د اونۍ خبره: په اوکراین کې د لویو قدرتونو جګړه؛ د اسلامي نړۍ لپاره چانس
03/22/2022 | احمد طیب احمدی

Print


پر اوکراین د روسیې پوځي برید شپږ ویشتمې ورځې ته ورسېد. پوتین وایي چې روسیه له اوکراین سره نه شلېدونکې کلتوري او تاریخي اړیکې لري او اوکراین له پخوا د روسیې یوه برخه وه. له بله اړخه امریکا او اروپا روسیه «پخواني شوروي» ته په راګرځېدو تورنه کړه، د روسیې پوځي برید یې اشغال وګاڼه او هغه يې وغانده. د چین دولت نه په ښکاره ډول د امریکا د دریځ ملاتړ کوي او نه یې هم له روسیې سره همکاري په ډاګه کړې ده.
خو د اوکراین د قدرتونو په جګړه کې د اسلامي نړۍ موقف څه دی؟ د قدرتونو په لانجو کې د اسلامي امت رول څه دی؟ اړتیا ده چې په دغو لانجو کې د غوره امت په توګه د اسلامي نړۍ دريځ روښانه شي.
په اوس شرایطو کې اسلامي نړۍ له یوې ستراتیژیکې لار ورکۍ سره مخ ده. په نړیوالو قضیو کې اسلامي نړۍ، په لویو قدرتونو پسې روانه ده. په ۱۹۲۴م، کال کې د عثماني خلافت له سکوت او په کوچنیو خاورو د اسلامي امت له وېشل کېدو وروسته، ښکېلاکګرو دغه کوچنۍ خاورې تر خپل نفوذ لاندې راوستې او خپل مزدوران یې پکې وګومارل، ځکه په نړیوالو قضیو کې بېل او خپلواک رول نه لري.
ایران تر ډېره حده د روسیې تر څنګ ولاړ دی، له دې امله نه چې د روسیې تر اغېزې لاندې دی، بلکې په دې دلیل چې امریکا د اسلامي هېوادونو پر وړاندې په خپل سیاست کې ایران ته کم رول ورکړی، ډېره پاملرنه یې قطر او ځینو نورو هېوادونو ته کړې ده. ایران د دې لپاره د روسیې تر څنګ ولاړ دی، چې د امریکا لپاره د زیات خدمت کولو چانس تر لاسه کړي. که څه هم د امریکا له لوري د افغانستان، عراق او سوریې په اشغال کې یې اغېزناک رول درلود.
ترکیې  امریکا محوره موقف درلود. په خبرو او ډیپلوماسۍ کې د ترکیې رول دا دی چې له یوه اړخه یې د اوکراین په جګړه کې اقتصادي ګټې زیانمنې نه شي او له بله  اړخه په نامستقیم ډول د امریکا سیاسي پیغامونه روسیې ته ورسوي.
عربي هېوادونه هم د تېلو د لویو تولیدونکو هېوادونو په توګه د امریکا د ګټو پر محور راڅرخېدلي دي. که څه عربستان د جوبایډن د تېلو د زیات تولید د غوښتنې پر وړاندې چوپ پاتې شوی او قطر او اماراتو همکارۍ ته تیاری ښودلی دی. خو د اوکراین جګړې په نړۍ کې د انرژۍ تازه بحران ته لمن وهلې او امریکا هڅه کوي، چې د روسيې په انرژۍ پورې د اروپا تړاو راکم کړي.

