سیکولر ډیپلوماسي د اسلامي دولت بهرنی سیاست نه شي کېدی!
06/12/2022 | سیف الله مستنیر

Print


خبر:
د هند بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دغه هېواد د ډیپلوماټانو یوه ډله د اسلامي امارت له چارواکو سره د لیدنې او د بشري مرستو د ارزونې لپاره کابل ته تللې. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند، عبدالقهار بلخي هم په یوه ټویټ کې لیکلي چې د هند د بهرنیو چارو وزارت ګډ منشي، جي پي سېنګ او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، امیر خان متقي د دوه اړخیزه اړیکو او بشري مرستو په اړه خبرې کړې.
امیر خان متقي کابل ته د هندي پلاوي سفر له هند سره د طالبانو د حکومت په اړیکو کې یو «ښه پیل» بللی او «د هند په مرسته د پراختیایي پروژو، ډیپلوماټیک حضور او په افغانستان کې په ځانګړي ډول د ناروغانو او په هند کې د افغان محصلينو لپاره د هند د کونسلي خدمتونو د بیا پیل» غوښتنه یې کړې ده.
تبصره:
نن ورځ موږ مسلمانان په داسې نړۍ کې ژوند کوو چې سیکولر ارزښتونه نړیوال شوي؛ انسانان د هغه څه پر خلاف رهبري کېږي چې الله تعالی یې حکم کړی او نړۍ د یوه کفري نړیوال نظم شاهده ده چې قواعد یې له نړیوالو اړیکو اخیستل شوي، تر څو د افرادو تر منځ اړیکې تسخیر او تنظیم کړي. د نړۍ دا کفري نظام د ځینو نړیوالو سازمانونو لکه ملګرو ملتونو، نړيوال وجهي صندوق، نړیوال بانک او ځینو لویو هېوادونو لکه امریکا، اروپایي هېوادونو، روسیې، چین، هند او نورو لخوا پر مخ بېول کېږي. دا دولتونه او لوی نړیوال سازمانونه نړۍ یوه داسې کورنۍ ګڼي چې ګواکي دوی یې مشران او باداران دي. که څه هم دا دولتونه او سازمانونه د خپلو ګټو لپاره کار کوي، خو بیا هم څوک نه پرېږدي چې د دوی دا نظم او سیکولر نظام- چې ان د ښځې او مېړه په چارو کې هم لاس وهي- د چا لخوا وګواښل شي. لکه څنګه چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي، انتونیو ګوترېش د اسلامي امارت د رهبرۍ د وروستیو فرمانونو په غبرګون کې پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل: « زه یو ځل بیا له طالبانو غواړم چې د بشرحقونو د نړیوالو قوانینو پر بنسټ د افغان ښځو او نجونو په اړه پر خپلو ژمنو ودرېږي».
کله چې د نړیوال نظم خبره کوو، اصلي موخه مو هغه اصول او معیارونه دي، چې نړیوال زبر ځواکونه یې شعار ورکوي او نور یې پلي کولو ته اړ باسي. د دغو اصولو او قواعدو لویه برخه د ملي دولتونو په بهرنیو اړیکو کې تمثیلېږي. سیکولرېزم په دغو اصولو کې هم اساس دی او لکه څنګه چې انسانان اړ باسی چې د خپلو مادي ګټو له مخې عمل وکړي؛ دولتونه یې هم پر دې مکلف کړي چې له هر ډول ارزښتونو، دیني او عرفي احکامو او نورو مواردو بېل باید د خپلو ملي ګټو له مخې تعامل وکړي، نړیوال سیکولر نظم په پام کې ونیسي او مروجو اصولو ته درناوی وکړي. په بهرني سیاست کې د اسلامي امارت له پرلپسې کارکردګۍ هم ښکاري چې نړۍ ته پر همدې اساس ګوري او غواړي د دغې نړیوالې کورنۍ غړی شي چې کفري ارزښتونه او هېوادونه یې رهبري کوي او د بادار په شان حکمراني پرې کوي.
خو الله سبحانه وتعالی یوازې او یوازې اسلامي امت غوره کړی چې ټول بشر د اسلامي قانون مطابق رهبري کړي، نړیوال نظم جوړ کړي او د ټولې نړۍ مشري پر غاړه واخلي. د اسلامي دولت بنسټیزه دنده، چې له پیغمبرانو ورته په میراث پاتې ده، همدا ده چې د الله سبحانه وتعالی دین د دعوت او جهاد له لارې پر ټولو دینونو او نظامونو ظاهر او غالب کړي؛ که داسې ونه کړي په اصل کې د اسلامي دولت وجودي فلسفه او اړتیا تر پوښتنې لاندې راځي. د همدې لپاره د اسلامي دولت په بهرني سیاست کې نورو دولتونو ته د دښمن په سترګه کتل کېږي، ځکه هغه دارالکفر دی او د دارالکفر لپاره اصل دا دی چې اسلام ورته وړاندې شي، که تسلیم نه شو د اسلامي دولت مجاهدین ور مارش کېږي څو حکم یې یوازې د الله تعالی شي. لکه څنګه چې رسول الله «ص» فرمایي:


