د اونۍ خبره: حجاب شرعي حکم دی، چې جوړجاړی پکې نه کېږي!
05/16/2022 | درویش "طالقانی"

Print


په افغانستان کې د حجاب د موضوع په اړه په کور دننه او بهر بحثونه روان دي. له افغان سيکولرانو او مدني فعالانو نيولي، د ملګرو ملتونو سرمنشي، اروپايي اتحاديه او غړي هېوادونه يې د حجاب په اړه د اسلامي امارت تازه فرمان د بشر او ښځو د حقونو خلاف بولي او له اسلامي امارت او افغانانو څخه غواړي چې د اسلام د تطبيق پر ځای غربي ارزښتونه پلي کړي او د الله تعالی د پيروۍ پر ځای د هغوی پيروي وکړي. غربي هېوادونه له دې مسلې څخه د خپلو موخو او امتياز اخيستلو لپاره د فشار د وسيلې په توګه استفاده کوي. دا هېوادونه له يوه اړخه وايي چې افغانستان خپلواک هېواد دی او موږ يې خپلواکۍ ته درناوی لرو؛ خو له بل لوري په ډېرې بې شرمۍ سره غواړي چې د دې هېواد کورنۍ چارې؛ لکه: د حجاب موضوع، د دوی له غوښتنو سره سم تنظيم شي.
غربيان تل د افغانستان له خلکو او اسلامي امارت څخه د خطر وېره او اندېښنه لري؛ نو هره ورځ د افغانستان خلک د خپلو ارزښتونو، امکاناتو او نفوذ له لارې تهديدوي. تر دې چې ان د ښځې او مېړه په چارو کې لاسوهنه کوي او خلک د دوی د ارزښتونو په رعايتونو مکلف ګڼي. دغه هېوادونه غواړي چې خپل ارزښتونه لکه: بشري حقونه، د ښځو حقونه، سيکولريزم او ډيموکراسي د نړيوالو مکلفيتونو په توګه پر موږ وتپي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټوني ګوتيريش ويلي: «زه يو وار بيا له طالبانو غواړم چې له افغانو ښځو او نجونو سره د خپلو وعدو او نړيوالو قوانينوپر اساس پر خپلو ژمنو عمل وکړي». دغه راز د اروپايي اتحاديې د بهرني سياست مشر جوزپ بورل ويلي: «هر افغان او افغانه حق لري چې د خپل لباس او جامو د ډول په اړه تصميم ونيسي». د G-۷ صنعتي هېوادونو هم ويلي چې «موږ د طالبانو د ژمنو، نړيوالو قوانينو او د افغانستان د تعهداتو پر اساس د افغانستان د خلکو د مساويانه حقونو د غوښتنې په برخه کې د دوی تر څنګ ولاړ يو».
افغان ولس د بل هر چا پرتله پر دې ښه پوهېږي چې د بشري حقونو او ښځو د حقونو ملاتړي سوچه درواغ وايي، دوی ته د افغان ښځو قضيه ارزښت نه لري، که ارزښت يې ورته لرلای، نو په تېرو شلو کلونو کې يې د بمباريو او تپل شوې جګړې په ترڅ کې د دې خاورې زرګوه ښځې نه وژلې، زرګونه نورې به يې نه کونډې کولې، نه به يې بورې کولې او نه به يې يتيمانې کولې.
د حجاب ډېری مخالفين د غرب د شل کلن فکري او نظامي اشغال پاتې شوني دي. دا خلک د افغانستان د مسلمان او متدين ولس په منځ کې ځای نه لري او ډېره کمه برخه يې جوړوي. د حجاب ډېری مخالفينو د ولس په منځ کې ژوند نه دی کړی، بلکې له هېواده بهر اوسېږي او يوازې په ټولنيزو رسنيو کې فعال دي، خو د افغانستان پر فکري فضا د غير اسلامي رسنيو د تسلط له امله  د دوی لپاره کاذبه فضا جوړه شوې او تبليغات او پروپاګند کوي.
افغانې ښځې او نجونې څه ډول چې د لمانځه اقامه د زړه له تله د شرعي حکم په توګه مني او تطبيقوي؛ د حجاب له موضوع سره هم ورته چلند کوي. موږ ټول ـ ښځې دي که نارينه ـ د الله تعالی بنده ګان يو، د اسلامي شريعت اوامرو ته تسليم يو او د هغو په تطبيق کې بشپړ سکون او ارامي احساسوو.
اسلامي امارت ته پکار ده، څه ډول چې د حجاب شرعي حکم په جديت سره پلی کوي او د اسلامي حکومت په توګه د دغه حکم اجراء خپله وجيبه بولي، د اسلام نور احکام هم بايد په جديت سره پلي کړي او د عاقبت او پايلو په اړه يې هېڅ اندېښنه ونه لري او الله تعالی ته تسليم شي، ځکه هغه تر ټولو غوره وکيل او زموږ لپاره کافي دی.
دغه راز د حکومتولۍ حکمت دا دی چې د يو حکم د تطبيق تر څنګ د هغه لپاره له فکري او فرهنګي اړخه ذهنيت جوړ شي، تر څو خلک د راسخ ايمان او د اسلام د اساسي مفاهيمو پر اساس اسلامي احکام عملي کړي. له روحي تړاو پرته يوازې د حکم مادي تطبيق خلک له اجر څخه بې برخې کوي. له بله اړخه دا د ټول ويښ قشر او د ښځو او سړو په ګډون د مومنې ټولنې مسوليت دی چې د اسلام ضد دغې څپې پر وړاندې ټينګه مبارزه وکړي او پرېنږدې چې سيکولران بيا د حکومتولۍ چانس تر لاسه کړي. نو پکار ده چې اسلام پرته له تدرج څخه هم په کورني او هم په بهرني سياست کې په بشپړ او هر اړخيز ډول پلی شي ، څو د الله تعالی دين پر نورو ټولو اديانو او نظامونو برلاسی شي.


‏ وَقُلْ جَاء الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقاً ‏( اسراء: ۸۱)
 
ورته ووايه: حق راغی او باطل له منځه لاړ. بېشکه چې باطل تل له منځه تلونکی دی.




   ارسال نظر