د اوکراین په قضیه کې د اسلامي امت  لپاره درسونه او چانسونه د لاندې مسایلو په څېړلو سره دا ډول بولو:
د اوکراین قضیه په نړیوال نظم کې یو اساسي ټکی دی. د لویو قدرتونو برخې، برخې کېدل، هغه څه دي چې په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې یې پر نړیوال نظم اغېزې کړي دي.
د اوکراین قضیې دا روښانه کړه، چې اوسمهال پر ډيموکراسۍ، پانګوالۍ او نړیوال نظم د پخوا په څېر باور نه دی پاتې. چین وویل چې باید د نړۍ د څو قطبي کېدواو په اقتصادي برخه او نړیوال نظم کې د نویو ارزښتونو د رامنځ ته کېدو په فکر کې شو. د ترکیې د انتالیا ډيپلوماسۍ په کنفرانس کې هم د نړیوال نظم پر بې عدالتیو بحث وشو او وویل شول، چې دا څه ډول نړیوال نظم دی، چې پېنځو هېوادونو د نړۍ ټول هېوادونه په خپل ګرو کې نیولي دي.
نو اسلامي امت ته یو استثنایي چانس په لاس ورغلی، چې د امت د یووالي او خلافت دولت د ایجاد لپاره هڅې وکړي. ځکه د حاکم نړیوال نظم د خرابوالي پر مهال د نوي نړیوال نظم د راتلو ډېره شونتيا شته. ځکه اسلام په داسې حال کې راظاهر شو او نوی نړیوال نظم رامنځ ته شو، چې د فارس او روم نظامونه د نړېدو په حال کې وو.
د روم امپراتورۍ په نړېدو کې ټولنیز بحران، پر حاکمو ارزښتونو بې باورۍ، داخلي جګړو او له فارس سره يې تقابل مهم رول درلود. د فارس د امپراتورۍ نړېدل هم په همدې ډول و. خلکو پر حاکمو عقایدو باور له لاسه ورکړی و، پر امپراتوریو یې ځکه باور نه درلود، چې د هغوی ستونزې یې نه شوای حل کولی. د فارس د پوځیانو تر منځ جګړه ونښته او د روم او فارس مخامخ کېدل د دې لامل شول، چې دواړه په دومره کچه کمزوري شي، چې نور له اسلام سره د مقابلې توان ونه لري.
خو د اسلام د لومړیو وختونو مسلمانانو د نړۍ قضیې څېړلې او څارلې او له لاسته راغلو چانسونو به یې سمه ګټه پورته کوله. د اصحابو تر منځ د روم او فارس پر موضوعاتو بحث کېده او پر فارس د روم د بریا او ناکامۍ تحلیل يې کاوه، چې د روم سورة نازلېدل یې غوره بېلګه ده.
 له بده مرغه چې اوسمهال اسلامي امت ویده دی، پېښې او قضیې په سمه توګه نه څېړي او نه یې تحلیلوي. دغه راز نه ګوري چې نړۍ څه ډول د بدلون په حال کې ده او په دې بحران کې خپل رول نه شي تعريفولی. د دې باور درک کول مهم دي، چې اوسمهال پر حاکم نظم باور له منځه تللی، ټولنیز نظام پاشل شوی، د قدرتونو داخلي سیالۍ په ډاګه شوې، په امریکا کې جمهوري غوښتونکي او ډیموکراټان په لانجو کې ښکېل دي، په روسیه کې واک په مافیا متمرکز دی او د لوړ پوړو چارواکو تر منځ بې باوري زیاته شوې ده. همدارنګه اروپا هم په سیاسي لارورکۍ کې ده، لکه څنګه چې روم او فارس د اومې میلادي پیړۍ او د اسلام د ظهور پر مهال په لارورکۍ کې وو.  
له بده مرغه مسلمانان دا نه درک کوي، چې له سلو کالو راپدیخوا کفري قدرتونه د اسلامي امت انرژي، مال او سرچینې غلا کوي او وینې یې تویوي. دا چې د کفارو د وینو تویولو، انرژۍ د مصرف، د کفارو د اقتصاد د له منځه تلو چانس برابر شوی او تر منځ یې پر یو او بل د بمونو او باروتو د کارولو زمینه برابره شوې؛ خو له بده مرغه چې مسلمانان په ځانګړي ډول د اسلامي خاورو حکام، کله د یوه او کله د بل تر څنګ ولاړ دي.
ایا ستاسو هېر شول، چې روسیې په سوریه کې ماشومان، ښځې او سړي څه ډول په شهادت رسول؟ ایا تاسو هېر کړل چې په افغانستان او عراق کې د غرب د ظلم پر مهال د کفر د ملت غوږونه کاڼه او سترګې يې ړندې وې، د سوریې، افغانستان او عراق د مهاجرینو چیغې او کړیکې یې نه اورېدې؟
ایا د دې وخت نه دی چې اسلامي امت د غفلت له خوبه راپاڅي؟ او د سترو اصحابو په څېر د اوسنۍ نړۍ سیاسي حالت وڅیړي او تر لاسه شوی چانس د اسلامي دولت د تأسیس لپاره وکاروي. له شک پرته چې د غرب په اوسنۍ جګړه کې د عقل او بصیرت خاوندانو لپاره لوی چانس دی!








   ارسال نظر