د اوکراین جګړه او د پيسو د پړسوب (تورم) خطر
07/24/2022 | حمد طبیب – بیت المقدس

Print


(ژباړه)

دا نه لومړی ځل دی او نه به وروستی وي چې د غرب پانګوال مالي نظم له سترو خطرونو سره مخ کېږي. هغه خطرونه چې د اقتصادي ژوند پر ټولو اړخونو منفي اغېزې کوي، لکه: پولي نظم او پولي واحدونه، پولي سازمانونه لکه بانکونه او د ونډو بازارونه، نړیوال پور ورکوونکي سازمانونه لکه د پیسو نړیوال صندوق او نړیوال بانک، د سوداګريزو راکړو ورکړو او پيسو د لېږد رالېږد نظامونه لکه سويفټ، بيټکواين او نور او دغه راز د توکو، خدمتونو او د کاريګرو معاشونه او په همدې ترتېب په ګڼو نورو مواردو کې د همدې نظام له امله چټک بدلون رامنځته کېږي.
له لومړۍ نړيوالې جګړې وروسته په ۱۹۲۹م کال کې نړیوال اقتصاد په ځانګړې توګه د امریکا اقتصاد له ستونزو سره مخ شو، چې دغه پېښه د لوی رکود په نامه یادېږي. دغه رکود په چټکۍ سره مالي نظم کډوډ کړ او ګډوډي یې هرې برخې ته ورسېدله؛ داسې چې د ونډو بازارونو په یوه ورځ کې میلیاردونه ډالر تاوان وکړ. له دې ډلې ډاو جونز په يوه ورځ کې په مالي بازار کې خپل ۲۲سلنه ارزښت له لاسه ورکړ او د ناورین له پیله د څو ورځو په جریان کې امریکا شاوخوا ۳۰ میلیارده ډالر تاوان وکړ؛ یعنې د امریکا د فډرال بودیجې له لس چنده څه زيات. د دغه رکود لمن یوازې تر امریکا پورې محدوده نشوه، بلکې فرانسه، المان او نورو اروپايي دولتونه یې هم اغېزمن کړل. دغه حالت لس کاله دوام وکړ او امریکا په دې ونه توانېده چې له دغه ناورین څخه ووځي؛ مګر دا چې د متحدینو دولتونو تر څنګ دویمې نړیوالې جګړې ته داخله شوه او له هغه وروسته ورو ورو پر پښو ودرېده. د دغه ناورین په اړه ډېری اقتصاد پوهان په دې نظر دي، چې دغه رکود د لومړۍ نړیوالې جګړې په پایله کې رامنځته شو. وروسته یې مالي بازارونه تر اغېز لاندې راوستل، چې په پایله کې یې د امریکا تولیداتي کارخونې سقوط کړې او زیات شمېر خلک یې بې کاره کړل. دغه وضعیت د عرضې د زیاتوالي او د تقاضا د کمښت له امله په مستقیم ډول پر مالي بازارونو اغېز وکړ، چې په پایله کې یې د سهامو ارزښت خورا ډېر راولوېد. دا ناورین له دویمې نړیوالې جګړې وروسته په اروپا کې هم تکرار شو، ځکه اروپا له دویمې نړیوالې جګړې وروسته له اقتصادي اړخه سخته ځپل شوې وه. که چېرې د مارشال د پروژې له لارې د امریکا مداخله نه وای، نږدې وه چې له اقتصادي اړخه سقوط وکړي. د مارشال پروژه د لسو کلونو لپاره په اروپا کې پلې شوه، چې د دغې لویې وچې د ژغورلو لامل شوه. په ۱۹۹۰م کال په ختیځ بلاک کې هم یو ناورین رامنځته شو، چې لاملونه یې په افغانستان کې د جګړې پرمهال درانه لګښتونه، د اشتراکیت د مفکورې د اقتصادي نظم نیمګړتیاوې، له امریکا سره د ستورو جګړې په پروژه کې د وسلو سیالي او نورې نظامي پروژې وې. د نورو لاملونو تر څنګ دغه مالي او اقتصادي سقوط د دې سبب شو، چې د اشتراکیت مفکوره او د هغې مالي نظم له منځه لاړ شي. د اشتراکیت مفکورې او له هغې څخه راوتلي نظام له ژوند څخه د بشپړ لیدلوري او د بشري چارو د تنظیم ادعا درلوده. په ۱۹۹۷م کال په مالي بازارونو کې یو پلان شوی ناورین رامنځته شو چې په پايله کې يې اسيايي پړانګان (اسيايي اقتصادي قدرتونه) سقوط شول او د نړۍ مالي بازارونه یې اغېزمن کړل، چې د سترو مالي زیانونو لامل شو، تر دې چې نږدې وو ځینې دولتونه په بشپړه توګه له منځه یوسي.
