Print


حزب التحریر
مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان
 
گنه: ح.ت.اﻓﻎ ۰۹ / ۱۴۴۳ شنبه ۱۹ جمادي الثاني، ۱۴۴۳هـ / ۰۱ / ۲۰۲۲ م

مطبوعاتي اعلامیه
د اسلام له هر اړخيز تطبيق او اسلامي اقتصاد ته له مخ اړولو پرته
د افغانستان د اقتصادي ستونزو حل ناشونی دی

اسلامي امارت په کابل کې یو ورځنی اقتصادي کنفرانس داير کړ چې د ۲۰ هېوادونو استازو پکې په حضوري او د ۴۰ هېوادونو استازو پکې په آنلاین بڼه ګډون درلود. د ياد کنفرانس موخه په مختلفو برخو کې د افغانستان د اقتصادي ستونزو څېړل او د حل لپاره يې د مناسبو حللارو وړاندې کول ياده شوې ده. د حزب التحرير ـ ولايه افغانستان مطبوعاتي دفتر د افغانستان د اقتصاد په اړه د لاندې ټکو يادونه اړينه بولي:
 لومړی: د افغانستان سياسي او اقتصادي ستونزې د اوسنيو پولو په چوکاټ کې د حل وړ نه دي. اوسنی افغانستان په نولسمه ميلادي پېړۍ کې د سترو قدرتونو لخوا په داسې بڼه جوړ شو چې تل په دغو قدرتونو پورې تړلی او د دوی لپاره د کنټرول وړ وي. اشغالګرو د مختلفو تړونونو په لاسليکولو سره افغانستان په وچه کې په بند هېواد باندې بدل کړ او سمندر ته له لاسرسي يې بې برخې کړ. له همدې کبله افغانستان په اوسنۍ جغرافيا او د حکومتولۍ په اوسني جوړښت کې نه شي کولی چې له سياسي او اقتصادي پلوه خپلواک شي. افغانستان يوازې له پاکستان او مرکزي اسيا سره د وحدت او يو ځای کېدو له لارې په يو پياوړي دولت بدلېدلی شي. د اسلامي خاورو وحدت نه يوازې له شرعي پلوه د مسلمانانو مکلفيت دی، بلکې د جيوپوليټيک واقعيت له اړخه هم د سيمې د مسلمانانو په ګټه دی.
 دويم: اقتصادي نظام د اسلامي نظام نه بېلېدونکې برخه ده. په اسلام کې اقتصادي نظام ازاد بازار، سوسياليستي، مختلط اقتصاد او نور نه دي، بلکې له ټولو نظامونو بېل او ځانګړی اقتصادي نظام دی چې په اسلامي عقيده او شرعي احکامو ولاړ دی. په اسلامي اقتصاد کې بنسټيز اصل د هر وګړي د اساسي او لومړنيو اړتياوو (خوراک، پوښاک، استوګنځي) پوره کول او د پانګې عادلانه وېش دی. اسلامي نظام د خپلو ټولو اتباعو لپاره ـ پرته له دې چې د نژاد، قوم او دين ډول يې په پام کې ونيول شي ـ د عزتمن ژوند په برابرولو مکلف دی. له بده مرغه، تر اوسه د اسلامي امارت اقتصادي نظام مبهم دی او اقتصادي کړنې يې هم د تېر فاسد حکومت د جوړښت او قوانينو پر اساس ترسره کيږي. په داسې حال کې چې د يو مشروع اسلامي دولت تاسيس او د اسلامي اقتصاد پلی کول د اوسنيو رهبرانو تر ټولو مهم مکلفيت دی.
