د اونۍ خبره؛ په لومه کې د اسلامي امارت غورځولو لپاره د امريکا دولت ته د رنډ مرکز لخوا وړانديز شوې پاليسي
06/13/2022 | مصدق سهاک

Print


رَنډ څېړنیز مرکز (RAND Corporation) په امریکا کې تر ټولو مهم فکري مرکز دی، چې د بهرني سیاست په برخه کې د امریکا دولت او سیاستوالو ته مشورې ورکوي. دغه بنسټ په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان په اړه د امریکا دولت ته بېلابېلې طرحې وړاندې کړې وې او د امریکا او اسلامي امارت تر منځ د سولې د خبرو اترو په برخه کې په قطر کې د امریکایي مذاکره کوونکي پلاوي اصلي مشوره ورکوونکی ګڼل کېده.  
په دې وروستیو کې دغه مرکز په ۲۸ صفحو کې د «تعامل، انزوا یا تقابل: د افغانستان د اسلامي امارت پر وړاندې د امریکا پالیسي» تر عنوان لاندې یوه طرحه خپره کړې او په هغې کې د امریکايي دولت او پالیسي جوړوونکو لپاره وړاندیزونه شوي دي، چې له اسلامي امارت سره یې د اړیکو څرګنوالی پکې واضح کړی دی. د دغې طرحې لیکوالان د افغانستان او پاکستان په چارو کې د امریکا پخوانی ځانګړی استازی جیمز ډابنز، د افغانستان او پاکستان په چارو کې د امریکا د پخوانۍ استازولۍ مرستیال او سرپرست لورال میلر او د رَنډ مرکز مخکښ تحلیلګر آنډرو راډین دي. د دغې طرحې لیکوالان عادي کسان نه دي، بلکې د امریکا په سیاست کې عملي رول لوبوي او د افغانستان پر سیاسي وضعیت ښه خبر او پوه دي.
په دغه راپور کې د امریکا دولت ته دری انتخابونه وړاندې کېږي، ترڅو د اسلامي امارت پر وړاندې یې د پالیسۍ په توګه وکاروي:
۱ـ د تعامل انتخاب، ۲ـ د منزوي کولو انتخاب، ۳ـ د تقابل او ګوښه کولو انتخاب. د راپور له محتوا څخه ښکاري، چې لیکوالان د امریکا له اوسنۍ پالیسۍ سره موافق نه دي او په هغې کې د یو لړ بدلونونو غوښتنه کوي.
په دې لیکنه کې هڅه شوې، چې لومړی دغه طرحه په لنډ ډول بیان شي او وروسته یې د تطبیق په برخه کې د اسلامي امارت لپاره خطرونه په ډاګه شي.
لومړی انتخاب: تعامل:
د رنډ طرحې د لیکوالو له نظره د تعامل انتخاب د اسلامي امارت پر وړاندې د امریکا د ملي ګټو د خوندي کولو لپاره یوه غوره لاره ده. ځکه امریکا په پرله پسې دیپلوماتیکو اړیکو سره کولی شي، چې خپلې خبرې او اندېښنې اسلامي امارت ته ورسوي او برعکس اسلامي امارت هم خپلې اندېښنې له امریکا سره شریکې کړي او امریکا به په دغه وخت کې د امارت په چلند کې بدلون او تحول ته ښه متوجه وي. په طرحه کې په دې ټکي ټینګار کېږي، چې د امریکا دولت باید دا هیله ونه لري چې د تعامل پالیسي به په داخل کې د اسلامي امارت ځینې کړنې او اقدامات بدل کړي، خو د امریکا د ګټو لپاره مهمه ده. دوی وایي چې پر امارت د فشار انتخاب ګټه نه لري، ځکه د دغې ډلې مشران د هر ډول فشار منلو ته چمتو دي. په طرحه کې څرګند شوي، چې د حکومتولۍ او د قدرت د نظم په برخه کې د امارت اوسنی حالت د امریکا لپاره بیخي ګونګ دی، خو د تعامل حالت کولی شي چې امریکا ته د اسلامي امارت او د هغه د راتلونکو کړنو په اړه واضح تصویر ورکړي او پر واقعیتونو پوهېدو ته لاره هواره کړي. په طرحه کې راځي، چې د تعامل انتخاب دې د یوه امتحان په توګه وکارول شي، امریکا دې  ورو ورو د هغه په لوري حرکت وکړي او له اسلامي امارت څخه دې محدودې، مګر واقعي تمې ولري او وروسته دې ټول امریکایي بنسټونه په هغه محدوده کې فعالیت وکړي. 
