Print


حزب التحریر
مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان
 

د حزب التحرير ـ ولايه افغانستان مطبوعاتي دفتر ټولو دعوتګرانو، مبارزينو، مجاهدينو، د افغانستان مسلمان ولس او ټول اسلامي امت ته د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي وايي او هيله لري چې الله سبحانه و تعالی په رمضان کې د اسلامي امت روژې، قيامونه، عبادتونه او نېک اعمال په خپل در کې قبول کړي.
دا وار افغان ولس لومړی ځل د اشغال او اشغالګرو له منحوس حاکميت پرته اختر نمانځي. الحمد لله ثم الحمد لله، دا ستر وياړ دی چې اشغالګرو، د هغوی لاسپوڅو، جمهوري نظام او ډيموکراټيکو ارزښتونو له خپلو پاتې‌شونو سره په دې خاوره کې ماته وخوړه او ذليل شول. دا چاره د اختر کيفيت لا ښه کوي او د مسلمانانو خوښۍ لا زياتوي. خو د دې ستر وياړ تر څنګ، سږ کال د رمضان مياشت له يو شمېر خواشينونکو پېښو سره مله وه: پر مسجد الاقصی يهودي اشغالګرو بريد وکړ، د افغانستان پر مسلمانانو پرله‌پسې استخباراتي بريدونه وشول، په اروپا کې قرآن کریم ته سپکاوی وشو، په هند کې زموږ مسلمانې خويندې د حجاب اغوستلو له امله وځورول شوې او سپکاوی يې وشو، د هند هندوپاله دولت پر کشمير خپل اشغال ته پراختيا ورکړه او په شرقي ترکستان کې زموږ اويغوري ورونه او خويندي د چين د کمونستي دولت لخوا له زورزياتي او ربړونو سره مخ دي.
کوچنی اختر داسې مهال راغی چې مسلمانان وحدت نه لري. د رمضان مياشت د فتحې او بریا له زېري پرته تېره شوه. موږ مسلمانانو د «وسط امت» او «شاهد امت» په توګه خپل رسالت نه دی ترسره کړی او اسلام مو د يو دين، نظام او د ژوندانه د تګلارې په توګه پر نورو اديانو او نظامونو نه دی حاکم کړی! هو؛ مسلمانان په اختر کې خوشالېږي، لکه روژه لرونکي چې د افطار پر وخت خوشالېږي او لکه مسلمان چې په جنت کې د خپل رب په ديدار خوشالېږي. دغه راز، د مسلمانانو د خوښيو له ورځو يوه هم هغه ورځ ده چې د الله سبحانه و تعالی وعده او د رسول الله صلی الله عليه وسلم بشارت تحقق ومومي، چې هغه د نبوت پر منهج د خلافت دولت بيا احياء کېدل دي. دا هغه ورځ ده چې اشغال شوې خاورې به د اسلامي دولت د لښکر لخوا ازادې شي، مسلمانان به د واحد امت په توګه عزت او تمکين ته ورسېږي او د اسلام بيرغ به د نړۍ پر لوړو څوکو ورپېږي. دا هغه ورځ ده چې يوازې به مومنان د الله تعالی له نصرت څخه خوښ شي. دا څومره تاريخي او ستره ورځ ده!


وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ بِنَصْرِ اللَّهِ ۚ يَنصُرُ مَن يَشَاءُ ۖ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ (الروم: ۴،۵)
او په هغه ورځ (چې مسلمه امت قدرت ته رسېږي او عزتمن کېږي) به مومنان د الله د مرستې او نصرت له امله خوشاله شي. الله چې څوک وغواړي، مرسته يې کوي او هغه (پر دښمنانو) برلاسی (او پر دوستانو) مهربان دی.


د حزب التحرير ـ ولايه افغانستان مطبوعاتي دفتر




   ارسال نظر