له هغه وروسته د ۲۰۰۸م کال مالي ناورین راغی، چې د جايدادونو د ګروۍ په بحران) پېژندل کېږي. دا مهال ډېری مالي بازارونو خپل ارزښت له لاسه ورکړ او د مالي او بانکي سازمانونو د له منځه تللو لامل شو. ان تر دې  چې، که چېرې د دولت مداخله نه وای ـ په ځانګړې توګه په امریکا کې چې د غرب د اقتصادي نظام او ازاد بازار قوانین یې مات کړل او له دې لارې یې ډېری سازمانونه وژغورل ـ نو په ډېر احتمال سره چې د امریکا مالي نظم او ټوله کې د نړۍ بشپړ مالي نظم به له منځه تللی و.
دا د هغو ناورینونو بېلګې وې، چې لاتراوسه رامنځته شوي دي او لا یې هم د پېښېدو امکانات شته. خو نړۍ اوسمهال له نوو ناورينونو سره مخ ده چې پيل يې رابرسېره شوی دی؛ دا د اکراين د جګړې او د روسيې پر وړاندې د اقتصادي جګړې پايله ده او ښايي ډېر ژر يې د چين لوري ته هم مخ ګرځوي. پوښتنه دا ده چې کوم موارد له دغه نظامي ناورين څخه اغېزمنېږي او د دغه ناورین له سترو ناخواو څخه د بشر د ژغورلو لار څه ده؟
ګڼ موارد دي چې په اقتصادي لحاظ له دغې جګړې څخه اغېزمن کېږي، چې مهم يې د پيسو پړسوب او د توکو د بیو لوړوالی دي چې بازار ته د ډېرو پيسو د عرضه کولو له امله د پيسو قيمت رالوېږي او په دې سره د کاريګرو لپاره د اخيستو وړ توکو بيې لوړېږي.
د پړسوب مسله د پانګوال نظام برخه ده، چې ټول دولتونه یې په بېلابېلو درجو سره تر خپلې منفي اغېزې لاندې راوستي دي. پړسوب ډېر لاملونه لري، خو تر ټولو اصلي لامل یې اوسنی بشري او له کاره لوېدلی نظم دی، چې پسې پکې ذاتي ارزښت نه لري او په بازارونو کې یې شتون د هغه واقعي ارزښت نه تمثیلوي. له همدې امله د پيسو پړسوب رامنځته کېږي، پر دې سربېره د پيسو پړسوب ځينې نور لاملونه هم لري چې وروسته به پرې د حللارې په برخه کې بحث وکړو. کله چې په بازار کې د نغدو پیسو اندازه د اوسني اقتصاد د حجم په پرتله ډېرېږي، یعنې له ټاکلې اندازې څخه زیاتېږي، د پړسوب لامل کېږي. په دې توګه له خلکو سره د شته پیسو ارزښت کمېږي او د توکو بیې لوړېږي او دا د دې لامل کېږي چې د کارکوونکو د معاشونو ارزښت د توکو او خدماتو پر وړاندې راټیټ شي. دولتونه ډېری مهال د پړسوب د معالجې لپاره هڅې کوي، چې پخپله د حاکم نظام اصل ته په پام سره سختې او پېچلې حللارې وړاندې کړي؛ داسې چې د سودي ګټو د نرخ لوړولو په برخه کې اقدام کوي، ترڅو په دې توګه له بازار څخه په زیاته اندازه نغدې پیسې راټولې شي او بانکونو کې واچول شي. له دې لارې د نغدو پیسو ارزښت د توکو او خدماتو پر وړاندې لوړېږي او په پایله کې د معاشونو وضعیت د ښه‌والي خواته ځي.