لیکوالان په دې نظر دي، چې له امارت سره کم تعامل د لوی خطر لامل کېږي، چې په دې توګه به د چین، روسیې، ایران او پاکستان په څېر حکومتونه دا فرصت ترلاسه کړي، ترڅو د اسلامي امارت پر لومړیتوبونو او اقداماتو اغېزناک تمام شي. دوی وړاندیز کوي، چې امریکا باید په کابل کې یو کوچنی دفتر پرانیزي، ترڅو د اسلامي امارت له اغېزناکو او تصمیم‌نیوونکو څېرو سره په اړیکه کې وي. د قطر دفتر د لارې د اوږدوالي او د لوړ رتبه چارواکو د نه سفر په سبب ګټور نه دی.
طرحه زیاتوي، چې د افغانستان د اقتصاد ناوړه وضعیت او بشري ناورین داسې یو روایت رامنځته کړی، چې ګواکې د دغه حالت اصلي لامل امریکا ده. که چېرې امریکا مرسته وکړي، دغه روایتونه بدلېږي او په افغانستان کې د غرب ضد احساسات راټیټولی شي. دوی وړاندیز کوي چې پر اسلامي امارت بېلابېل بندیزونه دې لېرې کړل شي او اقتصادي تعاملات او بشردوستانه مرستې دې ډېرې شي.
دغه طرحه د تعامل انتخاب د امنیتي اندېښنو د له منځه وړلو لپاره ګټور بولي. ځکه په اوسني حالت کې پر دواړو اړخونو د بې باورۍ فضاء حاکمه ده، چې استخباراتي اطلاعاتو ته لاسرسی یې ناممکن کړی دی. خو د تعامل پالیسي کولی شي، چې دغه حالت بدل کړي او دواړه لوري په یوه استخباراتي تعامل هوکړه وکړي. دغه تعامل اسلامي امارت دې ته اړ کوي، چې په خپلو ترهګرۍ ضد ژمنو عمل وکړي او د امریکا د ملي ګټو او په سیمه کې د امریکا د متحدینو لکه، هند او ازبکستان د ګټو پر ضد د امارت د ګواښ مخنیوی وکړي. دا پالیسي په حقیقت کې له افغانستان څخه د شوروي تر وتلو وروسته د ترخو پېښو له تکرار څخه مخنیوی کوي. البته لیکونکي د تعامل انتخاب یو اوږدمهاله کار بولي او د دوی په خبره چې غرب باید دا حوصله ولري، ترڅو له امارت سره اوږدمهاله تعامل وکړي؛ په دې توګه به د امارت پر ځینو داخلي کړنو اغېزناک تمام شي او هڅې به یې لاسته راوړنې ولري. راپور زیاتوي، چې امریکا له امارت سره د تعامل د پالیسۍ د مخته وړلو لپاره باید یوازې نه وي، بلکې د سیمې د هېوادونو ملاتړ ته هم اړتیا لري او د سیمې د هېوادونو اوسنۍ پالیسي له امارت سره تعامل دی.
دویم انتخاب: منزوي کول
د طرحې دویم انتخاب د منزوي کولو پالیسي ده، چې لیکوالان یې اسلامي امارت ته د جزا ورکولو او کمزوري کولو یو ډول تعبیروي او دا انتخاب نورو دولتونو ته هم پیغام لېږدوي، چې اسلامي امارت په رسمیت ونه پېژني. طرحه په تاریخي ډول اشاره کوي، چې د امریکا پالیسي معمولاً د هغو ډلو منزوي کول دي، چې په غیرمعمول ډول واک ته رسېږي. لکه دغه کار چې له بلشویکانو سره په روسیه، له کمونیستانو سره په چین، له کاسترو سره په کيوبا او له اخوندانو سره په ایران کې شوی دی. له دغو هېوادونو سره اړیکو جوړولو بیا څو لسیزې وخت نیولی دی. لیکوالان وایي چې امریکا د اسلامي امارت پر وړاندې دغه چلند له وړاندې پیل کړی؛ په افغانستان کې یې خپل سفارت تړلی دی، پر اسلامي امارت او د هغه پر مشرانو بندیزونه لا پرځای پاتې دي او ترڅنګ یې ډیپلوماټیک تعامل په ډېره ټیټه کچه کې دی. په دې انتخاب کې د امریکا په استازیتوب درېیم هېواد بیا ډیپلوماټیک کارونه پرمخ وړي. افغانستان ته بشري مرستې محدودې شوې او تر ډېره غیرنغدي دي، پر مرکزي بانک، سوداګریزو معاملو او پانګونو محدودیتونه زیات شوي دي. دا انتخاب د افغانستان برخلیک د شمالي کوریا او ایران په څېر کوي.
