د اونۍ خبره: د آسترالیا د سمبولیک سفارت تړل او نه تړل یوه خبره ده
05/29/2021 | خالد مشعل

Print


تېره اونۍ (د غویي ۲مه ۱۴۰۰) د آسترالیا دولت اعلان وکړ چې په کابل کې په اصطلاح خپل سفارت د روانې میاشتې په ۷مه نیټه تړي. تر دې نږدې یوه میاشت وړاندې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت  په کابل کې د خپل سفارت مسئولینو ته امر وکړ چې د سفارت غیر ضروري کارکوونکي او هغه  چې کولی شي خپلې اړوند چارې له بهره یا له خپل کوره مخته یوسي، له کابله وباسي او سفارت پریږدي.
په همدې وخت کې، داسې ګنګوسې دي چې په راتلونکو میاشتو کې به د څو نورو هیوادونو سفارتونه په کابل کې و تړل شي.
سره له دې چې د آسترالیا سفارت په کابل کې ډير فعال نه وو  او د افغانستان او آسترالیا په دوه اړخیزه اړیکو کې کارنده نقش نه لره او تر ډيره یو سمبولیک سفارت وو. خو د تړلو اعلان یې په ډله‌ییزو او ټولنیزو رسنیو کې لویه غوغا جوړه کړه چې ګواکې نړۍ افغانستان ته شا کړه او دغه هیواد یوازې پریږدي.
د آسترالیا دولت په داسې حال کې د خپل دولت سیاسي نمایندګي په کابل کې تړي چې د امریکا له خوا د افغان دولت او طالبانو تحریک ترمنځ د سولې پېل شوې خبرې په ټپه ولاړې دي او د پرمختګ هیڅ څرک یې نه لګیږي.
په ورته وخت کې، د جوبایډون حکومت اعلان وکړ چې  خپل ټول سرتیري د روان زیږدیز کال د سپټمبر تر میاشتې له افغانستان څخه وباسي. له دې اعلان سره سم، د افغان دولت او طالبانو ترمنځ جګړه توده شوې او تقریبا په ۲۰ ولایتونو کې عملاً جګړه روانه ده. په ځینو ولایتونو کې یوشمیر ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ولوېدې او د ځینو ولایتونو مرکزونه تر ګواښ لاندې دي.
په سیاسي او رواني لحاظ، د آسترالیا په شمول، په کابل کې مېشت د بهرنیو هیوادونو د سفارتونو بندول سیاسي فشار دی چې د امریکا او د هغې د متحدینو له خوا په طالبانو او افغان حکومت واردیږي. ځکه نه افغان دولت او نه هم طالبان غواړي چې د نړیوالې ټولنې سیاسي استازولۍ په کابل کې وتړل شي. همدا وجه وه چې د آسترالیا سفارت د تړلو له اعلان وروسته، د طالبانو تحریک اعلان وکړ چې د بهرنیو هیوادونو سفارتونه دې د خپل امنیت اندیښنه نه کوي او طالبان له خپل لوري د دوی د امنیت ټینګیښت ته ژمن دي.
د افغانستان او آسترالیا ترمنځ په سیاسي، تجارتي، اقتصادي او نظامي برخو کې د پام وړ تګ راتګ او ورکړه راکړه نشته دی. ځکه چې له یوه اړخه آسترالیا له افغانستان څخه ډیر لرې پروت هیواد دی او له بل طرفه، له افغانستان څخه د آسترالیایي ځواکونو له وتلو وروسته، د آسترالیا ونډه او مداخله، د افغانستان په سیاسي، اقتصادي او نظامي مسایلو کې په نشت حساب ده. په کابل کې د آسترالیا سفارت تر دې حده سمبولیک او بې معنی شوی وو چې حتی د مسافرینو ویزې یي هم له کابله نه روکولې او مسافرین اړ وو چې هند یا پاکستان ته لار شي او هلته بیا د آسترالیا سفارت ته مراجعه وکړي.
خو یو شی چې د بهرنیو سفارتونو تړل ورباندې قوي اغیز کوي، هغه د عام ولس په منځ کې دا اندیښنه را منځ ته کول چې ګواکې د ۱۳۷۰ ل کال غمیزې او ګوښي‌توب بیا تکراریږي او دنیا افغانستان ته شا کوي. ځکه په هغه وخت کې هم دنیاوالو خپل سفارت خونې په کابل کې بندې کړې او افغانستان ته یې شا کړه.
په تېرو شلو کلونو کې چې د امریکا په مشری، د ناټو سازمان په افغانستان برید وکړ او دغه خاوره یي تر خپل مستقیم اشغال لاندې را وسته، نو د یاد سازمان او ډيرو نور غربي او شرقي هیوادونو سفارتونه په کابل کې پرانستل شول. خو حقیقت دا دی ډیری د دې سفارتونو، په واقعیت کې سفارتونه نه ول. بلکې دا د یادو هیوادونو استخبارتي- نظامي مراکز وو چې تر ډيپلوماتیک پوښښ او خوندي‌توب لاندې کار کاوه. اوس چې په ظاهره امریکا او ناټو خپل نظامي ځواکونه له افغانستان څخه و باسي، نو د دوی اړوند هیوادونو هم خپل سفارتونه و تړل او یا به یی په راتلونکې کې وتړي.
اوس باید له دغو دولتونو پوښتنه وشي چې سفارتونه خو نظامي او استخباراتي کار نه کوي، نو د خپلو ځواکونو په وتلو سره مو ولې خپل سفارتونه و تړل؟
اما موږ پوهیږو چې دا سفارتونه نه، بلکې د دې هیوادونو استخباراتي او نظامي مراکز وو چې د نظامي ځواکونو له وتلو سره سم، د تړلو په درشل کې دي.
ډیری له دغو سفارتونو د امریکا متحده ایالاتو په ایشارې سره فعال شوي وي او اوس د امریکا په ایشارې سره تړل کیږي. دوی په حقیقت کې د امریکا متحده ایالاتو پورې تړلي وو او د هغوی ګټو ته یې کار کاوه. اوس چې امریکا د سولې پروسه ګونګه پروسه روانه کړې، نو غواړي چې له دغو سفارتونو څخه د یوې وسیلې او ابزار په توګه کار واخلي.
ولې دا باید افغان سیاسون او عام ولس درک کړي چې د دې استخباراتي او جاسوسۍ مراکزو( په اصطلاح سفارتونو)  په تړلو سره هیڅ مشکل نه رامنځ ته کږي او نه باید څوک په دې اړه اندیښنه ولري. اوس چې افغانستان په کوم اور کې سوځي، د همدغو سفارتونو د کړنو او اعمالو حاصل دی چې په رأس کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت قرار لري.
دا زموږ خاوره ده او دا مو ولس دی. که د امریکا او د دوی د متحدینو مداخله او منافقت نه وي، افغانان په خپلو کې هیڅ مشکل نه لري او کولی شي چې خپلې چارې د اسلامي نظام تر چتر لاندې د پوره امنیت او ثبات په فضا کې مخته یوسي.
اسلامي نظام هغه رسۍ ده چې افغانان سره تړلی شي او افغان ولس د تاریخ په اوږدو کې په همدې رسۍ (دین) سره را ټول شوی او د نړۍ د سیالو هیوادونو په کتار کې دریدلی دی. اسلامي نظام هیڅ کله په پردیو سفارتونو متکي نه وي او نه هم دغو سفارتونو ته اجازه ورکوي چې له خپل اصلي مسیر (ډیپلوماتیکو او قنسلي چارو )څخه منحرف او د جاسوسۍ په مرکزونو بدل شي.




   ارسال نظر