نړیوال مشروعیت مو کوم لور ته بيايي؟!
09/12/2021 | د حزب التحریر-ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر رییس

Print


طالبان وایي چې په افغانستان کې د داسې حکومت په لټه کې دي چې د «متقابل احترام» پر بنسټ به د امریکا او نورې نړۍ له هیوادونو سره د دوستانه او ډیپلوماتیکو اړېکو غوښتونکی وي. د طالبانو یوه لوړپوړي چارواکي او د فرهنګي کمیسون غړي بلال کریمي امریکا غږ ته ويلي: «اسلامي امارت غواړي له امریکا سره په ډیپلوماتیک، اقتصادي او تجارتي برخو کې د متقابل احترام او برابرۍ پر بنسټ ښې اړیکې ولري. »
د بشر په تېر نږدې سیاسي تاریخ کې، د نړيوالو قوانينو له رامنځته کېدو او نړيوال عرف څنډې ته کولو مخکې د یو دولت مشروعیت په طبعي ډول د واک، ځواک، فکر او سياسي، اقتصادي، نظامي او فرهنګي زور او وړتياوو په واسطه پر نړۍ تحمیل او لاسته راوړل کېده. خو کله چې عیسوي دولتونه د عثمانيانو په وروستيو کې د اسلامي خلافت د فتوحاتو پر وړاندې سره منسجم شول، نو په تدريجي ډول يې نړيوال عرف په نړيوالو قوانينو بدل کړ او د بیلابېلو پړاونو تر تېرولو وروسته، باالاخره د امریکا په مشرۍ اوسنی نړیوال نظم رامنځته شو.
اوسنی نړيوال نظم چې د نړيوالو قوانینو په واسطه یې ساتنه او رهبري کېږي، دغه قوانین د سترو قدرتونو لخوا وضع شوي او د مختلفو نړيوالو بنسټونو، کنوانسینونو، پرېکړه‌ليکونو، اعلامیو او پاليسیو په واسطه پر کمزورو هیوادونو باندې ـ چې د غولوونکې پروسې له لارې يې د دغه سازمان غړیتوب منلی ـ په زور پلي کېږي. په داسې حال کې چې هيڅ داسې ځواک شتون نه لري چې همدغه قوانین، پخپله پر وضع کوونکو قدرتونو هم پلي او نافذ کړي.
پورته واقعیت ته په کتو، نویو دولتونو ته نړيوال مشروعیت دا مانا لري چې په هغه نړیوال نظم کې ذوب شي چې مشري یې امریکا او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړي هیوادونه کوي. دلته پوښتنه پيدا کيږي چې یو دولت، چې ځان ته اسلامي دولت وایي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم او راشده خلفاوو دولت د نمونې په توګه نیسي، کولای شي چې بین المللي قوانین چې د سیکولرزیم (د دين او ژوند د بېلتون) پر عقیده ولاړ او له غربي عقل څخه سرچینه اخلي مراعات کړي او د «متقابل احترام» پر بنسټ د نړۍ له ټولو هیوادونو سره اړېکې وساتي، که نه؟! که ځواب هو وي؛ باید وپوښتل شي چې ایا په بهرني سياست کې د اسلامي دولت مکلفیت د دعوت او جهاد له لارې نړيوالو ته د اسلام رسول نه و او نه دی؟! ايا د نبوت، راشده خلافت او له هغه څخه راوروسته وختونو کې د اسلامي دولت بهرنی سياست د دعوت او جهاد په واسطه د اسلام حمل نه و؟! ایا دا پراخه اسلامي خاوره د امت د مجاهدینو او فاتحینو په وینو په دارالاسلام نه ده بدله شوې، موږ او زموږ نيکونه د تاریخ په اوږدو کې د مختلفو اسلامي دولتونو له لورې د اسلام د بهرني سیاست له برکته نه يو مسلمانان شوي؟!
نو د نوي اسلامي امارت دولت چارواکي بايد په صراحت سره درک کړي چې یو اسلامي دولت باید د ژوند په ټولو برخو کې یوازې اسلام پلی کړي او په بهرني سیاست کې یې د امت د رسالت په توګه د دعوت او جهاد له لارې نړیوالو ته ورسوي. که د اسلام لږه برخه په داخل کې تطبیق شي، نور ټول بشريت ته یې د نړيوالو وضعي قوانینو او د دولت-ملت د مفکورې له امله یې لېږد محدود شي، دا چاره د دولت د اسلامي‌والي مشروعیت ته سخته صدمه رسوي او د اسلامي دولت له مرتبې څخه یې د غیر اسلامي دولت مرتبې ته را ټیټوي. دا داسې چاره ده چې الله سبحانه وتعالی یې په اړه موږ ته په قران کریم کې  ښکاره خبرداری راکړی دی. لکه فرمایي چې:

وَأَنِ احْكُم بَيْنَهُم بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ وَاحْذَرْهُمْ أَن يَفْتِنُوكَ عَن بَعْضِ مَا أَنزَلَ اللَّهُ إِلَيْكَ فَإِن تَوَلَّوْا فَاعْلَمْ أَنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ أَن يُصِيبَهُم بِبَعْضِ ذُنُوبِهِمْ وَإِنَّ كَثِيرًا مِّنَ النَّاسِ لَفَاسِقُونَ ﴿المائدة: ٤٩﴾
ژباړه: نو(اې محمده صلی الله علیه وسلم!) ته د دوی تر منځ په هغه څه پرېکړه کوه چې الله سبحانه وتعالی نازل کړي دي، او د هغوی د خواهشاتو پيروي مه كوه. پام كوه چې دا خلك (په دروغو، حق پټونې، خيانت او خودغرضۍ سره) تا له ځينو هغو شيانو څخه منحرف نه کړي چې الله سبحانه وتعالی پر تا نازل کړي دي. نو كه دوى (د الله له حکم او الهي قوانينو) څخه مخ واړوي، نو وپوهېږه چې الله سبحانه وتعالی د دوى د ځينو ګناهونو په وجه د دوی په مصبيت کې اچولو اراده کړې ده. بېشکه ډېری خلک فاسقان دي (د شريعت له احکامو څخه تمرد کوي او د الهي قوانينو له حدودو څخه تېری کوي.)

