Print


حزب التحریر
مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان
 
ګڼه: ح.ت.افغ ۱۴۴۳/۰۸ دوشنبه ۰۷ جمادي الثاني، ۱۴۴۳هـ ۰۱/۱۰/۲۰۲۲

مطبوعاتي اعلامیه
ملګرو ملتونو د بشري مرستو تر نامه لاندې د افغان ولس پر وړاندې رواني او سياسي لوبه روانه کړې

د ملګرو ملتونو د سرمنشي وياند اعلان وکړ چې له افغانستان سره د مرستې لپاره ۱.۵ مېليارد ډالر راټول شوي دي. نوموړي دغه راز اعلان وکړ چې په مخکې پروت سخت ژمی به د افغانانو لپاره د ژوند شرايط سخت کړي.
پر افغانستان باندې د اسلامي امارت تر ولکې وروسته، غربي بنسټونه تل په افغانستان کې د بشري ناورين په اړه خبرداري ورکوي او له افغان ولس سره د غمشريکۍ په پار د مکر اوښکې تويوي، خو د دغې ستونزې د حل لپاره د مرستو له تشو اعلانونو او بې معنا شمېرو له خپرولو پرته نور څه نه ترسره کوي. په واقعيت کې ملګرو ملتونو او غربي موسسو د بشري مرستو تر نامه لاندې د افغانستان له خلکو سره رواني او سياسي لوبه پيل کړې ده.
ملګري ملتونه چې د کومو مرستو يادونه کوي، لويه برخه يې د مرستو هغه تشې وعدې دي چې سياسي شرطونه لري. ښکېلاکګر هېوادونه د بشردوستانه مرستو تر نامه لاندې د افغانستان پر اوسنيو چارواکو باندې د خپلې سياسي او استخباراتي اجنډا د منلو په لټه کې دي او له دغو مرستو څخه د سياسي فشار د وسيلې په توګه استفاده کوي، تر څو په دې سره د يوه سوچه اسلامي نظام له تاسيس او د شريعت له تطبيق څخه مخنيوی وکړي او د اسلام غوښتنې داعيه د افغانستان له پولو بهر ونه وځي.
له بله اړخه، د بهرنيو او بشردوستانه مرستو تاريخچه په ډاګه کوي چې، دغه مرستې هېڅکله د هېوادونو د پرمختګ او اقتصادې ودې لامل شوي نه دي، بلکې د هېوادونو د وروسته پاتې‌والي او پردیو ته د احتياج او له هغوی سره یې د تړاو کچه لا ډېره کړې ده.
اسلام له کفري دولتونو او موسسو څخه مرستو او پور اخيستلو ته جواز نه ورکوي، ځکه د دغو مرستو تر شا مشخصې سياسې، اقتصادي او نظامي موخې پرتې وي او پر مسلمانانو باندې د کفارو د نفوذ او ولکې لامل کيږي. نو له غربي دولتونو او موسساتو څخه د مالي او بشري مرستو د غوښتلو او پور اخيستلو په ګډون هر ډول هوکړه او معامله چې د کفارو دنفوذ او تسلط د پراختيا لامل شي او د مسلمانانو سياسي اراده د کفر په واک کې ورکړي، د اسلام له نظره جواز نه لري. ځکه الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿وَلَن يَجْعَلَ اللَّهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلًا﴾ [نساء: ١٤١]
ژباړه: الله سبحانه و تعالی هېڅکله د کافرانو لپاره پر مسلمانانو (د تسلط او لاس‌برۍ) کومه لاره نه پرېږدي.

  نو له اوسنيو اقتصادي ستونزو څخه د وتلو يوازينۍ لار دا ده چې منځنۍ او جنوبي اسيا د افغانستان پر محوريت سره يو ځای شي او د اسلامي بيرغ او اسلامي دولت تر چتر لاندې راشي. دغه دوه مسلمان مېشتې سيمې د ستر اقتصادي، سياسي او نظامي ظرفيت لرونکې دي چې په يو ستر ځواک د بدلېدو وړتيا لري. تر واحد چتر لاندې د دغو خاورو له يو ځای کېدو سره د سيمې مسلمانان نورو ته له لاس اوږدولو او اړتيا څخه خلاصيږي او له خپلو سرشاره طبيعي زېرمو او خپل بېساري ستراتېژيک موقعيت څخه په ګټې اخيستنې سره له اقتصادي پلوه پر ځان بسيا کیږي. نو اوس د دې وخت رارسېدلی چې د تحميلي پولو په نړولو سره نور د سوال کاسه ماته کړو او د اسلام د حاکميت تر چتر لاندې د باعزته ژوند پر لور وخوځېږو.

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر




   ارسال نظر