې د اسلامي خاورې په مختلفو اقطارو کې په سیاسي، فکري او وسله واله مبارزه اخته دي تر څو اسلامي نظام اقامه او شریعت په مکمل ډول پلی کړي. خو هغه څه چې لا تر اوسه ډيری اسلامي ډلې په کې پاتې راغلي دي، هغه د اسلامي نظام څخه د یوې واضح او بشپړې نسخې  وړاندې کول دي. ترڅو وکولی شي چې د ننني کپیټلیزم بدیل وګرځي او د مسلمانانو/انسانانو د ژوندانه ستونزې په واقعي معنی سره حل کړای شي.
دا چې اسلامي نظام د استبداد او دکتاتوري نظام مترادف او معادل نظام دی که نه؟ دغه بحث له هغه وروسته په کور دننه او بهر ګرم شو چې د ۱۴۰۱ز کال د زمري په ۲۴مه د طالبانو تحریک (اوسنی اسلامي امارت) په افغانستان واکمن شو او د امریکا په ملاتړ وارد شوی جمهوریت په دې هیواد کې ونړیده او د امریکایي اشغال فزیکي حضور پای ته ورسید. د اسلامي امارت د ځینو عامه پالیسو او فرمانونو له صدور او الزامي کیدو وروسته، دا پوښتنه د عام او خاص د ژبو په سر شوه چې اسلامي نظام د استبداد مترادف دی که څنګه؟ په دې لنډه لیکنه کې په همدې مسئله تم کیږو.
څرنګه چې په اسلامي نظام کې د حکومت‌کوونکو، علماو او حتی عادي خلکو بې‌ځایه او بې‌بنسټه توهین او بدنامي حرام او ناروا عمل دی، په ورته وخت کې د حکامو محاسبه، نصیحت او امر باالمعروف او نهي عن المنکر یو دایمي فریضه ده. کله چې حکام د رعیت حقوق تلف کړي، یا یې په چارو کې غفلت وکړي، یا د دوی چارو ته لازمه توجه و نه کړي او یا د اسلامي احکامو خلاف عمل وکړي او تطبیق یې نه کړي؛ په دې وخت کې په مسلمانانو فرض ده چې حکام په سخته ژبه محاسبه کړي، نصیحت ورته وکړي او په معروف یې امر او له منکره یې منع کړي.
 په دې اړه ډیر شرعي دلایل په قرآن او سنتو کې شته چې پر مسلمانانو باندې فرض کوي چې خپلو حاکمانو ته نصیحت وکړي، محاسبه ور سره وکړي، په معروف ورته امر وکړي او له منکره یې را وګرځوي. په دې اړه زه له ډیرو قرآني ایتونو او احادیثو څخه یوازې په دوو مبارکو احادیثو اکتفا کوم. مسلم له ام سلمه (رض) څخه روایت کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل:

سَتَكُونُ أُمَراءُ فَتَعْرِفُونَ وتُنْكِرُونَ، فمَن عَرَفَ بَرِئَ، ومَن أنْكَرَ سَلِمَ، ولَكِنْ مَن رَضِيَ وتابَعَ قالوا: أفَلا نُقاتِلُهُمْ؟ قالَ: لا، ما صَلَّوْا.
(مسلم، صفحه ۱۸۵۴)
داسې امیران به په تاسو راشي چې ځینې کړنې معروف او ځینې به یې منکر و وینئ، چا چې حق و پيژاند برئ‌الذمه شو او چا چې انکار ور باندې وکړ، سلامت پاتې شو، مګر هغه څوک چې راضي شو او پیروي یې وکړه، وې ویل: آيا له هغوی سره په توره جګړه و نه کړو؟ وې ویل: نه خیر، تر څو چې لمونځ کوي.

همدا شان، احمد له ابو سعید خدري (رض) څخه روایت کوي چې رسول الله و فرمایل:

«أفضلُ الجهادِ كلمةُ عدلٍ عند سُلطانٍ جائرٍ – أو أميرٍ جائرٍ»
(صحیح ابي داود)
بهترین جهاد د عدل/حق وینا ده د ظالم حاکم په وړاندې.

