اسلامي امارت په افغانستان واکمن شو، خو افغانستان امن نه شو
10/18/2021 | خالد مشعل

Print


د روان ۱۴۰۰ل کال د زمري په ۲۴مه، د طالبانو تحریک پلازمینه کابل په خپله ولکه کې و نیاو او له څو ورځو لانجو وروسته، د پنجشیر ولایت په نیولو سره، په ټول افغانستان مسلط شول او جګړه یې رسماً پای ته رسیدلې اعلان کړه. خو څو اونۍ تېرې نه وې چې په یوشمیر ولایتونو کې چاودنې او حتی لوی لوی ځنمرګي بردونه وشول چې لسګونه بې ګناه مسلمانان یې شهیدان کړل. تر ټولو وروستۍ هغه یې د کندهار ولایت د فاطمیه جامع جومات کې ځانمرګی برید وو چې شاوخوا ۶۰ کسان په کې مړه او تر سلو زیات یې ټپیان کړل.
په افغانستان باندې د اسلامي امارت له واکمن کیدو وړاندې، عامو افغانانو او یو شمیر سیاستوالو فکر کاوه چې د بهرنیو اشغالګرو ځواکونو په وتولو او په افغانستان کې د اسلامي امارت د مجاهدینو په واکمن کیدلو سره، په افغانستان کې جګړه بشپړه ختمیږي او نور به افغانان د آرام او سوکالۍ ژوند پيل کړي.
دې ته ورته، د طالبانو د تحریک ویاندویانو او مشرانو به تل دا خبره کوله چې که بهرني ځواکونو له افغانستانه و وځي او د افغانستان د چارو واګي دوی په لاس کې واخلي، نو رښتینی او مثالي امن به په ټول افغانستان حاکم شي او نور به څوک د ناامنۍ او بې‌ثباتۍ غږ هم وا نه وري.
خو واقعیت داسې نه و او نه هم دا خوب په واقعیت بدل شو. د طالبانو  تحریک د زمري میاشتې په ۲۴مه په ټول افغانستان مسلط شو. دا تسلط په داسې ډول و چې هیڅوک ور سره په قدرت کې شریک نه دي او نه هم کوم څوک ور سره د شراکت ادعا لري. دا به په وروستیو ۴۳ کلونو کې لومړی ځل وي چې افغانستان په دې ډول د یوه حکومت تر واک او کنټرول لاندې راځي.
اما، د طالبانو د واکمنۍ میاشت پوره نه وه چې د افغانستان په څو ولایتونو کې د چاودنو او بمي بریدونو راپورونه خپاره شول. په کنړ، ننګرهار، کابل، زابل، کندز، پروان او کندهار کې لویې او وړې چاودنې وشوې او هغه خوب او خیال یې په اوبو لاهو کړ چې ګویا نوره جګړه، ناامني او بې‌ثباتي پای ته ورسیده. د افغانستان اسلامي امارت هم په دې مسئله کې سخت ناکام شو او حتی نه پوهیږي چې وضعیت کومه خواته روان دی. د دې چاودنو او ځانمرګو بریدونو مسئولیت د داعش ډلې په غاړه واخیست او ګوت‌څنډنه یې وکړه چې د طالبانو په ضد به خپله جګړه جاري ساتي. د دې ترڅنګ، لا هم د پنجشیر او اندراب په لرو پرتو سیمو کې د مقاومت په نوم مسلح مخالفین حضور لري او ویل کیږي چې د نامعلومو چورلکو لخوا اکمال کیږي.
یوه مسئله چې د پام وړ ده، هغه دا ده چې د اسلامي امارت مشرتابه باید دا درک کړي چې د امریکایي او ناټو ځواکونو په فزیکي وتو او د افغانستان د پخواني دولت د نظامي او استخباراتي ځواکونو د ظاهري منحل کیدو فریب و نه خوري. امریکا او متحدین يي تېر ۲۰ کاله په افغانستان کې هر اړخیز حضور در لود. په دې موده کې دوی په لسګونه زره استخبارتي کسان روزلي چې عملا په افغانستان کې موجود او فعال دي. دغه جواسیس عادي خلک نه دي. بلکې یوشمیر یي ډیر مهم او مخور اشخاص دي چې په ټولنه کې اثر او رسوخ لري. همداشان د پخواني ریژیم نظامي، استخباراتي او سیاسي ځواک لاهم د ټولنې په لایه لایه کې پروت دی. یوازې ګیرې یې پرې ایښي، دریشي یې له ځانه ښکلې ده او رسماً دفتر ته نه ځي، نور یې هر څه فعال او خپلو شبکو سره په تماس کې دي. د دې ډير امکان شته چې دوی له امریکایي استخباراتي ځالو (مراکزو) سره په افغانستان، پاکستان، منځنۍ آسیا او حتی منځني ختیځ کې په اړیکه کې وي او هدایت واخلي.