د نړيوال مشروعیت په دې اوسني کشمکش کې؛ نړۍ، غربي دولتونه او په ځانګړې توګه امریکا سخته اندېښنه لري چې اسلامي امارت د ژوند په ټولو برخو کې اسلام اقامه نه کړي او د اسلامي دولت د بهرني سیاست په واسطه نړیوال نظم او قوانین نقض نه کړي او د اسلامي نړۍ د ګوټ ګوټ څخه اسلامي امت د دارالاسلام غېږې ته دعوت نه کړي. یا هم د یو تش په نامه اسلامي دولت په توګه د چین او روسیې د مشروعیت په دام کې ونه لوېږي، یا هم د امارت د سخت او دیکتاتورانه حالت له امله غربي نړۍ د کډوالۍ له پراخې څپې سره مخ نه شي. خو اسلامي امارت بيا له بندیزونو، اقتصادي ستونزو او د مخکني امارت په څېر د انزوا د وېرې له امله اندېښمن دی. نو ځکه د دغو ستونزو د مخنیوي لپاره د نړیوال مشروعیت او په رسمیت پېژندنې په لټه کې دي او په دې برخه کې په پوره احتیاط او تدریجي شکل له خپله ځانه تنازل او ډېر انعطاف ښیی.
په داسې حال کې، که امریکا او غرب د طالبانو اسلامي امارت په رسمیت وپېژني، نو د شل کلنې جګړې مشروعیت، لګښتونه او قربانۍ یې تر پوښتنې لاندې راځي. له بله اړخه که طالبان په دې لار کې ډېر تنازل وښیی له جدي داخلي ستونزو سره مخ کېږي. له همدې امله خو دواړه لوري له سختو او ژورو ننګونو سره مخ شوي دي. ځکه خو دواړه لوري په احتیاط ګامونه اخلي، تر څو په تدریجي ډول ستونزه له منځه یوسي او باالاخره غربي نړۍ وتوانېږي طالبان په نړیوال نظم او دولت – ملت کې ذوب کړي او د نظامي اشغال پر ځای یې یو ځل بیا د پانګوالو دولتونو تر استعمار لاندې راولي.
نو له همدې امله، لومړی باید پخپله د طالبانو په منځ کې مخلصین اسلامي امارت دې ډول تنازل او انعطاف ته پرېنږدي. په دوهم قدم کې د امت مخلصین باید اسلامي امارت دې ته پرېنږدي چې د نورو اسلامي ډلو ناکامې تجربې یو ځل بیا په افغانستان کې تکرار شي. کفار قصداً غواړي مسلمانان له هرې لارې چې قدرت ته ورسېږي په واکمنۍ کې ناکام کړي او بیا نړيوالو ته د مسلمانانو ناکامي د اسلام د ناکامۍ په توګه بیانوي او په دې اړه پراخ تبلیغات ترسره کوي. نو موږ باید داسې حکومتولي ونه کړو چې هغه زموږ له عقیدې او باورونو سره په ټکر کې وي، ځکه همدا زموږ د ناکامۍ لومړي قدمونه دي.‌
ځکه موږ مسلمانان په دې نړۍ کې د اسلام د سپېڅلي دین په تطبیق او نړيوالو ته د دعوت او جهاد له لارې د هغه په رسولو او د الله سبحانه وتعالی د رضایت په ترلاسه کولو مکلف شوي یو. په دغه حالت کې موږ ته د خلکو د فتنو او د شرق او غرب د ګواښونو لپاره یوازې الله سبحانه وتعالی کافي دی. که د خلکو او نړیوالې ټولنې رضایت ته د الله سبحانه وتعالی پر رضایت ترجیح ورکړو، په دې صورت کې به الله سبحانه وتعالی موږ د نړیوالې ټولنې اشغال او استعمار ته پرېږدي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

"مَنِ الْتَمَسَ رِضَاءَ اللَّهِ بِسَخَطِ النَّاسِ كَفَاهُ اللَّهُ مُؤْنَةَ النَّاسِ، وَمَنِ الْتَمَسَ رِضَاءَ النَّاسِ بِسَخَطِ اللَّهِ وَكَلَهُ اللَّهُ إِلَى النَّاسِ". سنن الترمذي
که څوک د خلکو د ناخوښۍ په بيه د الله سبحانه وتعالی رضایت وغواړي، ده ته د خلکو د ستونزو پر وړاندې الله سبحانه وتعالی کفایت کوي او که څوک د خلکو خوښي د الله سبحانه وتعالی د نارضايتۍ په بيه وغواړي، نو الله سبحانه وتعالی به يې خلکو ته ورپرېږدي.
‌سیف الله مستنیر
د حزب التحریر-ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر رییس




   ارسال نظر