که څه هم دغه معالجه د پړسوب په مسله کې ګټوره ده، خو د اقتصاد نورې برخې به له سختو ناخوالو سره مخ کړي. لکه د پورونو پر وړاندې د بانکي سودونو د نرخ د لوړوالي له امله پروژې کمېږي او دا د دې لامل کېږي چې همغه ناورین دې یو ځل بیا د توکو د بیو د لوړېدو په بڼه راوګرځي او د بې‌کارۍ پر کچه دې اغېز وکړي؛ داسې چې بې‌کاري په ټولنه کې د پروژو د کمېدو له امله زیاته شي.
د غرب او په ځانګړې توګه د امریکا ډېری مالي بازارونه له پړسوب سره لاس او ګرېوان دي. حتا اقتصاد پوهان په امریکا کې د رکود پر مسلې سربېره د توکو د بیو لوړېدو، د تولید د کمېدو او د معاشونو د ارزښت د ټیټېدلو په اړه خبرداری ورکوي او وایي چې دا موضوع د امريکا په کور دننه د ټولنیزو ګډوډیو لامل کېږي. 
همدارنګه په روان کال کې پړسوب ۸.۵ سلنې ته رسېدلی دی، چې له ۱۹۸۱م کال راهیسې بې مخینې دی. د «بي بي سي» سایټ د ۲۰۲۲م کال د اپریل په ۱۳مه په یوه راپور کې لیکلي، چې د اوکراین د جګړې په لومړۍ میاشت کې د سون توکو د بیو له لوړېدو وروسته په امریکا کې د پړسوب کچه په تېرو ۴۰ کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته ورسېدله. همدا راز د توکو قېمت تر ۸.۵ سلنې پورې لوړ شو، چې د ۱۹۸۱م کال له ډسمبر څخه را پدېخوا تر ټولو لوړه کچه ده. د امریکا د کار وزیر د ۲۰۲۲م کال د جنورۍ پر ۱۲مه خبرداری ورکړ: «د پړسوب د اندازې زیاتوالی به د نغدي سیاست د پراخوالي له امله د امریکا پر فدرال ذخیرو «مرکزي بانک» فشار زیات کړي، ځکه د هغه ارزي شتمني او مالي ورقې کمېږي او د سود نرخ زیاتېږي. د یادونې وړ ده چې د پړسوب اندازه اوسمهال له هغې کچې څو چنده ډېره ده، چې د امریکا مرکزي بانک په دغه ټاکلي وخت کې ۲ سلنه وړاندوینه کړې ده». د المان د اقتصاد وزیر د مشاور مرستيال روبرت هابیک په ۲۰۲۲م کال د داووس اقتصادي کنفرانس کې خبرداری ورکړ: «موږ لږ تر لږه له څلورو ناورینونو سره مخ یو؛ چې مخ پر زياتېدو پړسوب، د انرژۍ ناورین، غذایي فقر او د اوبو او هوا ناورینونه دي. وبه نه توانېږو چې دغه ستونزې په یوه وخت کې حل کړو. که شونې وي، نو یوازې پر یوه ناورین به تمرکز وکړو». نوموړي زیاته کړه: «که له دغو ستونزو څخه هره یوه حل نه شي، زه وېرېږم چې له داسې نړیوال رکود سره به مخ شو، چې پر نړیوال ثبات به سخت اغېز وکړي».