خو لیکونکي د دغه انتخاب خطر په یو څو مواردو کې بیانوي:
▪د منزوي کولو پالیسي محسوسې اغېزې نه لري؛ ځکه د امارت مشرانو ډېرې سختۍ لیدلې دي، د زندانونو تجربه لري او فشارونه د هغوی په کړنلاره اغېز نه لري.
▪د منزوي کولو پاليسي د دواړو لورو تر منځ د تروريزم پر وړاندې ګډه مبارزه زيانمنوي او د همکارۍ لپاره د اسلامي امارت تصميم نيوونکو ته د امريکا لاسرسی محدودوي.
▪دا پالیسي له سیمه‌ییز اړخه هم پلویان نه لري او د سیمې هېوادونه تعامل ته لومړیتوب ورکوي او دا به ډېره سخته وي چې امریکا دې د اسلامي امارت په منزوي کولو کې د چین، روسیې او ایران رضایت په لاس راوړي. ان دغه انتخاب ښايي چین، روسیې او ایران ته دا فرصت ورکړي، چې د امریکا بندیزونه په پام کې ونه نیسي او د اسلامي امارت لپاره مرستې او اسانتیاوې چمتو کړي.
▪د اسلامي امارت د منزوي کولو انتخاب د افغانستان پر خلکو منفي اغېزې لري او د اسلامي امارت مشران ښايي افراطي کړنو ته وهڅوي، چې په پایله کې به د ترهګرو ډلو د ځواکمنېدو لامل شي.
▪د منزوي کولو انتخاب د دواړو اړخونو اړیکو ته زیان رسوي او معلوماتو ته په رسېدو او په واقعي توګه د افغانستان د وضعیت په ارزولو کې د امریکا لاسرسی کموي، چې دا د امریکا په ګټه نه دی.
لیکونکي په پایله کې د اسلامي امارت د منزوي کولو انتخاب د امریکا د ګټو خلاف بولي.
درېیم انتخاب: تقابل او ګوښه کول
په دې انتخاب کې امریکا له قدرت څخه د اسلامي امارت د ګوښه کولو هڅه کوي. دا کار هغه مهال ممکن دی، چې اسلامي امارت یوې یا څو هغو ترهګرو ډلو ته ځای ورکړي، چې د امریکا پر ضد د برید پلان ولري او یا هم برید وکړي. یا د دې ترڅنګ د امارت خلاف یوه شورشي ډله وي، چې په یوه ګاونډي هېواد کې پټنځای ولري. البته راپور لیکونکي د دغه انتخاب ټاکل د امریکا په سیاست کې د بېرته شاتګ یو ډول بولي. ځکه کله چې د امریکا ولسمشر جوبایډن په ۲۰۲۱م کال له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو تصمیم ونیو، نو هغه په څرګندو ټکو کې یې وویل، چې امریکا په افغانستان کې مهمې ګټې نه لري او د امریکا مخالفې ترهګرې ډلې کمزورې او څو ټوټې شوې دي. لیکوالان په دې نظر دي چې امریکا باید پر افغانستان د برید کولو او د اوسني حاکمیت د نسکورولو خطر کم ونه ګڼي، ځکه دغه کار د ټوټه کېدو، ګډوډۍ، داخلي جګړې او د ترهګرو ډلو په اصلي مرکز د افغانستان د بدلېدو لامل کېږي، چې دا حالت د امریکا ملي ګټې له سخت خطر سره مخ کوي.
دوی زیاتوي چې د دغه انتخاب ټاکل د اسلامي امارت په رسمیت نه پېژندلو او د هغه د مشروعیت پر ضد د تبلیغاتو او پروپاګند د رامنځته کولو په مانا دي. برعکس د تقابل انتخاب دې ته لار هواروي، چې د امارت مخالفه ډله د یوه تبعید شوي دولت په توګه په رسمیت وپېژني. 
خو لیکوالان د دغه انتخاب خطر هم لوی بولي، چې دغه کار اسلامي امارت متقابل عمل ته اړ کوي او امریکایي اتباع او هغه کسان ښايي وځپي، چې له امریکایانو سره یې کار کړی دی. اسلامي امارت به د امریکا له پاتې شویو وسلو او تجهیزاتو څخه په افغانستان او په ځانګړې توګه د هوایي ځواک په برخه کې د خپل حریم د دفاع او د نورو ډلو د غښتلي کولو لپاره ګټه واخلي.  
