اسلامي خاورو کې جګړې او اسلامي ارزښتونو ته سپکاوی! ولې؟
06/11/2022 | عمر ملګری

Print


 مسلمانان ولې ځورېږي؟  ولې يې کورونه ورانېږي؟ ولې يې هېوادونه مستعمرې ګرځي او په ټوله کې يې ولې ديني ارزښتونو ته، چې د مسلمانانو سرې کرښې دي،  سپکاوی کېږي؟ 
 د افغانستان د جګړو په اړه د ډېريو ملګرو نظرونه، چې واورئ ډېر سطحي وي. پړه يې بېرته پر افغانانو ورتاوانوي. استدلال کوي، چې پښتانه جنګ خوښي، متشدد، بې اتفاقه او ... دي؛ نو ځکه د جګړو ورمخه ده؛ خو ايا په دې مو تر اوسه فکر کړی دی، چې د نړۍ په نورو اسلامي هېوادونو او سيمو ، لکه: عراق، سوريه، يمن، فلسطين، کشمير، ايغور، برما او ... کې ولې جګړې دي؟ هغوی هم پښتانه دي!؟  ځواب خامخا منفي دی. ښه نو اوس مسئله چېرته ده، چې د نړۍ په ټولو مسلمانانو د جنګ بلا حاکمه ده. پرمختګ نه پاتې دي او خپل اصلي رسالت، چې د الله سبحانه وتعالی د دين اظهار دی، يې پرې اېښی دی. د امت د يووالي مسئله ولې هېره شوې؟ اسلام د ټولو لپاره دی او قران عظيم الشان ټول مومنان وروڼه بللي؛ نو بيا ولې دا وروڼه د امت ژغورنې فکر نه لري؟ په فرانسه، ډنمارک او دا دی تازه په هند کې د بشريت د ستر لارښود حضرت محمد «ص» او اسلامي ارزښتونو ته سپکاوی وشو. ټوله اسلامي نړۍ يې غندي؛ خو غاښ ماتوونکی ځواب نه ورکوي يا يې نه شي ورکولای. لامل يې د ملت ګرايئ او نيشنليستۍ مفکوره ده. او دا مفکوره د دې لامل شوې، چې دوی ځان له امته بېل وګڼي. همدا بېلوالی يې د کمزورۍ اصلي عامل دی. په دې هم پوهېږو، چې هر مسلمان په دې کار خپه شوی؛ خو دا ځواک نه لري، چې په سوک ځواب ورکړي.  که د ټولې اسلامي نړۍ فوځونه تر يوه واحد بيرغ او  يوه خليفه او امير تر امر لاندې راټول شي؛ نو بيا يې ګوره، چې غرب او ټوله کفري نړۍ سرونه ورته  ټيټ کړي.
اوس چې په ټولې اسلامي نړۍ د جګړې اور بل دی، د امريکا او په ټوله کې د کفر يو بنسټيز هدف دا دی، چې مسلمانان د واحد امت په څېر را څرګند نه شي. که موږ نيشنليستي افکارو ته نه ووايو او د ارضی تماميت مصنوعي ايډيا له ذهنه وباسو او  د واحد امت په ډول ځان راڅرګند کړو، شونې ده، چې د نړۍ زبرځواکونو ته د الله سبحانه وتعالی په نصرت ماتې ورکړو.  بيا به هيچېري د اسلامي ارزښتونو سپکاوی نه کېږي.
 الله سبحانه و تعالی  په افغانستان کې د امريکا د ماتې وياړ د ا.ا.ا د مجاهدينو ته ور نصيب کړ. دا عادي پېښه نه ده/وه. دا د همدغو مجاهدينو د يووالي، قربانۍ او ځانفدايئ ثمره وه. اوس چې دا بريا ترلاسه شوه؛ نو د الله تعالی د دين نصرت بل هغه ټکی دی، چې همدوی ته يې سترګې دي. راشئ او د الله سبحانه وتعالی د دين د نصرت ( په داخل کې په بشپړ ډول تطبيق او له پولو ها خوا ته يې د جهاد او دعوت له لارې لېږد) ته مټې رابډ وهو. ټول مسلمانان د واحد امت په څېر په يوه ټغر راټول کړو. بيا وګورئ، چې د نړۍ کوم ځواک د دې امت مخه نيسي.
اسلامي ارزښتونو ته په سپکاوي خپګان څه مانا؟ قران، واحده قبله، د اخترونو ورځې، د حج مراسم او ګڼ نور ټکي څه مانا؟ دا ټول د دې شاهدي ورکوي، چې مسلمانان د نوک او ورۍ په څېر نه بېلېدونکي دي. نو اې اسلامي امته، چېرته ياست او ولې د يوه اسلامي دولت تر سيوري لاندې  د عزت ژوند نه غواړئ!؟ ولې د داسې يوه دولت نه محروم يو، چې تر شا يې خپل ژوند، عزت او هستي خوندي ساتلی شو. که امت واحد اسلامي دولت لرلای د هند د بي جې پي ګوند وياندې نورپورشرما خو لا څه، چې بادارانو به يې هم د داسې خبرو جرئت نه وای کړی.
 امت تر هرڅه مخکې واحد اسلامي دولت ته اړتيا لري. همدا يې له ځور او سپکاوي څخه د خلاصون يوازينۍ لاره ده، چې له بده مرغه څه باندې يوه پېړۍ ترې محروم دی.





   ارسال نظر