د اونۍ خبره: ترکیه؛ په افغانستان کې د امریکا او ناټو په خدمت کې
06/13/2021 | زمری افغان

Print


د ترکیې دفاع وزارت په رسمي ډول منلې چې یوه برخه ځواکونه به یې په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د امنیت ساتلو لپاره پاتې کېږي. د ترکیې دفاع وزیر حلوسي اکار ویلي چې دا کار هغه وخت کوي چې متحدین یې سیاسي، مالي او لوژیستیکي ملاتړ وکړي. طالبانو بیا له دې چارې سره مخالفت ښودلی او ویلي یې دي چې د بهرنیو ځواکونو پاتې کېدل، دوی او ټولو افغانانو ته د منلو وړ نه دي. که څه هم دا چاره لا وروستۍ شوې نه ده، خو ویل کېږي چې د ناټو په غونډه کې به په دې اړه د ترکیې او امریکا ولسمشران هم خبرې وکړي.
ترکیې د ناټو په چوکاټ کې پر افغانستان په یرغل کې برخه اخیستې او اوس یې هم دوه زره ځواکونه په افغانستان کې شته چې په کابل کې پراته دي. که څه هم ترکیې د امریکا، برېټانیا او نورو ناټو هېوادونو په شان په افغانستان کې په سختو جګړو کې برخه نه ده اخیستې، خو ترکی ځواکونو تل له ناټو ځواکونو سره مرسته کړې او په افغان جګړه کې یې برخه اخیستې ده. طالبانو هم په تېرو شلو کلونو کې په ترکي ځواکونو لوی بریدونه نه دي کړي، خو تل د افغانستان خلکو او طالبانو ترکي ځواکونو ته د اشغالګرو او ناټو ځواکونو په سترګه کتلي دي.
اوس چې امریکا او ناټو درک کړې چې په افغانستان کې له ماتې سره مخ شوي او له افغانستان څخه وځي، نو غواړي چې له دې وروسته یې ځیني نرم ماموریتونه ترکي ځواکونه پر مخ یوسي. دوی پر دوو دلایلو پر ترکي ځواکونو تکیه کوي. لومړی دا چې ترکان مسلمانان دي او دویم دا چې ترکان له طالبانو سره د اړیکو ترڅنګ په افغانستان کې اتنیکي اړیکې هم لري. دوی فکر کوي چې په دې ډول به افغانان ترکي ځواکونه ومني. خو هېروي چې یو خو افغانان هېڅ بهرني ځواکونه نه مني او بیا که د ناټو د کوم غړي هېواد ځواکونه پاتې کېږي، نو دا خو په هېڅ ډول نه زغمي. دوی هېروي چې ترکي ځواکونو ته افغانان د ناټو او د اشغالګرو د ملاتړو ځواکونو په سترګه ګوري، نو ځکه دا تصور سم نه دی چې افغانان به دوی ومني. له بله اړخه هغه اتنیکي اړیکې چې ترکان یې په افغانستان کې لري، دومره پیاوړې نه دي چې ترکان دې په افغانانو کې محبوب وګرځوي.
ددې تر څنګ مهمه دا ده چې د افغانستان په ګډون د نړۍ مسلمانان درک کوي چې ترکیه د امریکا لپاره په اسلامي نړۍ کې ماموریتونه پر مخ وړي. ترکي حکومت په سوریه، عراق، لېبیا او نورو هېوادونو کې د امریکا د ګټو لپاره ډېر ماموریتونه مخ ته یووړل. په سوریه کې یې مجاهدین په خپلو لومو کې راوستل، بیا یې سره وجنګول او بیا یې د امریکا له خوښې او پلان سره سم کمزوري کړل او آن ځینې یې د لېبیا جګړې ته ولېږل. مسلمانان دا هر څه ویني چې ترکیه د امریکا د ګټو لپاره ماموریتونه مخ ته وړي، نو په افغانستان کې د ترکیې ماموریت ته هم د امریکا د ماموریت په سترګه کتل کېږي. اوس که ترکي ځواکونه پاتې کېږي هم، نو د افغانستان مسلمانان داسې فکر نه کوي چې دلته د یوه اسلامي هېواد ځواکونه پاتې دي، بلکې فکر کوي چې دلته د ناټو د یو غړي هېواد ځواکونه پاتې دي چې نه یوازې د افغانستان په اشغال کې ښکېل وو، بلکې د امریکا په خوښه او غوښتنه دلته پاتې کېږي او د هغوی ماموریت مخ ته وړي.
د ناټو او په ځانګړي ډول امریکا لپاره د ترکیې خدمتونه او ماموریتونه اوس څه پټه خبره هم نه ده، نو ځکه دلته پاتې کېدل به یې نه یوازې خلکو ته د منلو نه وي، بلکې همغسې چلند به ورسره کېږي، لکه د ناټو له نورو ځواکونو سره چې کېده. تر اوسه پورې د طالبانو دریځ هم همدا دی او خلک هم همداسې فکر کوي. له دې امله ترکي ځواکونه به بریالي نه شي چې د مسلمانانو په نوم په افغانستان کې امریکايي ماموریت مخ ته یوسي.




   ارسال نظر