چې له هغه یې لاسونه پرې کول، ټول کلي یې چېغې اورېدې!
07/30/2021 | زمری افغان

Print


په تېرو شلو کلونو د افغانستان د لویې برخې کلی کلی او کور کور د امریکا د بې‌ساري او وحشیانه جنایتونو شاهد دی. ددې جنایتونو ځینې کیسې داسې دي چې انسان یې د اورېدو توان نه لري. له بده مرغه دا کیسې لا هم سیمه‌ییزې دي، له دې کیسو له سیمې د باندې څوک نه دي خبر او د نړۍ خلکو ته ددې کیسو هېڅ تصویر نه دی وړاندې شوی. پکار ده چې دا کیسې مستندې شي، ولیکل شي، غږیزې او ویډویي شي، د تاریخ برخه شي او نړۍ ته وښودل شي، چې امریکا، ناټو او نورو ملګرو یې په افغانستان کې څه ډول د بشریت ضد زړه بوږنوونکې کړنې کړي دي. اوس باید ژمن افراد او ډلې په دې برخه کې کار وکړي او چې کله بیا  اسلامي دولت جوړ شي، دا پېښې نه یوازې باید ثبت کړي، بلکې له جنایتکارانو سره داسې حساب وکړي چې بیا کله هم د داسې وحشت جرأت ونه کړي.
د امریکا دا جنایتونه ډېر دي، خو دلته د یوه داسې جنایت کیسه راوړم چې زه یې له اورېدو وروسته له سخت درد او خپګان سره مخ یم او غواړم ډېر خلک پوه شي چې امریکا او د هغوی مزدورانو څه ډول جنایتونه کړي دي.
کلي ته په ورتګ یو ځوان په سیمه ګرځولم، یو داسې کور ته یې ودرولم، چې دوې نیمه‌کاره کوټې پکې وې، کار یې بشپړ شوی نه و او په نیمايي کې پاتې و. ځوان راته وویل چې دا د یوه غریب سړي کور دی، چې له واده دوې میاشتې وروسته د سي ای اې ملېشو شهید کړ. ما سپیرو او نیمه، کاره کوټو ته کتل، ځوان خبرې وغځولې؛ هغه له چاپو ډېر ډارېده، چې د شپې به چاپه شوه، له کوره د باندې به یې منډې وهلې او په کور کې یې ارام نه کېده. ځوان ماته کتل او ما سپیرو او نیمه‌کاره کوټو ته او کیسه یې غځوله.
نیمه شپه وه، لکه د هرې چاپې پر مهال، دا ځل هم کلیوال ټول ویښ وو، خو هېڅوک له خپله ځایه نه شوای خوځېدلی، خلک اړ وو چې په خپل کور کې وي، ګروپ ونه لګوي او هېڅ حرکت ونه کړي. نیم ساعت به وتلی و، چیغې شوې، داسې چیغې چې د انسان زړه یې غوڅاوه، یو انسان سخت شکنجه کېده، څو دقیقې وروسته چیغې ورکې شوې، د چورلکو غږونه شول، چاپه خلاصه شوه. خلک بیا هم وېرېدل، له کورونو نه وتل، ځکه ډېر کله به همداسې ښکارېده چې چاپه خلاصه شوې، خو چې څوک به له کوره ووتل، نو بیا به له وحشي چاپه وهونکو سره مخ شوي وو. موږ تر سهاره ویده نه شوو، وېره وه، په غوږونو کې مو د یوه شکنجه کېدونکې انسان غږونه وو، پوښتنې وې، څوک یې شکنجه کړل؟ څه یې ورسره وکړل...؟
ځوان ویل هاغه باغ وینې، موږ سهار هلته ولاړو، زموږ د همدې کلیوال مړی پروت و، لاسونه یې ترې پرې کړي وو، په پښو، ګېډه. سینه او سترګو یې په برچو وهلی و. ښکارېدله چې په ژوندوني یې له هغو لاسونه پرې کړې وو، په برچو یې وهلی او همداسې په شکنجه شکنجه شهید. ما په دیوال لاسونه تکیه کړل، پښې مې لړزېدلې، زړه مې څړیکې وهلې او له سترګو مې اوښکې روانې وې. ځوان کیسه غځولې وه، خو زه نه وم پوه شوی چې نور به یې څه ویلي وي.
دا د بشر د حقونو د غربي مدافعینو د جنایتونو یوه وړه کیسه ده، په زرګونو داسې پېښې شوي دي او لا هم روانې دي. تر هغو چې مسلمانان یو بل ته لاس ور نه کړي، یو واحد اسلامي دولت پیدا نه کړي، د مسلمان ځوان، مېرمنې، ماشوم او سپین ږیري ژوند او وینه به ارزښت پیدا نه کړي. مسلمانان به مدافع پیدا نه کړي او هېڅوک به د دوی د وینې پوښتنه ونه کړي.   












   ارسال نظر