دغه اشخاص، شبکې او ګروپونه په کراره نه کښیني. دوی ته وظیفه ورکړل شوې چې  اسلامي امارت (ا.ا.) ته باید مزاحمت جوړ کړي او پرې نه ږدي چې دوی په پوره ډاډ او آرام فکر سره حکومت وکړي. دغه شبکې چې ډيری یې د امریکايي استخباراتو له سیاسي، نظامي، مالي او تخنیکي ملاتړه برخمنې دي، له هرې ممکنې لارې چارې کار اخلي تر څو افغانستان ناامنه او بې ثباته کړي او طالبان په هغه څه (امنیت) کې و ننګوي چې دوی په کې ډير مشهور او خپله ځانګړنه ګڼله.
داعش هغه ډله ده چې له طالبانو سره په لومړۍ ورځ په دښمنۍ اخته شوه او دغه دښمني یي لا هم په قوت سره روانه ده. خو ډیره جدي مسئله  دا ده چې امریکایي استخبارات او دوی پورې تړلې کړۍ له هرې لارې چارې استفاده کوي تر څو طالبان او د دوی نظام و ننګوي. داعش هغه ډله ده چې بالفعل کولی شي طالبان و ننګوي او د نظام  اعتبار یې تر پوښتنې لاندې راولي. د دې ډیر احتمال شته چې د طالبانو کورني او بهرني مخالفین د داعش ډلې مستقیم یا غیر مستقیم ملاتړ وکړي. ځکه چې فعلا دا یوازنۍ ډله ده چې عملا له طالبانو سره په جګړه اخته ده.
بل څه چې ډیر خطرناک او د داعش ډلې داعیه تقویه کوي، هغه د طالبانو سیاسي اعمال او کردار دی. که د طالبانو تحریک په دې کې پاتې راشي چې بشپړ اسلامي نظام پلی کړي، نو دا هغه وخت دی چې د طالبانو نظام به له داخله له جدي ننګونو سره مخ شي او هغه نیمګړی اسلامي مشروعیت چې لري، هغه به هم تر جدي پوښتنې لاندې راشي. دا به لا د داعش داعیې ته پاخه دلایل په لاس وکړي چې خپل صفوف پرې تقویه او د طالبانو د تحریک ناراضیان ځانته جذب کړي.
اوس نو اساسي خبره دا ده چې د اسلامي امارت مشرتابه له شته جدي او ژورو ګواښونو غافل‌ګیره نه شي او دې ټکو ته په پوره دقت سره توجه وکړي. د امریکا، ناټو او د سیمه‌ییزو دولتونو استخباراتي ځالې او شبکې په افغانستان کې فعالې دي. همداشان د طالبانو خپل سیاسي او عملي کردار د دوي په مشروعیت او ولسي ملاتړ کې بنسټیز نقش لري. که دوی د رسنیو او غربي دولتونو او سازمانونو تر اغیز لاندې راشي، نو لرې نه ده چې د نورو اسلامي ډلو له برخلیک سره مخ شي. موږ باید له تېر څخه درس واخلو او راتلونکې ته هویښیار اوسو. دا هم باید هېر نه کړو چې الله تعالی هغه وخت یوې ډلې/قوم سره نصرت کوي، کله چې هغه ډلې/قوم د الله تعالی د دین نصرت وکړي.




   تاریخ: 10/18/2021 

fb
عبدالنافع عابد

واقیعت دي، دوی(ا.ا) هغه وخت حکومتدارۍ کولای سي چې د الله ج سره کړي تعهد ته پابند پاته سي کُلي اسلامي احکام تطبیق کړي، ټولو ته خپل قوانین پئېش کړي، او د نړیوالو غربيانو څخه ځان لېري او یو مستحق نړیوال دولت اعلان کړي هله بیا دوی (ا.ا) کولای سي چې د مسلمانانو عفت، عزت او د اسلامي نظام هویت ثابت کړي او وې ساتي

   تاریخ: 10/23/2021 

fb
Niamatullah )Hanan)

ماشاالله ډیرښایسته او دقیق دی هرڅه همداسی دی ستاسو دلابریا په هیله

   تاریخ: 10/23/2021 

fb
Niamatullah )Hanan)

ماشاالله ډیرښایسته او دقیق دی هرڅه همداسی دی ستاسو دلابریا په هیله

   ارسال نظر