د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له انګلیسي ورځپاڼې (Middle East
Eye) سره په وروستۍ مرکه کې ویلي: «نړۍ باید له طالبانو سره
تعامل وکړي او که داسې ونه کړي، نو د طالبانو په تحریک کې سختدریځي کسان به حالات
د ۲۰۰۰م کال په څېر خراب کړي، چې هغه مهال به بیا پر یوه ناورین بدل شي.» عمران خان
د ملګرو ملتونو په ۷۶ مه ناسته کې د ویډیویي پیغام له لارې ویلي وو: «یوازې یوه
لار پاتې ده او هغه دا چې موږ باید د افغانستان د خلکو لپاره اوسنی دولت پیاوړی
کړو». کله چې د طالبانو اسلامي تحرک قدرت ته ورسېد، له هغه څخه وروسته نوموړي په خپلو
ټولو سیاسي ویناوو او غونډو کې له نړیوالو غوښتي، چې د طالبانو حکومت باید پیاوړی
کړي او ملاتړ یې وکړي، ترڅو افغانستان یو ځل بیا د تروریستانو پر پټنځای بدل نشي.
که د پاکستاني مشرانو رسنیزو ویناوو، پالیسیو او کړنو ته
وګورو، نو دې پایلې ته رسېږو چې د پاکستان دولت د طالبانو له اسلامي تحریک سره دوه
ګونی سیاست کوي. عمران خان په هره رسمي ناسته کې د طالبانو د اسلامي تحریک د رسمیت
پېژندلو خبرې کوي او پر نړۍ غږ کوي چې له طالبانو سره نه تعامل به د افغانستان او
نړۍ لپاره ښې پایلې ونه لري. په داسې حال کې چې د پاکستان دولت د نړۍ اووم اټمي
قدرت دی، خو نه یوازې دا چې خپله یې د افغانستان دولت په رسمیت نه دی پېژندلی،
بلکې د دغه هېواد پر مسلمانانو یې بېلابېل او نااعلان شوي بندیزونه لګولي دي.
همدارنګه د طالبانو د اسلامي تحریک له واک ته رسېدو
وروسته پاکستان د سپین بولدک او تورخم پولې د مسافرو، ناروغانو، سوداګرو، محصلینو
او نورو بېوزلو او اړمنو افغانانو پر مخ بندې کړې دي. د پاکستان دولت دغې ظالمانه
کړنې د هغو افغانانو عاید له ستونزو سره مخ کړي، چې له جدي مالي ناورین سره مخ وو.
افغان سوداګر د پولو د بندېدو له امله خپل سوداګریز توکي د پولې هغې خوا ته نشي
لېږدولی، نو په همدې توګه په میلیونونو تاوان ور اووښتی دی. همدارنګه د ناروغانو
دا حالت دی، چې د لارو د بندېدو له امله خپلې مړینې ته شېبې شماري. پر دې سربېره بیا
ګورو چې د پاکستان هوايي شرکت (PIA) هم د افغانانو له ناوړه حالت څخه ناسمه ګټه
اخلي او پر بېوزلو افغانانو د ۱۵۰ ډالرو ټکټونه پر ۲۵۰۰ ډالرو پلوري. د پاکستان
دولت دا ظالمانه کړنه د دې ښکارندويي کوي، چې دغه دولت تل د مسلمانانو کمزوري او
ذلت غواړي، ترڅو د دغې خاورې مسلمانان له رښتني قدرت څخه برخمن نشي او په راتلونکي
کې د غرب او سیمې لپاره پر یوه ګواښ بدل نشي.
له بل اړخه د پاکستاني دولت مشران د دغې سیمې د مسلمانانو
پر وړاندې لوی خیانت کوي. تېر شل کلونه په ښه توګه دا څرګندوي، چې دغه دولت د
امریکا د «War on Terror» له اجنډا څخه په ښه توګه ملاتړ وکړ او په
حقیقت کې هغه یوازې د اسلام ضد جګړه وه. پرویز مشرف نه یوازې دا چې د پاکستان فضاء
یې د امریکا په واک کې ورکړه، بلکې د افغانستان او قبایلو مسلمانانو د ځپلو لپاره
یې د ناټو او امریکا اکمالاتو ته د ځمکې له لارې هم اسانتیاوې برابرې کړې. ان تر
دې چې په ۲۰۰۱ کال کې یې هر طالب وسلوال د سلګونو ډالرو په بدل کې امریکایانو ته سپاره،
ترڅو په دې توګه د اسلامي امارت ريښې وچې کړي. ځکه د پاکستان دولت د افغانستان په
مسله کې تل له غربي دولتونو څخه امتیاز اخلي او سیاست یې تل د ګټو او دوه مخۍ پر
بنسټ ولاړ دی، چې په دې معامله کې هم افغانستان د دغه دولت لپاره د شېدو ورکوونکې
غوا رول لوبوي.