د راپور لیکونکي د تقابل او ګوښه کولو انتخاب مناسب نه بولي او زیاتوي چې دغه انتخاب دوې اساسي ستونزې لري. ۱) په اوسنیو شرایطو کې امکان نه لري، ځکه دومره ځواکمه شورشي ډله نشته، چې اسلامي امارت له ستونزو سره مخ کړي. ۲) که سياله ډله شتون هم ولري او د اسلامي امارت پر وړاندې ودرېږي، نو امريکا ځان په داسې حالت کې وينې چې پرته له يو روښانه لرليد څخه د يو لوري ملاتړ کوي. دا انتخاب اوسمهال د امریکا په کانګرس او پخپله په افغانستان کې ملاتړي نه لري. بلکې یوازې په ځینو خاصو شرایطو کې رامنځته کېدلی شي، هغه داسې چې د ترهګرو ډلو لخوا پر امریکا د برید په واسطه امریکا او ګاونډي هېوادونه وګواښل شي. البته د امریکا پر ضد دا ډول ترهګریز پلان اوسمهال نشته.
***
د رنډ طرحې وړاندیزونه:
د منزوي کولو سیاست چې اوسمهال د افغانستان پر وړاندې د امریکا د سیاست په توګه پلی کېږي، باید بدل شي او پر ځای یې دې د تعامل انتخاب حاکم شي. ځکه د انزوا انتخاب (بریدیز-اغېزمنونکې) کړنلاره ده، چې ګټوره نه ده او برعکس د امریکا ګټې له خطر سره مخ کوي. ځکه د امریکا دولت له افغانستان څخه د کره معلوماتو له کمښت سره مخ دی او د منزوي کولو انتخاب اسلامي امارت له نړیوال وضعیت سره د جوړجاړي په برخه کې کمرنګه کوي.
د امریکا دولت باید په پوره پام سره ګټور ګامونه واخلي او اقتصادي او سیاسي فشارونه باید کم کړي. امریکا دې د اقتصاد د ښه والي، د بانکي سیستم د ثبات او د نغدو پيسو د ستونزې په حل کې پوره هڅه وکړي.
د تروریزم پر وړاندې د مبارزې په برخه کې دې د دوحې تړون ته په پام سره اطلاعاتي او استخباراتي کانالونه رامنځته شي.
اسلامي امارت ته د نږدې او غیر رسمي کسانو لپاره دې امریکا ته د سفر زمینه مساعده شي.
***
تبصره:
هغه څه چې وړاندې شول، د امریکا د دولت لپاره د رنډ څېړنیز مزکر د وړاندیز شوې طرحې لنډیز و. په دې برخه کې د ځینو تبصرو اړتیا شته چې په لاندې ډول دي:
▪په طرحه کې واضح شوي، چې امریکا د انتخابونو له محدودیت سره مخ ده او نشي کولی چې هره پالیسي په افغانستان کې پلې کړي. په حقیقت کې د مطرح شویو دریو انتخابونو له ډلې یوازې یو انتخاب په واک کې لري او دوه نور انتخابونه د دغه هېواد ګټې له خطر سره مخ کوي. د تعامل انتخاب د امریکا د ګټو د خوندي کولو لپاره د سختې اړتیا په توګه وړاندیز شوی دی. دا انتخاب د امریکا لخوا د وخت اخیستلو په مانا دی. د دې پر ځای چې امریکا ډېر انتخابونه پیدا کړي او نړیوال وضعیت بدل کړي، احتمال دا دی چې خپله کړنلاره به بدله کړي.
▪په دې طرحه کې واضح شوي، چې اسلامي امارت د امریکا پر وړاندې لوړ موقف لري. پر افغانستان د امریکا د برید او د بېرته نظامي راتګ وېره یې هسې بې ځایه او له واقعیت څخه لرې اندېښنه ده.
▪د امریکا عمومي پالیسي دا ده، کله چې یو هدف د نظامي تګلارې په واسطه ترلاسه نه کړي، هڅه کوي چې له سیاسي، ډیپلوماټیکې او اقتصادي لارې یې په لاس راوړي. فرېب، چل او دوکه د امریکا د سیاست اساسي ځانګړتیاوې دي. امریکا په دوستۍ او تعامل کې داسې ګوزارونه کوي، چې هېڅ دوښمن به د جګړې په ډګر کې نه وي کړي.
▪د سیمې هېوادونه د اسلامي امارت د منزوي کولو او تقابل او ګوښه کولو مخالف دي. پر امریکا د سیمې د هېوادونو باور کمزوری شوی او دغه هېوادونه اوس له امریکا سره د ۲۰۰۱م کال په څېر نه مرسته کوي او نه یې په اړه مثبت نظر لري.