دا حدیث په مستقیم او صریح ډول د حاکم د محاسبې، نصیحت او په معروف امر او له منکره د نهې په اړه دی. که چېرته حاکم یا حاکمان د رعیت په چارو  کې غفلت کوي، حقوق یې تلف کوي، چارو او مشکلاتو ته یې سمه توجه او رسیدګي نه کوي، ظلم ورباندې کوي او یا د شریعت په تطبیق کې کوتاهي کوي، نو په رعیت باندې محاسبه، نصیحت، امر په معروف او له منکره نهی فرض کیږي. که په دې مسئله کې رعیت  چپ پاتې کیږي، نو د ګناه مرتکب شوی دی.
په دې بر سیره، موږ د راشده خلافت په زرین عصر کې وینو چې عامو مسلمانانو به خلفاء، والیان او نور دولتي حاکمان په سخته ژبه محاسبه کول، نصیحت یې ورته کړی او په معروف یې امر ورته کړی او له منکره یې منع کړي دي. خلفاو دا کار ستایلی دی او عام مسلمانان یې تشویق کړي چې له خلفاو او د خلافت دستګاه له کارکوونکو (دولتي کارکوونکو) سره محاسبه وکړي او خپلو نمګړتیاو ته یې متوجه کړي. که د حکامو شرعی اطاعت واجب دی، نو د حکامو محاسبه، نصیحت او په معروف امر او له منکره منع هم یوه دایمي وجیبه ده چې امت یې باید تر سره کړي.
په دې خاطر موږ په زغرده او اطمینان سره ویلی شو چې اسلامي نظام (خلافت، امارت او امامت) یو عادل نظام دی چې ساری یې په بشري تاریخ کې نه پخوا لیدل شوی او نه به هم په راتلونکې کې ولیدل شي. هر وخت او هر حاکم چې ظلم کړی، د رعیت حقوق یې تلف کړي، د مسلمانانو چارو او مشکلاتو ته یې لازمه او سمه توجه نه ده کړې، دا په دې دلالت نه کوي چې ګواکې اسلامي نظام ظالم او مستبد دی. نه، بلکې هغه حاکم یا حاکمان وو چې په خپل رعیت یې ظلم کړی او د کبیره ګناه مرتکب شوي دي. د دا ډول نظام او حکامو په وړاندې، امر باالمعروف او نهی عن المنکر، نصیحت او محاسبه په ټول امت باندې فرض ده چې باید تر سره یې کړي.
مسلمانو حکامو ته حرام ده چې په رعیت ظلم وکړي، حقوق یې تلف کړي، ستونزو او مشکلاتو ته یې لازمه توجه و نه کړي او اسلامي شریعت په واقعي معنی ور باندې تطبیق نه کړي. همدا شان، دا لویه ګناه ده چې موږ له رعیت څخه د محاسبې، نصیحت، امر په معروف او له منکره د منعي کولو حق واخلو او خوله یې چپ کړو. دا صریح ظلم، استبداد او لویه ګناه ده چې مسلمان حکام یې مرتکب کیږي.
موږ ولې د رعیت له محاسبې، انتقاد، اعتراض او افشا ګرئ وډار شو؟ همدا محاسبه، نصیحت، په معروف امر او له منکره نهي او اعتراض دی چې حکام خپلو نیمګړتیاو، غفلت، تقصیر، فساد او حتی ظلم ته متوجې کوي. آیا زموږ نظام او دولت د راشده خلافتونو څخه هم عادل، صالح او سالم دی؟ هېڅکله نه. نو بیا باید چې حکام خپلو سیاستونو او فرمانونو ته له سره غور وکړي او هغه حق له رعیت څخه وا نه خلي چې الله تعالی او رسول یې ورکړی او ورباندې فرض کړی دی.
د رعیت د چارو په سرپرستۍ کې یو عالم نیمګړتیاوې دي چې جدي اصلاح ته اړتیا لري. حکام له دې چې د رعیت په ستوني پښه کیږدي او خوله یې چپ کړي،  په خپل ضعف او ناکامۍ باید فکر وکړي او په جدي توګه یې اصلاح کړي.
مسلمان امت او عام ولس د تعزیر (جزا) مستحق نه، بلکې د احترام او اکرام مستحق دی. بس دی، په دې ولس باندې ډير ظلم شوی او ډيرې سزاګانې یې ګاللې دي. تېرو شاهي، دکتاتوري، کمونيستي، ډیموکراتیکو نظامونو او محلي زورواکو  ډير ظلمونه او تعزیرونه دې ولس ته ورکړي. اسلامي نظام باید د دې مجاهد ولس د زخمونو پټی/مرهم شي. دا حکمت او ظرفیت باید پیدا کړو چې د رعیت په زړونو او فکرونو حکومت وکړو، نه د ټوپک د شپیلۍ په زور. موږ په خپلو کړنو او سیاستونو، باید اسلامي نظام بدنام نه کړو او د یو مستبد نظام تصویر امت او نړۍ ته وړاندې نه کړو. اسلامي نظام مستبد نه، بلکې عادل نظام دی. خو دا موږ یو چې د استبداد په لور یې بیایو. مګر دا کار باید و نه شي او په ټول  توان یې باید مخه و نیول شي.




   ارسال نظر