په افغانستان کې ۲۰۲۱ ته یو ځغلنده نظر!
01/02/2022 | انجنیر احرار

Print


په افغانستان کې ۲۰۲۱ کال په داسې حالت کې پیل شو چې د افغانستان امنیتي، سیاسي او اقتصادي وضعیت له هر اړخه مخ پر ځوړ روان و. جګړې خپله توره کمبله د هېواد په ټولو برخو خوره کړې وه او هره ورځ په سلګونه پوځی او ملکي افغانان په جګړو کې وژل کېدل.  جګړه په کلیو او لرو پرتو سیمو متمرکزه شوې وه او خلکو د امریکا، ناټو او د دوی د لاس پوڅي حکومت لخوا په سختو کړاوونو کې ژوند کاوه. همدراز په ښارونو کې چاودنې کېدلې، غلاوې او اختطافونه وو او سهار به چې څوک له کوره وتل، بېرته یې دا تمه نه کېده چې ماښام به کور ته سالم او روغ راګرځي. د کابل په هره کوڅه او سړک باندې ښکاره غلاوې او شوکې کېدلې او حتا په یوه موبایل او یو څو پیسو هم خلک وژل کېدل. همداراز له سیاسي اړخه د تېر حکومت وضعیت سخت ترینګلی و؛ حکومت په سیاسي لحاظ سخت ګډوډ او له اختلافونو ډک و. په کابل کې تېر ولسمشر اشرف غني او ټيم یې حاکم و، د ولایتونو په مرکزونو کې په اصطلاح پخواني جهادي قوماندان او زورواکي حاکمان وو، مګر په زیاتره برخه جغرافیه باندې حکومت کنټرول او واک نه درلود، بلکې د طالبانو په کنټرول کې وه. د دې ترڅنګ اقتصادي وضعیت ورځ تر بلې خرابېده؛ ګمرکونه او عایداتي سرچینې د څو مافیايي کورنیو په ولکه کې وې او هغه برخه به چې حکومت راټوله هم لاس په لاس کېدلې او په بنسټيزو برخو کې نه لګول کېدلې.  د خلکو د بېکارۍ کچه ورځ تر بلې زیات شوله، چې ور سره سم د بې وزلۍ کچه د کال تر پایه تر ۹۷ سلنه ورسېدله.
د افغانستان تېر جمهوري نظام چې په ۲۰۰۱ کال کې یې د امریکا او ناټو په پوځي او مالي مرسته د جمهوریت او ډیموکراسۍ تر سرلیک لاندې جوړ شوی و، ډېر ژر په مالي، اداري او اخلاقي فساد کې دومره ډوب شو، چې ډېر ژر په چټکۍ سره پوده شو او له کاره ولوېد. په جمهوري دولت کې فساد سیسټماټيک شو او خبره د مامور له څو افغانیو رشوت اخیستلو لاړه، د وزیرانو او په ارګ کې د مېشتو ټامیانو میلیوني رشوت او اختلاس ته. حتا تر دې چې د مالي فساد، اختلاس او رشوت ته لویې لویې پروژې جوړې شولې. حاکمې کړۍ هر کار او هرې پروژې ته د خپل جیب او اکونټ له اړخه کتل او بیا یې پلي کولې. د حکومت د اجرايي دستګاه ترڅنګ قضايي او تقنيي دستګاوې هم په فساد کې تر ستوني ډوبې وې. خلاصه دا چې تېر جمهوري دولت نور خپله د طبعي ړنګېدلو پروسه په چټکۍ سره مخته وړله او بلاخره د ۲۰۲۱ کال د اګېست په ۱۵ اشرف غني، د ملکي او امنیتي ادارو وزیران او جنرالان وتښتېدل او په دې سره مخکې له دې چې د امریکا او ناټو پوځیان وتښتي، لاسپوڅی حکومت یې په رسمي ډول ړنګ شو. همداراز د حکومت تر ړنګېدو دوې اونۍ وروسته د اګېست په پای کې د امریکا او ناټو پوځیان هم په نیمه شپه کې وتښتېدل او په دې سره د امریکا او ناټو تېر شل کلن د ظلم او وحشت ټغر ټول او افغانانو له سختو کړاوونو او ظلمونو وروسته د ارامۍ، امنیت او ډاډ ساه واخیستله.
افغانانانو ته تر ټولو لویه او غوره خبره دا وه چې د ۲۰۲۱ کال په نیمايي کې افغانانو تر شل کلنې پوځي، سیاسي  او فکري جګړې ورووسته امریکا او ناټو ته ماتې ورکړه او په دې سره د امریکا او ناټو شلن کلن پوځي ښکېلاک پای ته ورسېد او افغانان له یوه لوی شرعي مسوولیت څخه چې هغه د کفارو پوځي مستقیم ښکېلاک و، خلاص شول. افغان مسلمانانو د خپل زرین تاریخ په کتاب کې د امریکا او ناټو ماتې هم په خپل نامه ولیکله. هغه امریکا او ناټو چې پر وړاندې یې د نړۍ هېڅ حکومت او قوم د درېدلو جرات نه کاوه او تر غاښونو پورې په وروستي وېرژن وسله باندې مسلح و. د امریکا او ناټو پوځي ماتې نړیوالو ته یو ځل بیا هغه خبره ور په یاد کړله، چې افغانستان د امپراطوریو هدیره بلل کېږي. په افغانستان کې د امریکا او ناټو په ماتې سره د امریکا هغه تېر برم او نړیوال سیاسي او پوځي پرستيژ تر سختې پوښتنې لاندې راغلی دی او حتا اوس امریکا د نړيوالو پر وړاندې یو ډول ذلیله شوې ده.
مګر اوس اصلي خبره دا ده چې د افغانستان اسلامي امارت باید خپل مسوولیتونه د الله سبحانه و تعالی او د اسلامي امت پر وړاندې اداء کړي او هغه تاریخي فرصت چې دوی ته په لاس ورغلی دی، د اسلام د حاکمیت او د اسلامي امت د مصالحو د تامین لپاره وکاروي. لکه څرنګه چې د ااا مسوولین او چارواکي په دې خبره ښه پوهېږي، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د امت بنسټيزه دنده د الله سبحانه و تعالی د دین اظهار، اقامه او د فتنې او طاغوت له منځه وړل دي. نو پر همدې بنسټ د خپل حکومت ماموریت او اصلي دنده هم همدا ارزښتمن خطوط وټاکي.




   ارسال نظر