 درېيم: د يو پياوړي اقتصاد لپاره اړينه ده چې د نړيوالو سازمانونو لکه: ملګرو ملتونو، نړيوال بانک، د پيسو نړيوال صندوق او د سوداګرۍ نړيوال سازمان لاسونه لنډ کړل شي. د دغو استعماري سازمانونو په شتون کې مسلمانان هېڅکله واقعي پرمختګ نه شي کولی. که څه هم دغه سازمانونه د بشري مرستو تر نامه لاندې خپل شتون توجېه کوي، مګر د خلکو د چارو سمبالول او د هغوی د ستونزو حل د دولت مسوليت دی، نه د نړيوالو سازمانونو. د نړيوالو موسسو فعاليت له يوه پلوه د خلکو د ستونزو په حل کې د اسلامي امارت مشروعيت تر پوښتنې لاندې راولي او له بله اړخه د خلکو د چارو په سمبالښت کې له دولت سره يو موازي جوړښت رامنځته کوي. د نړيوالو موسسو او سازمانونو واقعيت دا دی چې دوی د غربي اشغالګرو ځواکمنې مټې او د هغوی د نرم ځواک يو ډول دی چې د ظاهري خيريه کارونو په کولو سره د اشغالګرو موخې تعقېبوي. 
 څلورم: اسلام په بل هر دولت پورې د اسلامي دولت سياسي او اقتصادي تړاو منعه کړی. اسلامي نظام د «پر ځان بساينې او صنعتي سياست» لرونکی دی چې په پلي کولو سره يې د وارداتو او بهر پورې د تړاو ستونزه له منځه ځي. د دغه سياست اساس پر جهاد او د اسلام پر لېږد ولاړ دی. له شک پرته چې پر ځان بساينې او صنعتي توليداتو ته د رسېدو لپاره ښوونيزو او تحصيلي بنسټونو، فني زده کړو او د څېړنو لپاره د زمېنې برابرولو ته اړتيا ده، ترڅو دغو برخو ته پکې ځانګړې پاملرنه وشي. فعلاً په افغانستان او سیمه کې په پراخه کچه معدني توکي او ځوان کاري ځواک شته چې د صنعتي کولو له سياست سره مرسته کوي او لار ورته آسانوي. دا سياست اقتصاد پر مالياتو باندې له تکيې څخه ژغوري چې بوج يې د فقيرانو پر اوږو بار وي.
  پنځم: په اسلام کې د پيسو ملاتړی ځواک (پشتوانه) سره او سپين زر دي. اسلامي دولت بايد د حقيقي پانګې (سرو او سپينو زرو) پر اساس پيسې چاپ کړي. د دې دليل دا دی چې شرعي احکامو يوازې سره او سپين زر د پيسو د ملاتړي ځواک په توګه ټاکلي دي. الله سبحانه و تعالی د زکات نصاب يوازې په سرو او سپينو زرو کې واجب کړی دی. په اوس کې د افغانۍ پيسو ملاتړی ځواک ډالر دی. دې کار د افغانستان اقتصاد په امريکا او غرب پورې تړلی او پر دې سربېره د افغانۍ پولي واحد د بې‌ثباتۍ او پړسوب لامل شوی دی.
 موږ هغه اقتصادي نظام او پاليسيو ته تاسو رابولو چې یوازې له شرعي  دلايلو څخه اخيستل شوي، چې له يوه پلوه د الله سبحانه و تعالی د رضايت لامل کيږي او له بله پلوه د هغو په مرسته عملي اقتصادي ستونزې حل کيږي.

﴿وَعَسَى أَن تَكْرَهُواْ شَيْئًا وَهُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ وَعَسَى أَن تُحِبُّواْ شَيْئًا وَهُوَ شَرٌّ لَّكُمْ وَاللّهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لاَ تَعْلَمُونَ﴾ [بقره:216]
ښايي تاسو يو شی نه خوښوئ، خو هغه ستاسو لپاره خير وي او ښايي تاسو يو شی خوښوئ، خو هغه ستاسو لپاره شر وي او الله (په ټولو چارو کې ستاسو په مصلحت) ښه پوهېږي او تاسو نه پوهېږئ.


د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر




   ارسال نظر