«أُمِرْتُ أَنْ أُقَاتِلَ النَّاسَ حَتَّى يَشْهَدُوا أَنْ لا إِلهَ إِلاَّ اللَّه، وَأَنَّ مُحَمَّداً رسولُ اللَّه»

زه مامور شوی يم چې تر هغه له خلکو سره وجنګېږم، تر څو شاهدي ووايي چې له الله پرته بل إِله نشته او محمد صلی الله عليه وسلم د الله رسول دی.
د دې تر څنګ، روا ده چې له ځینو کفري دولتونو سره معاهدې، سوداګريزې او سیاسي اړیکې تنظیم شي؛ خو باید لنډمهاله وي. دا جایز نه ده چې له بالفعل محارب دولتونو سره تړونونه او ډیپلوماټیکې اړیکې ټینګې شي. له محاربو دولتونو سره اصل جګړه ده چې د اسلام حکم ته تسلیم شي. د دغو دولتونو اوسنۍ بېلګه چین دی چې ختیځ ترکستان یې اشغال کړی؛ روسیه چې د سوریې او لیبیا په چارو کې لاسوهنه کوي، کریمیه یې اشغال کړې او پر منځنۍ اسیا واک لري؛ امریکا چې د نړۍ د ابرځواک په توګه پر ځان سر نه مني، په اسلامي نړۍ کې مستقیماً اشغال کوي او د یهودي دولت ملاتړې ده او همداراز هند چې کشمیر یې اشغال کړی او له کلونو راهیسې مسلمانان شکنجه کوي، تېری پرې کوي، وژني یې او ان د حجاب په سبب زموږ خویندې له ښوونيزو مرکزونو محروموي. څنګه کولی شو له دغو دولتونو سره اسلامي فقه پرېږدو او د غرب پر فقه عمل وکړو!؟
څه شی د دې سبب کېږي چې د اسلام له انقلابي (د ژوند په ټولو برخو کې په هر اړخیزه توګه) پلي کولو او د دعوت او جهاد له لارې د اسلام له حمل څخه کراهیت او کرکه ولرو؛ په داسې حال کې چې د الله تعالی رضایت د اوسنیو قدرتونو له رضایت څخه غوره دی؛ د اسلام پر بنسټ دوستي او دښمني د سیکولر ډیپلوماسۍ پر بنسټ دوستۍ او دښمنۍ څخه غوره ده؛ د الله تعالی ملاتړ د کفري دولتونو له ملاتړ څخه غوره دی او د جنت پراخوالی د نړۍ له تنګوالي ډېر غوره دی. نو باید هغه فکري او ذهني خنډونه چې د نړیوال نظم د اوسني واقعیت په سبب زموږ په زړونو کې دي، پاک کړو؛ الله تعالی خپل وکیل ونیسو او د امت ریښتینی دولت تاسیس کړو. الله تعالی نصرت ورکوونکی دی، پر ټولو چارو غالب او تر ټولو غوره مکر کوونکی ذات دی.


﴿وَعْدَ اللَّهِ لَا يُخْلِفُ اللَّهُ وَعْدَهُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ (٦)يَعْلَمُونَ ظَاهِرًا مِنَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَهُمْ عَنِ الْآخِرَةِ هُمْ غَافِلُونَ (٧)﴾ الروم
دا د الله وعده ده او الله هېڅکله د خپلې وعدې خلاف نه ترسره کوي، خو ډېری خلک نه پوهېږي. دوی يوازې د دنيوي ژوند پر ظاهري بڼه پوهېږي او له آخرت څخه غافل دي.


سیف الله مستنیر
د حزب التحریر ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رییس




   ارسال نظر