په حقیقت کې دا پړسوب نه درېږي، بلکې د جګړې په دوام سره به نور هم زیات شي. دا جګړه او د روسیې محاصره به د نړۍ پر ډېری اقتصادي چارو اغېز وکړي، چې له هغې ډلې د سون توکو د قېمت لوړېدل، د سیلانیانو د شمېر کموالی، د توکو او خدماتو د بیو لوړېدل، بهر ته د صادراتو کمېدل، د مالي بازار بې ثباتي او داسې نور موضوعات دي. د نړیوال پړسوب د زیاتوالي دلیل دا دی، چې د نړۍ اقتصادي چارې يو له بل سره تړلې دي او هره برخه یې له بلې څخه اغېزمنېږي او هېڅ یوه یې له بلې څخه بېله نه ده، هغه که د امریکا په څېر په یوه هېواد کې وي او یا هم په نورو هېوادونو کې. د اوکراین جګړې ډېرې ناوړه پایلې درلودې او د نړۍ په هره برخه کې یې پر اقتصاد خطرناکې اغېزې کړې دي. د روسیې محاصره کول د حیاتي توکو د قېمت د لوړېدو لامل شوي، په ځانګړې توګه د انرژۍ او غلودانو په برخه کې، چې په پایله کې یې د صنعت او صادراتو پر اندازه او همدارنګه د نورو حیاتي توکو پر قېمت اغېز کړی دی. سیاحت، واردات او صادرات او د نړۍ مالي بازارونه یې تر خپل اغېز لاندې راوستي دي. په هره اندازه چې یو له دغو مسایلو څخه اغېزمن شي، د نړۍ نور اقتصادي اړخونه هم په همغه اندازه تر اغېز لاندې راولي. دا مسایل په ظاهري ډول د زیاتوالي په حال کې دي او نه درېږي او لکه وړاندې چې اشاره وشوه ممکن د چین او د هغه د متحدینو تر پولو هم ورسېږي، چې هغه مهال به ناورینونه څو چنده شي.
په حقیقت کې د پړسوب اصلي لامل هغه پورتني مسایل نه دي چې یادونه یې وشوه، بلکې دغه پړسوب د اوسني ناسم نغدي نظام په سبب رامنځته شوی، چې په خپل ارزښت کې پر ځان متکي نه دی او حتا په توکو او خدماتو کې پر ځان متکي نه دی، چې د خپل ذاتي ارزښت پر اساس ولاړ وي. اصلي لامل یې هغه نغدي نظام دی، چې پر ټوله نړۍ حاکم شوی، خو پر هېڅ ذاتي ارزښت نه دی ولاړ. پر همدې اساس پړسوب هغه مسله ده، چې د پانګوالۍ له اقتصادي نظام سره تړاو لري، سربېره پردې چې له سیاسي، نظامي او اقتصادي ناورینونو څخه اغېزمن شوی دی. که چېرې هغه بهیر سم او سالم وی، یعنې نغدي نظام په خپل ارزښت کې پر طلا او نقره متکي وي، هېڅکله به پړسوب نه وای راغلی او په مالي نظام پورې اړوندې اقتصادي ستونزې به هېڅ وخت نه رامنځته کېدلې.
د نغدي پړسوب مسله پر نړۍ د اوسني حاکم نظام یوه ناوړه پایله ده. دا هغه ناروغ نظام دی چې د نغدي نظام له لارې یې د ملتونو د وینو په زبېښلو، غصب او لوټلو سره رامنځته شوی دی. سربېره پر دې نړۍ یې له زیاتو او بېلابېلو ناورینونو سره مخ کړې ده، چې له هغې ډلې يوه يې د پړسوب مسله ده. دې مسلې د هغوی سپما او معاشونه اغېزمن کړي، هغوی یې لوټلي او د حیاتي توکو بیې یې لوړې کړې دي. له بلې خوا خلک بې وسه دي او اړ شوي چې د خپل ژوند او راتلونکي د دوام لپاره هغه وزغمي. د اقتصادي ژوند په ټولو برخو کې یې وېره او وحشت خپور کړی او د دغو لویو فسادونو اړوند بېلابېلې ستونزې زیږوي.
