د اونۍ خبره: د اکتوبر ۷مه او د افغانانو ۲۰ کلنه غمیزه
10/09/2021 | لیکوال: خالد مشعل

Print


نن د ۲۰۲۱ ز کال د اکتوبر۷مه ده چې د ۲۰۰۱ ز کال د اکتوبر له ۷مې نیټې سره سمون خوري. د ۲۰۰۱ز د اکتوبر میاشتې په همدې ورځ (۷مې) امریکایي او ناټو اشغالګرو ځواکونو له ځمکې او هوا څخه په یوه ډیر مظلوم، فقیر او په مادي لحاظ پس پاتې مسلمانانو(افغانانو) ډله ییز بریدونه پیل کړل. دغه تیری د نړۍ د تر ټولو ستر دولت (امریکا) په مشرۍ پیل شو او شاوخوا ۵۰ نور پياوړي دولتونه ور سره ملګري شول او افغانستان یې اشغال کړ. دغه اشغال او جګړې کابو ۲۰ کاله دوام وکړ، خو د افغانستان مومن او مجاهد ولس د اشغال په ضد خپله مادي، سیاسي او فکري جګړه په ټول توان سره جاري و ساتله او بلاخره له ۲۰ کلنې مبارزې او قربانیو وروسته، د الله تعالی په نصرت سره، د امریکا او ناټو اشغالګر ځواکونه له افغانستانه په خورا ذلت او شرموونکې توګه و وتل او د دوی لاس پوڅی دولت هم د لس ورځو په در شل کې ړنګ شو.
نن موږ په داسې حال کې د اکتوبر ۷مه لمانځو چې د الله تعالی په فضل او کرم سره، دا د جهاد او قربانیو خاوره د امریکایي اشغال او د دوی د لاس پوڅي نظام له لوث پاکه او د افغانستان مسلمانان د خپلې خاورې او برخلیک اصلي مالکان شول. دا چاره د الله تعالی له نصرت او مرستې پرته، ناممکن خبره وه. که په مادي لحاظ د افغانستان مجاهدین له امریکایي او ناټو پوځ سره مقایسه کړو، نو د مقایسې وړ نه دي. دا  بشري عقل ته د منلو نه وه چې د ۲۰۲۱ز کال د اکتوبر ۷مه په داسې حال کې راګرځي چې امریکا او ناټو په افغانستان کې ماتې خوړلې وي او د دوی په ملیاردونو ډالرو جوړ شوی نظام به سقوط کوي.
په دې بریا او فتحه کې خورا ډير درسونه او عبرتونه پراته دي. د افغانستان سیاسي او جهادي مشران باید د شیطان او نفس تر تاثیر لاندې را نه شي. د الله نصرت هېر نه کړي. د الله تعالی د نصرت وجه هم معلومه ده. هغه دا ده چې کله یو قوم د الله تعالی د دین نصرت وکړي، نو الله تعالی هم د هغه قوم نصرت کوي.

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ.
 [محمد،۷]
ژباړه: ای مؤمانو! که مو د الله تعالی د (دین) ملاتړ وکړ، الله تعالی به ستاسو ملاتړ وکړي (په دښمنانو به مو پیروزه کړي) او پښې به مو ټینګې کړي (کاروبار ته به مو ثبات او استقرار در کړي).

د افغانستان مسلمانان په ټوله کې او سیاسي او جهادي مشران په خاص ډول، په یوه تاریخي امتحان کې را ګیر دي. دوی د نظام او دولت جوړونې په آزمون کې واقع دي. دوی باید خپل راتلونکی نظام او دولت تعریف کړي. افغانان او دنیا باید پوه شي چې موږ کوم خوا ته روان یو. د یوه بشپړ اسلامي نظام په لوري چې په هغه کې اسلام په مکمل ډول په کور دننه تطبیق شي او د دعوت او جهاد له لارې نورو ملتونو ته اسلام حمل شي. او که بر عکس، د یوه ملي او مختلط (اسلام او سیکولریزم ګډوله) دولت په لور چې په افغانستان به حاکم وي. هغه نظام چې ځینې اسلامي احکام به تطبیقه وي او همدا شان به بشري قوانین (نړیوال قوانین، د ملګرو ملتونو د سازمان منشور، اوسنی نړیوال نظم) مني او هغو ته به ژمن وي.
دا چې نن موږ د اکتبور ۷مه په داسې حال کې لمانځو چې کفار له افغانستانه وتلي، نو موږ باید د الله تعالی شکر ادا کړو. او د شکر د ادا کولو اصلي معنی او مصداق دا دی چې موږ د الله تعالی له لوري رالیږل شوی نظام (اسلامي نظام) په مکمل ډول تطبیق او نورو ملتونو ته حمل کړو. د الله تعالی د شکر معنی یوازې الفاظ او کلمات نه دي.
که موږ د اسلامي نظام په اعلان او تطبیق کې اندکې غفلت او تساهل کوو، نو دا به په ډیر ستر قیمت را ته تمامه شي. همداسې چې الله تعالی په نشتو امکاناتو او وسلو کې موږ ته په یوه لوی زبرځواک بری او عزت (قدرت) را په نصیب کړ، دا هم الله تعالی ته آسانه او ساده ده چې بېرته مو خوار او ذلیل کړي. د دې خبرې د اثبات لپاره پریمانه دلایل او شواهد پراته دي.
د افغانستان سیاسي او جهادي مشرانو ته دوه لویې او بالفعل فتنې او چلنجونه متوجه دي. یوه هغه یې د سیمه ییزو او نړیوالو دولتونو له لوري ده چې شپه او ورځ لګیا دي او توطیې جوړوي او ډول ډول فشاورنه واردوي. بل ګواښ د داعش دی چې عملاً جریان لري. خو که موږ د اسلامي نظام په تطبیق کې غلفت او تساهل وکړو، نو په خپل لاس داعش او د داعش پلویانو ته شواهد او دلایل په لاس ور کوو.
په دې خاطر، د اکتوبر ۷مه هغه تاریخي او له عبرتونو ډکه ورځ ده چې پیړۍ پیړۍ باید زموږ په حافظو کې ژوندۍ پاتې وي. دا باید تل په یاد ولرو چې الله تعالی هغه وخت خپل نصرت د افغانستان د مسلمانانو په نصیب کړ، کله چې دوی د خپلې مادي، سیاسي او فکري مبارزې په ترڅ کې د الله تعالی دین ته نصرت ورکړ او دغه لړۍ باید د دعوت او جهاد په ذریعه دوام ولري. که داسې و نه شي، نو خدا مه کړه چې الله تعالی له موږ څخه ناراضه شي او خپل نصرت او مدد له موږ څخه بېرته واخلي. هغه وخت ده چې بیا زموږ د دنیا او آخرت ذلت او خواري پیلږي. نو موږ باید چې په خپل لاس ځان د ذلت او خوارۍ کندې ته ټېل نه وهو.

لیکوال: خالد مشعل




   ارسال نظر