ځکه د پاکستان دولت د رامنځته کېدو مفکوره د دولت-ملت (National State) پر بنسټ ولاړ ده؛ له همدې امله دغه هېواد د خپلو ملي ګټو د خوندي
کولو لپاره د مسلمانانو پر ضد له هېڅ ډول خیانت څخه ډډه نه کوي. همدارنګه د
افغانستان او پاکستان دولتونو د مسلمانانو پر وړاندې پر خیانت سربېره په تېرو شلو
کلونو کې هڅه کړې، ترڅو د دواړو لوریو مسلمانان د یو او بل دښمنان جوړ کړي؛ ځکه د
دولت-ملت مفکوره په حقیقت کې دولتونه له ملتونو څخه لرې کوي او په لویو نړیوالو
لومو کې یې ښکېلوي. نو دغې فاسدې مفکورې ته غاړه اېښودل، نه یوازې دا چې د
مسلمانانو د واکمنېدو مخه نیسي، بلکې مسلمانان د پخوا په پرتله تر ډېره په غربي
دولتونو پورې تړي؛ داسې چې فکر کوي له غرب پرته به نابود او له منځه لاړ شي. له
بلې خوا د طالبانو اسلامي تحریک مشران هم له یوې سختې ازموینې سره مخ دي؛ یعنې که
دوی هم د اسلامي هېوادونو د مشرانو په څېر د دولت-ملت، ملي ګټو او ملي پولو د
مفکورې پر اساس ځانونه محدود کړي، نو هغوی به هم د نورو په څېر له ذلت او خوارۍ
سره مخ شي. د غرب په اقتصادي او سیاسي لومو کې به داسې راګیر شي، چې په پایله کې
به د افغانستان مسلمانان د طالبانو اسلامي تحریک له مشرانو څخه فاصله ونیسي؛ لکه
څنګه چې په تېرو شلو کلونو کې یې شاهدان وو.
نو د افغاننستان او پاکستان مسلمانان باید هغه سیاسي
مفکورې او کړنې پرېږدي، چې په تېرو لسیزو کې د اسلامي نړۍ په دغې سیمه کې د وژنو
او ذلت لامل شوې او پر ځای یې باید د الله سبحانه وتعالی پر رسۍ او د اسلامي
ارزښتونو په محور پر یووالي منګولې ټینګې کړي، ترڅو اسلامي امت ته په دنیا او آخرت
کې د خیر لامل وګرځي. دا خیر د اسلامي دولت تاسیس، د اسلام هر اړخیز پلي کول او
نورې نړۍ ته د هغه لېږدول دي. مسلمانان به یوازې د اسلام په پلي کولو سره په نړۍ
کې د یوه سرلوړي او پتمن قوم په توګه ژوند وکړي او په آخرت کې به هم د یوه بریالي
قوم په توګه راپورته شي.
لکه څنګه چې په قرآنکریم کې له مومنانو څخه غوښتل شوي،
چې د جنتیانو په څېر باید خپل زړونه له کینو څخه پاک کړي او له الله سبحانه وتعالی
څخه له خپل ځان څخه وړاندې د خپلو دیني وروڼو د مغفرت او په خپلو منځونو کې د کینې
د ختمولو غوښتنه وکړي: «رَبَّنَا
اغْفِرْ لَنَا وَ لِإِخْوانِنَا الَّذِینَ سَبَقُونَا بِالْإِیمانِ وَ لَا
تَجْعَلْ فِى قُلُوبِنَا غِلاًّ لِّلَّذِینَ ءَامَنُوا»
په دې هیله چې د افغانستان او پاکستان د حاکمانو د خیانت
په سبب د دغو خاورو په اوسېدونکو کې د څو وروستیو لسیزو رامنځته شوې کینې پاکې او
په ورورولۍ بدلې شي.
مسلم بغلاني