د مالي پړسوب له دام او پراخو ناخوالو څخه د خلاصون لپاره، چې په ټولو اقتصادي اړخونو کې رامنځته کېږي، یوازې او یوازې د هغه نظام په تطبیق سره کېږي، چې سالم نغدي نظام لري او د بشر د ژوند اړوند ټولو چارو ته د رسېدو توان ولري. دا ډول نظام له لومړۍ نړیوالې جګړې وړاندې تر یوې کچې پلی کېده او دا خطر څو چنده د اوس په پرتله کم لیدل کېده؛ یعنې د نغدي نظام ملاتړی ځواک (پشتوانه) تر ډېره طلا وه او په پایله کې یې اقتصادي خطرونه ډېر کم وو؛ په ځانګړې توګه د مالي پړسوب په برخه کې او دا هغه موضوع ده چې اوسمهال د نړیوال اقتصاد ټول اړخونه په زیاته کچه ګواښي.
د یادولو وړ ده چې د دغه سالم نظام تطبیق یوازې هغه مهال ممکن دی، چې په پوره توګه پلی شي او همدارنګه هغه یوازې په یوه برخه یعنې نغدي نظام کې نشي پلی کېدلی، ځکه له هغو دولتونو څخه پرده پورته کوي چې په غصب کولو او لوټلو متکي دي او د هغوی بې اساسه اقتصاد ټولو ته بربنډوي. نو اړتیا ده چې نغدي نظام د اسلام د اقتصادي نظام ترڅنګ پلی شي، ځکه چې نغدي نظام هم د هغه برخه ده. دا کار یوازې د هغه دولت تر چتر لاندې ممکن دی، چې پر دغه نظام باور لري، هغه لومړی په خپلو خاورو کې پلی کوي او وروسته یې د خیر او هدایت د پیغام په توګه نورو نړیوالو ته لېږدوي. هغه مهال به دا ناروغ او وراسته نظامونه ټول وپاشل شي او د هغوی له ناوړه واقعیت څخه به پرده پورته شي او د دواړو جهانونو د خالق دا خبره به عملي بڼه غوره کړي:

﴿أفمن أسّسس بنیانه علی تقوی من الله و رضوان خیر أم مّن أسّسس بنیانه علی شفا جرف هار فانهار به فی نار جهنم و الله لا یهدي القوم الظالمین﴾ (توبه : 109)
ژباړه: ايا هغه څوک غوره دی چې د خپلې ودانۍ (ژوند) اساس يې له الله څخه له الله څخه په وېرې او د هغه په رضا بنا کړی وي او که هغه څوک چې خپل ودانۍ (ژوند) يې د نړېدونکې پانډ پر غاړه بنا کړی وي چې په هغې سره د جهنم په اور کې لوېږي؟ او الله ظالم قوم ته هدايت نه کوي.

له الله سبحانه تعالی څخه غواړو، چې اوسنۍ پېښې د دې پیلامه وګرځوي، ترڅو اسلام د ژوند ډګر ته راوګرځي او د کفارو د ناروغو ایډیولوژیو اصلي څېره بربنډه کړي. لکه څنګه یې چې د فارس او روم څېره د اسلام له راتګ وړاندې بربنډه کړه او د اسلامي دولت د تاسیس لپاره یې شرایط چمتو کړل. اللهم آمین و آخر دعوانا أن الحمد لله رب العالمین.

ژباړن: سلیمان یوسف




   ارسال نظر