د افغانستان اسلامي امارت او د نړۍ فشارونه
12/04/2021 | انجنیر احرار

Print


اوسنی نړیوال نظم چې تر دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د امریکا په مشرۍ رامنځته شوی دی او د ډیموکراتیکو ارزښتونو او پانګوالۍ د مفکورې پر بنسټ مخته ځي. دا نظم داسې ډیزاین شوی دی، چې ترې وتل یوې غښتلې ایډیولوژۍ او پیاوړي مدیریت او دقیق سیاسي لیدلوري او پخې تجربې ته اړتیا لري. څو وکولی شي چې له دې نظم څخه بیرون یو نوی نظم رامنځته کړي او د نړۍ حاکم نظم داسې وننګوي چې وکولی شي د ۲۱ پيړۍ واقعیتونو ته داسې ځواب وویلی شي چې زیات شمېر پیروان پیدا کړي. له شک پرته چې ډیموکراتیک – پانګوال حاکم نظم د انساني فطرت خلاف دی او همدې وجې نه بشریت او نړۍ یې له سختو ننګونو سره مخ کړې ده نو دا د دين، عقل، فطرت او بالاخره د وخت تقاضا ده چې بدیل نظم نړۍ ته وړاندې شي او بلاخره وکولی شي چې په نړیواله کچه ومنل شي.
د افغانستان مسلمانانو د خپلې فکري، سیاسي او نظامي مبارزې په ترڅ کې امریکا او ناټو ته ماتې ورکړه او دا ماتې ددې لامل شوه چې پر نړیوال سیاسي سټېج د امریکا نفوذ او محبوبیت له ننګونو سره مخ شوی دی او اوس یې په نړیوالو پرېکړو کې د نړۍ هېوادونه پیروي نه کوي. ښه بېلګه یې په تېره میاشت کې د G7 غونډه وه چې پرته له واحد او ګډ دریځه پای ته ورسېده.
مګر له دې سره سره چې ا.ا.ا د اسلامي روایت پر بنسټ تېر شل کاله د غرب پر وړاندې جګړه وکړه، مګر اوس غرب او د سیمې ټول هېوادونه هڅه کوي چې پر ا.ا.ا اقتصادي او سیاسي فشارونه راوړي، څو د حکومت په جوړونه او سیاسي اړیکو کې له اسلامي اجنډا تېر شي او په مقابل کې یې اقتصادي فرصتونه د دوی په اختیار کې ورکړي او حکومت یې په رسمیت وپېژني. نو په دې سره د ا.ا.ا پر وړاندې دوې لارې شته دي:
لومړی؛ د حاکم نړیوال نظم منل او د نړیوالو غوښتنو ته ګونډه وهل. د اسلامي امارت پر وړاندې د اوسنیو  ستونزو یوه احتمالي لاره همدا ده چې حاکم نړیوال نظم ومني او نړیوالو ته ژمنه ورکړي چې د اسلامي امت سره د اسلامي عقیدي – ایډیولوژۍ پر ځای د حاکم پانګوال د ملت- دولت نظم د سیاست پر بنسټ اړیکې ولري. مګر بیا هم کوم تضمین په دې اړه نشته چې نړۍ به یې پر وړاندې خپلې ژمنې تر سره کړي او که نه.
دوهم؛ د اسلامي امارت پر وړاندې د ستونزو د حل لپاره د حاکم نړیوال نظم ننګول او اسلامي ایډیولوژيک حکومت اعلانول. یعنې اسلامي امارت د خپل حکومت د ټولو چارو لپاره اسلامي شریعت او اسلامي ايډیولوژي بنسټ وګرځوي او په دې اړه پر قران او سنتو کلکې منګولې ولګوي او په حکومتي چارو کې او همدارنګه نورې نړۍ ته د اسلام د لېږد لپاره لومړی پر الله توکل وکړي او دوهم د نړۍ له مخلصو اسلامي احزابو مرسته وغواړي. کېدای شي په لنډمهاله توګه له ځینو ننګونو او ستونزو سره مخامخ شي، مګر په اوږدمهاله توګه به یې د یوه داسې دولت بنسټ اېښی وي چې له برکته به یې اسلامي امت خپل تېر برم او شوکت تر لاسه کړي او د غرب له ښکېلاک به ازاد شي او په اسلامي خاورو کې به د الله دین او د هغه د دین ارزښتونه حاکم شي او وروسته له یوې پېړۍ به یو ځل بیا اسلامي عدل او سوکالي اسلامي خاورو ته راشي.
که ا.ا.ا داسې ونه کړي، نو په اوږدمهاله توګه په حاکم نړیوال ملت – دولت نظم کې چې پانګواله – ډیموکراسي پکې حاکمیت کوي ذوب شي او ورو ورو به مجبور شي، چې له اسلامي ارزښتونو تېر شي. په داسې حال کې د افغانانو ټوله شل کلنه مبارزه د اسلامي ارزښتونو او اسلام لپاره وه او په دې لاره کې سلګونه زرو افغانانو خپل ځانونه قرباني کړل او کورونه او کلي یې ړنګ شول.

لیکنه: انجنیر احرار




   ارسال نظر