▪ښايي د اسلامي امارت ځینې مشران د تعامل له انتخاب سره موافق وي او د دغې طرحې د وړاندیزونو هرکلی وکړي، خو باید متوجه وي، هغه څه چې د امریکایانو په چټلو او له کینې او بغض څخه ډکو زړونو کې دي او هغه نفرت چې له اسلام، مسلمانانو او اسلامي امارت څخه لري، له هغه څه ډېر زیات دي چې په خبرو کې یې څرګندېږي.
▪د تعامل پالیسي د ښکارکوونکي د فرېبونو په څېر ده. امریکا دوښمن دی او بايد يوازې د دوښمن په سترګه ورته وکتل شي.
▪امریکا او غرب اوسمهال په دوو جبهو کې مصروف دي؛ یو له روسیې سره د اوکراین په قضیه کې او بل له چین سره د ټایوان په قضیه کې. هغوی د مسلمانانو او اسلامي امارت پر وړاندې د درېیمې جبهې د پرانیستلو توانایي او جرأت نه لري. له همدې امله د تعامل د سیاست غوښتنه کوي، ترڅو د اسلامي امارت لخوا دوی ته متوجه خطر راکم کړي.
▪اسلامي امارت یو څه وېره لري، پر خپلو وړتیاوو یې باور کم دی او د لویو قدرتونو پر وړاندې ځان کم ګڼي. په داسې حال کې چې له لوی نظامي قدرت، مناسب مورال او انګېزې او کمساري شجاعت څخه برخمن دی او تر ټولو مهم دا چې په اسلامي عقیده (طاغوت ماتوونکې عقیده) سبمال دی. له همدې امله کولی شي چې د دوښمن پر وړاندې لوی تصمیمونه او ستر کارونه ترسره کړي.
▪د تعامل انتخاب یوه غولوونکې پالیسي ده، چې ښايي ډېری کسان یې خطر درک نشي کړای، خو دا پالیسي به د خپلو کوچنیو او ورو، خو اغېزناکو ګامونو په واسطه په اوږمهال کې خطرناکه شي او اسلامي امارت له خپل لوړ موقف څخه راښکته کړي. ځکه له شیطان سره تعامل د انسان پر اعمالو منفي اغېز کوي.
پورتنیو حالاتو ته په پام سره اړتیا ده، چې اسلامي امارت نړیوال شرایط او واقعیتونه درک کړي. ځکه د لویو قدرتونو مصروفیت او کمزوري د اسلامي امارت او نورو اسلامي ډلو په ګټه دي. په دې وخت کې مسلمانانو ته، په ځانګړې ډول د حاکم قدرت په توګه اسلامي امارت ته یو قیمتي فرصت برابر شوی، ترڅو په سیمه کې اسلامي ډلې پر خپل محور راټولې کړي او د خلافت دولت په اعلان سره په داخل کې اسلام تطبیق او د دغه دولت د پولو په پراخولو سره ټول امت پر خپل محور راټول کړي. له شک پرته نن ورځ له کشمیر څخه تر سنکیانګ او له فلسطین څخه تر سوریې پورې ټول اسلامي امارت ته سترګې په لار دي. په دې هیله چې د اسلامي امارت مخلص مشران دغه فرصت درک کړي او لوی او برخلیک ټاکونکي تصمیمونه ونیسي. حزب التحریر په اسلامي نړۍ کې د تر ټولو لوی فکري او سیاسي خوځښت په توګه د تاریخ په دې حساس پړاو کې ستاسو تر څنګ ولاړ دی او په دې اجنډا کې د امت په کچه د ورورۍ له مخې له تاسو سره مرسته کوي. دا فرصت ډېر ژر تېرېږي او د تاریخ لوی خلک له دغه ډول فرصت څخه د ګټې اخیستنې لپاره شېبې شماري. له شک پرته فرصت او قدرت یو الهي امانت دی، چې له هغه څخه باید د اسلام او مسلمانانو په ګټه کار واخیستل شي. هسې نه چې د وخت په تېرېدو او د بې ځایه مصلحتونو په پام کې نیولو سره دا فرصت له لاسه ووځي او هغه مهال بیا پښېماني هېڅ ګټه نه لري.

وَ فِی ذلِک فَلْیتَنافَسِ الْمُتَنافِسُونَ [مطففین:26]
او په دغو [فرصتونو او نعمتونو] کې سبقت کوونکي باید له یو بل سره سيالي سيالي وکړي.

 
مصدق سهاک
د حزب التحریر-ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر غړی




   ارسال نظر